
جنت د کائناتو د خالق د ګاونډ دوهم نوم دي، د خالق په ګاونډ کي دا راز انسان هیڅکله هم ځای نه سي موندلای په چا کي چي د تشدد او نفرت طبیعت وجود لري . کوم انسان چي د جنت حریص وي، څوک چي د خالق په ګاونډ کي د ژوند کولو تمنا لري، کوم وګړي چي د خپل رب د ملاقات شوق لري، د هغه لپاره د فرض په درجه کي ضروري ده چي له زړه څخه دي د نفرت او تشدد مکمله خاتمه وکړي ، په اوسنۍ نړۍ کي تشدد د جهنم نماینده دي او امن د جنت نماینده . اې وګړو ! راسئ د خالق له مخلوقاتو سره مینه وکړو ، تشدد او نفرت تر شا وغورځو ؤ ، رحمان او رحیم رب په مینه کولو خوښیږي ، له نفرته یې نفرت کیږي . ابوعبدالرحمن محمد بن حسین رحمه الله فرمایي : یوه مېرمن د عائشې په نامه ډېره لویه عابده وه ، خپلي لور ته یې نصیحت کاوه ، نو داسي یې ورته وویل : په هغه شي چي فنا کیږي ، مه خوشحاله کېږه او په هغه صورت کي چي له منځه ولاړ سي ، مه ورپسي غمجنه کېږه . د الله تعالی په عبادت او بندګۍ کي د خوښۍ احساس کوه او له دې څخه چي د الله تعالی له پام او نظره ونه غورځېږې ډېره وېرېږه . لور یې وايي : زما مور به ویل : دا واقعیت ومنه، هر څوک چي په یواځيتوب کي له مخلوق څخه د ویري او خوف احساس وکړي ، موږ ویلای سو چي تر اوس یې د الله تعالی سره محبت نه دي پیدا کړي او هر څوک چي د الله تعالی له بندګانو څخه یو بنده سپک وګڼي، نو تر اوسه یې لا د خپل پروردګار معرفت نه دي حاصل کړي ، ځکه څوک چي خالق غواړي هرو مرو یې له مخلوق سره هم محبت کوي ..! لیکوال : احمدجنیدمبارز