د خوشال بابا فکری بهیر د جلال اباد د څانګی  د دویمی غونډی راپور

نیټه: ۱۳۹۵/۱۰/۱۱
 راپور جوړونکی: محمدقسیم دقیق
 
خوشال بابا فکري بهیر ننګرهار څانګه دویمه غونډه.
د پنجشنبی د ورځی چی  د ۱۳۹۵ لمریز کال د مرغومي د میاشتې نهمه نېټی سره سمون خوری، د خوشال بابا فکري بهير ( ننګرهار څانګه ) خپله دويمه غونډه ترسره ګړه.
د یادی غونډی ویناوال په لاندی ډول وو:
د غونډی چلولو چاری (انانسری) داکتر زرعلی معروف پرمخ بیولی.
۱،   قاري حنظله په ښکلي غږ کی  د قرآن عظيم شان په مبارکو آیتو سره پیل شوه.
۲،  چې له تلاوت څخه وروسته مولوي عبدالحکیم پر اسلامي موضوعاتو رڼا اچولو سربیره څو حدیثونه هم وژباړل.
۳، محمد قسیم پاچا پر ملي او نړيوالو پېښو لنډ بحث درلود چې د افغانستان او سیمې مختلفو او مهمو پېښو ته اشاره وکړه.همدارنګه نوموړی د غونډی له ګډونوالو وغوښتل چی دریځ یا سټیچ ستاسو خپل دی او کولاي شئ چی راتلونکی کی تاسو پرمخ بوځئ.
۴،  وفيع الله نایئبزی د کتاب پیژنی برخه په غاړه درلوده او د اقتصاد د بنسټونو په نوم یی د غونډی ګډونوالو ته خپل دولسم کتاب ور وپیژنده. همدارنګه نوموړی د بهیر د مشرانو مننه وکړه چی د جلال اباد د څانګی په چلولو کی رغنده رول لوبلی دی.
ځوان لیکوال وفیع الله نائبزی په پای کی خپل یو کتاب د اقتصاد بنسټونه د بهیر مشرانو ته ډالۍ کړ.
۵، مشتاق رحیم یو شانداره پریزنټیشن چی د بریا لاری په نوم وو، د غونډی ګډوالو ته وړاندی کړ. نوموړی د نویو راغلو ګډونوالو وغوښتل چی د خوشال بابا فکری بهیر د جلال اباد څانګه ستاسو خپله څانګه ده او تاسی ښاغلی یی باید لدی وروسته  دریځ تاسو غوندی ځوانان پرمخ بوځي. او له موجوده ځوانانو یی وغوښتل چی بلی غونډی لپاره نور ځوانان هم راوبولی.
۶، د غونډی ارزونی چاری بیا هم داکتر زرعلی معروف په غاړه واخیستی او د غونډی ګډونوالو ته یی د نننۍ غونډی نیمګړتیا چی د بهیر د موخو څخه شمیر کیږی وړاندی کړل.
۷،  د غونډی په پای کی د غونډی د اجنډا سره سم د اختتیامی دعا مولوي عبدالحکیم لخوا ولوستل شوه.
۸، د غونډی په وروستی شیبو کی محمد قسیم پاچا د غونډی له ګډونوالو وغوښتل چی هغه وروڼه چی د راتلونکی غونډی (د خوشال بابا فکری بهیرجلال اباد څانګی دریمه ناسته یا غونډه) چی د راتلونکی ۵ شنبی په ورځ د جنوری د ۵ نیټی سره سمون خوری، غواړی د دریځ یا سټیچ تر شا ګډونوالو ته وینا ولری. وغوښتل ترڅو خپل نومونه سر له اوسه ولیکي.
د دریمی غونډی چمتوالی:
هغه وروڼه چی د راتلونکی غونډی چلولو او وینا علاقه مند دی په لاندی ډول دی:
۱.  نور اغا د غونډی چلونکی یا انانسر
۲. عبدالواسع د قرانکریم تلاوت کول.
۳. ورځنی حدیث شریف ویل، نثار احمد
۴. ملی او نړیوالو پيښو ته کتنه، عبدالعظیم او (مرستندوی محمدقسیم دقیق)
۵.  د کتاب پیژندنه او په اړه مالومات، محمد انور سلطانی
۶. د پریزنټیشن وړاندی کول، نعمت الله صدیقی
۷. د غونډی ارزونه (په لټه کی یو).
۸. اختتیامیه وینا او دعا د خوشال لخوا
 
 
 
 
C:UsersRohiDownloads15740903_1644076085889555_7967058535682170587_n.jpg
 
C:UsersRohiDownloads15697595_1644076155889548_8071317448067321507_n.jpg
 
C:UsersRohiDownloads15726695_1644076065889557_333624850387722719_n.jpg
 
C:UsersRohiDownloads15741102_1644076129222884_4421860694987424766_n.jpg