د خوشال بابا فکري بهیر د ننګرهار څانګې لمړنی غونډې راپور

 
غونډه د قاري صیب ګلبدین په تلاوت او کلام الله مجید د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې ډاکتر صیب خوشال روهي د بهیر د پیژندنې او معرفي په تړاو وویل چې خوشال بابا فکري بهیر څلور ځانګړنې لري چې د مهارتونو زده کړه ده، ځوانانو او خپلو ګډون والو ته د بیلابیلو مهارتونو په تړاو مالومات شریکوي، ځوانان په عملي توګه روزي، په بهیر کې داسې موضوع ګانې ټاکل کیږي چې ځوانانو ته ګټه لري لکه د وینا کولو مهارتونو زده کړه او داسې نور.
ښاغلي روهي زیاته کړه چې د افغان غمیزې د چارې لټولو لپاره باید بهیر کې بحث وشي او حل لارې ورته وموندل شي، دغه راز دغونډو د بهیر او تنظیم په اړه ېې دغونډې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
ورپسې ښاغلي سیدقسیم دقیق ملي او نړیوالو پیښو ته کتنه کې د روسیې او امریکا اړیکو ته ځغلنده نظر وکړ او ددې ترڅنګ یې په ترکیه کې دروسې دسفیر دوژلو په اړه خپل تحلیل وړاندې کړ.
 
C:UsersRohiDownloads15590276_1833883320161137_3836204714949884846_n.jpg
 
د غونډې د کتاب په برخه کې ښاغلي عبدالله الهام د ویندویې فن کتاب معرفي کړ. ښاغلي الهام د ویندویۍ په تړاو یو شمیر اصولو او تګلارو په اړه د غونډې ګډون والو ته مالومات وړاندې کړل، الهام زیاته کړه چې د ویندویې فن لپاره باید د ویندویې له مسلک او ژبې سره مینه وجود ولري او ترټولو ډیر اغیزمن اصل یې تمرین وباله.
ورپسې استاد مشتاق رحیم  د رضاکارۍ یا ایله جارۍ په اړه پریزنتیشن وړاندې کړ ویې ویل چې ایله جاري د هغه چارو او کارونو څخه عبارت ده چې پرته له کومې شخصي تمې او هیلې ترسره کیږي ترڅو ټولنه او د ټولنې وګړو ته خیر او مرسته ورسیږي.
دده په وینا چې ایله جاری کې هرڅوک دیوې رضا د ترلاسه کولو په موخه دا هڅې کوي او خدمتونه ترسره کوي، څوک پکې دالله رضا لټوي او څوک بیا پکې دولس او خلکو خدمت خپل هدف بولي چې په ټول کې هماغه دالله ج رضا ده.
ښاغلي رحیم دغه راز زیاته کړه چې ایله جاري یا رضا کاري بې مزده کار دی خو حساب لري، یعنې هرڅوک چې ایله جاري کوي دخپلو چارو حساب به خلکو ته ورکوي. استاد مشتاق رحیم دغونډې ګډون وال دخپلې ټولنې دشته ستونزو د لمنځه وړلو په موخه ایله جاری ته وبلل او ویې ویل چې مهمه نه دهیواد او ټولنې لویې ستونزې حل کړو ، خو دا مهمه ده چې حرکت وکړو او پیل وکړو او دخپل ولس ، خپلې ټولنې او په ټول کې دافغانستان دروانو ستونزو یوې برخې ته دحل لارې پیدا کړو .
دځانګړې وینا په برخه کې زرعلي معروف دهمغږی او یوبل په زغمولو باندې وینا واوروله زیاته یې کړه چې مونږ باید په نیکو چارو کې یوله بل سره شته او موجوده ناورینونو ته دپای ټکی کیږدو او داچې هرکله مو یو بل وزغمل او د یو او بل خبره مو واوریده په حقیقت کې مو ستونزو ته دحل لاره پیدا کړه .
غونډه د استاد انتظار خادم لخوا و ارزول شوه زیاته یې کړه چې خوشال بابا فکري بهیر کې باید یو تر بل دمخه چارې ترسره کړو او په منظم ډول یې ترسره کړو ، دده په وینا چې په ملي او نړیواله کچه دستونزو دحل او پوهیدو یوازنی محل او ځای خوشال بابا فکري بهیر دی .
غونډه ددعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.