پوهان پر دې باور دي چې دريمه سترګه لوبيا ته ورته شکل لري او د مغز يوه خاصه برخه ده. چې د دوو وروځو تر منځ موقيعت لري او دنده يې د انرژيکي سګنالونو پيدا کول دي.
دريمه سترګه د دوو وروځو تر منځ موقيعت لري او دنده يې د انرژيکي سګنالونو پيدا کول او حتی د هغوی انتقال هم کوي.
تاسو کولای شئ ددې سترګې پواسطه د انرژي څپې چې په چاپيريال کې دي احساس کړی. دغه څپې د مغز او روح له ليارې تجزيه او تحليل کړی او او په پای کې هغه اړونده پيغام په يو خيالي تصوير بدل کړی. دا پيغام کيدایشي يو تصوير، يا يو حس او يا هم يو پټ شی وي.
معمول زما استفاده ددې سترګې نه د آرامتيا حس نورو خلکو ته استول او د شيانو او خلکو انرژيکي تصويرونو پيدا کول دي. يعنې ددې سترګې پواسطه زه کولای شم چې د روحي موجوداتو هاله او يا دردونه او ټول غير مادي او انرژيکي شيان ددې سترګې په واسطه وګورم.
- د دريمې سترګې د انډول جوړولو ټيسټ
د لاس منځنۍ ګوته مو د 20 سانتي مترو په فاصله کې د دوو وروځو تر منځ نږدې کړئ. تاسې بايد يو خاص احساس لکه تخڼيدا يا حتی درد په هغه ساحه کې احساس کړی. که هيڅ احساس مو نه درلود نو د شهادت په ګوته همدا عمل ترسره کړئ او که بيا مو هم کوم احساس نه درلود په خپلې کچنۍ ګوتې دغه عمل ترسره کړئ او که بيا مو هم کوم څه احساس نکړل نو په يوې تيرې نوکې سره يا د قلم د نوکې پواسطه دغه عمل ترسره کړئ.
هر څومره چې جسم دغې سترګې ته نږدي شي نو نوک يې پراخه وي او هرڅومره چې جسم ورنه ليرې وي ددې سترګې د فعاليدو په معنا ده د مثال په توګه که چيرې تاسو د قلم نوک پواسطه په 1 سانتي متر فاصله کې درد يا تخڼيدا احساس کړی نو دا په دې معنا چې ستاسو دريمه سترګه ضعيفه ده. او که د منځنۍ کوتې په واسطه په 10سانتي مترو کې احساس کړی نو ستاسو دريمه سترګه په متوسط ډول سره کار کوي.
نوټ: دا کار ډير تکرار نکړئ، ځکه امکان لري چې سردرد شی.
- د دريمې سترګې د فعالولو لارې
1 - هرکله چې بيکاره شوی دغه ساحه ماساژ او يا يې هم په آرامی سره وخارئ.
2 - تصوير ته حرکت ورکړئ
يعنې څنګه حرکت؟ د مثال په ډول يو تصوير درسره واخلئ چې يو سړی ورکې ولاړ وي. تصوير ته ښه ځير شئ شايد دغه سړی درته وخاندي او يا هم درته سترګک وکړي او يا ستاسو طرف ته حرکت وکړي خو په نيمه لاره کې واپس درنه مخ واړوي.
3 - يوه قطعه فيروزه په نرمه خاوره باندې د يو ساعت لپاره لمر ته کيږدئ او بيا يې د 20 دقيقو لپاره د دريمې سترګې پر ځای کيږدی. دا طريقه بايد هره ورځ ترسره شي که چيرې يوه ورځ پاتې شي نو د 5 ورځو اغيز له منځه وړي.
وسلام