سېکولرانو د عبدالله ګل پرده داره مېرمن په مراسمو کښې و نه زغمله

د ترکيې نوې ټاکل شوے ولسمشر عبدالله ګل د دغه هېواد د سېکولر فوځ لخوا له وړومبی مشکل سره مخامخ شو او دهغۀ مېرمن چې اسلامی پرده کوی د فوځ د کاميابۍ د کليزې په مراسمو کښې و نه بللې شوه
   د فرانس پرېس د رپوټ له مخې د ترکيې نوے ټاکل شوے ولسمشر چې د دغه هېواد د عدالت او ودې له اسلام پالی ګوند سره تعلق لری پرون د دغه هېواد د فوځ د کاميابۍ د کليزې په مراسمو کښې په داسې حال کښې ګډون وکړ چې د هغۀ مېرمن پکښې له دې امله نه وه بللې شوې چې هغه اسلامی پرده او حجاب کوی په داسې حال کښې چې دا د ترکيې په تاريخ کښې اول ځل دے چې د فوځ د کاميابۍ د کليزې په مراسمو کښې د يو ولسمشر مېرمن ته د ګډون کولو بلنه ورنکړې شوه همدا رنګ د دغه هېواد د وزيراعظم رجب طيب اردوغان مېرمن هم د اسلامی پردې کولو په علت د نورو کلونو په شان په دغو مراسمو کښې هم نه وه بللې شوې الب�
 �ه دا اول ځل ؤ چې د يو ولسمشر مېرمن په داسې مراسمو کښې و نه بللې شوه.
همدا رنګ وړمه ورځ د فوځ د پرېډ په مراسمو کښې هم په داسې حال کښې چې د ترکيې د رسم مطابق د فوځی افسرانو نوی ولسمشر عبدالله ګل ته سلامی وکړه خو د فوځ لوے درستيز ياشار بويوکانټ او د هغۀ ملګرو نورو سېکولر لوړرتبه افسرانو د ترکيې د فوځ د رسم په خلاف هغۀ ته له سلامۍ نه ډډه وکړه او ورسره ډېر په بې زړۀ توب سره ملاو شول. د يادونې ده چې د ترکيې فوځ او نور سېکولران عبدالله ګل د ترکيې د ټولنې په اسلامی کولو تورنوی                                               دلته بايد دا يادونه وکړو چې که هر څو امريکه او د هغې انډيوالان په نړۍ کښې د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو لپاره د ځينو تحجر پسن
 دو مذهبی ترهه ګرو ډلو په ذريعه او په مختلفو پروپېګنډو سره د مسلمانانو د سېکولر کولو او له اسلام او مسلمانۍ څخه د نفرت پېداکولو په لټه کښې دی خو بل طرف ته په پو معجزانه ډول اسلام په نړۍ کښې مخ په کاميابۍ روان دے او حتی نن د ترکيې غوندې هېواد کښې هم چې هيڅ اميد ترې نه ؤ اسلام پاله ډله په اقتدار کښې راغله.