د آنتوني رابینز له ویناوو څخه!!

 
د آنتوني رابیز((د آنتوني رابیزله ویناوو)) کتاب کولای شئ لومړی یې ژوند لیک او وروسته یې ویناوې ولولئ.
لیکوال : آنتوني رابینز
ژباړه: حامد حقمل
آنتوني رابینز یا توني رابینز یو امریکایی لیکوال او ویناوال دی.
هغه په کال 1960/2/27 دهالیود شمال په کالیفرنیا سیمه کې نړۍ ته راغلی، په دې نړۍ کې آنتوي رابینز یو بریالی او یو مشهور لیکوال او ویناوال وو؛ هغه په ډیر کم وخت کې خپل د ځوانۍ شومو موخو ته ورسید او هغه په دې وتوانید چې په ډیر کم وخت کې خپله شتمني له 38 زره ډالرو څخه یو میلیون ډالرو ته ورسوله.
آنتوني په ډیر کوچینتوب کې له خپلې کورنۍ نه جدا شو او همدارنګه په کوچینتوب کې هم ښوونځي پیل کړ هغه آزوسا منطقه کې په نامه د بیرستان یا ګلندورا کې خپلې زده کړې پیل کړي کله چې اووه کلن شو نور د خپلې کورنۍ نه جدا او د هغه نه وروسته یې د متوسط دیپلوم څخه خپل مخ په کار بار ته لازیات کړ.
هغه تر 18 تر 22 کلنۍ نه د درجیم بورن په دفتر کې د مارکیټینګ په برخه کې کار پیل،
هغه د جیم بورن ټول آثار او غږیز کتابونه ټول مطالعه کړ.
هغه په یو 40 متري پارتمان کې یو اتاق درلود چې په هغه کې یې  ډیر غریب ژوند کولو هغه به خپلې جامې په خپل تشناب کې پریمینځل او همدارنګه هغه ډیر جاغ شو ځکه چې هغه ډيرې سړې ډوډۍ خوړلې ځکه چې دی به ډير ځای پر ځای وو.
دا هم د انتونی رابینز ویناوي.
 
ـــ هر څومره چې زیات څه وبښئ، هغومره ډیر څه لاس ته راوړئ.
ـــ همیشه مو په خپل ځان پوره باور ولرئ، که چیرې مو یو کار په بریالیتوب سرته ورساوه او یا هم ورسوئ، نو بیا هم کولای شئ هغه کار بیا ځلې په بریالیتوب سره سرته ورسوئ.
ــ بریالیتوب یو راز لري، که چیرې تاسې د بریالیو خلکو ژوندلیکونه مطالعه کړی او یا هم د هغه د ژوند حال او د هغوي اصول وپیژنئ او د د وی له کړو تجربو نه ګټه واخلی دا هغه راز دی چې تاسو هم دې ته متوجې کوي تر څو تاسو هم په ژوند کې بریالي شئ.
ـــ زه او ته هم کولای شو چې خپل ژوند په دغسې کیسې باندې راولو خو په دې شرط چې ښه غښتلي او قوي و اوسو،او پوه شو چې هغه پیښې چې زمونږ په ژوند کې پیدا کیږي د هغه واک په خپل لاس کې و لرو.
ــ خوشحالي او د زړه خوښي، مو پر نفس اعتماد او باور زیاتوي او همدارنګه مو ژوند زړه راښکونکی کوي. تر څو ستاسو شاوخوا ملګري ژوند له خوښویو ډک وکړي. د زړه خوښي په مانا د خیالي خوښئ نه او نه هم له ستونزو څخه د تیښتې په مانا نه ده بلکې ستا د هوښیارېدو او زیرکی نښه ده.
ـــ ستاسو په شاوخوا کې ډیر شیان او یا هم داسې توکي شته چې ستاسو د خوبونو پوره کولو،
او همدارنګه ستاسو د بریالېتوبونو لپاره پکارېږي. خو د هغه شتون ته مو په ځیر نه دي کتلي.
هغه ځکه چې خپلې موخې مو په سمه توګه نه دي پیژندلې او یاهم په بله وینا! ستاسو خپل مغز ته نه دي زده کړي چې هغه څومره ارزښت لري.
ـــ کیداي شي تر ټولو لویه اره چې په نړۍ کې اختراع شوې وي، ستاسو په لاس کې وي. او په عین وخت  کې د ځنګل د ښاخونو په منځ کې سرګردانه پاتې وی او نه پوهیږي چې اوس څه وکړئ. او که چیرې پوه شئ چې کوم ښآخونه پرې کړم او ولې؟ نو په دې پوه شئ چې هر څومره ښه توکي چې لاس کې لري هیڅ ارزښت نه لري.
ـــ کله چې فکر او سوچ وکړو نو تر ټولو ښه لاره د مسکینانو او بیچاره ګانو لپاره دا ده چې د هغوي لپاره ښه بیلګه شو تر څو پوه شي د ژوند کولو لپاره ښې لارې شته او د هغوي سره مرسته وکړو.
ترڅو وکولای شو د خپل ژوند واکمني په خپل لاس کې ولرو.
ـــ که چېرې خپل پام مو هغه شي ته واړوو چې له هغه نه ډيره کرکه او ویره لرو، نو په باور سره ویلی شم. چې هماغه بلا چې موږ له هغه نه ویره لرو زموږ په سر راځي.
ـــ زما د ژوند ډالۍ هغه کسان دي چې خپل استعدادونه او امکانات په کار اچوي او یا هم لګوي. ترڅو د بریالیتوبونو او هغه نوې پایلې چې د ځان او خلکو لپاره لاس ته راوړي.



ــ کله چې د یوې نوې موخې لپاره ځئ او له یوه ګواښ او یا له یوه خڼډ سره مخامخ کیږی، په یاد ولری چې داسې خڼډونه مخکې هم ستاسو په ژوند کې وؤ،
او تاسو په هغوي برید کړی او بریالي شوي یاست!
ــ کله کله داهم باید زده کړو چې څنګه کولای شو نا خوښ ارزښتونه یو له بل سره پخلا کړو.
ــ دا په یاد ولرئ، هر څومره چې خپل حواس ورته متوجه او یا هم ورته پاملرنه وکړو هماغه په لاس راځي.
ــ زموږ یعنې هر یوه لپاره هره ګړۍ او هر خت او ځای شته دی تر څو ښه ژوند جوړ کړو!!
ــ په هغه وخت کې زموږ سرنوشت او یا هم تګلاره معلومیږي کله چې موږ پریکړه او یا هم تصمیم ونیسو.
ــ که چېرې په خپل منځ کې یو ښه مراقبت ونلرئ، دا به ستونزمن وي چې تاسو له خپلو اعواطفو څخه ښه خوند او مزه یاهم ښه ګټه واخلئ.
ــ دا مهمه نه ده چې ټول وګړي دې سره هم فکره او یا دا چې سره یو شان وي، تر څو یو له بل سره ملګري وي.
بلکه د هغوي د نظرلید او لیدلوري توپیر ته باید پام او په عین وخت کې باید یو بل ته درناوی ولري.
ــ تشه او یا هم کموالی یوازې او یوازې ستاسو په ذهن کې شتون لري، هر کله مو چې ذهن ته دغه تشه یا کموالی ورسید.
نو په ډيره بیړه او تیزی سره هغه بیرون او بهر کړئ .
ــ هرکله چې پریکړه او تصمیم نیول تاسوته ډیر ستونزمن شول، نو پوه شئ چې د هغه علت یوازې یوشی دي.
او هغه دا دي چې تاسو فکر د روښنایی ارزښت له لاسه وړکړی دی.
ــ زموږ پوښتنې، زموږ فکرونه رغوي او جوړوي.



ــ خلکو ته له هغه څه نه چې طمع لري ور یې کړی او دغه کار په ډیرې خوښوی سره پای ته ورسوئ.
ــ له هغه نر اویا ښځې سره واده وکړئ چې تاسو د هغه په غږ معینان یاست، دا ځکه کله چې تاسو عمر ډير او یا هم سپینږیري کیږی نو تاسو د غږیدلو مهارت لکه نور مهارتونه ډير ارزښتناک ګڼل کیږي.
ــ په ټولو هغو خبرو یا په هغه څه چې اورې یې باور مه کوئ، او هغه څه چې لری یې مه یې مصرفه وی او هر څومره چې غواړی مه ویده کیږي.
 
ــ کله چې تاسو وایی، تاسره مینه لرم یا ستا یم، مطلب اومنظور مو باید هماغه وي.
ــ کله چې وایی، له بده مرغه یا هم ورته وایی متاسفم ، نو د مقابل لوري یا د مقابل شخص سترګو ته ګوری.
ــ هیڅکله د یو چا په خوبونو باندې ملنډې مه وهئ، او هم مه خاندی هغه څوک چې خوب نه لري هغه هیڅ هم نلري.
ــ د خلکو په اړه پریکړه، د هغوی د خپلوانو له لوري مه کوئ.
 
ــ په جګړو کې تل په ډيراعتدال سره جګړه وکړه او همدارنګه د چا نوم مه پکې اخله.
ــ په ډيره آرامی سره خبرې وکړئ، خو ډیر تیز فکر وکړئ.
 
ــ کله چې تاسو نه یو څوک سوال کوي او تاسو نه غواړی د هغه ځواب ورکړی، ورته وخانده او په خندا کې ورته ووایی، چې ولې غواړې په دې تاسو پوه شئ.
ـــ دری ټکی تل پّ یاد ولری.
۱ـ ځانته درناوی
۲ـ نورو ته درناوی
۳ـ او د ټولو کارونو مسولیت په ځان ومنئ
ـــ کله مو چې یو شی له لاسه ورکړل د هغه شي د تللو درس له لاسه مه ورکوئ.
ـــ کله چې یو څوک وپرنجېدل هغه ته ووایی عافیت دې وی درته.
ـــ اجازه مه ورکوی یو وړوکی اختلاف مو ستاسو لویه ملګرتیا ته زیان ورسوی.
ـــ کله چې ستاسو موبایل ته زنګ راځي نو ډير په مسکا ځواب ورکړی ځکه هغه څوک چې زنګ یې درته وهلی هغه ستاسې غږ اوری.
ـــ د یوازېتوب لپاره یو ځانګړی وخت وټاکی.
ـــ که فکر وکړی دغه کار کولای شم او یا هم نشم کولای په دواړو اړخونو کې مو فکر سم دی.
ـــ د بریالیتوبونو نه د تیښتې لامل د خلکو څخه دا دی چې تل هغوي ډیر کم بریالیتوب په تیر مهال کې لیدلی خو یو هیله من سړي په دې عقیده لری، چې هیڅکله تیر مهال له راتلونکی مهال سره یو شان نه دی.
ــــ که د یو شی په لټه و اوسی نو تل یوه لاره پیدا کولای شی.
ـــ هره پېښه چې رامنځ ته شوه د هغه مسولیت په ځان ومنئ.
ـــ تل په یاد ولری چې هیڅ څه هم په ژوند کې ارزښت او مانا نلری مګر هغه مانا چې تاسو یې ورکوی.
ـــ که وکولای شی پنځه یا شپږ (نه) ځوابونه وزغمی هغه وخت کولای شئ ډیر شتمن شی او د نورو ژوند ته هم بدلون ورکړی خو ډيری خلک حتی د دری(نه) ځواب اوریدلو توان هم نه لري.
ـــ تاسو اوس مهال د یوه غره پر سر په یوه دوراهی کې ولاړ یی دغه فرصت تاسو ته مخ ته راغلې چې د ژوند تر ټولو مهمه پریکړه ونیسی خپل تیر مهال هیرکړی او وګوری چې اوس مهال څوک یی، کوم چا، پریکړه نیولې چې تاسو څه یاستی پریکړه مو نیولې چې په راتلونکې کې څه شی دغه پریکړه په ډير توان او ځواک سره وینی.
ـــ کله مو چې خپله مینه ښکاره کړه دهغه مزه او خوند هم وڅکی.
ـــ ما وموندل چې د یوه انسان ځواک دومره وړتیا لری چې په یوه شېبه کې د خلکو ژوند ته بدلون ورکړي، ما زده کړل چې ټول هغه ټول هغه توکي چې کولای شي زموږ خوبونه په ریښتیا بدل کړي هغه ټول زموږ په وجود کې شته او یوازې د هغې ورځې په امید دي چې موږ پیکړه ونیسو له خوبه ویښ شو او خپل حق له ژوند څخه وغواړو.
ـــ ریښتیا دا ده چې موږ د دې وړتیا لرو چې خپل ذهن او خپل احساسات له خوښی او له نا خوښی او هر هغه څه چې موږ زړه غواړی ونښلو له نا خوښی له تغییر سره به د خوښې وړتیا پیدا کړو او تل پاتې بدلون به په خپله تګلاره کې پیدا کړو.
ـــ میز د یو ډالۍ په څیر خلکو ته ورکړئ، او ځانته اجازه مه ورکوی اوړ د خلکو دا ډالی منئ.
ـــ زه په دې باور لرم چې ژوند تل زموږ د استقامت او صبر نه ازموینه اخلي، او د ژوند تر ټولو لویه بریا په  هغو کسانو پورې اړوند دی چې خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره له هڅو لاس نه اخلی او له هیڅ هڅې نه هم مخ نه اړوي دغه خلک د دې وړتیاوې لري چې غرونه ځای پر ځای کړي، امکان لري چې ډير ساده وي خو هماغه توپیر دی چې دی د د غو ډلو انسانانو تر منځ شتون لري.
ـــ بریالیتوب یعنې هر هغه کار چې زړه مو غواړي، په هر مهال کې چې زړه مو غواړي د هر چا په مرسته چې زړه مو غواړي او په هره کچه چې زړه مو غواړي تر سره يې کړو.
ــــ ریښتینی زړور والی دا دی، چې خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره هر کار ترسره کړي او پدې پوه شي چې کوښښ او هڅه ډیر ارزښتناک ده  ځکه هڅه هغه ډالۍ ده چې ډيرې لویې ډالۍ لري.
ـــ تل په یاد ولری چې د معجزې په طمع اوسی ځکه خپله تاسو یوه معجزه یاستی خپل وجود د نورو لپاره یوه منبع جوړه کړی او د خیر کار لپاره یو ځواک و اوسئ.
ـــ مناسبه پوښتنه مناسب ځواک جوړوي بریالي انسانان هغه څوک دي چې تر ټولو ښې پوښتنې کوي، او په پایله کې هم په زړه پورې ځوابونه تر لاسه کوي.
ـــ یو له هغو لارو څخه چې کولای شو په ژوند کې ډیر څه لاسته راوړو دا دي، چې خپل احساسات ډیر وسیع کړو.
ـــ د بریالیتوب یو راز دا دی چې پوه شو څنګه کولای شو د درد او کرکې توان نه ګټه واخلو او اجازه ورنګړو چې دا توان موږ په خپل واک وښی او که داسې وکړي د ژوند په غمونو باندې به برلاسي پیدا کړی او که نه ژوند به په تاسو برلاسي پیدا کړي.
ـــ لومړنی ګام د تغیر را وستلو لپاره دا دی چې وګورو څه غواړو او په پایله کې مو موخه په پام کې نیسو او د هغې په خوا حرکت کوو.
ـــ د ژوند واقعي ارزښټ په یوه ټکي پوهیدل دي چې هغه دا دی، چې بې له شکه هره ورځ د پرمختګ په لور ځي، او خبرو وړ نده چې د ژوند د کیفیت ساتلو لپاره اندېښنه وکړو یوازې همدا مهمه ده چې هره ورځ د پر مختګ لپاره هڅه وکړو.
ـــ که مو خپل حقیقي ارزښتونه نه پیژنی، خپل ځان مو د غمونو لپاره چمتو کړئ.
ـــ د هر چا ژوندلیک د هغه د پریکړې نیولو په شیبو کې دی، چې نن او هره ورځ نیول کیږي د نن ورځې حال او د راتلونکو کلونو څخه رنګ اخلي.
ـــ د هر کتاب لوستل او د دې ټولو متنونو لوستل به بې ګټې وي او دا ارواپوهنې ټول ټولګي او ټول نور د ارواپوهنې ټولګي چې تاسو ګډون کړی هم هیڅ حاصل نه لري چې په ټولو هغه څه چې پوه شی عمل وکنه کړی.
ـــ  هیولا چې څومره کوچنی وی له منځه لاړشي، او تر ټولو ښه موقع د منفي احساساتو د کابو کولو لپاره هغه مهال ده چې احساس پیل کیږي او د منفي احساساتو پیل کیږي کیږي او د منفي احساساتو خوشي کول هغه مهال وي چې تل ښکاره شي او دا به ډیره ستونزمنه وي.
ـــ ستاسو تګلاره ستاسو شخصیته معرفي کوي.
ـــ ټول عواطف او احساسات د انسان د ننه څخه سرچینه اخلي، او دا خپله انسان دی چې هغه همت کوي.
ـــ خپلې تجروبې مو د یو لوي فرش په څير په پام کې ونیسئ، چې کولای شئ د هغې په مخ هر هغه انځور چې زړه مو غواړي طراحي کړی.
ـــ باید دي ټګي ته پام ونیسو چې د موخې درلودل په ژوند کې زیاته لاسته راوړنه او ډیر ارزښت لري.
ـــ د بریالیتوب له تعریفونو نه یو هم دا دی، چې په هغه توګه ژوند وکړو چې ډير ژور احساس د خوښې او ډیر کم احساس د غم لاسته راوړلو او عقیده ولری چې د هغه شي د لاسته راوړلو وړتیا لرو چې په لټه کې یې هڅه کوو.
ـــ یو ریښتینې پریکړه هغه مهال نیول کیږي، چې له هر کار نه لاس واخلی او یوازې د هغې شي لپاره فکر وکړی چې د پای ته رسولو ګام مو اخیستی دی.
ــــ زما شوق او غوښتنې زما د هر کار کلي ګانې دي حتی زما په غږیدلو کې هم ډير شوق او غوښتنې پیدا کولای شي.
ــــ انسانان د امکاناتو په ګټه اخیستلو سره ددې وړتیا لري، چې ټول ښه او سم کارونه تر سره کړي.
ـــ هر کار د هر چا لپاره په هر ځای د دې نړۍ کې مقرر شوی او ستا سو لپاره هم د منلو وړ دی، یوازې په کار ده نور خلک هم په پام کې ونیسئ.
ـــ تاسو به د هغه چا رنګ شی چې تاسو مو خپل وخت له هغه سره تیروی.
ـــ د بریالي کسانو او ناکامو کسانو تر مینځ توپیر په هغه څه کې چې لری نه دی، بلکې په دې کې دی چې د امکاناتو او تجربو په پام کې نیولو سره څه وینی او څه کوی.
ــــ د فرصتونو نه ګټه اخیستنه اوهغه ته چمتوالی په مجموع کې هغه څه منځ ته راوړي چې د هغه نوم نیک ګرځولی شی.
ــــ تل په یاد ولری چې هیڅ څه هم له ذات نه ښه یا بد نه دي بلکه د هرې پیښې ارزښت په هغه کې د ی چې موږ څنګه هغه په خپل خیال کې راولو.
ــــ یوې ښې او په زړه پورې پایلې ته د رسیدلولپاره باید چارې داسې په فکر کې راولو چې زموږ روحیې ته قوت ورکړی او زموږ ګامونه دومره پیاوړي کړی چې یوې ښې پایلې ته ورسیږو.
ـــ که یو کار بې پایلې په نظر کې ونیسو نو معلومه خبره ده چې د هغه کار پایله به هم هماغه وی.
ـــ ژوند د یو رود په څیر وي او تل وي او که خپله تګلاره مو په ډیرې زيرکۍ ونه ټاکی د رود په موجونو ښکاربه شي.
ـــ که د فکري او جسمي موخو بڼ چې په پام کې لرو ونه کرو ناکاره بوټی به په خپل سر را شنه شي.
ــــ که مدام منفي اړخونه او منفي پایلې او هغه څه چې تاسو یې نه غواړی او ټولې هغه ستونزې چې امکان لری جوړې شي فکر وکړی نا غوښتلی خپل ځان په داسې حال ته اچوی چې د هماغه تګلارې او پایلې په ګټه دی.
ـــ زموږ ژوند زموږ له اړیکو سره تړاو لری.
ـــ  په یاد ولری چې ستاسو تګلاره ستاسو روحیات دی او ستاسو روحیات ستاسو ذهني فکرونه او ستاسو جسماني دفع ده چې دواړه لاملونه کولای شی په یوه شېبه کې له منځه یوسی.
ـــ بریالي کسان په دې عقیده دي چې بدبختي او هره بده پېښه ستاسو په زړه ګي کې هغه دانه ده چې یوه ورځ به هرو مرو ثمر ورکوی او ډیرې ګټې به له هغه نه لاسته راوړي.
ـــ خپل اړخونه معلوم کړی وګوری که مو موخې ته ورسیدلی څه فکر څه احساس لری څه وینی اوڅه اوری اوکه پوه نشی چې موخې ته رسیدل یعنې څه د دې امکان شته چې خپلې موخې ته ورسیږی خو پام مونشي امکان لري بریالي شي خو ماته مو خوړلې ده!
ـــ په ژوند کې هره پېښه د موخو او د لیل څخه ډکه ده چې زموږ پ مصلحت ده.
ـــ داسې کسان پیژنو چې لاره یې ورکړې ده. هره ورځ په لاره ځي کار پیل کوی خو وروسته په بل کار ځان بوخت کوي اوهغوي ډیره ساده ستونزه لري او هغه ستونزه دا ده چې پوه نشي چې موخه مو څه ده معلومه خبره ده چې موخې ته نه رسیږی.
ـــ تاسو د هر کار پیاوړی کار چې نور یې تر سره کوی ځواک لري.
ـــ همدا چې ووایی نشم کولای د فکر هغه بریالۍ لارې چې تاسو بریالیتوب ته رسوی له مینځه وړي.
ـــ که پوره دلیلونه ولری په ریښتیا کولای شی د نړۍ ټول کارونه پای ته ورسوی.
ـــ مهمه نه ده چې څه لاسته راوړو، مهمه داده چې کوم کس کیږو اوکوم توکی بښو همدا ده چې ژوند ته موږ مانا بښو.
ــــ زموږ احساس او درک نسبت هر شی ته له هغه شی سره تړلی دی چې موږ څنګه مانا ورکوو هغه توری چې په پوهه او یا نا پوهۍ کې د یو حالت د بیانولو لپاره ټاکو سمدستي هغه مانا زموږ په نظر ګډوډیږي او په پایله کې زموږ احساس ته تغیر ورکوي.
ـــ د بریالیتوب دلاسته راوړلو لپاره زموږ عمل باید ډیر ښه او پراخه وي.
ــــ پېښې زموږ ژوند ته زنګ نه وربښي بلکه زموږ باور د پیښوله مانا څخه دا کار کوي.
ــــ که هغه کار وکړی چې تل یې کوی هماغه شی ته رسیږي چې تر اوسه نه یې رسیدلی.
ـــ انسان د شرایطو زیږنده نه دی، بلکه د هغه خالق دی.
ــــ خبرې کول دومره پیاوړی دي چې کولای شی د جګړې اورمړکړي او یا سوله راولي اړیکې د نا بودی پ خوا وکاږی او یا هغه کلکې کړي.
ـــ هیڅکله مو موخه مه پریږدی مګر هغه مهال چې لومړی مو مثبت ګامونه دهغه په تحقیق کې اخیستی وي.
ـــ د احتمالاتوقانون مه هیروه! بلاخره یو څوک به هرو مرو وایی ((هو))
ـــ ماته خوړل ډډه کول له هغه عمل نه مثال د یو تلفن وهل د یو کیلو متر لارې تلل یا د مینې اظهار کول.
ـــ که تل تر تله د ستونزو د نه حل کیدونکو په هکله فکر وکړی یوازې ستونزې به ګالی او بریالیتوبونه نه پیدا کوي.
ـــ ازموینه او خطا ډیره ښه وي یوازې یو عیب لري، تر ټولو هغه سرمایه چې موږ ټول هغه لرو یعنې (وخت) په دغه لاره کې مصرف کیږي.
ـــ یوه شیبه خپل د چاپیریال حقیقتونه پیدا کړی او دا خو موږ ټولو اوریدلی (چې تل په یاد ولری چې هرکله د ګل تر څنګ تیریږی یوه شیبه ودریږی، او هغه بوی کړی) خو په ریښتیا څوځلې په ژوند کې فرصت دنړۍ چاپیریال دلیدلو لاسته راوړی او که غواړی د چاپیریال د ښکلا شاهد شی یوازې په کار ده چې سرعت موکم کړی او د چاپیریال ګلونه کم کړی.
ــــ هغه چا ته مو چې راز وایی  خپله خپلواکی مو له لاسه ورکوی.
ـــ د هر شی ښه والی او بد والی ښه دی او دا له هغه سره تړلی دی چې له کومو توکو سر پرتله شی.
ـــ باید د تیرمهال نه درس زده کړو نه دا چې په تیر مهال کط ژوندوکړو.
ــــ د بریالیتوب لاره تل په جوړولو کې ده بریالیتوب مخ ته تګ دی نه دې پای ټکی.
ــــ که چا له تاسره ملګرتیا وکړه تل یې په یاد ولره اوکه تا له چا سره ملګرتیا وکړه هیره یې کړه.
ـــ هغه څوک چې کار نه کوي هیڅکه بریالیتوب ته نه رسیږي، اوخدای له هغه چاسره مرسته کوي چې له خپل ځان سره مرسته کړې وي.
ــــ د ستونزو پر مهال مه وایه چې ستونزه لرم بلکه ووایه اې ستونزې زه مې لوي خدای لرم.
ـــ په لاندې دریو ګامونوکې تل پاتې بدلون په ژوند کې راولی.
۱ــ خپل معیارونه پورته کړئ.
۲ــ ویجاړونکي پیښو ته بدلون وړکړی.
۳ــ د کار مو معلولا تګلاره بدله کړی.
ـــ د لویو انسانانو لپاره لاره تړلې نه وي ځکه هغوي پوهیږي یابه لاره پیدا کوي او یا به لاره جوړوي.
ـــ د بریالیتوب لاره دا ده چې موخه بې له دمې تعقیبت کړو.
ــــ د هغه چا لپاره لاره نه تړل کیږي چې تل او په ډير کم سرعت ځي.
ـــ د خدای رحمت امکان لري لږ وځنډيږي خو حتمي دي.
ــــ کله چې یو روښانه موخه ولرو یو ښه احساس زموږ لاسته راځي.
ــــ کله چې یوه روښانه موخه لرو یو ښه احساس زموږ لاسته راځي.
ـــــ زموږ عقیدې زموږ اعمال، زموږ فکرونه او احساسات ته رنګ وکوي.
ــــ دا د موخې روښنایی ده چې تاسو پیاوړی کوي.
ـــ د هرې پریکړې نیولو سره نوی تغیز په ژوند کط پیل کوي.
ــــ په ژوند کې د کرلو اخیستلو او استراحت او د ژوند دوام لپاره مرحلې شته .
ـــ مه پریریږده چې غلط مطلبونه چې دې تیر مهال نه ستا په ذهن کې جوړ شوي ستا راتلونکي تباه کړي.
ـــ د بریالیتوب لپاره باید ډیر مهال صبر وکړو.
ــــ له انسان سره مرسته په حقیقت کې د خدای خدمت کړی وي.
ـــ له خندا سره د رنځور ځان خلاص کړی.
ـــ مثبت فکرونه د ښو لارو چارو ا بدلونونو وړتیا لری نه منفي فکرونه.
ــــ د شکر کولو او ځان پیژندلو احساس په ځان کې پیاوړی کړئ، دغه عواطف زموږ تر ټولو ښه احساسات دی اوتر ټولو ډیر ښّ زموږ ژوند خوږوي او د شکر کولو په احساس ژوند وکړئ.
ـــ زه تر ټولو ډیره عقیده لرم چې هر هغه څه چې زما په ژوندکې بدلون راوړی، د ژوند چارې نه دي بلکه زموږ پریکړې دي.
ـــ که ستاسو د ژوند ملګری(خاوند) د کار د فشار له عمله بدې خبرې وکړي د هغه مانا دا نه ده چې هر څه پاي ته رسېدلي، د هغه مانا دا نه ده چې ستاسو د ژوند ملګری ډیر ژورې مینې او ستاسو مرسته ته اړتیا لري.
ـــ د خپل وجود د ننه استعدادونه کشف او ښکاره کړئ.
ـــ د مینې او اړیکو د ټینګولو احساس په خپل زړه کې پیاوړی کړی، دغه په زړه پورې عقیده مې په کتاب کې لوستې چې خبرې کول او اړیکې ځواب دي د مینې لپاره او یا هغه غږ دی د مرستې لپاره.
ـــ موږ ټول ددې اړتیا لرو چې تل د عاطفې احساس په زړه احساس په زړه کې ولرو او دا هغه خواړه دي چې زموږ روح هغې ته موږ اړ کوي.
ـــ هماغسې چې وجود اعضلات د ورزش له عمله پیاوړي کیږي د فکر ځواک هم د تمرین په کولو زیاتیږي.
ـــ پریکړه ونیسی چې څه غواړی او معلومه کړی چې کوم عامل ستاسو دی موخې رسیدلو خنډ کیږي.
ـــ باید په دې باور ولرو چې خپلو خطا ګامونو نه پند واخلو، نه چې ځان خورو او ځان ملامت کړو.
ـــ په پرمختللې نړۍ کې پوهیدل د پیاوړو کسانو توکی دي!!
ـــ موږ په پرمختللې نړۍ کې ژوند کوو، لومړۍ درجه زموږ کلتور او زموږ پرمختګ نه دی بلکه زموږ اړیکې دي.
ـــ د غمونو ځواک کولای شي تل ستاسو په چوپړ کې وي، خو په دې شرط چې له هغه نه په سمه توګه ګټه واخلی.
ـــ د بریالیتوب لومړی ګام خبرتیا ده!
ـــ د معجزې ځواک چې زموږ ټولو خوبونه او هیلې پوره کوي، زموږ د ټولو په وجود کې شته او ددې وخت دی چې دغه ځواک آزاد پریږدو.
ـــ د سختی په حالت کې یوه شېبه آرام اوسی، شاید خدای د ویلو لپاره یو څه ووایی.
ـــ د هغه چا کور چې له شیشې څخه جوړشوي، هیڅکله په چا تیږه نه اچوي.
ـــ هغه موخې چې تاسو د هغې په لور ځئ، او هغه چې لری ستاسو د بریالیتوب ریښتینی معیار نه دی زما په اند بریالیتوب هغه تل پاتې بهیر دی چې د هغې په لړکې لیوالتیا هیله مندي او ډيرو بریالیتوبونو په هڅه کې یو.
ـــ د دې لپاره چې په ژوند کې بریالي واوسو، باید د هر شی او هر څه لپاره یو ټاکلې اندازه ولرو.
ـــ ستاسو شور او حیرانتیا ستاسو د ژوند د موخو څخه دي.
ـــ دا دې خدای(ج) رضا ده چې د هر انسان د زړه ښې هیلې پوره کړي، خو ډیری داسې پیښې کیږي چې خلک د خپل ځان د عیبونو په لیدلو په نورو کې روغتیا موندلې ده.
ـــ موږ په دې باور لرو چې موږ ټول ډیر ارزښتاک او یو الهی ډالۍ یو.
ـــ بریالیتوب د ښه شخص پایله ده! او ښه شخص د ښې تجربې پایله ده او تجربه هم د ناسمو تشخیصونوپایله ده.
ـــ ژوند په هغه څیر چې دی باید هغه ومنو، په دغه مهال کې هیلې کیږي کمیږي.
ـــ د دې لپاره چې اړیکې مو ډیرې ښې پر مخ لاړې شي، باید فکر وکړو چې نور هم نړۍ ته ستاسو په څیرنه ګوری.
ـــ کوښښ وکړی چې تل خوشحاله اوسی بې له دې چې ددې خوښی په دلیل پوه شی او داسی ده چې ارامی ته رسیږی.
ـــ ډیری خلک بی له دې چې پوه شي کوم توکی پ ژوند کې ارزښت لري، ډیری موخې د ځان لپاره ټاکي او همدا دلیل دی چې کله خپلې موخې ته رسیږي پوښتنه کوي ایا دا هماغه شی وو چې ما غوښتل؟
ــــ په کلي ګانو باور مه کوی، بلکه کلی جوړونکي شئ.
ـــ د اتل په هڅه کې مه کیږی، بلکه خپله اتل شئ.
ـــ که نورو ته خپل قوانین ونه وایی نو هڅکله ددې طمع مه کوی چې ستاسو قوانین پلي کړی.
ـــ  تل په یاد ولری چې تر ټولو څواکمن قانون هغه دی چې په ژوند کې د هرڅه د راتګ سره د ژوند څخه خوند اخلو.
ـــ که پدې عقیده لری چې با هوشه یی د دې سبب دا دی چې د روښنایی څلور لارې مو په خپل ذهن کې پیاوړې کړې چې دا احساس باور پیاوړی کوی.
ـــ زه هغه مهال بریالی یم او ځواک پیدا کوم چې احساس وکړم چې تر ټولو لوی او نړیوال کار تر سره کولی شم.
ـــ بې له ایمان او پوره باور نشو کولای ژوند وکړو!
ـــ کله چې شکي او بدبینه اوسی، هیڅکه نشی کولای یو کار تر سره کړی.
ـــ کله چې تاسو هم هماغه کارونه تر سره کړی، چې نوریې تر سره کوي هماغه پایلې ته به ورسیږئ چې نور رسیږي.
ـــ هیڅ یو له موږ نه (دای کاش) د کلمې سره کوم ځای ته نه رسیږو.
ــــ له تجربې څخه مې زده کړل چې تر ټولو ښې لارې د سختی د مینځه تللو لپاره دا دی چې دا ټکي تل په یاد ولرو چې یوازې ٪20 وخت د سختیو لپاره وټاکی او ٪80 نور د خپل نورو تګلارو لپاره وټاکی.
ـــ کله چې په ډیرارامی او باور نورو ته اجازه ورکوی چې ستاسو ځایناستي شي، او ستاسو پر ځای پریکړه وښی نور اړ یی چې دهغه لپاره قیمت وړکړئ.
ــــ ددې لپاره چې تل بریالي و اوسی، باید د سختیو سره مخامخ مبارزه وکړی.
ــــ  خلک هغه مهال ډیره وده کوي چې په ژوند کې ډیره وده کوی چې په ژوند کې
ـــ کله چې په ډیر لېوالتیا او شوق هر څه ولټوی، تاسو ته هغه درکول کیږي.
ـــ کله چې ډير غوسه شی په سختیو کې خپل ځان په دام کې اچوی، او هر څومره مو چې غوسه زیاتیږي او لاس او پښې وهئ، هغومره په هغه دام کې ډیر غزق کیږی.
ــــ د سختیو د مینځه وړلو لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده چې تل مخکې چمتو والی ولری، او پیش بین او سی.
ــــ موږ انسانان ددې له ویرې چې په لویو خطرونو کې بند نشو اوسني دردونه او خطرونه په خپل ځان اخلو.
ـــ ښه ځواب او ښه غبرګون به هغه مهال پیدا کوی چې خپل مسولیتونه وپیژنئ.
ــــ تر ټولو لوی درد او غمونه هغه دردونه دي چې زموږ د وجود د ننه دي، او هغه قوانین او معیارونه چې موږ احساس کوو چې د پښو لاندې کړی مو دي.
ــــ که دردونه ماتې په ځان ونه منی، هیڅکله نشی کولای چې بریالی له ځمکې را ووځي.
ــــ تل په یاد ولری چې تل له هغه ځای نه چې یاستی له هماغه ځای څخه پیل وکړئ.
ـــ تل په یاد ولری! چې سختي هیڅکله له مینځه نه ځي مګر هغه وخت چې یو څوک د هغه مسولیت په ځان ومني او په پایله کې هغه غوټه خلاصه کړی.
ــــ تر هغې چې د یو کار مسولیت په ځان و نه منو هیڅ څه هم زموږ په واک که نه کیږي.
ـــ  ښه ځواب او ښه غبرګون به هغه مهال پیدا کوی، چې خپل مسولیتونه وپیژنی.
ـــ یوازې هغه ستنې اوپایې دي، چې یو پارتمان په هغه ولاړ وي او نه غورځیږي البته د هغه پایو جوړلو لپاره وخت او اړتیا نشته.
ـــ درد او رنځ هماغه څه دي چې تاسو دې ته اړ کوي چې هڅه وکړی او مخته ته لاړ شي او هغه بریالیتوبونو ته ورسیږي چې هیڅکله ګمان هم نه دی کړی.
ـــ  څنګه چې په ډیره اسانی او ارمتیا او پرته له شک نه هغه څه چې غواړی په بهر نړۍ کې د هغه شاهد اوسی، د خپل ذهن روښنایی ته وګورئ بې شکه هماغه څه چې غواړې تر لاسه کوی یې.
ـــ هیڅکله چاته سترګې مه پټوئ.
ـــ څنګه چې بې له حده هر څه ته ډيربې پروا اوسې نور نشی کولای چې وده وکړی او تل په خپل ځای پاتې کیږی.
ـــ یوله هغه لارو څخه چې نشو کولای بریالي شو، هغه دا ده چې ګمان کوو چې پښې زموږ په واک کې نه دي.
ـــ  کله چې ویریږئ نشی کولای په سمه توګه پریکړه ونیسی.
ـــ څنګه چې غواړې په ژوند کې د بریالیتوب احساس وکړې تل باید قانون (تل باید) او هیڅکله نه باید ډير ونلرو.
ـــ هڅه وکړئ چې خپلواک فکرونه او سوال جوړونکي فکرونه ولری.
ــــ تل د نورو نظر په پام کې نیسی او مشوره کوئ، خو اخري پریکړه خپله ونیسی ځکه هغه تاسو یی چې د هغه پایلې ومنئ.
ــــ خپل ذهن تل خلاص ساتی او تل خپل ذهن ته  مو فکرونه او نوی باورونو لپاره ځای جوړ کړئ.
ــــ هیڅکله د خپلو ملګرو موخې له سوال لاندې مه نیسئ، هڅه وکړئ چې د هغوي نړۍ ته پل جوړ کړی.
ـــ د نورو د پیژندګلوی په هکله پریکړه نیول ستاسو او د هغوي تر منځ اړیکې له منځه وړي.
ـــ تل یوه بله لاره شتون لري، د هغه څه لپاره چې مخ ته راغلې.
ـــ کله چې ایمان او باور له لاسه ورکوی، ژوند بې مانا کیږي او کله چې ژوند بې مانا کیږي نور ژوند نشی کولای او ژوند مو له لاسه وړکړی.
ـــ د دې دلیل چې انسان هیڅکله د نیک بختۍ احساس نه کوي او تل ځان ناکامه ګڼي، دا دی چې د خپل ذهن روښنایی ته پام نه کوي او د ژوند نیک بختي او ریښتنی بریالیتوب لاسته نه راوړي.
ـــ د کوچني توکو او لویو توکو په قدر باید پوه شو، او تل کوچني توکي د لویوتوکو په پرتله ډير قدرمن وګڼو او دواړو توکو ته درناوی ولرو.
ـــ پوه شه که څه و غواړې او څه ونه غواړې تل د تغیر او پرمختګ په حال کې یاستی او تل به وی.
ـــ ددې دلیل چې انسان تل د ناکامۍ احساس کوي، دا ندی چې ژوند په ریښتیا یوه لویه ماته ده. شاید ګمان کوی چې بریالیتوب هغه دی چې زمونږ په مخ ښکته راځي.
ــــ ستاسو د ژوند موخه او مانا هیڅکله تغیر نه کوي، توکي او حالات ممکن دي تغیر وکړي خو موخه تل یو شی ده.
ــــ په ریښتیا هر هغه څه چې مخ ته راځي تل په کې نوي او مثبت ګامونه ولټوئ.
ـــ که غواړی چې موخې ته د رسیدلو لپاره خوښ شو او د هغه موخې رسېدلو هڅه و نه کړو، یوازې د ژوند یوه کوچنۍ برخه مو خوشحاله ده.
ـــ تاسو د خپل ځان او نورو په وړاندې مسولیت لری او مخکې له هر څه د خپل ځان په مخکې مسولیت لري.
ـــ باید په ژوند کې تل موخه ولری او باید موخه تعقیب کړو، او پریکړه ونیسو او هغه هم همدا اوس.
ــــ څنګه چې په ژوند کې ډیر نه جوړېدونکي قوانین لرو ډير غونه او دردونه په ځان اخلی او نا هیلې به ساستو په سر راشي.
ـــ بریالي او نیک بخت انسانان ډیر ساده قوانین لري.
ـــ کله چې بریالی کیدلو لپاره داسې کارونه کوو، چې زموږ د ننه ارزښتونه سره جوړښت نلري په دغه مسله کې اصلي ناکام تاسو یاستی.
ــــ هغه کارونه چې په ژوند کې تر سره کوی د هیڅ فلم صحنه نه ده، ټول تر شا د صحنې نه دي بلکه د هغې هغې اخرینی صحنې پایله ده چې کیدای شی په پرده کې راشئ او هغه ښکاره شی او د تمرین په نوم څه شتون نه لري.
ـــ کله چې غوښتنې اوموخې ونه پیژنو یوه ارامه کښتی په اوسو، چې د مثبت پایلو په فکر کې تل خپل مسیر ته تغیر ورکوي.
ـــ نیک بخت او خوښ انسانان هغه څوک دي، چې دا ځواک ولري چې د یو مسکا په لیدلو خوښ شي او د نیک بختی احساس وکړي.
ـــ تل په یاد ولری چې هیڅکله اړنه یو چې لوی کارونه ترسره کړو، او ډیر لویې موخې او ارمانونه په ژوند کې پورته کړو.
ـــ څپل ځواک او لیاقت ته پراختیا ورکړئ.
ــــ زه په دې باور یم چې ډيرساده کارونه ډيرځواکمن او په کار راځي.
ـــ ریښتنی او تل پاتې کمال په دې کې دی چې ځان مو په هغه توګه چې دی  و منو او مینه ورسره ولرو.
ـــ که خپلې غوښتنې مو بیان کړې وي، بې له شکه به ځواب ته ورسیږی خو ژر مه ناهیلې کیږئ.
ـــ تر څو چې له نورو سره د هغوي د قوانینو په هکله خبرې ونکړی نشی کولای عرض وکړی، چې د هغوي په قوانینو باندې پوه شي چې د هغوي نه د دې طمعه ولری چې هغوي ستاسو قوانین نه لیدلي او نه یې هم اوریدلي او له هغوي سره په یو نظر اوسی؟
ـــ هر څه چې یو شی ډیر اندازه کړي، او د هغه اندازه روښانه کړي د هغه په هکله خپله پوه او هوښیار کیږي، اوهرڅه چې ډيره خبرتیا ولري هغه تجربه ښه پایله او ښه احساس او په زړه پورې وي.
ـــ کله چې د نورو استندردونو او قوانینو او (تل باید) او (نه باید) او (تل باید قانون) او نه (باید قانون) څخه پوه شی ستاستو اړیکې له نورو سره ډیره ساده مخ ځي.
ـــ  اطمینان او باور هغه څه ندی چې تل هغه د ځان څخه بهر ولټوو، او د هغوي په لور لاس اوږد کړو.
ـــ کله چې په یوه کار لاس پورې کوی او زړه مو ارام نه وی چې ولې غواړو دغه کار تر سره کړو، هغه کار د ژوند له موخو سره پرتله کړو اومشوره وکړو.
ـــ که ریښتیا غواړی چې په ځان مو باور پیدا کړی او ریښتنې موخې ته ورسیږی، بې له شکه چې دغه لاره به پیدا کړی.
ـــ د ژوند موخه مو پوره کړی، او تر ټولو مهمه دا ده ې دغه کار په ډيه مینه احساس او په ښه ځواک تر سره کړی.
ــــ په ژوند کې نشی کولای بې له دې چې په ریښتیا وغواړی له ډیرو توکو نه خوښ اوسی.
ــــ لکه څنګه چې غواړی په هر کار کې مهارت او بریالیتوب ته ورسیږی باید په ریښتیا پوه شی چې څه غواړی تر لاسه یې کړی، د هغه لاسته راوړلو لپاره کومو توکو ته اړتیا لري.
ــــ بریالیتوب کلي ګانې لري.
ـــ ډیر مهال دې ته اړ یو چې هغه کارونه تر سره کړو، چې زیات زموږ نه خوښیږي خو کولای شو خپل احساس ته تغیر ورکړو.
ـــ د انسانانو د لویو ارزښتونو په مرسته او د هغوي تړاو ورکول  د نیک اخلاقو سره کولای شو بد عملونه له منځه یو سو.
ـــ هر یو زموږ نه د ټاکلو حق لرو او کولای شو خپل فکرونه او احساسات وټاکو او په دې پوه شو چې ټاکنه مو سمه ده دهغه قیمت به هرو مرو ورکوو.
ـــ یوازې هغه کسان چې تغیر نه کوي هغه څوک دی چې ساه نه اخلي.
ـــ ټول پر مختګونه او لاسته راوړنې د انسان هڅې او د هغه تړاو له موخو سر دی او هغه هم تل پاتې موخې.
ـــ د هر لوی بریالیتوب په تګلاره کې ډير لویه ناکامي او لویې ستونزې شتون لري.
ــــ موږ ټول ددې ځواک لرو چې له سختیو او ستونزو سره مخامخ شو او پر هغه بریالي شو، او په خپلو ویرو باندې برلاسی شو.
ــــ  ټول وګړي کولای شي خپل خوبونه په ریښتیا بدل کړی او په ډیر جرا‌ت ویلی شم داسې خوب نشته چې پر هغه برلاسی نشو.
ــــ بریالیتوب هغه سکه ده چې د هغه بل اړخ ناکامی ده.
ـــ دا موږ یو چې خپل فکرونه ډير کوچني اوکم ګڼو او په پایله کې ژوند موږ ته کم اوکوچني کیږي.
ـــ د خلکو سره مرسته او دهغوي رضایت لاسته راوړل په هیڅ قیمت اخیستلی نه شو.
ـــ د دې لپاره چې په خپلو اعصابو ډیر فشار وارد نکړو دوې مسلې باید په پام کې ونیسو.
۱ــ د جزیی مسایلو لپاره باید ځان نا ارام نکړو.
۲ــ ټول مسایل جزیي وګڼو.
ـــ آرمتیا کولای شي ډیر منفي تاثیرات زموږ په ژوند کې پیدا کړي، که ډیر د ارمتیا احساس وکړئ له ودې او هڅو څخه وروسته پاتې کیږي.
که په ژوند کې مخ په وړاندې حرکت و نه کړی، معلومه ده چې په کنده کې ځان اچوي.
ـــ تاسو که هر څومره هم ځان بریالي و ګڼی او په هره کچه مو ښه کارونه تر سره کړي وی داسې کسان هم پیدا کیږي چې له تاسو نه هم ښه وي.
ـــ هر ثروت د انسان له سوچونو نه سرچینه اخلي.
ـــ د یو انسان شکر کول او حق پییژندل ممکن د بل انسان ژوند ته د تل لپاره تغیر ورکړي.
ــــ له تغیراتو باورونو ارزښتونو او قوانین او ځان پیژندلو سره کولای شو خپلې ټولې تګلارې ته تغیر ورکړو.
ـــ تل په یاد ولری چې ډیر کوچني ګامونه کولای شي ډيرې لويې پایلې ولري.
ــــ تر څو چې کولای شې د نورو له تجربو څخه ګټه واخلی او هغه څّ چې موږ زده کړي له هغه نه کار واخلئ.
ـــ د نورو له بریالیتوبونو نه په هغه کچه خوشحال شی چې د خپلو بریالیتوبونو نه خوښ کیږي.
ــــ اتل والی په کمال کې نه دی، بلکه په انسانیت کې دی.