دا چې انسان ټولنیز مخلوق دی،سر او کار یې له ټولنې او د تولنې له افرادو سره دی ، چې د ټولنې نفوس له درې ډوله افرادو څخه تشکیل شوی دی
۱ ماشومان
۲ ځوانان
۳ د پاخه عمر یا زاړه
چې دغه درې طبقه یو پر بل مساوي حقوق او ځینې مسولیتونه او وجایب لري ، ځوانان د ماشومانو پر وړاندې ځینې مسولیتونه او وجایب لري آو پاخه عمرلرونکي دځوانانو پر وړاندې حقوق،مسولیتونه، وجیبه لري؛ دوی اړ دي ځوانانو ته ټولنیزې اړیکې رامنځته کري، چې دغه اړیکې د ستونزو څخه پاتې هم نه دی او له ځان سره ځینې ستونزې هم لري.
اوس غواړم، چې خپل اصلي موضوع ته راشم داچې ولې ځوانان په ټولنیز ژوند کې په نشه یي توکو روږد ي کېږي ځانته علتونه او عوامل لري چې دغه عوامل به د لاندې حالتو څخه لرې نه وي.
۱ د ځوانانو ناسته ولاړه د نشه یي توکو کارونکو سره.
په اوس کې وخت کې موږ داسې ټولنه کې ژوند کوو، چې د بې سواد ترڅنګ مو باسواده طبقه هم له نشيانو سره ناسته ولاړه کوي او ددې پر ځاې چې با سواد ځوانان مو پر هغوی خپل مثبت تاثیرات واچوي او له نشه یي توکو د استعمال له زیان یې خبر کړي ،دوی یې هم د هغه اشخاصو د تاثیر لاندې راځي او خپل ژوند په خپل لاس د له منځه وړي .
۲ اقتصادي ستونزې او د کار نشتون.
اقتصادي ستونزي او د کار نشتون هم زموږ ځوانان په دغه مرداره او چټله عمل اخته کړي، دا چې زموږ هیواد اوسمهال په داسې شرایطو کې قرار لري، چې خپل کلنۍ بودیجه له نورو هیوادنو د مرستې پهډول پوره کوي، ولې د سم پلان په نشتون سره مو ځوانان د هیواد په داخل کې د بې کارۍ له کبله په د نشه یي توکو روږدې کیږي ، ولې ځینې ځوانان مو د هیواد ځخه بهر د خپل ژوند او اقتصاد جوړولو لپاره ځي، خو متاسفانه چې د ژوند د جوړولو پر ځاې په ډول، ډول ناروغېو اخته کیږي اکثره په اروپایي هیوادونو کې مو ځوانان نشه یي توکو ترڅنګ پر رواني ناروغیو هم اخته شوي.
۳ د امنیت نه شتون.
د امنیت نشتون تر ټولو اړینه اواساسي موضوع ده، چې کله امنیت وي نو هیڅکله هم څوک د نشه یي توکو د استعمال جرات نه کوي او نه هم څوک په ازاده فضاء کې نشه یي توکې اخیستی او خرڅوي شي، ولې د امنیت نشتون او د نشه یي توکو په پلورونکو او پیرودنکو ته سزا نه ورکول ددې باعث شوی چې په ټولنیز ژوند کې د نشه یي توکو اغیزې ډیرشوی .
۴ کورنې تاوتریخوالې
کورنی تاوریخوالې هم د نشه یي توکو د استعمال لپاره تر ټولو اسانه زمینه برابروي، ځکه چې کور د هر انسان د زړه حیثیت لري او له کور سره د انسان اړیکه د زړه نه تړل کېږي ،چې کورنې تاوتریخوالې مستقیم د انسان دماغ باندې تاثیر واردوي، چې ځوانان د ژوند د تجربه نه درلودلو په اساس ددغه ډول تاوتریخوالې تر اغیزې لاندې راځي او د روږدو ځوانانو سره خپل ډیر وخت تېروي چې په کراره کراره دغه ځوان هم په نه شه یي توکو په استعمال روږدې کېژې.
اوس چې د انسان ژوند هر اړخیز دی نو ټولنه هم هر اړخیزو کړنو باندې جوړه ده ، چې علتونه ډیر دي ولې هغه اساسي عواملو څخه مې فقط دغه څو دانو څخه یادونه وکړه.
هر انسان خپل په ژوند کې له ستونزو لرې نه دی، ځوانان مو باید له دغه ستونزو سره جدي مبارزه وکړي او نا خبر ځوانان هم له دغه ډول کړونو څخه خبر کړې او مخه دې ونسي، د نشه یي توکې کارونکې او پلورونکې دواړه ګناه ګاران دي او د الله تعالی پر وړاندې به ځواب ویوونکې وي نو راځئ! چې ځان او خپله ټولنه او د ټولنې افراد له دغه موضره او ناروغیو د مور پر وړاندې یو موټی شوو او پرې نه ږدو چې زموږ ژوند د خپل ناوړه اغیز لاندې راولې .
ومن الله توفیق
وروستي