د ټول ژوند په اوږدو کې مو د بڼې ورکولو له وړتیا څخه ګټه اخیستې ده، خو ریښتیا خبره دلته ده، چې ډېری وګړي له دغې وړتیا څخه په ناڅاپي توګه ځینې وخت د ځان په ګټه او ځینې وخت د ځان په زیان ور څخه کار اخلي.
ستاسو موخه باید دغه وي، چې همدغه وړتیا مو په پوره، منظمه او سمه توګه کابو او په خپل واک کې ولرئ، او ډاډمن شئ، چې ستاسو ذهن او ذهني انځور د هر هغه څه په اړه، چې غواړئ ولرئ او یا هم هغه کوم شخصیت، چې غواړئ ورته ورسېږئ رسېدل یې شوني دي.
که غواړئ، چې خپل شخصیت ته په ښه توګه وده ورکړئ او ویې روزئ هڅه وکړئ تر ډېره په خپل ذهني انځورونو لاس بري و اوسئ او کابو یې کړئ.
د هرې موخې یا بریا لپاره، چې کوم ذهني انځور په ذهن کې لرئ د ښو ارزښتناکو او اړینو کړنلارو له مخې یې ترتیب او منظم کړئ ځکه همدا ذهني انځور او هغې ته مثبته بڼه ورکول کولای شي ستاسو په هر پرمختګ او هره بریا کې خورا ډېره ارزښتمنه ګټه ورسوي.
ډېری وګړو خپل ذهن له مثبتو انځورونو څخه ډک کړی وي، خو د دې تر څنګ همدغو مثبتو ذهني انځورونو ته مثبته بڼه ورکول اړین دي، که نه نو مثبت ذهني انځور پرته له بڼې کومه د خوښې وړ پایله نلري تر څو د هغې له مخې بریا ته ورسېږئ. هرې بریا یا موخې ته د رسېدو لپاره خپل ذهني انځور په ډېره ښه توګه کابو کړئ.