د كمياوي سرو د اچولو طريقه

سرې په خاورو كې په دې خاطر استعماليږي، چې د نباتاتو هغه غذايي مواد چې په خاورو كې لږ دي، پوره كړي، تر څو اقتصادي حاصلات په لاس راوړي.
بزګران بايد د سرو د استعمال د طرېقو د پاره لاندېني مواد په پام كې ونيسي:
د كرل كيدونكي نبات د رېښو خواص.
۲- د ودې په مختلفو دورو كې د نبات د غذايي موادو اړتيا.
د خاور فزيكي او كمياوي خواص.
د اوبو شتوالى او...
د خړوبولو طرېقه او د خړوبولو د اوبو منبع.
د افغانستان په ټولو سيمو كې د ناتيروجني او فاسفورسي سرو استعمال د زياتره نباتاتو د پاره ضروري بريښي.
مختلف نباتات د ودې په مختلفو مرحلو كې د غذايي موادو محتلفو اندازو ته اړه لري. د مثال په ډول د كاهو د پاره مخكې د كرلو څخه ناتيروجني او فاسفورسي سرې بايد هلته شيندل شوي وي. ټول فاسفورس بايد د كاهو د كرلو څخه مخكې په داسې اندازې باندې استعمال شي، چې د نبات د ټولې ودې د دورې د پاره كافي وي، ځكه فاسفورس په خاورو كې حركت نه كوي، د ودې په وخت كې د نور ناتيروجن استعمال ته ښايي ضرورت وليدل شي، خو د ودې په وخت كې د نور فاسفورس استعمال په افغانستان كې ګران ښكاري.
د افغانستان په شرايطو كې بايد ټول فاسفورس او پټاشيم او نيم ناتيروجن د كرلو څخه د مخه او يا د كرلو په وخت كې استعمال او پاتې نايتروجني سرې استعمال بايد د پسرلي د لومړنيو خړوبولو يا د ښه باران په وخت كې عملي شي.
د سرو د اچولو طرېقې:
د سرو د استعمال طرېقې په لاندې ډول سره دي: ۱- د خاورې پر سر باندې د سرو د شيندولو طرېقه (Broad cost) د خاورې پرمخ په منظمه توګه د جامدې يا مايع سرې شيندل د نبات د كرلو څخه مخكې د برودكاسټ د طرېقې په نوم ياديږي.
زموږ زياتره بزګران كيمياوي سرې د تخم په شان د ځمكې پرمخ په منظم ډول سره شيندي او بيا يې تر خاورو لاندې كوي.
سرې د يو زيات شمېر ماشيني آلاتو په وسيلې شيندل كيږي.
د سرو شيندلو ماشينونه بايد درجې ولري، تر څو د سرې اندازه كنټرول كړاى شي. د سرې د شيندلو د ماشينو د سرې د ساتلو او شيندلو برخه يو مثلثي شكل لري.
او د لاندېنۍ برخې څخه يې سره ښكته لويږي، خو د سرې د لويدو اندازه بايد په ډېر احتياط سره كنټرول شي.
۲- د نبات څنګ ته د سرې اچولو طرېقه (Side brand) :
په دې طرېقه كې سرې د كوټې په ډول د نبات يا تخم څنګ ته په يوې ټاكلې فاصلې كې اچول كيږي، په دې طرېقه كې سرې د ځينو ماشينو په وسيله د 2.5 څخه تر 5 سانتي مترو په ژوروالي د 5 څخه تر 6.5 سانتي متر په فاصله كې د نبات يا تخم څخه اچول كيږي.
يا په بل عبارت: ځينې سرې چې امونيم لري، كه چېرې نبات يا تخم ته نږدې ولويږي، ښايي خطر ولري، دا سره كه چېرې د نبات د كرلو په وخت كې استعمال شي، د پيل كوونكي (Starter) سرې په نوم ياديږي، چې د نبات لومړنۍ وده پيل كوي او په سړو وختو كې وده ګړندۍ كوي.
نوموړې طرېقه د فاسفورس نصبيدل كموي. دا طرېقه په افغانستان كې دومره شهرت نه لري، ځكه مناسب ماشينونه يې دلته نشته. داطرېقه په هغو ځايونو كې ښه كار كوي، چې نباتات يې په قطار ډول كرل شوي وي.
۳- د نبات د پاسه د سرې شېندلو طرېقه (Trop dressed): په دې طرېقه كې كمياوي سرې په تېره بيا نايتروجني سرې وروسته له هغه چې نباتات شنه شي اچول كيږي، د غنمو د پاره د سپرلي د يوريا شيندل د دې طرېقې ښه مثال دى، دا طرېقه ډېر احتياط ته اړه لري، تر څو د نبات پاڼې ونه سوځي، د ځينو نباتاتو د پاسه چې دا ډول سرې استعماليږي، دغله جاتو، رېشكې او څړځايونو څخه عبارت دي، په قطار كې د نبات څنګ ته سرې اچول د څنګ اچولو (Sided reseed) په نوم ياديږي، چې په جوارو او پومبې كې زيات استعماليږي.
۴- په روانو اوبو كې د سرې اچولو طرېقه:
(Water- run Application)
د دې طرېقې د سرې اچول د ماشينو په پرتله دومره سهي نه دى، په دې طرېقې سره د ورخ په خوله كې اچول كيږي او بايد ټول پټي ته په مساوي توګه ورسيږي.
د دې طرېقې بيه لږ ده، ځكه په دې طرېقه كې مزدور، ماشين او روغنيات نه پكاريږي. په دې طرېقه كې مايع او وچه سره دواړه استعماليږي. دا طرېقه يوازې د ناتيروجني سرو له پاره په كاريږي، ځينې نباتات لكه: سابه، رېشكه، غله جات او داسې نورو ته ښه عكس العمل ښيي.
وچ مواد بايد مخكې په اوبو كې د اچولو څخه منحل شوي وي، كيداى شي، چې سره د نبآت د پاسه په اوبو كې وشيندل شي.
۵- د پاڼو د پاسه د سرو شيندلو طرېقه (Foliar Application):
په دې طرېقه كې د نبات غذايي مواد د نبات د ځمكې څخه په پاسنۍ برخه كې جذبيږي.
د سرو دا ډول اچول د نبات د ژر عكس العمل په هدف كيږي، همدارنګه ځينې عناصر كه چېرې خاورو ته ولويږي، خپل انحلال د لاسه وركوي او نبات نشي كولى، چې هغه په موثره توګه استعمال كړي او په همدې اساس د هغوى استعمال د نبات د پاسه بريښي. د سرو علظيت چې د نبات د پاڼو پر سر باندې استعماليږي بايد د خاور د پاسه د سرو د استعمال څخه لږ وي. نوموړي مواد بايد په داسې طرېقې سره استعمال شي، چې د نبات د پاڼو د پاسه تر يوه وخته پورې پاتې شي، تر څو يې پاڼه جذب كړي.
۶- د سرې او آفت وژونكو محلوطونه:
(Fertilizer- pesticide mixture)
په دې طرېقه كې سرې او آفت وژونكي مواد يو ځاى د نبات د تغذيې د حشراتو، د ناروغيو، د نيماتودونو او هرزه ګياؤ، د كنټرول په خاطر استعماليږي.
په دې طرېقې كې سرې او آفت وژونكو تنهايي استعمال ډېره ښه نتېجه وركوي، ځكه په دې طرېقه كې د دوا د استعمال وخت، ځاى او علظت په آسانۍ سره كنټرول كيداى شي.
نظيرخان نظري- طوطاخېل
د خوست پوهنتون د زراعت پوهنځي محصل