دا چې تر اوسه لا په هیواد کې په سوونو ښوونځي بند دي او د ډیرو سیمو ماشومان له زده کړو بې برخي دي د قلم لار ټولني له لوري ډیري هڅي سوي دي چې بند ښوونځي بيا پرانیزي تر څو د هیواد د هري سیمي ماشوم ته د هغوي بینادي حق ورسیږي او په هیواد کې د بې سیوادۍ مخه ونیول سي د قلم لار ټولني مسئولینو دا ځل کلي په کلي ګرځیدل، د مشرانو،روشنفکرانو،ملایانو،فعالانواوځوانانو سره ناستي او ګرځیدل پیل کړي دي.
ترڅو د ستري بدبختۍ مخه ونیسي،تر ټولو لا بده دا ده چې په ډیرو سیمو کې د نجونو پر مخ ښوونځي بند دي یا هيڅ یوه نجلۍ زده کړو ته لاس رسی نه لري بیخي د زده کړو کچه صفر ده.
موږ به تر هغه د ولسونو سره يو ځای کار کوو چې د هغوی بچیانو ته زده کړي ورسوو دا موږ د ځان مسئولیت ګڼو نه یوازي چې دولت مکلف دی چې زده کړي ورسوي بلکي دا زموږ د هر فرد مسئولیت دي چې د هیواد هر بچي ته د زده کړو زمینه برابره کړه دولت د خپلو امکاناتو په اندازه مکلف دي موږ د خپلو امکاناتو په اندازه ولي ددولت په خدماتو کې ستونزه دا ده چې لا زموږ ډيرو ماشومانو له زده کړو بې برخي دي په هغه کچه چې ددوي مسئولیت دی خپل مسئولیت کې پاته راغلي دي اما موږ هڅه کوو چې په همږغي سره د دولت،قومي مشرانو،مخورو،ځوانانو،فعالانو،ملا امامانو،عالمانو او ځوانانو يو ځای دغه مسئولیت تر سره کړو د بې سوادۍ مخه ونیسو ځکه موږ د وروسته پاته والي یوازینی علت په پراخه کچه بې سوادي وه او ده اوس هم د پنځه نیم میلیونو په شاوخوا کې له زده کړو محروم ماشومان لرو.
وروستي