د سګرټ پرېښودلو لنډه او تر ټولو اسانه لاره!

 

  • یو تاریخ ځان لپاره وټاکه چې نه ډېر نږدې وي او نه هم ډېر لرې او په هماغه تاریخ باندې سګرټ څکولو ته (نا) ووایئ.
  • له ملګرو مرسته وغواړه: حتمي ده چې په سګرټ د عادت کیدو په وخت کې به ځينو دوستانو مرسته(!) درسره کړي وي؛ تر څو په دې ناوړه عمل روږدي شئ، اوس پکار ده داسې ملګري ځان لپاره پيدا کړې چې تا حمایه او د ستونزې په وخت  کې درسره کومک وکړي.
  • له ستونزو سره مقابله وکړه: کم از کم څلرویشت ساعتونو کې به د شپږ ځلې سګرټ څکولو ته داسې زړه وشي چې لاره به درنه ورکه کړي، خو تاسو مه وارخطا کېږئ دا مرحله تقریباّ تر دریو ۳ دقیقو وخت نیسي او وروسته بیا په تدریجي ډول سره کمیږي او بالاخېره له مېنځه ځي. اوس که چېرې دا وختونه سره جمع کړو نو ټول ((3*6=18 یعنې په شپه ورځ کې ۱۸ دقیقې باید ځان کنټرول کړئ، که چېرې په دې وخت کې یو چا ځان کنټرول کړای شو؛ نوموړی بریالی دی. دغه ستونزه په اولو وختونو کې ډېره تېزه وي او په دې وخت کې زیات کوښښ باید وشي چې سګرټ ته لاس نکړئ؛ د څو ورځو په تیریدو سره ستاسې کنټرول زیاتیږي او له سګرټ څکولو سره مو مینه کمیږي. زه پوهېږم چې دا یوه ستره ننګونه ده خو که چېرې تاسې نن دا چېلېنج قبول نه کړو؛ نو په راتلونکي کې به د خپل صحت ډېرې زیاتې ننګونې قبولې کړئ ،نو بهتره دا ده چې د هغو سترو چېلنجونو پر ځای دغه کوچنۍ ننګونه قبوله کړئ.
  • ځان لپاره چاپیریال برابر کړئ: په کور، دفتر، دوکان او یا هغه ځای کې چې تاسې پکې زیات وخت تېروې، د سګرټ اړوند توکي وغورځوئ، کوښښ وکړئ ځان بوخت وساتې.
  • خالي لاسونه: دا چې د سګرټ څکولو په وخت کې لاس خولې ته ځي او د سایکالوجۍ له نظره د انسان لاسونه عادت کیږي چې وروسته بیا لازمي ده تاسو به خولې ته لاس وړئ، نو په دې وخت کې پکار ده چې لاس کې چڼې، او یا کوم بل د خوراک شئ ونیول شي او کله هم چې د سګرټ ته زړه کیږي خولې ته لاس یوسه.
  • د سګرټ څکولو خاص وختونه: ځیني خلک د سګرټ څکولو خاص وختونه لري، لکه د سهار چای وروسته، د ډوډۍ له خوړلو وروسته، ماسخوتن کې، او یا هم په دفتر کې چې کله وقفه وي؛ لومړۍ خو هغه ځایونو ته مه ځئ چې مخکې مو سګرټ پکې څکول او بل دا چې کوښښ وکړئ یو بل عادت خپل کړئ؛ مثلاُ قدم ووهئ، تلیفون باندې ځان مصروف کړئ او یا هم ونو او نورو شیانو باندې فکر وکړئ.
  • نوي اړیکې جوړې کړه: سګرټ څکول یوه اړیکه وه، خو اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې دغه اړیکه په مکمل ډول له مېنځه یوسې او پکارده یوه نوي اړیکه باندې کار وکړې، مثلاّ قدم وهل، باډي بیلډېنګ ته تلل، شنې سبزۍ خوړل او یا هم کوم نږدې ملګري سره یو څه وخت لپاره کښېناستل.
  • عذر او بهانې جوړول پرېږده: ډېر خلک د سګرټ څکولو پخاطر ځان لپاره دلایل پیدا کوي مثلاّ، دومره بیروبار ؤ زړه مې تنګ شوو بس مجبور شوم یو سګرېټ مې وڅکولو، نو د سګرټ په څکولوو سره بیروبار ختمیږي؟ نه هیڅکله نه. بل دلیل چې ځيني خلک یې وايي، د سګرټ په څکولو سره مې وزن کم شو. چې دا کوم دلیل ندی، که چېرې غواړې وزن کم کړې نو ورزش وکړه، صحي غذا وخوره د سګرټ په څکولو سره نه کمیږي، جار د شم.
  • بل دلیل چې ځيني کسان یې لري، زه چې سګرټ وڅکوم دماغ مې نارمل شي.
    د سګرټ په څکولو سره هیڅ وخت دماغ نه نارمل کیږي بلکې لا خرابیږي.
    د ځوانانو دلیل بیا څه داسی دی چې، سګرټ ځکه څکوم چې دا یو سټایل دی سټایل، او دا د ځوانانو یو خاص فیشن دی. ههها نه دا سټایل نه دی، د سګرټ په څکولو سره غاښونه زیړيږي، رژیږي، معده خرابوي، د مرۍ کینسر پيدا کوي، سږي خوسا کوي او داسې نورې ډېرې ناروغۍ چې د سګرټ د څکولو له امله رامېنځ ته کیږي.
    په هر صورت هیڅ بهانه نه چلیږي بس هسې ځان غلطول دي، همدا نن ووایه چې سګرټ څکول بند او یو نوی ژوند شروع.
  • د سګرټ پرښودلو په فایدو فکر وکړه: داسې یو لیست جوړه کړه چې سګرټ پرېښودل به څه فایده درته ورسوي؟ د بېلګې په توګه، ستا صحت به ښه شي، عمر به د اوږد شي، پیسې به بچت شي یا هم د غاښونو د خرابیدو مخنیوی به د کړی وي او داسې نور؛ دا لیست باید په کوټه کې ځوړند کړای شي تر څو هر وخت پرې نظر ولږیږي؛ یا د هم د موبایل په سکرین ولیکل شي.
  • له خپل هوډه مه په شا کېږه: پروا نه کوي که یو څو ځلې د هڅه کړي خو ناکام شوی یې؛ له ځان سره ووایه چې دا ځل به خپل پلان ضرور پلی کوم، له خپل هوډه هیڅ وخت مه په شا کېږه.
  • له ځانه سره فکر وکړه چې مخکې د کوښښ کړی دی چې سګرټ پرېږدې ولې بریالی نه شوې، اوس بیا فکر وکړه چې څه وجه وه چې یو ځلی بیا د سګرټ ته مخه کړه، په هماغه وجه باندې کار وکړه او د حل لاره ورته پیدا کړه. دا ځل ټینګ هوډ وکړه چې ماتې به نه منې. په اول وخت کې به ستونزې خامخا وي، لوږه به وي، په خوب کې به مشکلات وي، ذهن به یو څه نا ارامه وي، لیکن په یاد ولرئ چې دا واړه واړه مشکلات ستاسو د هوډ او عزم په وړاندې هیڅ هم نه دي، هر څه چې وي، تاسو باید په ټینګ عزم او کلک هوډ سره سګرټ څکولو ته (نا) ووايئ. ((DON’T GIVE UP