
پدې وروستیو کې مې په یوه خبري سایټ(شبکه اطلاع رسانی افغانستان)کې د لیکوال نسیم جعفری په نامه دا په دری ژبه لیکنه تر سترګو شوه چې پيل یې پدې ټکو سره شوی و. «پښتانه چې تر نیمايي زیات یې د طالبانو، حزب اسلامي، حقاني ډلي، داعش ... په قالب کې له حکومت سره په وسلواله مقابله کې ښکیل دي، دا تر نیمايي کم نور یې چې له نوي نظام څخه ملاتړ کوي، وزارتونه یې په انحصار کې دي، او دا نور ټول یې محروم او څنډو ته کړي او هرڅه یې پخپل واک کې راوستلي دي»، نوموړي پدې هکله نوري له حقیقته لري خبري هم کړي دي، چې د نقد په بهیر کې یې بیا یو بل ستاینه کړي او دا خبري یې هم پري ور زیاتي کړي چې پښتانه اصلآ د یهیودو له نسله دي، ددي په وجه خو تیزه فکره دي او ګورو چې د نړۍ ټول اختیار د یهیودو په واک کې دی، داسي پښتانه هم پر هرڅه برلاسی لري. مداح پدې هکله نوري هوتي بوتي هم ورپسې قطار کړي، چې په لوستو یې ډیر خپه او فکرمند شوم او هغه داچې - یو خو رسنې د واقعیتونو هنداره ده او په هره ټولنه کې د اصلاح او یووالي لپاره رغنده رول ترسره کوي، چې له دي اصلیت یې هیڅوک هم انکار نشي کولي. همدا وجه چې نړیوالو مطبوعات د دولت څلرم ځواکمن اروګان پیژندلي او د نورې ودي او پراختیا په لټه کې یې دي. خو له بده مرغه زموږ رسنیز تقدس د سوکالي پرځای د کرکو او نفرتونو د خورولو لپاره استعمالیږي، او تر ډیره سړی دی ته هڅوي چې د لیدلو او لوستلو څخه یې ډډه وکړي.
بله دا چې لیکوال پدې کورټ تیروتلی دی چې وايي په دواړو جبهو کې واک له پښتنو سره دی. غوره او د انصاف خبره به ورته داوه چې په ډاګه کړي وايي چې په دواړو جبهو کې پښتانه شتون لري، خو سخت ځپل شوي او په ډیرو محروميو کې وختونه تیروي. بیا داچې پښتانه لکه د یهیود په شان تیزه فکره دي او ټول واک له دوي سره دي، پدې هکله یې هم زیاته ناغیړي کړي او بلکل غولیدلی دی. ځکه یو خو په دوي کې یو متل دی چي وايي «عقل افغان پسان پسان میاید»، نو دا بیا څنګه کیداشي چې خپله دا دعوه په سمه توګه په اثبات ورسوي چې پښتانه د یهیودو په شان تیزه فکره دي؟!!، او دوهم دا چې پښتانه اصلي ارین نژاده دي، او تاریخې لرغونتوب یې هم تر یهیود(بی اسراییلو) زیات دی، کم نه. همداراز سیمې او ټاټوبي یې هم پوره جوت دي چې یو له بله ډیر لریوالی او توپير لري.
اګرچې له سیالانو سره د جوګه کیدو تلوسه مو دا نه مني چې په داسي بې معنا خبرو کې ځانونه ورښکیل کړو. ځکه نړیوال میشت ژوندې ولسونه پدې هڅو کې دي چې څنګه په هغو چارو لاس رسي ومومي چې ناممکنه دي. خو برعکس، زموږ ماهرین چې ځانونه روڼ اندې هم بولي، د روان جوړښت د پياوړتیا پر ځای د نړیدو او بیا ړنګیدو په فکر کې
دي. که روانو حالاتو ته د حقیقت په سترګو وکتل شي، او د پښتون قوم معاصر تاریخي بهیر ته ځغلنده نظر وکړو، نو پښتنو ته د هغو خدای ورکړي شوي طبیعي نعمتونو پرته چې ازل وربښلي ، چې هغه ښکلي سیمې، زرخیزي ځمکې، او په جسماني لحاظ سره غټ او پیاوړي صورتونه دي، نور په فزیکي ډول سره د نظامونو لوري دوي ته کوم عمرانی غوریتوب نه دی ورکړی شوی. سره له دي چې د سیمې لوی اکثریت هم دا قوم جوړه وي، خو په چاپيریال کې چې له کومو ستونزو او ننګونو سره پښتانه پرګنې مخامخي دي، بل هیڅ توکم له داسي کړاونو سره لاس ګریوان نه دی. که سیمه یا سهیلي اسیا له کوم ګواښ سره مخ شوي، نو پښتانه ورته د سپر په توګه کارول شوي، په تورزن، جنګیالي، ننګیالي او بریالي سره یاد شوي، خو کله چې د یار په جامه کې د پټو اغیارو موخې ترسره شوي، نو بیایې په هغو سپکو، سپورو سره نومولي چې د بشریت په قاموس کې ورته نور ټیټ الفاظ شتون نه لري. د لیکوال جعفري دا ګمراکوونکي خبري هم ددي کمپاین یوه بیلګه ده. داچې قدرت پښتون قوم ته په فطري ډول پښتنې غرور ور په برخه کړي، هغه ددي سبب شوي چې د تاریخ په اوږدو کې یې چاته سر نه دي ټیټ کړي، خو دا سرزوري بیا ورته ددي لامل هم شوی چې پخپلو کې یو بل ونه مني. همدا وجه ده چې ستر قومي مشر خوشحال خان خټک هم ورڅخه په تنګ راغلي او داسي افسوس یې څرګند کړي:
پښتانه واړه ناپوهې د یو په بل کاندي غورځي
چې یو سرکاندي راپورته بل یې ووهې مغزي
خو دا ناخوالي د پښتون قوم له حالاتو د بې خبري سبب هم شوي چې ضدی پښتون خوشحال بابا یې په خپل شعر کې یادونه کړيده. ځکه خو لومړي استعمال شوي، له بریا وروسته بیا ځپل شوي او په پاې کې په تورتم کې ساتل شويدي. که دا سپین سترګې دعوه کوي چې پښتانه په دواړو جبهو کې شتون لري، دا حقیقت دی، ځکه مخکې وویل شو چې د سیمې لوی اکثریت پښتون قوم جوړه وي. خو هغه پښتانه چې په هر جبهه کې مخکښ رول لري، هغه په حقیقت کې د پښتنو د مشرانو یا استازو په توګه دندي نه ترسره کوي، بلکه هغه د اړوند نظریاتي خوځښت د پلويانو په توګه ګمارل شويدي. دوي باید ایدیالوژیکې او سیاسي اهداف ترهرڅه لوړ وګڼې ، او له نورو هم ددي ارزښتونو د ستانې په موخه له پښتو او پښتنولي څخه د ډډه کولو غوښتنې لري، او په حقیقت د هغې اداري یا بنسټ اختیار هم له دوي سره نه، بلکې د هغې سیاسي ډلې په واک وي چې دې یې پلوي دی. خو برعکس، د نورو قومونو استازي که په داسي منصوبونو ټاکل کیږي، د هغوي دا ګمارني د توکمیزو انډولونو د اړتیاوو د پوره کیدو په اساس وي. همداراز هغوي مکلف دي چې د ورسپارل شوو دندو سره د خپلو ځوانانو د کدرونو په روزلو، د استوګنو لپاره د ښارګوټو په جوړولو او دخپلو توکمو د ټولنیزو اړتیاوو په حل کې رغنده رول ترسره کړي. خو دا پښتانه سرخیلان له داسي مسوولیتونو اومکلفیتونو ځکه مبرا او مستثنا دي، چې د(ایزم منشور) ته وفاداري دا اجازه نه ورکوي چې د خپل قومی وقار د ساتلو لپاره د خدمت مصدر شي، او دا نور پښتانه یې بیا تش نامه ته هوسیږي. خو بیا کله چې پخپل دریز کې مات شي، و شړل شي او یا یې ژوند له ګواښ سره مخ شی، نو د ځانونو د ژغورني په موخه د پښتنو په دیرو او میرو ور سر شي او د پښتون قوم د ملاتړ په موخه په درغو د قلندري مینې د شیدايانو په توګه د زاړه رباب په ترنګ کې دا د سوز ناري په داسي چغو او نارو سره زمزمه کوي.
بیا سائل پتري پر خپل ټوټي ټوټي کچکول وهم - خير پکې د پښتو او پښتنو لپاره غواړمه