د خوست شیخ زاید پوهنتون د نجونو د لیلیې رېپوټ

د خوست شیخ زايد پوهنتون، چې د ولایت په سطحه یوازینی دولتي پوهنتون دی، پخوا پکی نجونو زده کړې نه کولې، خو اوس مهال د هیواد په کچه نجونې زده کړې کوي. د شیخ زايد پوهنتون لیليه فعاله او ۷۰ نجونی پکی اوسیږی. نن سبا د شیخ زايد پوهنتون او ليلیه د خوست د خلکو د پام وړ ګرځیدلې، په دغه پوهنتون کی د هیواد بیلابیلو ولایتونو نجونې په خورا لوړ مورال سره زده کړې کوي.
د لیلیې ودانۍ په معياري سیستم جوړه شوې او پراخ چاپیریال لري، خو بیا هم یو څه تخریب شوې او بیا ترمیم ته اړتیا لري. په یاده لیلیه کې یوه ښځینه مدیره اویوه خدمه هم په دنده ګمارل شوي، يه لیلیه کې شته ستونزو د لیليې محصلینې له يو لړ مشکلاتو سره مخ کړی .
د لیليې د محصلینو استازې، چې د هلمند اوسیدونکې ده او د شیخ زاید پوهنتون دطب پوهنځی د درېیم کال محصله ده وایي: موږ ټولې اویا نجونی په لیليه کې اوسیږو چې د افغانستان بیلا بیلو ولایتونو لکه هلمند، فاریاب، بلخ، ننګرهار اوسیدونکي یو.
ښاپیرۍ وایي چې په لومړي سر کې مې کورنۍ لږ تشویش درلود، خو د شمشاد تلویزیون ځانګړی رېپوټ، چې د خوست په اړه و، ستونزه هواره کړه او زه یوازینۍ نجلۍ وم، چې لیليې ته راغلم.
ښاپیری د کلتوری ستونزوپه اړه وایي: «ستونزی شته، خوموږ ټول پښتانه یو، د یو ډول کلتور لرونکي یو، بیا هم ځانونه د خوست د کلتور سره عیاروو.
کله چې ښار ته ځو یواځی نه ځو د لیليې خدمه یو ساتونکی راسره وی د لیليې د امریت په موټر کې ځو.
ښاپیری وایي، چې په ټولګی کې همصنفیان راسره د ورڼو په څیر چلند کوی او ځانګړی عزت مو کوي. ښاپیرۍ په لیليېه کې شته ستونزو ته داسې اشاره کوي: «په طعام خانه کې چوکۍ نه لرو، د شپې لخوا برق نه لرو د بادپکو د کمبود سره مخ یو په اویا تنو یواځې دوه یخچاله لرو، چې کفایت نه کوی او د ډوډۍ سیستم ګډ وډ دی.»
یوه بله محصله چې د نوم له اخیستلو ډډه کوي وایي، مور مې خوست ته د راتګ اجازه نه راکوله، خو دا چې طب پوهنځي ته کامیابه وم اود ډیره تشویش نه راسره خوست ته راغله او دوه میاشتی په ليلیه کې راسره اوسیده په لومړی وخت کې می دیر ژړل او ویریدم، خو اوس ډیره ډاډمنه یم، ځکه د دی ځای امنیت زمونږ له کوره هم ډیر ښه دی زه دلته د خلکو نه ډیره خوشحاله یم یواځی له امتحان نه مخکې لږ استرس لرم، ځکه ما پښتو نه ده زده. دغه محصله هم په لیليه کې ورته ستونزو ته اشاره کوي، وایي د ډوډۍ منيو مو تکراري وي، يوازې وریجې او لوبیا موږ سمې نه تغذیه کوي.
پیمانه چې د فاریاب ولایت اوسیدونکې ده سږ کال لیليې ته راغلی ده، وایي کور کې می د راتک ستونزه نه وه ځکه خپلوانې مې دلته اوسیدې، دامنیت په اړه ډاډمنه وم دلته کومه ستونزه نلرم، خو د لیليې نظافت ته پاملرنه نه کیږي، د تفریح ځای نلرو. نوموړې زیاتوي، د خوست خلک ډیر ښه خلک دي راته په درنه سترګه ګوري.
بله محصله ستاره چې د خوست اوسیدونکې ده او د شرعیاتو پوهنځي کې زده کړه کوي، فعلا په لیليه کې اوسیږی وایي: د راتګ مخا لفت می ځکه کورنی و نه کړ، چې دلته په لیليېه کې نوره نجونه هم اوسیدی که د نورو ولایتو نجونه نه وای، نو زما راتګ هم ناممکن و، خو د ځینې کلتوري ستونزو سره مخ یم؛ په کلي کې د خلکو ډول ډول خبرې اورم لوستي خلک مې هڅوي، خو نالوستي کسان را ته په سپک نظر ګوري، خو زه د چا د خبرو پروا نه ساتم، ځکه چې پوهیږم لیليه د مطالعی لپاره تر ټولو ښه ځای دی؛ دلته مو رواني محیط تامین دی. ستاره د امنیت په اړه وایی چې د لیليې امنیت دیر ښه دی موږ کاملا په امن کې یو، خو یو څه ستونزی لرو د شپی لخوا برق نلرو ګرمی ده او مطالعه هم نشو کولی، دا چې د پوهنتون ریاست لمریزه بریښنا راکوي خو وایی چې د برق مزی(سیمونه) په خپله واخلی، خو موږ د مزیو اخیستلو توان نلرو، دا چې د خوست د شیخ زاید په لیليېه کې نجونې اوسیږي او د هلکانو سره په ګډه زده کړه کې فعاله برخه اخلي د پوهنتون ذکور محصلین داسې نظرونه راسره شریکوي:
صادق د حقوقو پوهنځي یو تن محصل وایي: دغه کار د خوست په خلکو مثبته اغیزه لري، ځکه د خوست اوسیدونکي هڅیږی چې خپلی خویندی لوڼه تحصیل ته پریږدی د ذکرو او اناثو ګډه زده کړه د محصلینو روحیه پیاوړی کوي.
یوبل تن محصل چې تاج محمد ځان معرفی کوی وایی اوس می د اوناثو په وړاندی د قیوداتو فکرونه له ذهن نه ووتل خپلی خور ته می هم ښوونځی ته د تګ اجازه ورکړه، ځکه چې اوس پوهیږم چې نجونه هم د هلکانو په څیر زده کړی کولی شي.
یوه بله تنه محصله وایی نوم می فوزیه دی د ادبیاتو پوهنځی محصله یم او د خوست اوسیدونکې یم، له فوزیې څخه مې وپوښتل دلیليې نجونو سره مو چلند څه ډول دی؟ فوزیه په ځواب کې وایي: «محیطی توپیرونه لرو د یواو بلی په ژبه او حواسو هم نه پوهیږو،خو بیا هم دغه توپیرونه دومره ستونزه نه ده، چې زموږ پر صمیمیت او خواخوږي اغیز وشیندي. موږ د خویندو په څیر یو د بلې سره مرسته کوو او دې یو بل فرهنګونو سره اشنا کیږو.»
د مدنی ټولنی فعاله غړی راضیه رضا وایی، موږ وخت پر وخت د لیليې نجونو سره لیدنه کوو،
د دوی مشکلاتو په اړه خبری کوو اوستونزوته دی حل لاره لټوو.
بله مدنی فعاله څانګه وایی موږخوشحاله یو،چې د نورو ولایتونو د باور وړ ګرځیدلی یو او بل دا چې د دوی په وجه زموږ د خلکو اذهان روښانه کیږي، د دوی ستونزې زمونږ ستونزې دي ملاتړ یی کوو. دا چې د خوست عامه خلک د لیليې د نجونوپه اړه څه فکرونه کوي او د کلتوری ستونزو سره مخ دي کنه،
ګل بی بی په دې هلکه وایي کلتوري او فرهنګی ستونزې شته، خو هغه محصلینی چې د نورو ولایتونو څخه راغلی دی ډیره هڅه کوی، چې زمونږ د کلتورسره ځانونه عیار کړي، خو دغه نجونې له لیليې څخه ډيرې بهر نه ځي، چې د کوم مشکل سره مخ نشي
نیشت بی بی حلیمی په لیسه کې چې د څپلیو پر ګنډلو بوخته ده، خپل نظر داسی څرګند کړ: کلتوري ستونزی شته خلک ډول ډول خبری کوي، زه راضی نه یم چې خور او لور می له کوره لیری په لیليه کې ژوند وکړي او هغه هم پرته له کوم محرم څخه.
شریفه چې په یوه اداره کې د خدمې په توګه کارکوي وايي: خور اولور چې په کور کې لویږی نو بې له ځنډه باید واده شي، تر څو د خلکو خولې وتړل شي؛ سره له دې چې له دومره ستونزو سره مخ یم ځکه کور کې سرپرست نلرم مجبوره یم، چې په دی اداره کې کار وکړم او د خلکو ډول ډول خبرې واورم، خو لور می هيڅکله نه پریږدم چې په لیليېه کې و اوسیږی او د خلکوخبرې واوري.
سرور ګله کلیواله میرمن ده، وایی لور مې د دولسم صنف نه فارغه ده خو اوس په کور ناسته ده، که څه هم د کانکورپه ازموینه کې يې برخه اخیستی وه او د خپلی خوښی پوهنځی ته هم کامیابه شوه، خو دا چې زموږ کور د پوهنتون څخه لیری دی خاوند مې مزدورکار دی د موټر د کرایې ورکولو توان نه لرو، د دې پوښتنې په ځواب کې وایی چې ولی خپله لور په لیليېه کې نه شاملوي، زیاتوي: خوست یو قومی اودودیز ولایت دی ډیری خلک یی نالوستی دي دا ښه نه ګڼی چې لور یی له کوره لیره په لیليه کې ژوند وکړي؛ زه ویریږم چې لورسره به می هیڅوک بیا واده ونه کړي، زه می د لور ژوند نه شم خرابولی.
په دې هم نه پوهيږم چې د نجونو لپاره په لیليېه کې د اوسیدو جواز په اسلام کې شته کنه؟ مولوی شرف الدین وایی کچېری نجونونې په حجاب او پرده کې وی اوپه شریعت برابر محیط ورته مهیا شوی وي، او د اسلامي چوکاټ کې اوسیږي کولی شي زده کړې وکړي اوپه ليلیه کې ژوند وکړي.
دا چې په کوموشرایطو سره نجونی په دغه ليلیه کې شاملیږی، د لیليې د امریت منشی مدیر محمد علی شاه وایي: د لوړو زدکړو د مقررې له مخې، که د یو محصل کور ۳۵ کیلومتره له پوهنتون څخه لیرې وی او بې وزله وي. نوموړی زياتوي، موږ هرو پنځلسو ورځو کې یوځل شورا دایروو پنځه نفره پکې برخه اخلي:
۱. د پوهنتون اداری مرستیال. ۲. د محصلانو د چارو مرستیال. ۳. د ذکورو محصلانو استازی. ۴. لیليې منشی مدیر. ۵. یواستاد.
کیدای شی چې په بیړنی حالت کې دغه شورا زر زر هم دایره شي، دا چې محصلینی ليلیه کې په اوسیدوسره کوم ډول شرایط په نظرکې ونيسی؟ مدیرمحمد علی شاه وایی محصلینی د لیليې نظم دسپلین د لیليې پاکی اونظافت په پام کې ونيسي.
دا چې نجونه کومو دودیزو او کلتوری قیوداتو د پوهنتون او لیليې په ساحه کې مجبوریږی کنه؟ مدیر محمد علی شاه وایی: چې هیڅکله نه دا یو تحصیلی محیط او د لوړوزده کړوموسسه ده، چې په خوست کې له دی لوړ بل دی تحصیل ځای نشته نوهیڅوک حق نه لری چې په کومه محصله فشار راولی یا مجبوره شی کوم ډول قیودات ومنی اونه هم ورباندی دودیز شرایظ تحمیلیږی دا چې د خپلوخپلوانو سره لیدلو اوارتباطاتو ته څه ډول لاس رسی لري، مدیر محمد علی شاه وایی: موږ ځانګړی کارتونه لرو چې هره محصله دوه کارتونه لری چې یود کورنۍ سره اوبل له ځان سره ساتی د لیدلو په وخت کې دغه دواړه کارتونه دمسؤلینو لخوا کتل کېږی او بیا د تګ اوملاقاتو اجازه ورکول کیږی اوبل تلیفوني ارتباط دی چې د پوهنتون ریاست لخوا تلیفون لږول شوی دی، چې هم د خپلو کورنیوسره هم د پوهنتون د ریاست سره تماس نیولی شي.
د روغتیایی ستونزو په اړه محمدعلی شاه وایي: موږ د لیليې د محصلینو لپاره ځانګړی ټیکتونه لرو، چې د ناروغۍ پر مهال ورکول کیږی او دولتی روغتون ته لیږل کیږی او د جدي ناروغی په وخت کې د روغتون په هدایت نورو ډاکترانوته راجع کیږي.
نجونې د لیليې ستونزو په اړه وایي: ستونزې شته دی سپورتی میدان لپاره ساحه لرو، خو د سپورتی میدان مرسته نه ده شوې، د یخچالونو بلدپاکو کمبود طعام خوری، د چوکیو نشتوالی همدارنګه د برق نشتوالی، د تفریحی ځایونو لکه پارک دا هغه ستونزې دي چې ورسره لاس اوګریوان یو.
دا چې د دې ستونزو په اړه کوم اقدام شوی کنه؟ د خوست شیخ زاید دی پوهنتون ریاست وایي: شته ستونزی منو او د خویندو شکایت هم پر ځای دی، موږ پر وار وار دغه ستونزی د دولت سره شریکې کړې دي، خو زموږ سره مرسته نه ده شوې؛ پدی اړه مو د نړیوال بانګ سره هم خبرې کړي وړاندیزونه مولیږلي، چې تر اوسه مو کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی .