بسم الله الرحمن الرحيم
د کتاب ځانګړنې :
د کتاب نوم: اقتصاد پېژندنه
ليــــــکوال :محمد داود نیازی
برېښليک:dawood1919@gmail.com
اړيکه:0093782381717
چمتو کوونکېټولنه: جهان پوهنتون
خپرندوى:
چاپشمير:1000
چاپ ځل: دویم
چاپ نېټه:2016/1395
ډالۍ
باچا خان، فخر افغان، فخر ايشياء، فخر هند، سرحدي ګاندي، سرتور بابا، لوړ بابا ، رئيس الاحرار" د صبر،زغم،حوصلې،خواخوږۍ،مهربانۍ خاوند او د نه تاوتریخوالي د مبارزې سر لاري اروا ته !
م.د. نيازی
فهرست
لومړی څپرکی
بنسټيز مسايل ، غيرې اقتصادي غوښتنې، اړتياوې، اسانتياوې، تجملي توکي، موخه ، توکي، وسايل ،عاید، سپما، متغیرات، تابع، تعادل، سمبول، د اقتصاد تعريف، اقتصاد د شتمنۍ علم دی، اقتصاد د مادي هوساينې علم دی، په محدود وسايلو د نامحدودې غوښتنې پوره کول، د اقتصاد د علم لمن،اقتصاد د علم لار،د اقتصاد د علم موضوع، د اقتصاد د علم اړيکه له نورو ټولنيزو علومو سره، اقتصادي قوانين، د اقتصاد د علم ګټې، نړيوال اقتصادي سيستمونه، د بازار اقتصادي نظام، آزاد بازار، ټولنيز بازار ، دچاپيريال ساتنې ټولنيز بازار، د سوسياليزم اقتصادي نظام، اسلامي اقتصادي نظام.
دویم څپرکی
د مصرفونکو چلند ، افاده تګلار، لومړنۍ افاده، وروستی افاده، ټوله افاده، مثبته افاده، صفر افاده، منفي افاده، د وروستی افادې د کمښت قانون، د وروستی افادې د مساوات قانون، بې توپيرې کرښې تګلاره یا د نیوکلاسیکو ښونځي، بې توپيره کرښه ، دوروستي تعویض نرخ، د لګښت رسونکي مخکې والی، بودجې کرښه یا د قیمت کرښه ،د مصرفونکي مازاد، د مصرفونکي مساوات، عاید او دمتبادل اغیز ، د مخکې والي د ښودنې نظریه،
دریم څپرکی
توليدنظريه، تولید لنډ مهاله او اږدمهاله تابع، ټول تولید،منځني تولید، وروستۍ تولید،یو شان تولید یا مساوي تولید، د تولید خطي تابع، تخنيکي تعویض، د توليد قوانين يا د حاصل قوانين، د حاصل د ډيرښت اويا د لګښت د کمښت قانون،دحاصل يا د لګښت د استقرار قانون،د حاصل د کمښت يا د لګښت ډيرښت قانون، سره کرښه ، مساوي لګښت شننه ، د پراختیا لار، د لګښت شننه، محاسبوي او اقتصادي لګښت،موقیز لګښت، خصوصي لګښت او ټولنیز لګښت ، لنډ مهاله لګښتونه، ثابت لګښتونه، متغیر لګښتونه،ټول لګښتونه ،وروستۍ لګښت .
څلورم څپرکی
د تولید عوامل طبیعي وسایل ، بشري سرچينې، د کار ويش،کار، نفوس، د نفوسو نوې نظريه، پانګیزې سرچېنې، پانګه او شتمنۍ، پانګه او ځمکه،پانګه او پیسې ، په اقتصادي پرمختګ کې د پانګې ونډه ، متشبث د متشبث او اجير ترمنځ توپير، په اقتصادي پرمختګ کې د متشبث ونډه، کارخانه، شخصي کاروبار، شراکت، ګډې پانګې کمپنۍ،
پينځم څپرکی
تقاضا، په تقاضا او غوښتنې کې توپير، په تقاضا او اړتيا کې توپير ، د تقاضا قانون، د تقاضا راټوليدل او پراخيدل، د تقاضا لوړيدل او ټيټيدل، د تقاضا ارتجاعيت، ډيره ارتجاعيت لرونکې تقاضا،کمه ارتجاعيت لرونکې تقاضا،برابره ارتجاعيت لرونکې تقاضا، د تقاضا د ارتجاعيت اندازه ګيري، د يو برابر ارتجاعيت،له يو څخه کم ارتجاعيت،له يو څخه ډير ارتجاعيت ، د سلنې طريقه، عرضه ، عرضه او زيرمه، بازاري عرضه، لنډ مهال عرضه، اوږد مهاله عرضه، د عرضې قانون، د عرضې پراختيا او راټوليدل، د عرضې لوړيدل او ټيټيدل، په عرضې کې د تغيراتو سببونه، د عرضې ارتجاعيت، ډيره ارتجاعيت لرونکې عرضه، لږه ارتجاعيت لرونکې عرضه، برابره ارتجاعيت لرونکې عرضه، د عرضې د ارتجاعيت اندازه ګيري ، د عرضې د ارتجاعيت اندازه ګيري :
شپږم څپرکی
بازار،ډولونه ، و خت په لحاظ،د ځای په لحاظ،د توکو په لحاظ،د سودا پر اساس،د سيالۍ په سبب د مکملې سيالۍ بازار، نامکمله بازار، د بازار توازن، د تقاضا د تغير اغيزې،د عرضې تغیر اغیزې،قیمت د تغیر غیزې، په بشپړه سیالۍ لرونکي بازار کې د کمپنۍ او صنعتتعادل، د ډیرې ګټې فکر، عادي ګټه، د کمپنۍ توازن ( یانې د قیمت او تولید ټاکل )، په لنډ مهال کې د کمپنۍ د تعادل حالتونه ، د اوږد مهاله مفهوم، د صنعت تعادل، لنډ مهاله او اوږد مهاله تعادل ، په بشپړې سیالۍ لرونکي بازار کې د قیمت ټاکل، بازاري دوران یا ډیر لنډ وخت، لنډ مهال، اوږدمهال کې د قیمت ټاکل، تخنيکي پرمختګ، انحصاري سیالۍ،انحصار، انحصاري تعادل، په انحصار کې د کمپنۍ تعادل ( تولید او د قیمت ټاکل )،عادي ګټه ،غیرې عادي ګټه ، اوږد مهاله تعادل په انحصار کې ، تبعضي قیمت، دوه اړیخیزه انحصار، څو ګونی انحصار ،د عرضې انحصار،
اووم څپرکی
د تولید د عواملو قیمت ټاکل ، د شتمنۍ د ویش عمل، نهايي مولدیت نظریه،د تولید د عامیلینو د بدلې د ټاکلو نوی نظريه، کرایه، خالصه یا اقتصادي کرایه، د ریکارډو د کرايې نظریه، بې کرايي ځمکه، د کرايي د پیدا کیدو اصلي سبب، کرایه او قيمت، د کرايې نوې نظریه، متفرقه کرایه، کمښت کرایه، مشابې کرایه، موقعیت او کرایه، اجوره ، اسمي اجوره ، حقیقي اجوره ، د ډيرې اجورې امکان، د اجورې ډ ټاکلو نظريه، د اجورې د ټاکلو نوې نظریه، د کارګرو ټولنه، د چنې بازی کمښت، د کارګرو ټولنه او غونډه چنه بازي ، نسبتي اجورې، د لږ تر لږو اجورو ټاکل، سود، خالص سود، مرکب سود، د خطر بدله، سود ولې ورکول کيږي ، د انتظار نظریه، د نغدوالي د مخکی والي نظریه، مولدیت نظریه، د سود اندازه ټاکل،د پور وړ فنډ، د پور وړ فنډ لپاره تقاضا،د سود د نغدوالي د برترۍ تیوري، د صفر ي سود مفهوم، ګټه، خالصه ګټه ، نا حالصه ګټه، ګټه او نامعین حالت، د ګټې خوځنده نظریه، د نوښت نظریه، د ګټې په اندازه کې توپير، ګټه ولې ورکول کيږي،
اتم څپرکی
هوساينې اقتصاد،ناخالص داخلي تولید کې زیاتوالی،- بیهتم نظریه،-کارډینل فکري ښونځي نظريه،-پار يټو نظریه، په تبادله یا لګښت کې ګټورتوب، په تولید کې معیاري ګټورتوب، په تبادله او تولید کې معیاری، بشپړه سیالۍ او د پرايتو موثریت، د انحصار شتون : انحصار او پریټو، بهرنۍ اقتصادي اغیزې، عامه توکي، پیګو مالیه،د الودګۍ حقوق،بیرته پیدا کول، د کالدر ـ هکس د ورکړې نظریه، برجن سن نظریه،د نامعلوم (ویره) حالت اقتصاد،
اخځلیکونه
سريزه
اقتصاد يو داسې علم دی چې په نړۍ کې انسان ته لارښونه کوي څو خپل موجود وسايل څنګه وکاروي؟ د يوې ټولنې په ټولو مسايلو کې اقتصادي مسايل ډير مهم او برخليک ټاکونکي دي ، اقتصاد د ټولنې په ټولو برخو (سياسي،فرهنګي، ټولنيزه ) کې ډير لوړ اهميت لري ،د يوې ټولنې خپلواکي او د طبيعي پيښو سره مقاومت په اقتصادي ځواکمنتيا پورې اړه لري ،د اقتصادي مسايلو په اړه ښه پريکړه کولای شي چې ټولنه د پرمختګ لوړو څوکو ته ورسوي. که په نړۍ کې اقتصادي مسايلو شتون نه درلودای نو نړۍ به دومره پرمختګ نه وای کړی همدا اقتصادي مسايل دي چې انسان پرمختګ ته هڅوي ، په همدې ډول که په نړۍ کې ټولو مسايلو ته پام وکړو او په اړه يې څيړنه تر سره کړو نو ريښه يي اقتصادي مسايلو پورې رسيږي او د هر پېښې تر شاه اقتصادي مسله شتون لري . د دې تر څنګ که د نړۍ هيوادونو ته ځير شو نو هغه هيوادونه چې بډايه دي ، ښې اقتصادي سرچينې لري او خپلې سرچينې يې په ښه توګه کارولي د وګړو د ژوند کچه يې لوړه ، د ژوند ډيرې اسانتياوې لري دژوند اړتياوې يې په ښه توګه پوره کيږي خو هغه هيوادونه چې ښې سرچينې نه لري او يا بډايه نه دي وګړي يې ښه ژوند نلري ، د ژوند کچه يې لوړه نه ده او د ژوند اړتياوې په ډيره ستونزمنه توګه پوره کوي . چې له بده مرغه زموږ هيواد هم سره ددې چې ښې اقتصادي سرچينې لري خو بيا يې هم وګړي په بيوزلۍ کې ژوند تيروي ، ډيری وګړي خپلې ټولې اړتياوې نشي پوره کولای يو لامل يې د هيواد د اقتصادي سرچينو څخه ښه ګټه نه پورته کول دي . لکه څرنګه مو چې ولس بيوزله دی همداسې مو ژبه هم بې وزله ده او د نثري ليکنو له کمښت سره مخ ده .په دې ډول ژبه کې د کتاب ليکل ستونزمن کار دی ځکه هغه الفاظ چې په نورو ژبو کې وي او يا په دې برخه کې ورته کار شوی وي نشته نو له دې کبله په دې ډول ژبو کې د الفاظ او يا د هغه لغاتونه چې دقيقه مانا ورکړي نه وي او پيدا کول يې ستونزمن وي . زه هم د دې کتاب په ليکلو کې له همدې ستونزې سره مخ وم تر يو بريده مې هڅه کړې تر څو ډير معياري او دقيق لغات پيدا کړم .
خو د ستونزو سره سره ما هڅه کړې تر څو درنو لوستونکو ته داسې په زړه پورې معلومات برابر کړم چې ګټور تمام شي او هغه لوستونکي چې غواړي د اقتصاد د علم په اړه معلومات حاصل کړي ښه ګټه ترې واخلي . د دې کتاب په ليکلو کې مې هڅه کړې چې له معتبرو کورنيو او بهرنيو ماخدونو ګټه واخلم او يو داسې کتاب برابر کړم تر څو لوستل يې د هر انسان لپاره په زړه پورې وي . د اقتصاد پيژندنې تر عنوان لاندې کتاب په لومړی ځل د لیسانس تر کچې چاپ شوی و..خو دویم ځل چاپ چې ستاسو په لاس کې دی د ماسټری تر کچې دی او هغه نسبي ویش چې د اقتصاد علم یې په کوچني او لوی اقتصاد ویشلی اقتصاد پيژندنه یې کوچنی اقتصاد رانغاړي اقتصاد پيژندنه دویم چاپ کتاب ټول اته څپرکي لري په لومړي څپرکي د اقتصاد علم اړوند بسټيز مسایل دي او د اقتصاد دعلم پيژندنه ده ، په دویم څپرکي کې د مصرفوونکو چلند،په دریم څپرکی کې د تولید نظریه، د لګښت شننه، د کمپنۍ د عوایدو څېړنه، په څلورم څپرکی کې د تولید عوامل ،په پنځم څپرکی کې تقاضا او عرضه، په شپږم څپرکي کې بازار،د بازار تعادل ، انحصار،دوه اړخیز انحصار،څو ګونی انحصار د تقاضا انحصار ، په اووم څپرکی کې د تولید د عواملو قیمت ټاکل اوپه اتم څپرکی کې هوساینې اقتصاد څيړل شوي دي . د اقتصاد پيژندې دوم ټوکه هم تر کار لاندې دی که خدای کول هغه به هم ډیر ژر چاپ شي چې د د اقتصاد د علم دویمه برخه یا لوی اقتصاد به راونغاړي .
په ځان فرض بولم چې له هر ملګري دننګرهار پوهنتون استاد ښاغلي پوهیالي عبدالرحمان درد، ښاغلي امان الله ورین، ښاغلي فیاض حمید،ښاغلي جاويدافتاب او ښاغلي محمد اکبر نیازي مننه وکړم چې د کتاب په تخنیکي او پښتو ژبې په سمون کې له ماسره پوره پوره مرسته کړی د ټولو د کور ودان وي څښتن تعالی دی خوشاله ژوند ورکړي .
په پای کې له ټولو قدرمنو لوستونکو څخه هيله کوم که د کتاب په کومه برخه کې له ما څخه تيروتنه شوی وي راته بخښنه وکړي او د بيا غبرګيدو د مخنيوي لپاره يې راته په ګوته کړي .د اباد خپلواک ،لوی افغانستان په هيله .
محمد داود نيازی
کابل ،احمد شاه بابا مېنه
1395/07/15
لومړی څپرکی
بنسټيز مسايل (Basics issues):
انسان په نړۍ کې له نامحدودو غوښتنو سره راغلی، چې دغه غوښتنې له انسان سره تر مرګه مل وي، په پخوانيو زمانو کې دا غوښتنې ساده او لږې وې، مګر د تهذيب او تمدن د پرمختګ سره غوښتنو زیاتوالی وموند او په ډولونو کې يې هم توپير رامنځته شو، په بنسټيز ډول انسان د خوراک لپاره خوړو ته، د پوښاک لپاره جامو ته، د اوسېدو لپاره کور او د ناروغۍ د علاج لپاره درملو ته اړتيا لري، خو د دې تر څنګ انسان يو شمېر نورو شيانو ته هم اړتيا لري چې ژوند يې ورسره هوسا کېږي.
د بېلګې په ډول : ټلېفون( لرغږی)، موټر، برېښنا او نور... د دې غوښتنو د رفع کولو په موخه انسان تل بېلا بېلې کړنې ترسره کوي او شتمنۍ پرې لاسته راوړي. موږ او تاسو په خپل چاپېريال کې ګورو، چې انسان په نړۍ کې په بېلا بېلو کارونو بوخت وي سوداګر سوداګري، کاريګر کار، روغتيا پال روغتيا پالنه، انجنير انجنيري او نور... څو عوايد لاسته راوړي او د خپلو عوایدو سره سم خپلې اړتياوې پوره کړي.
په حقيقت کې د انسان غوښتنې ډېرې او د رفع کولو لپاره یې شته سرچينې کمې دي، نو ځکه انسان تل په دې هڅه کې وي، چې څنګه خپلې ډېرې غوښتنې د لږو سرچينو په وسيله په ښه ډول رفع کړي، دغه غوښتنې دوه ډوله دي: غيرې اقتصادي او اقتصادي غوښتنې.
۱- غيرې اقتصادي غوښتنې(Non-economicWants): غيرې اقتصادي غوښتنې هغو غوښتنو ته ويل کېږي، چې د رفع کولو لپاره یې د شتمنۍ لګښت ته اړتيا نه وي، يانې دا ډول غوښتنې په وړيا ډول انسان رفع کوي، د غيرې اقتصادي غوښتنو د پوره کېدو لپاره د شتمنۍ لګښت او هڅو ته اړتيا نه وي.
د ساري په ډول: د هوا تنفس، د لمر له رڼا ګټه پورته کول، باران او نور... دا چې د اقتصاد د علم اړيکه له اقتصادي غوښتنو سره ده، نو له دې کبله موږ د غيرې اقتصادي غوښتنو له لوستلو ډډه کوو او نه غواړو دلته پرې بحث وکړو.
۲- اقتصادي غوښتنې(Economic wants): ټولې هغه غوښتنې چې انسان يې د شتمنۍ د لګښت په وسيله رفع کوي اقتصادي غوښتنې بلل کېږي.
د بېلګې په ډول: د خوراکي توکو د رانيولو يا د کورونو د پېرلو لپاره پيسو ته اړتيا ده، که موږ او تاسو د پورتنيو توکو د رانيولو لپاره شتمنۍ ونه لرو، نو موږ پرې خپلې پورتنۍ اړتياوې نه شو پوره کولی. انسان تل په هڅه کې وي چې خپلې غوښتنې پوره کړي. د اقتصاد علم هم له اقتصادي غوښتنو سره اړيکه لري، موږ او تاسو چې کومې غوښتنې د شتمنۍ د لګښت له لارې تر لاسه کوو، اقتصادي غوښتنې بلل کېږي. اقتصاد پوهانو د انسان اقتصادي غوښتنې په درې برخو وېشلې دي:
۱- اړتياوې(Needs) : اړتياوې هغه غوښتنو ته ويل کېږي، چې د انسان په ژوند کې بنسټيز اهميت لري، يا انسان پرته له هغو خپل ژوند ته دوام نه شي ورکولی.
د ساري په ډول: خوراک، اوبه، لباس، د اوسېدو ځای، درمل او نور ...
۲-اسانتياوې(comforts) : هغه غوښتنې چې د انسان په ژوند کې اسانتياوې رامنځته کوي او په ترلاسه کولو سره يې د انسان ژوند اسانېږي، انسان پرې ډاډ او سکون ترلاسه کوي، د انسان ژوند ورسره هوسا کېږي.
د ساري په ډول: ټلېفون (لرغږی)، د لېږد وسايل، برېښنا، تلوېزيون او...
۳-تجملي توکي(Luxury goods): په تجملي توکو کې ټول هغه توکي شامل دي، چې د انسان په ژوند کې د عيش عشرت لپاره کارول کېږي، دا ډول توکي زموږ له غوښتنو سره هېڅ تړاو نه لري، ځکه د دا ډول توکو په تر لاسه او نه ترلاسه کولو سره د انسان په وړتیاوو کې کوم توپیر نه راځي.یوازې د انسان ژوند زړه راښکونکی او رنګينوي او په حقيقي ژوند کې هېڅ ډول ارزښت نه لري، يوازې د شان او شوکت لپاره وي، د ساري په ډول: د لوکس(عصري)موټر درلودل يا د ماڼيو جوړول او داسې نور...
ګڼ شمېر خلک تجملي توکو ته جواز ورکوي او دا دليل راوړي، چې د دې ډول توکو کارول د انسان په وړتيا کې ډېروالی راولي، د دا ډول توکو د لاسته راوړلو لپاره ډېرې وړتيا ته اړتيا ده.
د غوښتنو پورتني ډولونه ثابت نه، بلکې نسبي بڼه لري، ځکه ډېر داسې توکي شته چې د يو انسان لپاره اړتيا، خو بل ته اسانتيا او کيدای شي د درېیم لپاره تجملي وي.
د اقتصادي غوښتنو ځانګړتياوې
۱- نامحدوده غوښتنې(Unlimited wants): انسان د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره تل په هڅه کې وي، څو خپلې غوښتنې پوره کړي، خو کله چې د انسان يوه غوښتنه پوره شي، سمدستي بله رامنځته کېږي. دا سلسله د انسان د ژوند تر پايه دوام لري او هېڅکله هم د انسان ټولې غوښتنې نه پوره کېږي، نو ځکه ټولې اقتصادي غوښتنې نامحدودې دي.
۲- د غوښتنو تکرار: د انسان ډېری اقتصادي غوښتنې داسې وي، چې تل تکرارېږي، کله چې يو ځل پوره شي له لږ وخت وروسته بيا رامنځته کېږي. لکه: کله چې انسان تږی شي، د اوبو په څښلو سره د تندې غوښتنه له منځه ځي، خو له لږ وخت وروسته انسان بيا ځلې تږی کېږي. همدارنګه د سهار له ډوډۍ وروسته بيا په غرمه کې د ډوډۍ خوړل او نور.
۳- په متبادلو لارو د غوښتنو پوره کېدا: موږ يوه غوښتنه د بېلا بېلو وسايلو په مرسته پوره کولی شو، يانې د يوې غوښتنې د پوره کېدو لپاره له بېلا بېلو وسايلو کار اخيستلی شو.
د بیلګې په توګه، د لوږې په وخت کې د ډوډۍ يا د وريجو په وسيله د لوږې لرې کول.
۴- د غوښتنو په اهميت کې توپير(Difference in importance of wants): د انسان ځينې غوښتنې ډېرې مهمې او ځينې نورې یې بیا لږې مهمې وي، چې د پوره کېدو په وخت کې لومړي قدم کې ډېرې مهمې غوښتنې او په دويم قدم کې لږې مهمې غوښتنې پوره کوي.
د بيلګې په توګه: د ډوډۍ اړتيا نسبت څادر ته ډېره ده، د لايق زده کوونکي لپاره د ښه کتاب رانيول نسبت د فلم له ليدو څخه مهم دي.
۵- د غوښتنو تړلتيا : د انسانانو ځينې غوښتنې يو له بل سره تړلې دي، يوه د بلې د پوره کېدو لپاره اړينې وي.
د ساري په ډول: د ليک ليکلو لپاره د کاغذ او قلم اړتيا يا د موټر لپاره د تيلو اړتيا او داسې نور.
۶- د اړتياوو تر منځ سيالي(competition among wants): د انسان غوښتنې نامحدودې دي، خو له انسان سره د غوښتنو د پوره کېدو لپاره وسايل لږ دي د انسان لپاره د ټولو غوښتنو پوره کېدا ناممکنه ده، نو له دې کبله د هغوی د غوښتنو تر منځ سيالي روانه وي. کومه غوښتنه چې ډېره مهمه وي، هغه لومړۍ او نورې غوښتنې يو په بل پسې د وخت په تېرېدو سره پوره کوي.
۷- موسمي غوښتنې : (Seasonalwants):د انسان ډېری غوښتنې موسمي وي، چې د موسم له بدلېدو سره بدلېږي.
د ساري په ډول: د ګرمۍ په موسم کې يخ ته اړتيا يا د يخنۍ په موسم کې ګرمو جامو ته اړتيا.
۸- د غوښتنو په اهميت کې بدلون(Changes in importance of Wants) : د انسان غوښتنې د تل لپاره يو ډول نه وي، د وخت په تيرېدو سره په کې تغير راځي. که په يو وخت کې يو شی انسان ته ډېر اهميت ولري، خو د وخت په تېرېدو سره د هغه شي په اهميت کې د انسان لپاره تغير راځي.
د ساری په ډول: د ناروغۍ په وخت کې د ښه غذا خوړل اړین وي، مګر کله چې انسان رغېږي، نو بيا ورته نسبت د ناروغۍ په وخت کې د ډېر ښه خوراک خوړل اړين نه وي .
۹- د پوهې له کبله د غوښتنو ډېروالی: د پوهې په ډېروالي سره د انسان په غوښتنو کې زياتوالی راځي، زموږ ځينې غوښتنې هغه وخت را پيدا کېږي، کله چې موږ د يو توکي په اړه پوهه ترلاسه کړو او په دې پوه شو چې دغه توکی زموږ کومه غوښتنه پوره کولی شي. د اقتصادي پرمختګ او ساينسي نوښتونو سره د انسانانو په غوښتنو کې هم زياتوالی راځي. که د نړۍ د هېوادونو د وګړو ترمنځ غوښتنو ته پام وکړو، نو ګورو چې کوم هېوادونه چې پرمختللي دي، د هغوی غوښتنې هم ډېرې دي، په نړۍ کې د ټلېفون ، موبايل، کمپيوټر او نورو وسايلو په رامنځته کېدو سره د انسانانو په غوښتنو کې نور ډېروالی هم راغی.
موخه End:(Goal)ټولې هغه غوښتنې او اړتياوې چې انسان يې پوره کول غواړي، موخې ګڼل کېږي. که يو انسان خوراک، لباس او د اوسېدو د ځای اړتياوې پوره کوي، نو دا ټولې د دې انسان موخې دي. د بېلا بېلو موخو د لاسته راوړلو لپاره بېلا بېل وسايل په کار اچول کېږي، هر څومره چې يوه موخه لويه وي، په هماغه اندازه يې د لاسته راوړلو لپاره له لويو وسايلو کار اخيستل کېږي. د انسان په ژوند کې موخې توپير لري، خو په ټوله یيز ډول په نړۍ کې يو انسان دوه ډوله موخې لري:
۱:اقتصادي موخې(Economic goals)
۲: غيرې اقتصادي موخې(Non-economic goals)
۱:اقتصادي موخې(Economic goals) : هغو موخو ته ويل کېږي چې انسان يې د شتمنۍ د لګښت په وسيله تر لاسه کوي، د ساري په ډول: خوراک، لباس او نور.
۲: غيرې اقتصادي موخې(Non-Economic goals): هغو موخو ته ويل کېږي، چې د شتمنۍ له لګښت څخه پرته ترلاسه کېږي. د ساري په ډول: د هوا تنفس، باران اوبه او داسې نور. خو دا چې د اقتصاد د علم د مطالعې موخه تر ډېره اقتصادي موخې جوړوي نو په دې ډول د غیرې اقتصادي موخو له مطالعې څخه تیریږو.
اقتصادي موخې لاندې ځانګړتياوې لري
۱-نامحدودې(Unlimited): اقتصادي موخې نامحدودې دي، کله چې يوه پوره شي بله رامنځته کېږي او همداسې دوام لري.
۲- د موخو په اهميت کې توپير: د انسانانو موخې يو له بل سره توپير لري، د انسانانو ځينې موخې ډېرې مهمې دي او ځينې نورې يې لږې مهمې وي چې انسان لومړی ډېره مهمه موخه پوره کوي، په دويم قدم کې هغه موخې پوره کوي چې لږ اهميت ولري.
د ساري په توګه: که له يو شخص سره سل افغانۍ وي او نوموړی دوه موخې ولري: چکر وهل او د ډوډۍ خوړل، دې انسان ته لومړۍ اړینه موخه د ډوډۍ خوړل دي او دويمه موخه يې چکر وهل دي.
۳- د موخو په اهميت کې بدلون: د وخت په تېرېدو سره د انسان په ځينو موخو کې بدلون رامنځته کېږي، ځکه په يو وخت کې يوه موخه ډېر مهمه وي، خو لږ وخت وروسته بيا د موخې په اهميت کې توپير رامنځته کېږي.
د ساري په توګه: د ژمي په موسم کې تودو جامو ته ډېره اړتيا وي، خو کله چې موسم بدل شي نو بیا ورته ومره اړتيا نه لیدل کېږي.
۴- د موخو په پوره کېدو کې توپير: د انسان ځينې داسې موخې وي چې هغه بايد ډېر ژر پوره شي انسان ورته ډېر انتظار نه شو کولی.
د ساري په توګه: د ډوډۍ خوړل ،اوبه څښل، خو ځينې داسې موخې دي چې ډېر وخت ته اړتيا لري. لکه: ډاکتر کېدل،انجنير کېدل او نور.
۵- موخې د وسيلې په توګه: ځينې وخت يوه موخه د بلې موخې د ترلاسه کولو لپاره وسيله ګرځي.
د ساري په توګه: يو انسان غواړي پوهه ترلاسه کړي چې دا يې لومړۍ موخه وي، خو کله چې عالم شي، بيا له خپل علم څخه ګټه اخلي او پيسې لاسته راوړي چې علم د پيسو د لاسته راوړلو موخه ګرځي.
توکي Goods: ټول هغه شيان چې د انسان د غوښتنو د پوره کېدو قابليت ولري، توکي بلل کېږي. لکه هوا، ډوډۍ او کتاب، دا ټول د انسان اړتياوې پوره کوي او توکي بلل کېږي. انسان چې کوم توکي د خپلو غوښتنو د پوره کېدو لپاره کاروي، ځينې يې په وړيا توګه ترلاسه کوي او ځينې داسې توکي دي چې د شتمنۍ او يا د کار په وسيله تر لاسه کېږي، نو ځکه موږ توکي په دوه برخو وېشلي دي:
۱- غيرې اقتصادي توکي (Non-economic goods): غيرې اقتصادي توکي هغه توکو ته ويل کېږي چې انسان يې په وړيا توګه تر لاسه کوي، داسې توکي انسان نه شي پيدا کولی.
د ساري په ډول : باران، د لمر رڼا او نور. موږ په اقتصاد کې له دا ډول توکو سره سرو کار نه لرو، ځکه چې موږ يې په وړيا توګه تر لاسه کوو. غيرې اقتصادي توکي لاندې ځانګړتياوې لري:
الف-افاده(Utility): په غيرې اقتصادي توکو کې افاديت شتون لري او د انسانانو د اړتياوو د پوره کېدو وړتيا لري.
ب- طبیعي ډالۍ(Natural Gift): غيرې اقتصادي توکي طبیعي ډالۍ ده، د انسان زحمت په کې دخيل نه دی.
د ساري په توګه: د تنفس لپاره هوا، د لمر رڼا او نور چې څښتن تعالی انسانانو ته ورکړي دي.
ت- په زیاته کچه شتون: د غيرې اقتصادي توکو درېيمه ځانګړتيا دا ده چې په زیاته کچه شتون لري، انسان چې هر څومره وغواړي کارولی يې شي، لکه: د لمر رڼا،هوا...
ج- ملکيت: غيرې اقتصادي توکي د چا ملکيت نه دی او هر څوک ترې ګټه پورته کولی شي.
د- پلورل او پيرودل غيرې اقتصادي توکي انسانان په وړيا توګه ترلاسه کوي، یانې پیر او پلور یې نه ترسره کیږي.
۲- اقتصادي توکي (Economic goods): هغه توکي چې د شتمنۍ او يا د کار په وسيله ترلاسه کېږي، اقتصادي توکي بلل کېږي.او یا هم دا چې: هر هغه شی چې د انسان د کار په پایله کې رامنځته شوي او د انسان د اړتیاو د رفع کولو وړتیا ولري توکي ګڼل کیږي. چې لاندې دوه ډولونه لري:
الف-مصرفي توکي (Consumer goods): هغه توکي چې انسان يې په مخامخ ډول کاروي او په دې کې ځینې داسې توکي هم وي، چې له لږ کارونې وروسته له منځه ځي او ځينې داسې توکي وي چې د ډېر وخت لپاره کارول کېږي، لکه: موټر، کور او نور. ټول هغه توکي چې انسانان يې د کارونې په موخه پېري، مصرفي توکي بلل کېږي. مصرفي توکي د انسانانو اړتياوې پوره کوي او د نورو توکو په پيدا کېدو کې ونډه نه لري.
ب- پانګيز توکي (Capital goods): پانګيز توکي هغه توکو ته ويل کېږي چې انسان يې په مخامخ ډول نشي کارولی د نورو توکو په توليد او يا د عايدو په تر لاسه کولو کې کارول کېږي. په مطلق ډول موږ نه شو ويلی چې يو توکی تل مصرفي او يا پانګيز وي، ځکه ځيني توکي دواړه کيدای شي لکه يو شخص يو کور د استوګنې لپاره جوړوي چې مصرفي شو، خو بل شخص کور د کرايې لپاره جوړوي، د ده لپاره پانګيز توکي دي. په پانګيز توکو کې لاندې درې ډوله توکي شامل وي:
۱- اومه مواد (Raw Material): اومه مواد هغه موادو ته ويل کېږي چې په کمپنيو کې د توکو د توليد لپاره کارول کېږي لکه لرګي،غنم، وړۍ او نور.
۲- نيم کاره مواد(Unfinished goods): هغه موادو ته ويل کېږي چې تر کار لاندې وي.
۳- بشپړ توکي (Final goods): بشپړ توکي هغه توکو ته ويل کېږي چې په هر لحاظ تيار وي او د نورو توکو د کارونې لپاره ترې کار اخيستل کېږي لکه ماشين الات، کور ،موټر ....
مصرفي او پانګيز توکي يو له بل سره اړيکه لري، کله چې د مصرفي توکو تقاضا ډېره شي ورسره پانګيز توکو ته هم تقاضا ډېريږي، کله چې دواړو ته تقاضا لوړېږي ورسره په هېواد کې کار پيدا کېږي او هېواد ورسره د اقتصادي پرمختګ پر لور حرکت کوي .
د يادونې وړ ده چې د مصرفي او پانګيزو توکو وېش پرېکنده نه دی، ځکه کله يو توکی مصرفي وي، خو کله بيا پانګيز شي.
د اقتصادي توکو ځانګړتياوې: اقتصادي توکي لاندې ځانګړتياوې لري:
۱-افاديت: د يو توکي هغه قابليت چې د انسان د يوې غوښتنې د پوره کېدو وسيله ګرځي افاديت ګڼل کېږي. لکه اوبه د تندې ماتولو لپاره،ډوډۍ د لوږې د لرې کولو، قلم د ليکلو وړتیا لري.اقتصادي توکي افاديت لري او که افاديت ونه لري بيايې څوک نه اخلي.
۲- کم پيدا(Limited): له کم پيدا څخه موخه دا نه وي چې توکي کم وي، ليکن د اړتيا په نسبت کم وي، لکه افغانستان هر کال څو مليونه ټنه غنم توليدوي، خو بيا هم کم وي ځکه افغانان نسبت هاغه غنمو ته چې توليدوي يې ډېرو ته اړتيا لري.
۳- د لېږد وړ(Trasportability): په اقتصادي توکو کې د لېږد ځانګړتيا هم شامله ده له لېږد څخه موخه د يو توکي لېږد له يوه ځايه بل ځای ته يا له يو شخص څخه بل شخص ته دی.
۴- طبیعي ډالۍ نه وي: اقتصادي توکي په طبیعي ډول شتون نه لري بلکې د انسان د زیار په پایله کې تولید شوي وي لکه: موټر، کور.
۵- ملکيت(Onwership): اقتصادي توکي د ملکيت ځانګړتيا لري، يانې په چا پورې تړلي وي، نو له دې کبله يې پير او پلور تر سره کېږي.
اقتصادي او غيرې اقتصادي توکي يو له بل سره توپير لري: اقتصادي توکي د طبيعت ډالۍ نه ده، خو غيرې اقتصادي توکي د طبيعت ډالۍ ده، اقتصادي توکي لږ پيدا دي، غيرې اقتصادی توکي ډېر وي، اقتصادي توکي ملکيت لري او غير اقتصادي له الله (ج) پرته بل مالک نه لري.
وسايل (Means): هر هغه توکی يا چوپړ چې د انسان غوښتنه يا موخه پوره کړي، وسيله ګڼل کېږي.
د ساري په ډول: د کور جوړولو لپاره سميټو، شګې او انجنير ته اړتيا ده چې دا ټول وسايل ګڼل کېږي او يا کله چې رخت تولیدیږي اومه مواد، ماشين الاتو او کارګرانو ته اړتيا ده چې دا ټول د رخت د تولید وسايل دي، د وسايلو ځانګړتياوې په لاندې ډول دي:
۱-محدود(Limited): د انسان غوښتنې او اړتياوې بې شمېره دي، خو له انسان سره وسايل محدود دي، تر څو خپلې اړتياوې او غوښتنې پرې پوره کړي. کله چې د انسانانو د غوښتنو د پوره کېدو لپاره وسايل کم وي، نو اقتصاد پوهان وسايل محدود نيسي، ځکه د غوښتنو د پوره کېدو وسايل او چوپړتياوې کمې نه دي، بلکې د ټولو انسانانو په پرتله کمې دي. ځکه په نړۍ کې غنم په ملياردونو ټنه توليدېږي، خو چې د انسانانو اړتياوې نه شي پوره کولای، بيا هم موږ وايو چې د غنمو توليد محدود دی، د وسايلو د کمښت په وجه انسانان خپلې اړتياوې ټاکي او فکر پرې کوي چې کومې لومړۍ او کومې په دويم قدم کې پوره کړي.
۲- د بدیل کارول: د وسايلو دويم ښه والی د هغو متبادل کارول دي، يانې یوه وسیله د څو موخو لپاره کارول کېږي.
د ساري په توګه: له اباسین خان سره سل افغانۍ دي، هر ډول چې وغواړې کارولی یې شې. کتاب پرې اخيستلی شې، چکر پرې وهلی شې او داسې نور... همداسې تاسو د ځمکې په يوه ټوټه جوار، غنم، شولې يا نور څه چې وغواړئ کرلی شئ، دا خبره د يادونې وړ ده چې يوه وسيله په يو وخت کې د يوې موخې د ترلاسه کولو لپاره کارول کېږي.
عاید(Income) : په ټوله یيز ډول عاید هغه څه ته ویل کېږي چې انسان يې ترلاسه کوي خو په اقتصاد کې عاید هغه څه ته ويل کېږي چې د کار په بدله کې تر لاسه کېږي. لکه: د مزدور مزدوري او يا د مامور تنخوا. په عايد کې لاندې ټکي شامل دي:
الف- د کار بدله: عايد بايد د کار په بدله کې لاسته راغلی وي.
ب: ټاکلی وخت: په عايد کې وخت ځانګړیوي، لکه: کلنی، مياشتنی او داسې نور... که له عايد سره وخت ذکر نه شي، بيا هېڅ مانا نه لري.
ج: ناقانونه لاسته راوړنې: په ناقانونه لارو لاسته راغلې بدله په عايد کې نه راځي. لکه: د غلا پيسې، رشوت او داسې نور.
د: خيرات: خوار او غريبو ته د خيرات ورکول، د هغوی په عايد کې نه راځي.
عايد لاندنۍ دوه بڼې لري:
۱-شخصي عايد(Personal income) : شخصي عايد هغه عايد ته ويل کېږي چې يو شخص يې په يو ځانګړي وخت کې ترلاسه کوي، لکه: د مامور مياشتنۍ تنخوا.
۲- ملي عوايد(National income) : د يو کال په جريان کې په يو هېواد کې د وروستیوتوکو او چوپړتياوو څخه لاسته راغلي مقدار ته ملي عايد ويل کېږي چې د پیسو په مرسته ښودل کیږي او یا د یو کال په اوږدو کې په اقتصاد کې د تولید شوو وروستیو توکو او چوپړتیاو پولي ارزښت ته ملي عاید ویل کیږي .
پروفيسور (اورنګ فشر) ملي عايد داسې تعريف کړی: په يو هېواد کې د يو کال په اوږدو کې د توکو او چوپړتياوو څخه لاسته راغلې ټولګې ته ملي عايد ويل کېږي، چې د هېواد وګړي يې لاسته راوړي.
د عايد ډولونه: عايد درې ډولونه لري:
۱-ناخالص عايد(Gross income): ناخالص عايد هغه عايد ته ويل کېږي چې يو شخص او يا کومې کاروباري ادارې تر لاسه کړي وي، چې په دې کې يې ګټه او لګښت دواړه دخيل وي.
د ساري په توګه: کله چې يو مېز په پنځه زره پنځوس افغانۍ پلورل کېږي، نو دغه پنځه زره افغانۍ ناخالص عايد دی دا ځکه چې: په دغه مبلغ کې د نجار د زخمت اجوره، د رنګ مصرف او نور ټول شامل دي.
۲-خالص عايد(Net income): کله چې له ناخالص عايد څخه لګښت لرې شي، دې ته خالص عايد ويل کېږي.
د ساري په توګه: که یو ميز په پنځه زره افغانۍ تمام شوی وي او ته يې په پنځه زره او پنځه سوه پنځوس پلورې نو پنځه سوه افغانۍ ستا خالص عايد دی.
یعنې: خالص عايد = ناخالص عايد - لګښتونه
۳-خالص ملي عايد(Net national income): کله چې له ملي عايد لګښتونه لرې کړې، خالص ملي عايد لاسته راځي.
د عوایدو اهميت: د يو هېواد لپاره عوايد لاندې ګټې رسوي:
۱-د ژوند کچه د يو هېواد د وګړو د ژوند کچه سړي سر عايد پورې تړاو لري. (که په هېواد کې ټول عوايد په نفوسو ووېشو نو سړي سر عايد په لاس راځي).کله چې د يو هېواد د وګړو سړي سر عايد لوړ وي، نو د هغه هېواد د وګړو د ژوند کچه هم لوړه وي.
۲-اقتصادي پرمختګ: د يو هېواد اقتصادي پرمختګ په عوايدو پورې تړلی دی، د عوايدو په ډېر والي سره د سپما سلنه ډېرېږي، په هېواد کې پانګونه ډېرېږي، په هېواد کې نوې کمپنۍ رامنځته کېږي، توليدات ډېرېږي او هېواد ورسره د اقتصادي پرمختګ په لور ځي.
سپما (Saving): د عايد هغه برخه چې له ورځنيو لګښتونه باقي پاتې کېږي، سپما ګڼل کېږي.
د ساري په توګه: که د يو مامور د مياشتې لس زره افغانۍ تنخوا ولري خو دی په مياشت کې اته زره افغانۍ مصرفوي، دوه زره افغانۍ ورسره باقي پاتې کېږي، چې دې دوه زره افغانیو ته سپما وايي. د سپما عناصر په لاندې ډول دي:
د سپما ځواک(Power to save): د سپما ځواک څخه موخه د سپما د کولو همت او حوصله ده. د سپما ځواک عايد پورې تړاو لري،که په يو هېواد کې د خلکو عوايد ډېر وي، نو د هغوی د سپما ځواک هم لوړ وي او که د خلکو عوايد کم او دوی يوازې خپلې اړتياوې پرې پوره کوي، نو بيا يې د سپما ځواک کم وي، همدارنګه د سپما له ماليې سره هم تړاو لري، ځکه که په هېواد کې د ماليې اندازه لوړه وي، نو د خلکو د سپما ځواک هم ټيټ وي او که ماليه کمه وي، د خلکو د سپما ځواک هم لوړ وي، که د يو شخص عوايد له لګښونو څخه ډېر وي، نو د دې شخص د سپما ځواک لوړ وي او برعکس که عوايد يې کم وي، نو بيا سپما نه شي کولای، که يو هېواد ښه بانکي سيستم ولري، نو د هېواد د وګړو د عوايدو يوه برخه بانک ته ورکول کېږي، بانک دغه پيسې په صنعت او کرنې لګوي، ورسره د خلکو عوايد لوړيږي، سپما هم ډېريږي، همدارنګه که کوم هېواد ډېر کانونه ولري، هلته هم د خلکو د سپما ځواک لوړ وي.
د سپما اراده(Willing to save): د سپما له ارادې څخه موخه د سپما کولو هڅه او غوښتنه ده، خلک ددې لپاره چې په راتلونکي کې له ځينو افتونو سره مقابله وکړي، د سپما اراده کوي، د خپلو ماشومانو د روزنې په موخه د سپما اراده کوي، که په کوم هېواد کې د ماليې کچه ټيټه وي، هلته د سپما اراده ډېره وي، که په هېواد کې کرنيزې، صنعتي او سوداګريزې برخې پرمختګ کوي، خلک د ګټې د تر لاسه کولو په موخه د سپما اراده کوي، ځيني خلک د سپما عادت لري او تل د سپما اراده کوي، کاروباري خلک د ګټې ترلاسه کولو په موخه سپما کوي، کله چې د ګټې ښه فرصت راشي بيا يې لګوي، که په هېواد کې امن او سياسي استحکام شتون ولري خلک د سپما اراده کوي.
د سپما اقتصادي اهميت: د يو هېواد اقتصادي پرمختګ په پانګونې پورې تړاو لري او پانګونه تر ډېره بريده په سپما پورې تړلې ده که په هېواد کې د سپما سلنه لوړه وي نو هېواد له اقتصادي پلوه پياوړی وي او که د سپما سلنه کمه وي، هېواد له اقتصادي پلوه کمزوری وي، د خلکو د ژوند کچه ټيټه وي، نو که څوک غواړي چې پرمختګ وکړي، بايد د سپما اندازه لوړه کړي.
د سپما د زياتوالي لپاره بايد لاندې کارونه تر سره شي:
د ماليې په اندازه کې بايد کمښت راشي
په هېواد کې د امن راوستل
په هېواد کې سياسي ثبات
د وګړو د عوايدو د ډېر والي لپاره کړنې ترسره کول
په هېواد کې د مالي ادارو جوړول او پرمختګ ورکول
په هېواد کې د پانګونې ډېرښت
د خلکو د ژوند د کچې لوړوالی
متغيرات (Varibales): له یو متغیر څخه موخه یو داسې مقدار دی چې ارزښت يې ثابت نه وي بلکې بدلیږي، یانې کله ډېريږي او کله کمېږي، نو ځکه د متغیر مقدار په عددي بڼه نه بلکې د سمبول په بڼه لیکل کېږي. پروفیسور (کوروس) متغیر په دې ډول راپېژني: متغیر څخه موخه یو داسې علامه ده چې د يو بحث په دوران کې بېلابېل ارزښت یا د وېش د وړ ارزښتونو سیټ غوره کړي. په اقتصاد کې موږ د داسې مقدارونو یادونه کوو چې کمېږي او یا هم ډېرېږي.
د ساري په توګه: د یو توکي بیه، عرضه، تقاضا او یا د یو هېواد د سپما او پانګونې مقدار، او ددې برعکس یو داسې مقدار چې د بحث په دوران کې ثابت وي، هغه ته ثابت ویل کېږي. ریاضي پوهان ډېری وخت متغیرات د انګلیسي ژبې دAlphabet A,B,C… په وروستيو تورو سره ښيي. (لکه: X,Y,Z) او ثابت بیا په لومړنيو تورو سره ښيي. (لکه: a,b,c)، خو اقتصاد پوهان بیا داسې نه کوي، بلکې د متغیر لفظ لومړی توری لیکي. لکه: د لګښت (Consumption) لپاره (C) کاروي. په همدې ډول د سپما (Saving) لپاره (S) او داسې نور، په همدې ترتیب مخ ته ځي او کله چې د یو متغیر عددي قیمت ترلاسه شي، نو هغه ته د متغیر ارزښت ویل کېږي.
د ساري په توګه: د بورې قیمت (P) شل افغانۍ شي او یو میاشتنۍ تقاضا پنځوس کیلو شي (P) یو متغیر مقدار دی چې ارزښت يې شل افغانۍ دی. په همدې ډول تقاضا هم یو متغیر دی، ځکه د قیمت په تغیر سره تغیر خوري.
د ارزښت پولې (Range of values): که د بورې قیمت د (۲۰) او (۲۵) افغانیو تر منځ لوړېږي او یا هم ټيټېږي، نو لومړي قیمت ته ټيت او دویم ته لوړ حد وايي او د دواړو تر منځ چې کوم قیمتونه اخلي دې ته د ارزښت پولې وايي.
متغیرات په دوه ډوله دي:
۱-جریان لرونکی متغیر(Continous variable): هغه متغیر چې په خپل حد کې هر قیمت اخلي، دې ډول متغیر ته جریان لرونکی متغیر وايي.
د ساري په توګه: د بورې د قیمت حدود (۲۰) او (۲۵) وي، نو د دې دوو عددونو ترمنځ چې بوره هر قیمت اخلي، دې ډول تغير ته جریان لرونکی متغیر وايي.
۲- بې جریانه متغیر(Dis contious variable):هغه متغیر چې بېلا بېل قیمتونه اخلي، یانې د ارزښت او مقدرا په لحاظ بدلېږي را بدلېږي.
د ساري په توګه: که د یو من غنمو قیمت (۳۲۰) وي، یو ځل (۳۶۰) ته لوړ شي.
خپلواک او بلواک متغیرات(Dependent and independent variables): که د یو ځانګړي بحث په اوږدو کې د یو متغیر ارزښت فرض کړای شي، نو خپلواک متغیر ورته وايي او که په ارزښت کې تغیر راشي او ددې تغیر په وسیله بل متغیرکې تغیر راشي، نو هغه ته بلواک متغیر ویل کېږي.
د ساري په توګه: کله چې د یو توکي قیمت تغیر وخوري، ورسره تقاضا هم تغیر خوري، چې دلته قیمت خپلواک متغیر او تقاضا بلواک متغیر دی.
تابع (Function): د ریاضیاتو شننه تل په بدلېدونکو مقدارونو پورې اړه لري او ددې متغیراتو تر منځ څه اړیکه ده، خو په حقیقت کې ریاضي هم د همدې اړیکو نوم دی. د دې اړیکې د څرګندولو یا په علامتي ډول ښودلو ته تابع وايي.
د ساري په توګه: د یو توکي تقاضا په قیمت پورې اړه لري، که قیمت لوړ شي تقاضا کميږي او که قیمت ټیټ شي، نو تقاضا لوړېږي. د قیمت او تقاضا تابع په لاندې ډول لیکلی شو:
D = F(P)
چې په پورتنۍ مساوات کې: D د تقاضا مقدار، F تابع او P هم د توکو او چوپړتیاو له قېمت څخه استازیتوب کوي، او دا واضح کوي چې توکو او چوپړتیاو ته تقاضا د هغوی د قېمت تابع دی.
تعادل (Equation) : تعادل یا مساوات هغه الجبري فقره ده چې د یو متغیر اړیکه له یو بل متغیر سره څرګندوي، يا د دوه خواو برابر والی څرګندوي. یو تعادل یا مساوات معمولاً په شفري علایمو ښودل کيږي وي، ځینې نښانې متغیرات څرګندوي او ځینې ثابت عددونه،
د ساري په توګه :
(Q = a + b(X) چې په دې مساوات کې (Q) او (X) متغیرات دي (a) او (b) ثابت عدونه دي. له (X) سره چې (b) دی، دې ته د (X) ضریب وايي.
د ساري په توګه: که فرض کړو چې د 100 جوړو بوټونو ثابت لګښت 5000 افغانی وي او د هر جوړ بوټ متغیر لګښت 800 افغانی وي نو ټولیز لګښت عبارت دی له:
Q= a+b(x)
Q=5000+800(100) = 85000 AFs
دا په دې مانا چې: دلته د بوټونو ثابت لګښت خپلواک دی، د هر بوټ متغیر لګښت هم خپلواک دی او یوازې د بوټونو شمیر بلواک دی نو د تولید لګښت د بوټونو په شمیر پورې تړلی دی که د بوټونو تولید زیاتیږی نو ټولیز لګښت یې هم زیاتیږي او برعکس کمیږي.
سمبول (Symbol): لکه څرنګه چې مو وړاندې ذکر کړه، د یو مساوات یا تعادل دوه خواوې لري، چې په خپل منځ کې سره برابر وي چې ددې ښودلو لپاره دوه وړې کرښې (=) چې د مساوات نښه ده لیکل کېږي. د پوره اصطلاح د لیکلو پر ځای د یو شي لنډ لیکلو ته سمبول یا نښه وايي. لکه(price=p) (Export=X) او داسې نور.
د اقتصاد تعريف (Definition of economics):
کله چې انسان نړۍ ته سترګې غړولي، ورسره غوښتنې هم رامنځته شوې دي چې دغه غوښتنې په لومړي وخت کې ډېرې ساده وې. د ژوند په لومړيو وختونو کې د انسانانو ژوند په ځان بسيا وو، خلکو د ښکار له لارې خپلې اړتياوې پوره کولې،خو د وخت په تېرېدو سره د انسان په غوښتنو کې توپير راغی، انسان په دې لټه کې شو څو د ځان لپاره اسانتياوې برابرې کړي،هماغه وو چې د اقتصادعلم رامنځته کېدو ته اړتيا پېښه شوه.تقريباً د ټولو علومو په هکله که څېړنه وکړو، نو ريښه يې يونان ته رسېږي، ځکه يونان دنړۍ پر مخ لومړى ځاى و چې هلته انسانانو د طبيعت له مخ څخه پړونی پورته کړ. د انسان د پيدايښت او څرنګوالي په هکله خلکو نظريات وړاندې کړل، په ځمکه کې يې د روحانيت او ماديت اصول تر غور لاندې ونيول.د (اکونومي) کلمې جوړښت هم د يوناني کلمې ايکونومس څخه اخيستل شوې چې مانا ېې د کورنۍ اداره يا د کور تنظيم او تدبير دى.(ګزنفون) چې د سقراط شاګرد و څلورسوه څلور څلويښت (۴۴۴)کاله تر میلاد وړاندېد اکونوميکس (د کور تدبير) په نوم کتاب وليکه. (ګزنفون) نوموړی د خپل عصر لوی تاريخ ليکونکی او په يونان کې د سردارانو له ډلې څخه و، د (ګزنفون) په کتاب کې د کورني اقتصاد، تدبير، په طبيعي زېرمو د دولت کنټرول او په خصوصي ملکيت باندې څېړنه شوې ده، هغه د خپلو اقتصادي نظرياتو اساس کرنه ګرځولې اوکرنه ېې د اقتصادي شتمنۍ د زیاتوالي لامل ګاڼه چې د دولت او عامو خلکو څخه يې هيله لرله څو کرنې ته ډېر پام وکړي همدارنګه (ګزنفون) له دولت څخه وغوښتل چې دولت بايد د خلکو بېړۍ چلونې او لېږد رالېږد ته پاملرنه وکړي، نوموړي دغه هنر هم د شتمنۍ د ډېروالي عامل ګاڼه، له بلې خوا (ګزنفون) د پيسو په هکله ويل چې دولت بايد دسپينوزرو کانونه په کار واچوي او سپين زر راوباسي، چې داقتصاد له نظره د اهميت وړ دي، د (ګزنفون) دا غوښتنه ددې لپاره وه چې د سپينو زرو سکې او پيسې ډېرې شي، دولت بايد طبيعي زيرمې په خپل واک کې راولي او د خصوصي سکتور له لاسه يې وباسياو د لومړي ځل لپاره يې د ونډيزو شرکتونو نظريه هم ورکړه، نوموړي عقيده لرله چې ښارونهبايد لوى او غټ وي او ډېر خلک يو ځاى سره ژوند وکړي،څو د کار وېش چې د اقتصادي کړنو د پرمختګ لپاره لوى عامل بلل کېږي، منځ ته راشي ځکه هر څومره چې ښار لوى وي اړتياوې هم ډېرېږي او د کار وېش د اړتياوو پر اساس په خپله منځ ته راځي، (ګزنفون) د ماليې دورکړې او ازادې سوداګرۍ پلوی و او شتمنييې داسې راپېژنيشتمني د اموالو ډېروالی نسبت اړتياوو ته، يانې هر څه چې له اړتياو ډېر شي هغه شتمني ده.
اکنامکس (Economics)د پولټيکل اکانومي((Political Economy مخفف دی چې د درېو يوناني الفاظو (Polis) ،(Oika) او (Nama) ټولګه ده چې (Polis) مانا ښار ،رياست او يا منظمه ډله، د Oika)) مانا کوروالا او (Nama) قانون مانا لري، دا په دې مانا چې يو کوروالا څنګه توليدي چوپړتياوې ترسره کړي؟ عوايد په لاس راوړي او په مقابل کې توکي او چوپړتياوې وپېري، تر څو خپلې اړتياوې پرې پوره کړي چې له دې وروسته پولټيکل اکانومي د هېواد د اقتصادي کړنو لپار وکارول شوه او موخه يې له هغو قوانينو او اصولو څخه وه چې يو هېواد يې نافذوي. پخوانيو اقتصاد پوهانو داسې فکر کاوه چې:
څرنګه چې يوه کورنۍ د اړتياو پر بنسټ خپل عوايد او لګښت تنظيموي، همدارنګه کټ مټ د يو هېواد حکومت هم د هېواد دننه د عوايدو او لګښتونو حساب کتاب کوي، چې همدې حساب کتاب ته يې (پوليټکل اکانومي) ويله. خو د وخت په تېرېدو سره دغه لفظ په اکانومي او بيا په اکنامکس واوښت. د يو علم د تعريف اړتيا هغه وخت پېښېږي، کله چې هغه علم د پرمختګ په حال کې وي، د يو علم د تعريف څخه جوتېږي چې د کومو موضوعاتو په اړه بحث کوي، د علم د مطالعې دايره رامالوي. د اقتصاد علم په اړه بېلا بېل تعریفونه وړاندې شوي او هر پوه دا علم له خپل نظره تعريف کړی. (ايدم سمیټ، مالتس، ريکاردو او جي ايس مل) اقتصاد د شتمنۍ علم بللی. (الفرډمارشل، پيګو او کلاک) اقتصاد د خير ښېګڼې علم بولي. د اقتصاد علم هر پوه له خپل نظره تعريف کړی، چې موږ يې په درې لاندنیو برخو وېشو:
۱- اقتصاد د شتمنۍ علم دی
(Economics is science of wealth)
- ادم سمیټ: په پخوانيو زمانو کې اقتصاد پوهانو اقتصاد د شتمنۍ علم باله، له (ګزنفون) څخه وروسته اسکاټلينډي عالم ادم سمټ د اقتصاد د علم په اړه يو کتاب د ملتونو شتمنۍ(Weath of Nation) په نامه وليکه، د دغه کتاب له کبله ډېری پوهان ادم سمټ د اقتصاد پلار ګڼي، په دې کتاب کې د هېوادونو په وسايلو او نوعيت بحث شوی. دغه کتاب په لاندې څلورو برخو وېشل شوی دی:
۲- د شتمنۍ پيدا کول: په دې برخه کې دا څېړل شوي چې توکي او چوپړتياوې په کومو اصولو پيدا کېږي.
۳- شتمنۍ تبادله: په دې برخه کې د توکو او چوپړتياوو د تبادلې اصول بيان شوي.
۴- د شتمنۍ وېش: په دې برخه کې دا ښودل شوي چې پيدا شوي توکي او چوپړتياوې د پيدا کوونکو ترمنځ څنګه ووېشل شي.
له دې کتاب څخه جوتېږي چې ادم سمټ اقتصاد د شتمنۍ علم باله او ويل يې چې اقتصاد هغه علم دی چې انسان څنګه شتمنۍ لاسته راوړي او څنګه يې ولګوي.
- اين ډبليو سينير: د ادم سمټ د کتاب څخه پنځوس کاله وروسته يو بل انګليس عالم اين ډبليو سينير د ادم سمټ نظر تائيد او اقتصاد يې داسې تعريف کړ: اقتصاد يو داسې علم دی چې د شتمنۍ نوعيت، شتمنۍ لاسته راوړل او د شتمنۍ له وېش څخه بحث کوي.
- جي ايس مل: د نوولسمې زيږديزې پېړۍ مشهور عالم او فيلسوف (جي .ايس.مل) اقتصاد ته داسې تعريف وړاندې کړی: اقتصاد د شتمنۍ نوعيت او د هغو د ټولو قوانينو مطالعې علم دی چې د شتمنۍ په پيدا کېدو او د شتمنۍ په وېش اغېزه لري.
- فرانس واکر: امريکايي اقتصاد پوه فرانس واکر (۱۸۸۳)زېږديز کال کې اقتصاد داسې تعريف کړ: اقتصاد يو داسې علم دی چې له شتمنۍ سره اړيکه لري.
- پروفيسور ايلي: (پروفيسور ايلي) هم په اقتصاد پوهانو کې راځي او د اقتصاد د علم په اړه وايي: اقتصاد هغه علم ته ويل کېږي چې هغه اصول او ضوابط تر غور لاندې نيسي کوم چې د شتمنۍ د لاسته راوړلو او د هغې د لېږد له کړنو سره سروکار لري.
- چيپ مين: (چيپ مين) هم د (ادم سمټ) همنظری دی او هغه هم اقتصاد د شتمنۍ علم بولي.
له پورتنيو تعريفونو څخه جوتېږي چې په لومړيو وختوکې داقتصاد د علم پوهانو اقتصاد د شتمنۍ علم ګاڼه او د انسانانو د ټولو کړنو محرک يې شتمني ګڼله.
(ادم سمیت) او د هغه پيروان (اين ډبليو سينير، جي-ايس-مل، فرانس واکر، پروفيسور ايلي، چيپ مين، مالتس او ريکارډو) ته کلاسيک اقتصاد پوهان ويل کېږي او د هغوی له خوا چې کوم تعريفونه وړاندې شوي دي، د کلاسيکو تعريفونو په نامه يادېږي.
د کلاسيکو پوهانو د تعريفونو ښه والی: (ادم سمیت) او د هغه پيروانو د اقتصاد علم د شتمنۍ علم ګڼلی او دا علم يې په ډېرو ساده الفاظو سره تعريف کړی دی. له بلې خوا له دې حقيقت څخه هېڅ څوک سترګې نه شي پټولای چې د هېواد د وګړو د ټولو اقتصادي کړنو محور د شتمنۍ لاسته راوړل دي، نو ځکه کلاسيکو اقتصاد پوهانو د اقتصاد علم د شتمنۍ علم ګڼلی او د انسانانو د اقتصادي کړنو اصلي انځورګري يې کړې ده، ځکه چې انسان تل خپلې اقتصادي کړنې د شتمنۍ د لاسته راوړلو لپاره کاروي، د دوی د تعريف له مخې د شتمنۍ ټول اړخونه د شتمنۍ لاسته راوړل، د شتمنۍ تبادله، د شتمنۍ وېش او د شتمنۍ لګښت، د اقتصاد علم تر څېړنې لاندې نيسي چې ورسره د اقتصاد د علم اهميت لاپسې زياتېږي.
نيوکه: د کلاسيکو اقتصاد پوهانو په تعريف يو شمېر برطانيوي پوهانو چې (رسکن او کارلايل) يې د يادونې وړ دي نيوکه کړې او هغوی ادعا لري چې ادم سمټ او د هغه پيروانو د اقتصاد علم بدنام کړی ځکه هغوی اقتصاد يوازې د شتمنۍ علم ګڼلی چې له دې کبله خلک بې لارې، پيسه پاله او ځان پاله کېږي. هغوی د اقتصاد د علم يادول او ښودل د وخت ضايعه بللې او دا علم يې دومره له کرکې ډک کړی چې يوازې د خوړلو علم يې ګڼلی او دا يې يو شيطاني علم بللی دی.
د نيوکې ځواب: د هغې زمانې د پوهانو رسکن او کارلايل په دې تعريفونو نيوکه ناسم پوهنه وه، ځکه د دې پوهانو په نظر له شتمنۍ څخه موخه پيسې، سره او سپين زر، ځمکه او نور دي، نو ځکه دوی د اقتصاد علم د ډوډۍ علم ګاڼه او انسان يې شتمني پاله او ځان پاله ګڼلی. که د (ادم سمیت) او د هغه د پيروانو تعريف ته نظر واچوو، ډېر د نيوکې وړ نه دی، نو ځکه ډېرې ستونزې د شتمنۍ په اړه د ناسمې پوهې له کبله رامنځته شوي. لېکن (ادم سمیت) او د هغه د پيروانو له شتمنۍ څخه موخه له کم پیدا توکو څخه عبارت دي چې انسانان يې د خپلو غوښتنو د پوره کيدا لپاره کاروي. مګر يوه خبره د يادونې وړ ده چې شتمني د غوښتنو د لاسته رفع کولو لپاره يوه وسيله ده، شتمني په خپله موخه نه ده. د اقتصاد د علم موضوع د انسان ژوند دی، د شتمنۍ مطالعه تر هغه وخته موږ کوو، تر کومه چې د انسان په ژوند اغېز لري. د اقتصاد د علم زده کوونکی د اقتصاد علم داسې مطالعه کوي، لکه: څرنګه چې يو روغتياپال ناروغي مطالعه کوي، کله چې ډاکتر ناروغي مطالعه کوي، ددې خبرې مانا دا نه ده چې ډاکتر له ناروغۍ سره مينه لري، مګر هغه ددې لپاره ناروغي مطالعه کوي، تر څو د انسان ژوند وژغوري، په همدې ډول کله چې موږ وايو اقتصاد د شتمنۍ علم دی، نو دا په دې مانا نه ده چې اقتصاد انسان شتمنۍ پالنې ته دعوتوي، بلکې د دې لپاره چې شتمني له غلط او نامساوي وېش څخه وساتي، شتمني په خپله ښه او بده نه ده، بلکې د هغې کارول په انسان پورې اړه لري. که په ښه کارونو کې يې لګوي رحمت او که په بدو کارونو کې يې لګوي، د عذاب لامل ګرځي، نو له دې کبله دا ډول نيوکې بې بنسټه دي.
۲- اقتصاد د مادي هوساينې علم دی
(Economics is a science of material welfare)
1-ډاکتر الفرد مارشال: (ادم سميت) او د هغه پيروانو چې کوم تعريف د اقتصاد د علم لپاره تر وړاندې کړی دی، له يوه اړخه محدود او لار ورکی و، ځکه هغوی شتمنۍ ته مرکزي بڼه ورکړې وه، نو له دې کبله د اقتصاد علم په اړه یو داسې تعریف ته اړتیا وه چې د اقتصاد په اړه د خلکو ناسمه پوهنه لرې کړي. ددې اړتيا د لرې کولو لپاره په نولسمه ميلادي پيړۍ کې ډاکتر (الفردمارشال) په خپل کتاب (د اقتصاد د علم اصول)کې دغه ناسمه پوهنه لرې او د (کارلايل) او (رسکن) نيوکو ته يې د پای ټکی کېښود. (الفردمارشال) اقتصاد علم داسې تعريف کړ: اقتصاد يو داسې علم دی چې د انسان ورځنی ژوند تر څېړنې لاندې نيسې او ددې امر څېړنه کوي چې انسان څنګه شتمني لاسته راوړي او څنګه يې په لګښت ورسوي؟، دا علم د انسان د ځاني او ټولنيز ژوند هغه برخه تر مطالعې لاندې نيسي چې انسان خوشاله ژوند او مادي اړتياوې ترلاسه کړي، نو د اقتصاد علم له يوې خوا د شتمنۍ مطالعه، له بلې خوا تر ټولو اړین د انسان د ژوند يو اړخ مطالعه کوي. د الفرد مارشال له تعريف وروسته ټولې نيوکې له منځه لاړې الفرد مارشال د اقتصاد د علم په اړه ټولې ناسمې پوهې له منځه يوړې او د اقتصاد علم يې په ډېره ښه بڼه توضيح کړ، د ډاکتر الفرد مار شال په تعريف کې لاندې ټکي شامل دي:
۱-د شتمنۍ مطالعه: په اقتصاد کې يوازې دا نه مطالعه کېږي چې شتمنۍ څنګه لاسته راوړو؟ بلکې دا هم مطالعه کېږي چې شتمنۍ څنګه ولګوو؟
۲- د ورځني ژوند مطالعه: له ورځني ژوند څخه موخه ټول هغه کارونه دي چې څنګه شتمني لاسته راځي او څنګه په لګښت رسېږي او په ټولنه کې کوم کارونه تر سره کېږی چې خلک ورته په بد نظر نه ګوري او ددې برعکس هغه کارونه چې ټولنه ورته په ښه نظر نه ګوري، لکه: رشوت، غلا او داسې نور چې دا په اقتصاد کې نه راځي او دا کارونه په ورځني ژوند پورې تړلي هم نه دي.
۳- د روغ انسان مطالعه: په اقتصاد کې د هغه شخص کړنې مطالعه کېږي چې روغ اوسي، د ليوني، ملنګ او ساده انسان کړنې په اقتصاد کې نه مطالعه کېږي، ځکه د دوی کارونه له ورځني ژوند څخه بيل دي.
۳- مادي اړتياوې: مارشال په خپل تعريف کې دا هم څرګنده کړې چې اقتصاد د انسان هغه کړنې مطالعه کوي چې مادي توکي رامنځته کوي او کومې کړنې چې مادي توکي نه رامنځته کوي، په اقتصاد کې نه شمېرل کېږي. لکه: کروندګر کرنه کوي، مادي توکي پيدا کوي، خو ددې برعکس استاد او څارنوال کړنې ځکه په اقتصاد کې نه راځي چې دوی مادي شی نه پيدا کوي.
۴- خوشاله ژوند: په اقتصاد کې هغه مادي توکي مطالعه کېږي چې انسان ته مادي خوشالي ورکوي او هغه مادي توکي چې انسان ته خوشالي نه ورکوي په اقتصاد کې نه راځي. لکه: د شرابو څښل، چرس او داسې نور... ځکه دا انسان ته مادي خوشالي نه ور په برخه کوي، نو ځکه يې اقتصاد نه مطالعه کوي.
۵- د شتمنۍ لګښت او پيدايښت: (مارشل) په خپل تعريف کې ويلي: ((انسان د خپلو غوښتنو د پوره کېدا لپاره چې په کومو اصولو عمل کوي، شتمني ترلاسه کوي، په لګښت يې رسوي، تر څو پرمختګ او خوشالي تر لاسه کړي))
۶- انساني اړخ ته اهميت: تېرو اقتصاد پوهانو اصلي موخه شتمني ګڼله، خو مارشال اصلي اړخ انسان وباله او د انسان دلچسپي له شتمنۍ سره، ځکه چې د انسان د خوشالۍ وسيله ګرځي.
له ډاکتر الفرد مارشال وروسته يو شمېر نورو پوهانو هم د اقتصاد علم د مادي هوساينې علم ګاڼه چې په لاندې ډول ترې يادونه کوو:
۱-پروفيسور کينن: اقتصاد د هغو ټولو وسايلو وضاحت کوي چې د انسان د برياليتوب او ښه والي لامل ګرځي.
۲- پيګو: اقتصاد د مادي خوشالۍ مطالعه ده چې انسان يې مخامخ يا د پيسو په وسيله تر لاسه کوي.
(الفرد مارشال) او د هغه پيروان د (نيو کلاسيک) اقتصاد پوهانو په نامه يادېږي او د هغوی لخوا وړاندې شوي تعريفونه هم د نيو کلاسيک تعريفونو په نامه يادېږي.
د نيو کلاسيکو د تعريف ښه والی: (ډاکتر الفرد مارشال) اقتصاد علم ته د بريالتوب او ښه والي علم نوم ورکړ چې د ټولو نيوکو مخه يې ونيوله. د اقتصاد علم ته يې يوه نوې بڼه ورکړه او دا علم يې د ورځني ژوند د مطالعې علم وګاڼه، نو ځکه ډېرو خلکو د اقتصاد د علم له مطالعې سره مينه پيدا کړه. د اقتصاد علم لومړيتوب انسان ته ورکوي، په دويمه درجه شتمنۍ ته، نو له دې کبله د پخوانيو اقتصاد پوهانو نيوکې چې د اقتصاد د علم په تعريف وې، پخپله له منځه لاړې. مارشال هغه شتمني پالو ته دا روښانه کړه چې اقتصاد علم موږ ته د شتمنۍ پالنې سبق نه راښيي، بلکې شتمني يوازې د انسانانو د غوښتنو د پوره کېدو يوه وسيله ده او بالاخره مارشال وويل:
اقتصاد د انسان هغه کړنې تر مطالعې لاندې نيسي چې يو انسان يې د خوشاله ژوند د تېرولو لپاره تر سره کوي.
د تعريف نيمګړتياوې: د (مارشال) وړاندې شوی تعريف تر ډېره وخته ټولو ته د منلو وړ و، خو په (۱۹۳۴)زېږديز کال کې د لندن (سکول اف اکنامکس) پرفيسور (رابنز) په خپل کتاب (د اقتصاد د علم نوعيت او اهميت) کې د (مارشال) په تعريف کې يو شمېر نميګړتياوې را په ګوته کړې.
د پرفيسور (رابنز) په وينا د انسان برياليتوب او ښه والی يوازې په مادي وسايلو اتکا نه لري، بلکې غيرې مادي وسايل هم د انسان لپاره خوشالي ورکولای شي. د ساري په ډول کروندګر، د مزدورۍ تر څنګ ډاکتري ،استادي او داسې نورې چارې هم د انسان د خوشالی او ښه والي لامل ګرځي. د مارشال د تعريف پر بنسټ په اقتصاد کې د انسان هغه کړنې شاملې دي چې د انسان مادي اړتياوې پوره کوي، خو ددې برعکس هغه کړنې چې زموږ مادي اړتياوې نه شي پوره کولی، د اقتصاد په دايره کې نه راځي چې د اقتصاد د علم د لوستلو دايره يې محدوده کړې وه. همدارنګه مارشال برياليتوب او ښه والی په ښه توګه نه دی تشرېح کړی، کيدای شي چې يو شی د يو انسان لپاره خوشالي راوړي، خو بل ته خفګان. د ساري په توګه: د شرابو څښل د يو کس لپاره د خوشالۍ او بل ته د خفګان باعث ګرځي. په اقتصاد کې د شتمنۍ لاسته راوړلو څخه موخه يوازې هغه عايد دی چې مصرفونکی پرې خپلې مادي او غيرې مادي اړتياوې پوره کوي. د مارشال د نظريې له مخې مادي اړتياوې ( خوراک، لباس، مکان) په دغو چې کوم لګښت راځي، د اقتصاد په دايره کې راځي، مګر په غيرې مادي اړتياوو (فلم، چکر، سفر) چې کوم لګښت راځي، دا د اقتصاد له علم څخه بېرون دي، دا په داسې حال کې ده چې په اقتصاد کې ټولې مادي او غيرې مادي اړتياوې چې لګښت پرې راځي په اقتصاد علم کې شاملې دي. (مارشال) په خپل تعريف کې وايي: ((د بد عمله انسان کړنې په اقتصاد کې نه راځي)). لکه: غل،ډاکو او نور... خو دا په داسې حال کې ده چې هغه انسان هم لږ وسايل او ډېرې غوښتنې لري. د (مارشال) تعريف د انسان هغه کړنې تر مطالعې لاندې نيسي چې د انسان د خوشالۍ لامل يا د انسان په خوشالو کې لاس لري، مګر داسې کړنې چې مادي خوشالي انسان ته نه ورکوي، نه مطالعه کوي، خو که په يو هېواد کې جنګ يا زلزله راځي، نو د هېواد په اقتصاد اغېزه لري، ځکه په اقتصاد کې مطالعه کېږي.
۳- په محدودو وسايلو د نامحدودو غوښتنو پوره کول
د لندن (سکول اف اکنامکس) مشهور استاد (رابنز) په (۱۹۳۴)زېږديز کال کې په خپل کتاب کې د اقتصاد د علم نوعيت او اهميت کې، په پرمختګ او ښه والي نيوکه وکړه او خپله رايه يې داسې څرګنده کړه: د اقتصاد علم يې په دې ډول راوپېژند: اقتصاد يو داسې علم دی چې انسان خپلې نامحدوده غوښتنې په خپلو محدودو وسايلو پوره کړي او وسايل په بېلا بېلو لارو وکاروي، او اقتصاد ته يې د علم درجه ورکړه.
د پروفيسور (رابنز) په تعريف کې اړین ټکي:
۱-نامحدوده غوښتنې(Unlimited wants): د انسان غوښتنې نامحدوده دي او د وخت په تيرېدو سره په کې ډېروالی راځي، انسان تل په هڅه کې وي څو خپلې غوښتنې پوره کړي، کله چې يوه غوښتنه پوره شي، بله رامنځته کېږي، او دا سلسله همداسې ادامه مومي، نو له دې کبله موږ نه شو ويلی چې د انسان غوښتنې پوره کېدونکې دي.
۲- د غوښتنو په اهميت کې توپير: د انسان ټولې غوښتنې يو شان نه وي، ځينې ډېرې او ځينې نورې بیا لږې اړینې وي، د خوارک، لباس او د اوسېدو ځای ډېر اړین دی، غالۍ ، ټلېفون او داسې نورې غوښتنې لږې اړینې دي، چې د وسايلو د کمښت له امله موږ لومړی قدم کې ډېرې اړینې او په دويم قدم کې لږې اړینې غوښتنې پوره کوو.
۳- محدود وسايل(limited resources/means): په نړۍ کې وسايل محدود نه دي، لېکن د اړتياوو په پرتله کم دي، يو هوښيار سړی خپل وسايل داسې کاروي چې خپلې ډېرې اړتياوې پرې پوره کړي. د محدود وسايلو برعکس نامحدود وسايل هغه وسايل دي چې د انسان له غوښتنو څخه ډېر وي او د هغو د لاسته راوړولو لپاره قیمت نه ادا کوي. لکه: هوا، باران او د سمندر اوبه.
د پروفيسور (رابنز) په وينا د اقتصاد علم له دا ډول وسايلو سره اړيکه نه لري، ځکه انسان هغه په وړيا ډول تر لاسه کوي.
۴- د محدودو وسايلو متبادل کارول: د (رابنز) په وينا وسايل د بېلا بېلو غوښتنو د پوره کېدو لپاره کارول کيدای شي. د ساري په ډول: د ځمکې يوه ټوټه کېدای شي غنم پرې وکرل شي، يا پرې کور جوړ شي او يا يې هم د هټۍ لپاره وکارول شي خو دا امکان نه لري چې دا ټول په يو وخت کې وشي او که کېدای شوی، نو بيا به ستونزه نه وه.
اقتصادي مسايل څنګه پيدا کېږي؟ د پروفيسور (رابنز) له نظره اقتصادي مسايل د لاندې اړتياوو پر بنسټ پيدا کېږي:
- د انسان غوښتنې نامحدوې دي: که چېرته داسې فکر وکړو چې د انسان غوښتنې يوازي يو څو دي، نو له پوره کېدو وروسته يې هغه اړ نه و چې خپلو غوښتنو ته ترتيب ورکړي.
- د غوښتنو په اهميت کې توپير: که چېرې د انسان ټولې غوښتنې يو ډول وای، نو بيا زموږ په ذهن کې د برترۍ عنصر له منځه ځي او موږ هېڅ ډول ټاکنه نه شو کولی، ځکه ټولې غوښتنې به يو شان وای او ټاکنه هغه وخت کېږي چې د غوښتنو په اهميت کې توپير وي، ځکه که د انسان ټولې غوښتنې يو شان وای، نو بيا به اقتصادي مسايلو شتون نه درلود.
- محدود وسايل: له محدود وسایلو څخه موخه دا ده چې وسایل د اړتياوو په نسبت کم دي، يو هوښيار انسان خپل وسايل داسې کاروي چې ډېر افاديت لاسته راوړي او خپلې ډېرې غوښتنې پرې پوره کړي.
- د محدودو وسايلو متبادل کارول: که د انسان په لاس کې وسايل يوازې د يو کار لپاره کارول کېدل، نو بيا هېڅ اقتصادي مسله نه پيدا کېده.
د (رابنز) د تعريف ښه والی
د پرفيسور (رابنز) تعريف لاندې ښه والی لري:
- د اقتصاد علم له انساني پرمختګ سره بې اړيکې نشي پاتې کيدای. پروفيسور (رابنز) اقتصاد يوازې علم الحقيقت وباله، دا په دې مانا چې د ځينو واقعیتونو او حقايقو د رامنځته کېدو وسايل څه شی دي؟ که د اقتصاد د علم دنده يوازې د حقايقو رابر سېره کول وي او د انسان د ژوند د ښه والي په اړه له مسايلو سره اړيکه نه لري، نو بيا د اقتصاد د علم مطالعه څه ګټه لري.
پروفيسور ايلي د پروفيسور (رابنز) د تعريف د لويو نيمګړتياوو په مقابل کې وايي: د اقتصاد علم د علم الحقيقت څخه لږ څه ډېر دی او د هغه مطالعه يوازې تر فکر او ذهن پورې محدوده نه ده، بلکې له انسان سره همدردي هم د اقتصاد د علم يوه دنده ده. همدارنګه پروفيسور (پيګو) هم د پروفيسور (رابنز) د تعريف په اړه وايي: د اقتصاد علم له فلسفې سره نه، بلکې د طب له علم سره ورته دی، د کوم موخه چې د زخم خرابول نه بلکې جوړول دي.
- بې مانا تعريف: په ځينو وختونو کې د (رابنز) تعريف بلکل بې مانا ثابتيږي، د ساري په ډول: له يو شخص سره څلور ګړۍ وخت دی او د هغه غوښتنې په دې ډول دي:
- د خپل ملګري ليدل
- د اقتصاد د علم لوستل
- د فلم کتل
۲- ځينې موخې ډېرې اړینې او ځينې نورې بیا لږې اړینې دي.
۳- له دغه شخص سره وسايل (څلور ګړۍ) محدود دي.
۴- دغه شخص چې څنګه وغواړي دغه وسايل کارولی شي.
د پروفيسور (رابنز) د نظريې مطابق ټول شرايط موجود دي، خو بيا هم کومه اقتصادي مسله نه ده پيدا، ځکه اقتصادي مسله هغه وخت پيدا کېږي چې شتمني په يوه مسله کې دخيله شي.
- نا اړينه پراختيا: پروفيسور (رابنز) د اقتصاد علم مطالعې ته غيرې اړينه پراختيا ورکړه، ډاکتر مارشال او د هغه ملګرو داسې عقيده لرله چې په اقتصاد کې هغه کړنې شاملې دي چې د مادي برياليتوب لامل ګرځي او هغه کړنې چې د مادي برياليتوب لامل نه ګرځي، په اقتصاد کې نه راځي. د ساري په توګه: په اقتصاد کې د موسيقۍ چوپړتياوو نه شمېرل، لېکن (رابنز) د اقتصاد علم هغه چې خلک څنګه په محدودو وسايلو نامحدودې غوښتنې پوره کړي، د اقتصاد علم له مادي برياليتوب او غيرې مادي برياليتوب، اخلاقي او غيرې اخلاقي له ټولو ناپېيـلی دی. چې ددې نظريې مطابق چور، غلا او ډاکه دا ټول د اقتصاد په علم کې شامل دي، ځکه دوی هم د کمو وسايلو په مرسته د امکان تر بریده د نامحدود غوښتنو پوره کول غواړي، نو له همدې کبله (رابنز) د اقتصاد د علم موضوع ته نا اړينه پراختيا ورکړې ده.
- د اقتصاد علم له طبيعي علومو څخه بېل دی: پروفيسور (رابنز) د اقتصاد علم د فزيک او کيميا په څېر حتمي او قطعي کړی وو، لېکن اقتصاد يو ټولنيز علم دی چې قوانين يې حتمي او قطعي نه دي، د ساري په ډول: که د نړۍ په هر کونج کې تيږه پورته واچوو بېرته ځمکې ته رالوېږي او د اقتصاد علم د انسان په غوښتنو پورې اړه لري چې هر وخت په کې تغير راځي. موږ د هېڅ انسان د کړنو په اړه حتمي پرېکړه نه شو کولای، نو له دې کبله د اقتصاد علم د فزيک او کيميا په څېر ګڼل اشتباه وه.
- د اقتصاد علم غيرې ناپېيـلی نه دی: (رابنز) د اقتصاد علم د غوښتنو او موخو ترمنځ بې پرې وګاڼه او د اقتصاد د علم په اړه يې وويل چې اقتصاد علم د انسان د غوښتنو په ښه والي او بد والي پورې اړه نه لري چې دا يې د اقتصاد له علم سره لويه جفا کړې ده، ځکه د اقتصاد علم تل د انسان د برياليتوب او پرمختګ لپاره کار کوي نو هېڅ اقتصاد پوه د هغو کړنو پلوي نه کوي چې د انسان د ښېګڼې لپاره نه وي. پروفيسور (تهامس) موضوع څېړلې او ليکي چې: د يوې موضوع په اړه معلومات ترلاسه کول، د يو اقتصاد پوه کار نه دی بلکې د موضوع په اړه د مثبتې يا منفي رايې ورکول د اقتصاد پوه دنده ده، نو له دې څخه څرګندېږي چې د يوې موضوع تر خبرېدو وروسته د هغې د اصلاح لپاره ګام پورته کول د اقتصاد پوه دنده ده او اقتصاد پوه لپاره د داسې اقداماتو اجازه نه شته چې د انسان د ژوند په ښه والي کې مرسته نه کوي، ځکه موږ ويلی شو چې اقتصاد يو بې پرې علم نه دی.
- نا څرګند: د (رابنز) په تعريف کې د غوښتنو او وسايلو ترمنځ توپير څرګند نه دی، ځکه کله يو شی زموږ غوښتنه وي او کله بل د غوښتنې د پوره کېدو وسيله، د ساري په ډول: کله چې موږ غواړو کور جوړ کړو نو د کور د جوړولو لپاره شګه ،سيمټ، خټګر او نور د وسايلو په توګه کارول کېږي، کله چې کور جوړ شي، نو هغه په کرايه ورکوو چې کرايه زموږ موخه او کور يې وسيله ګڼل کیږي.
- انساني وسايل محدود نه دي: (رابنز) په خپل تعريف کې وړاندې کړي چې هر ډول وسايل محدود دي، خو کله چې موږ پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو ته وګورو، نو ډېر خلک بېکاره دي، له دې به څرګندېږي چې انساني وسايل ډېر دي.
- د وسايلو ډېروالی: د پروفيسور (رابنز) په وينا؛ د انسان سره وسايل محدود دي او هغه متبادل کارولی شي، خو اضافه والی په کې نه راځي، ليکن اوسمهال ټول پرمختللې او پرمختيايي هېوادونو څخه د خپلو وسايلو لپاره اقتصادي پلانونه جوړوي، په وسايلو کې زياتوالی راځي او د خلکو د ژوند کچه لوړوي.
(لارد جي ايم کينز): (کينز) د (رابنز) په تعريف نيوکه کوي وايي چې د (رابنز) په کتاب کې د روزګار او بيکارۍ په اړه هېڅ بحث نه دی شوی چې په اوسني وخت کې ډېر اړین مسايل دي.
کينز په خپل کتاب (روزګار،سود او د پيسو ټوليز نظريات) کې د اقتصاد علم داسې تعريف کړی:
اقتصاد يو داسې علم دی چې موږ په محدودو وسايلو کار پيدا کړو او د ملي عوايدو د ډېروالي لپاره يې وکاروو.
د اقتصاد د علم لمن(ساحه)
Scope of Economics
د يو علم له لمن يا پراختيا څخه موخه دا ده چې دا علم په خپله لمن کې کوم مضامين رانغاړي په دغه علم کې کوم مسايل دخيل دي، له کومه ځايه پيل کېږي او په کوم ځای پای ته رسېږي. د اقتصاد د علم په لمن کې موږ د اقتصاد د علم حدود ټاکو او دا پرېکړه کوو چې په اقتصاد کې کوم مسايل تر مطالعې لاندې نيول کېږي او کوم نه نيول کېږي؟ د اقتصاد علم د لمن ټاکلو لپاره بايد موږ لاندې څلورو پوښتنو ته ځواب ووايو:
هنر: د علم په وسيله د حقايقو عملي کولو ته هنر وايي. د ساري په ډول: د طب په کتابونو کې چې کوم شی ليکل شوی وي علم دی، خو کله چې ډاکتر دغه علم په عمل کې ترسره کوي او د يو چا درملنه کوي هنر دی، همدارنګه (جی ايم کينز) د هنر په اړه وايي: هنر د ټاکل شوې موخې د ترلاسه کولو لپاره د اصولو او تدابيرو عملي کولو ته وايي.
اوس راځو دې ته چې اقتصاد علم دی او که هنر؟ لومړی غواړو په دې برخه بحث وکړو چې ايا اقتصاد علم دی؟
ايا اقتصاد علم دی؟: د لاندې حقايقو په وسيله موږ کولی شو چې ووايو اقتصاد علم دی:
- د اقتصاد د علم اړيکه له انسان سره ده چې د طبيعت يوه برخه ده، په اقتصاد کې موږ د انسان هغه کړنې تر څېړني لاندې نيسو چې د انسان نامحدوده غوښتنې د محدودو وسايلو د پوره کولو لپاره ترسره کوي.
- د انسانانو د کړنو د مطالعې لپاره اړتيا ده چې حقايق راټول، ترتيب او د انسانانو ټولې کړنې (شتمنۍ لګښت، شتمنۍ وېش، شتمنۍ پيدايښت، شتمنۍ تبادله) د ځانګړو اصولو په وسيله تر سره کېږي.
- په اقتصاد کې موږ حالات او واقعات ناپېيـلي څېړو.
- د اقتصاد په اړه چې کوم قوانين جوړېږي، هغه ټول حقايق روښانوي د ساري په ډول: د شتمنۍ د لاسته راوړلو قوانين، د شتمنۍ د وېش قانون او داسې نور.
له پورتنيو څرګندونو څخه رامالومېږي، چې اقتصاد هم علم دی او هم هنر.
اقتصاد او سياست: اقتصاد او سياست يو له بل سره ډېرې پخوانۍ او نه شلېدونکي اړيکې لري. د سياست علم داسې قوانين جوړوي چې، د هېواد د نظام په چلولو کې مرسته کوي، لېکن اقتصاد د انسانانو کړنې د اقتصاد له نظره څېړي. د يو هېواد اقتصادي کړنې د هېواد په سياست ډېره اغېزه لري، که په يو هېواد کې امن وي، سکون وي، سياسي پايښت وي، نو د هېواد وګړي کار کوي، کاروبار تر سره کوي ورسره په هېواد کې توليدات ډېرېږي، د خلکو د ژوند کچه لوړېږي او هېواد ورسره د اقتصادي پرمختګ په لور ځي.
لکه څرنګه چې سياست د يو هېواد په اقتصاد اغېزه کوي، همداسې اقتصاد هم د يو هېواد په سياست اغېزه کوي، د حکومت طرز د يو هېواد په اقتصادي حالت پورې تړلی وي، کله چې يو هېواد سياسي قوانين جوړوي، نو په هېواد کې د پانګونې، بيکارۍ، کرنيز، صنعتي او نور اقتصادي مسايل په پام کې نيول کېږي، د يو هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره سياسي اقدامات ترسره کېږي، نو له دې کبله اقتصاد او سياست سره ډېرې نږدې اړيکې لري.
- اقتصاد او اخلاق: په اقتصاد کې د انسان هغه کړنې شاملې دي چې انسان څنګه شتمني لاسته راوړي، خپلې نامحدوده غوښتنې څنګه پوره کړي؟ له ناقانونه لارو لاسته راغلې شتمنۍ په اقتصاد کې نه راځي. له پورتنيو څرګندونو څخه رامالومېږي چې اقتصاد او اخلاق په خپلو کې مهمه اړيکه لري.
- اقتصاد او تاريخ : اقتصاد او تاريخ هم ډېرې لرغونې اړيکې لري، يو اقتصاد پوه د تاريخ تر مطالعې وروسته دا معلومولی شي چې په تېرو وختونو کې د اقتصادي ناورينونو، د پيسو پړسوب، بې کارۍ او د نورو اقتصادي ستونزو د رامنځته کېدو لاملونه څه وو. همداسې د تاريخ مطالعه يو اقتصاد پوه ته د ډېرو نورو مسايلو په اړه معلومات ورکوي، څو په راتلونکي کې ښه پرېکړه وکړي.
د اقتصاد عمل تګلاره: اقتصاد علم اړیکه د انسان له چلند سره ده، البته د اقتصادي کړنو په پام کې نیولو سره تګلارې څخه موخه د جذب لار ده چې دوه لارې شتون لري، لومړی هغه لار چې موضوع څېړې خو قضاوت نه کوي چې پایله ښه ده او که بده يوازې دا وايي چې څه شی دی او څنګه ترسره کېږي؟
د ساري په توګه: یو مصرفوونکی ډېر سګريت اخلي او قیمت یې څومره دی او دویمه لار د موضوع تر څېړلو وروسته قضاوت هم کوي چې ښه ده او که بده؟
د ساري په توګه: مصرفوونکی باید سګریټ وانخلي، ځکه د روغتیا لپاره مضر دي چې دې لار یا میتود ته د پالیسۍ اقتصاد هم وايي.
اقتصادي تیوري: د مفروضاتو او قضیو هغه سیټ دی چې د دواړو ترمنځ اړیکه داسې څېړي چې لامل او اغېز یې يو پر بل معلوم شي. چې دا اړیکه ځینې وخت د منطق له لارې پایلې ته رسېږي او ځینې وخت د معلومات له لارې پایلې ته رسېږي.
اقتصادي قوانين
(( Economic Laws))
د داسې اصولو جوړول چې د کړنو د اجرا په وخت کې په پام کې نيول کېږي، قانون بلل کېږي، په ټولو علومو کې طبيعي دي او که ټولنيز هر يو خپل قوانين لري. اقتصادي قوانين د انسان لپاره د هغه کړنو اړوند معلومات برابروي چې اړيکه يې د اړتياوو د ډېرښت او د وسايلو د کمښت سره وي.
د ساري په توګه: که د يو توکي قيمت ټيټ شي، نو خلک هغه ډېر اخلي او کله چې يې قيمت لوړ شي، نو په کم مقدار يې اخلي چې دا يو اقتصادي قانون دی.
د اقتصادي قوانينو ځانګړتياوې
- مفروضات: کله چې موږ داقتصادي قوانينو په اړه خبرې کوو موږ تل يو څو خبرې فرضوو چې د قانون فرضیي ورته ويل کېږي، که په دغو فرضیو کې تغیر راشي، نو اقتصادي قوانين هم سم نه ثابتيږي.
له پورتني مثال څخه څرګندېږي چې د تقاضا قانون هغه وخت سم دی، کله چې نور عوامل ثابت وي، دغو عواملو ته فرضیې وايي چې په لاندې ډول دي:
- د مصرفوونکو په عوايدو کې تغير نه وي راغلی.
- د مصرفوونکو په خوښه، عادت او سينګار کې بدلون نه وي راغلی.
- د متبادلو توکو په قيمتونو کې تغير نه وي راغلی.
- د مصرفوونکو په شمېر کې بدلون نه وي راغلی.
- اختيار: اقتصادي قوانين اختياري دي که د چا خوښه وي عمل پرې کولای شي او که د چا خوښه نه وي عمل پرې نه کوي.
- خوښمن: د اقتصادي قوانينو عملي کول په زور نه، بلکې دا خوښمن کار دی، د هر چا خوښه ده که څوک يې مخالفت کوي او که عمل پرې کوي.
- په حقيقت ولاړ: اقتصادي قوانين په حقيقت ولاړ وي، په هر ځای او هر وخت سم وي.
له دې څخه موخه دا ده چې سپما هغه وخت رامنځته کېږي کله چې زموږ عوايد ډېر وي، نسبت لګښت ته چې دا قانون په هر ځای کې او هر وخت سم دی.
- ټولنيز: د اقتصادي قوانينو بڼه ټوليزه وي، مقداري بڼه نه لري، د نورو اقتصادي پېښو له شننې څخه کار اخلي، طبيعي علوم مقداري اندازه بيانوي.
- معيار: د نورو ټولنيزو علومو په پرتله اقتصادي قوانين ډېر معياري وي ځکه اقتصادي حرکتونه او غوښتنې موږ د پيسو په مرسته روښانولی شو خو نور ټولنيز علوم د پيسو په مرسته نه شو روښانولی.
- د بشري کړنو مطالعه: په اقتصادي قوانينو کې موږ يوازې بشري کړنې تر مطالعې لاندې نيسو.
- د اقتصادي قوانينو جوړښت: اقتصادي قوانين جوړېږي نه، بلکې د انساني ارتجاعيت په وسيله په خپله جوړېږي.
په اقتصادي او سياسي قوانينو کې توپير: د سياسي قوانينو څخه موخه هغه قوانين دي چې د حکومت له خوا عملي کېږي، دا قوانين د حکم په څېر کارول کېږي چې مراعتول يې په ټولو وګړو حتمي دي او که څوک يې عملي نه کړي، نو سزا هم ورکول کېږي، که حکومت وغواړي سياسي قوانين له منځه وړلی شي، خو اقتصادي قوانين په خپله جوړېږي او که چا عملي نه کړل سزا پرې نشته او که څوک وغواړي، دغه قوانين له منځه نه شي وړلی.
په اقتصادي او اخلاقي قوانينو کې توپير: د اخلاقي قوانينو موخه د ټولنې اصلاح کول وي چې خپلواکه بڼه لري، اخلاقي قوانين د مذهب او ټولنې د دود په وسيله جوړ شوي وي، دا قوانين پريکړه کوي چې دا کار وکړه دا مه کړه.
د ساري په توګه: د مور او پلار درناوی کول، په اخلاقي قوانينو عمل کول، په ټولنه کې عزت پيدا کول او که عمل پرې ونه کړو، نو عزت مو کمېږي، اخلاقي قوانين په يوې سيمې پورې تړلي وي، خو اقتصادي قوانين په خپله جوړېږي، که عملي يې نه کړي، نو په خپله به ځانته زيان ورسوي، اقتصادي قوانين نړيوال وي.
اقتصادي او طبيعي قوانين: طبيعي قوانين د طبيعي علومو(کيميا، فزيک) قوانين وي، دا قوانين د وسايلو او پايلو ترمنځ په خپلواک ډول يو ځای شوي او رامنځته شوي دي چې په هر ځای او هر وخت کې قايم وي.
د ساري په توګه: د فزيک يو قانون دی؛ که د نړۍ په هر ځای کې يو توکی پورته واچوې، بېرته ځمکې ته رالوېږي چې دې قانون ته د ثقل قانون ويل کېږي. طبيعي قوانين قاطع وي، د طبيعي قوانينو اړيکه نا ژونديو سره وي، خو اقتصادي قوانين قاطع نه دي، په خپله جوړېږي چې له انسانانو سره اړيکه لري.
د اقتصاد د علم ګټې (Benefits of Economics) : اقتصاد يو ټولنيز علم دی چې د انسان په پرمختګ کې له انسان سره مرسته کوي.
د اقتصاد د اهميت په اړه مالتس وايي: اقتصاد يوازينی علم دی چې ټول خلک پرې خبر او معلومات لري او په اقتصادي پرمختګ کې مرسته کوي.
(ووټن) د اقتصاد د علم په اړه وايي: ((تر هغه پورې يو انسان متمدن نه شي کيدای، تر څو چې د اقتصاد د علم په اړه معلومات ونه لري.)) همدارنګه پروفيسور (پيګو) وايي: د اقتصاد د علم زده کړه، د علم په توګه نه، بلکې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره بايد زده شي.
(هنري) ليکي: (د اقتصاد د علم زده کړه د هر انسان اړتيا او اخلاقي مسووليت دی، د اقتصاد علم زده کړه، د انسان ذهن ته پراختيا ورکوي، که په اوسني وخت کې څوک د اقتصاد د علم په اړه پوهه ونه لري، نو هغه ته لوستی انسان نه شو ويلی. د کارګرو د حقوقو دفاع، پانګوالو ته د ښې ګټې برابرول، د صنعتکارانو، د کروندګرو لپاره د بازار د پيدا کېدو، د کاروبار د ډولونو او د کاروباري موقو پيدا کول، د لګښتونو لپاره لارښوونه،د شتمنۍ عادلانه وېش، د انسان د ژوند د سطحې لوړوالی او نور د اقتصاد علم ګټې دي.
نړيوال اقتصادي سيستمونه
(International economic systems)
په اقتصاد کې د انسان هغه کړنې تر مطالعې لاندې نيول کېږي چې د محدودو وسايلو په مرسته د نامحدودو غوښتونو د پوره کولو لپاره تر سره کېږي. چون دغه کړنې انسان په ټولنه کې ترسره کوي، نو له دې کبله يې يو له بل سره اړيکې پيدا کېږي او د کړۍ بڼه غوره کوي چې اقتصادي نظام ورته وايي. يو نوميالي اقتصاد پوه اقتصادي نظام داسې تعريف کړی: اقتصادي نظام هغه ادارې رانغاړي چې د يو هېواد وګړي يې د دې لپاره رامنځته کوي چې خپل محدود وسايل داسې وکاروي، تر څو خپلې نامحدودې غوښتنې پرې پوره کړي، د يو هېواد اقتصادي نظام دا پرېکړه کوي چې د خلکو لاندې پوښتنو ته څنګه ځواب ووايي:
د بازار اقتصادي نظام
Market Economy
د بازار اقتصادي نظام هغهاقتصادينظام دی چې په هغو کې د پرېکړو د نيولو او معاملو د اجرا په وخت کې د توليد پر وسايلود خصوصي سکتوروړاندېوالی په پام کې نيول کېږي. د ملي اقتصاد په کچه د اقتصادي معاملو او پروسو پلان او ټولګه په متمرکزه، بڼه نه وي. هر اقتصادي واحد ځانګړی پلان او د کړنو تدبيرونه په بازار کې د موجودو سياليواو د پلور د قيمتونو پر بنسټ جوړوي. د ځانګړو اقتصادي واحدونو پلانونه چې هر يو بېل بېل د بازار د نرخونو سره په تړاو کې وي جوړېږي او د ټول ملي اقتصاد په کچه همدا ځانګړي پلانونهيوځای او بیا د ملي اقتصاد په کچه ترې کار اخیستل کېږي. بازار په اقتصادي نظام د خصوصي ملکيت د تقدس پر بنسټ ولاړ دی او د بازار اقتصاد د ازادو سياليو له لارې د انسانانو د اړتياوو د پوره کولو په جوړښتولاړ دی.
او يا په بل عبارت: د توليد پر وسايلو خصوصي ملکيت دبازاردازادوسياليو له لارې د ټولنې د اړتياوو له پوره کولو سره ټينګ تړلي دي او د ډېرو پوهانو په اند، يو يې له بله، د تصور او عملي کارونې وړ نه دي.
د بازار د اقتصادي نظام بڼې: د بازار اقتصاد يو لرغونی تاريخي اقتصادي نظام دی چې د بشري ټولنې د تاريخي تکامل سره سم يې وده کړې او د ملي ټولنو له اړتياوو اود نړيوالو شرايطو له غوښتنو سره سم يې بدلون موندلی دی د تاريخ په اوږدو او په تېره بيا د شلمې پېړۍ په بهير کې د بازار د اقتصادي نظام نوي ډولونه رامنځته شوي، چې ځينې غوره بېلګې يې د ازاد بازار (لبرال مارکېټ)، ټولنيزبازار (سوسيال مارکيټ)، د چاپېريال ساتنې ټولنيزبازار (سوسيال ايکالوژيک مارکيټ) يادولای شو.
ازاد بازار(Free Market ):د بازار اقتصادي نظام بېلابېلې بڼې لري،يو له هغو بڼو څخه د ازاد بازار (لبرالمارکيټ) اقتصادي بڼه ده چې په هغو کې توليد او لګښت په ازاده توګه د بازار د لارې اداره کېږي، دولت په مستقيمه توګه په بازار کې مداخله نه کوي او يوازې لهغیر مستقیمې لارې د بازار په پروسو کې لاس وهلی شي.
د ساري په توګه: دولت کولای شي چې ځينې دولتي محصولات بازار ته وړاندې کړي، په سياليو کې برخه واخلي او يانوي قوانين جوړ او عملي کړي، په ازاد بازار کې هر څوک خپلې شخصي ګټې لټوي او د ترلاسه کولو لپاره يې توليد کوي، خدمتونه وړاندې کوي، په اقتصادي معاملو کې برخه اخلي او له دې لارې په پوهه او نا پوهه بڼه د ټولنېدژونددکچې پهلوړولوکېرولاداکويداحتمينهده، چېيو څوک دې ټولنې ته د خدمت په عالي درک او احساس په اقتصادي پروسو کې مسوولانه ونډه واخلي، بلکې يوازې د شخصي ګټو د تر لاسه کولو په موخه اقتصادي کار يې په پايله کې یې د ټولنې د ژوندانه د ښه والي او هېواد او هېوادوالو ته د خدمتونو خواته کشوي.
د ازاد بازار په اقتصادي سيستم کې د هوکړه لیکونوازادي يو له غوره ځانګړنو څخه دهدولت د کار او د نورو اقتصادي معاملو په تړونونو کې لاس وهنه نه کوي. هر څوک د شخصي تشبث، د کار او شغل د ټاکلوازادي لري او کولای شي په خپلهازادهارادهدهغوپهاړهپرېکړه وکړي او د ازادو هوکړه لیکونو له لارې د قانون په چوکاټ کې له نورو سره سياليو ته داخل شي.
د ازاد بازار بله ټاکونکې نښه د لګښت او مصرفوونکو ازادي ده، همدا شان د شغل او مسلک ازادي هم د ازاد بازار له غوره بېلوونکو بېلګو څخه دي او دا ټول بياد توليد پروسايلو د خصوصي ملکيت پر بنسټ ولاړ دي.
د توليداتو او خدمتونو قيمتونه د هغو مالکین په خپله خوښه په خپلواکه توګه ټاکي او دا په بازار کې د عرضې او تقاضا د انډول له لارې په خپله تنظيمېږي. په ازاده توګه ټاکل شوي قيمتونه بيا په خپله د بازار توازن ساتي او د ځينو محصولاتو د اړتيا څخه د زيات توليد(اضافه توليد) مخه نيسي.
د ازاد بازار په اقتصادي نظام کې بازارته د هر چا مخه خلاصه ده، هر توليدوونکی کولای شي خپل مال په ازاده توګه وړاندې کړي او هر مصرفوونکی هم کولای شي په ازاده توګه د خپلې اړتيا وړ توکي په خپله خوښه وټاکي او مصرف کړي، بازار ته آزاد لاس رسي، ددې لامل ګرزي چې هر توليدوونکی هاند وکړي، تر څو د مصرفوونکو د مينې او ذوق سره برابر توليد وړاندې کړي، نوي نظرونه رامنځته شي، ورځ په ورځ د ټاکلي توکي نوي موډلونه اودنويو خدمتونو ډولونه توليداو دود شي.
د توليد پر وسايلو د خصوصي ملکيت ازادې سيالۍ او ازاده سيالي چې د اقتصادي ليبراليزم اساسي ستنې دي چې د (ادم سميت) په نظر د ټولنې د ژوند د کچې د لوړوالي لپاره لومړني شرطونه دي.
ټولنيز ژوند هم په عمل کې دا وښوده چې اقتصادي لبراليزم د اقتصاد صنعتي کېدواو د تولید د ظرفيت او تنوع ته چټکتياورکړهچېپهپايلهکېيېپانګوالنظامپه زغردهودهوکړه، داپروسه بيادټولنيزوپراخو پرګنولهبېوزلۍسرههمملګرېدهاوپهپايلهکېيېدبډایو اوبیوزلو وګړو ترمنځ واټن ورځ تر بلې زياتيږي .
سره له دې چې د اقتصادي لبرالېزم پلویان په اروپا او امريکا کې، ټول په بنسټيزه توګه د اقتصاد د ځواک لپاره کارکوي، خو تر منځ يې ټاکلي توپيرونه هم شته په اوسني وخت کې د لبراليزم نظريه د سياست د ډګر په څېر په اقتصادي برخه کې هم له هغه پخوانۍ جاذبې څخه لوېدلې او د پام وړ پلويان نه لري.
په ډېرو بحثونو کې داسې هم اورېدل کېږي چې د ازاد بازار اقتصاد د افغانستان په اساسي قانون کې د افغانستان لپاره د اقتصادي سېستم په توګه منل شوی دی، خو دا خبره سمه نه ده ځکه چې د افغانستان په اوسني اساسي قانون کې د ازاد بازار اقتصاد نه، بلکې يوازې د بازار اقتصادي سيستم د هېواد د ملي اقتصاد له پاره منل شوی او د هغو د بڼو(اشکالو) د ټاکلو له پاره لارهازادهپرېښودلشوې ده.
ټولنيز بازار
Social Market
MIXED ECONOMY
د ټولنيز بازار اقتصادي سيستم چې د بازار د اقتصاد ځانګړې بڼه ده، دپانګوالۍدرژيمدسياليوپربنسټدولتتهداواکاودندهورکويچېپهاقتصاديموضوعاتو کېسياسي–ټولنيزې سمونې تر لاس لاندې ونيسي، ټولنيز عدالت او سياسي ثبات ته لومړيتوب ورکړي او د ټولنيزو مساواتو په لار کې ګام واخلي.
د دويمې نړيوالې جګړې وروسته د ټولنيز بازار اقتصادي سيستم مطرح شو او د هغو د پراختيا او پر مختګ په لارکې ګامونه واخيستل شول. په پانګوال اقتصادي نظام کې د ټولنيزو مسئلو د ښېګڼې او د بېوزلو او محرومو طبقو او قشرونو په ګټه د دولت لاسوهنې ته ځکه اړتياده چې په خپل سر او دازادې پانګوالۍ لخوا ډېر ځله د هېواد محرومان او ټولنيزي اړينې چارې لهپامهغورځولکېږياوپايلهيېدټولنې يووالیاو سياسي ثبات د له منځه تللو لامل ګرزي. د پانګوال اقتصاد همدا خپل سرې ودې د شلمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د لومړۍ او دويمې نړيوالې جګړې په رامنځته کېدو کې د پام وړ رول ولوبوو. د (الفريد مولر ارمک) او (اوډويګ اير هارډ) له نظره د ټولنيز بازار ښېګڼه داده چې د ازاد بازار مثبتې خواوې ساتي، د اقتصادي ځواکمنتيا او د توليداتو او خدماتو د تنوع له بهيره ننګه کوي، خو په عين وخت کې د هغو دمنفياړخونو او بدواغېزومخنيويکوي، پهټولنيز ژوند کې د ګټې د ترلاسه کولو په موخه د ازاد بازار د رقابتونو د ورانوونکې اغېزې مخه نيسي او دڅومحدودوکسانوپهلاسکېداقتصاديځواکدانحصاراوتمرکزدماتولولهپارهدټولنېپهګټهمناسباوقانوني تدبيرونهنيسي.په ټولنيز بازار کې د دولت ځای او رول د ازاد بازار څخهتوپير لري، دلته دولتدازادبازارپهڅیر په اقتصادي چارو کې غیرې فعال رول نه لري، بلکې په فعاله توګه په اقتصادي معاملاتو کې برخه اخلي او په هغه ځای کې چې اقتصادي پروسې د ټولنيزو، سياسي چارو دموازنې د له منځه تللو لامل ګرزي، فعال دفاعي او د سمونې تدبيرونه نيسي. په دغه حالت کې د دولت غوره ټوليزې او سياسي موخې، تدبيرونه د کار په بازار کې، د شتمنيو د جوړولو په سياست کې، د کورونو د جوړولو او ویش په سياست کې، د ښوونې او روزنې په چارو کې د عايداتو پورته کېدو او معاشاتو په اندازه او وېش کې مداخله او داسې نور تر لاس لاندې نيول کيدای شي. موخه داده چې اقتصادي پرمختګ او د مادي نعمتونو پريماني د ملت د عامو وګړو ترمنځ د کشمکش لامل ونه ګرزي، بلکې د ازادې سيالۍ په پايله کې د رامنځته شوي پرمختللياقتصاديځواکپهمرسته ټولنيزعدالت،پيوستوناوپرمختګتضمينکړي. دټولنيز اقتصاديبازار نظام داسې شرايط رامنځته کولای شي چې دملياقتصادپرمختګدټولنيزعدالت،پيوستوناوپرمختګ سرهټينګتړاوولري،نهداسېچېدناامنۍ،ټولنيز ناورين او سياسي بې ثباتۍ لامل وګرځي. ټولنيز بازار کله نا کله د سوسياليزم او پانګوالۍ نظامونوترمنځدرېيمه اقتصادي لار هم نومول شوې ده، خو ډیری پوهان د داسې اصطلاح کارول سم نه بولي، په نړۍ کې د ټولنیز بازار غوره نمونه د المان اقتصادي نظام دی چې د ملي اقتصاد د پر مختګ سره يوځای د وګړو ټولنيز مصئونيت هم تضمينوي. په ټولنیز بازار کې دولت مکلفيت لري چې بېوزلو، زړو، معيوبو، بېکارو او نورو ټولنيزو مرستو ته اړوکسانواودهغواولادونوته دژوندلومړنۍ اړتياوېد ټولنې په منځګړې کچه ورسوي هر څوک حق لري چې مناسب خوراک او څښاک، د سمو جامو د اغوستلو او په معياري کور کې د اوسېدلو امکانات ولري. پههېوادکېدهراوسېدونکيروغتياددولتله خوابيمهدههرڅوکحقلريچېددولتلهبودیجېاوټولنيزوفنډونوڅخه د زده کړې، ښوونې او روزنې شرايط برابر شي. دکوچنيانودزدهکړېاو تحصيل امکانات د هغوی د ميندو او پلرونود ټولنيز موقف او شتمنۍ تابع نه وي، دولت مکلف دی چې د قانون له مخې د هر چا استعداد ته د ودې مخه خلاصه او ترې بشپړه ننګه وکړي، په دې توګه د ټولنیز مارکېټ په نظام کې د کور، کالي، ډوډۍ، روغتیا او سواد ستونزو ته د حل د لارو موندل د دولت له مکلفيتونو څخه شمېرل کېږي.
د چاپيريال ساتنې ټولنيز بازار
Social Ecologic Market
د وخت په تېرېدو سره د بشري ټولنې د پايښت لپاره د چاپېريال اهميت زياتېږي او د هغو د سالم ساتلو دنده د انسانانو په وړاندې ورځ په ورځ غوره کېږي. ډېرې اقتصادي کړنې د انسانانو د ژوند په چاپېريال منفياغېزهکوي، لههمدېکبلهدبازارداقتصادينظامد ټولنيز بازار تر څنګ د شلمې پېړۍ په اخرو کې د چاپېريال ساتنې ټولنيز بازارتيوري هم رامنځته شوه او وده يې وکړه، ددې نظريې او عملي اقتصادي نظام موخه دادی چې د اقتصاد (ايکانومي) او د ژوند د چاپېريال (ايکالوژي) تر منځ بېلانس وساتل شي.
د شلمې پېړۍ تر دويمې نيمايي پورې دا نظريه چلېده چې طبيعي ذخيرې پرېمانه او ډېرې دي. دژونددچاپېرياللهطبيعيزېرموڅخهوړياګټهاخيستل کېده،د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي او په تيره بيا د اوومې لسيزي وروسته دې نظريې زور واخيست چې د ژوند چاپېريال پخپله زيات ارزښت لري او بايد د توليد له داسې ميتودونو او د اقتصادي کړنو له داسې سيستمونو څخه کار واخيستل شي چې د انسانانو د ژوند پر چاپېريال يې ناوړه اغېزې کمې وي. دلته بايد اقتصادي ګټې اوچاپېريال ته د زيان رسېدو ترمنځ سنجش وشي او خالصه اقتصادي ګټه بايد د ژوند د چاپېريال د تاوان له لارې لاسته رانه وړل شي که په سوسيال بازار کې چې د ټولنيز او سياسي مصئونيت او ثبات موضوع په نظر کې نيول کېده، په سوسيال ـ ايکالوژيک مارکېټ کې د هغو تر څنګ د ژوند د چاپېريال ساتنه هم په پام کې نيول کېږي. په دې اقتصادي نظام کې د اقتصادي ګټو د ترلاسه کولو لپاره د ژوند د چاپېريال خرابولو ته اجازه نهورکولکېږي.
د اقتصادي کړنو او له هغې لارې د مادي ګټو د ترلاسه کولو په لار کې د ژوند د چاپېريال د خرابۍ د مخنيوي په موخه ټاکلي معيارونه او ميتودونه کاريږي. د نمونې په توګه ويلای شو چې د توليدي ـ اقتصادي کړنو په پايله کې دکاربن ډای اکسايد د توليد د اندازې پر معيار د چاپيريال ماليه ټاکل کېږي هر څوک او هر اقتصادي، توليدي کامپلکسچېډېرکاربنډای اکسايد توليدوي، د ډېرې ماليې په ورکولو مکلف وي يا هر څوک چې ډېره انرژي مصرفويپه هماغه اندازه دچاپيريالماليه ايښودلکېږيداسېډېرنورميتودونههمشتهچېپهاقتصاديکړنو کېدچاپيريالد تخريب په مخنيوياوکمښتکېمثبتروللوبولای شي.
دچاپيريال ساتنې ټولنيز بازارکې دولت د چاپيريال د ساتنې له پاره په بازار او اقتصادي معاملو کې فعاله مداخله کوي او هر څوک د ګټې د ترلاسه کولو په خاطر د چاپيريال په تخريب کې ازادې لاسوهنې ته نه پريږدي دلته دا هم په نظر کې نيول کېږي چې په توليدي ـ اقتصادي پروسه کې څومره انرژي مصرفيږي او په چاپيريال يې اغېزه څومره ده؟
د چاپيريال ساتنې د مؤسسو له خوا داسې هڅې روانې دي چې د ژوند د چاپيريال د قيمت د معلومولو او د بازار په معاملو کې داخلولو له پاره د هغو د سنجش په خاطر څرګندکمي مقياسونه رامنځته کړي، چې تر ټاکلې اندازې پکې بريالي هم دي دا نظريه ورځ تر بلې غښتلې کېږي چې د ژوند او فعاليت چاپيريال بايد چاته د وړيا څيزونو په حيث د اقتصادي کړنو لپاره په واک کې ورنه کړل شي دا د دولت د عمومي شتمنۍ په توګه وګڼل شي او په کارونې يې قيود وضعه او قيمت پرې کيښودل شي. د بلې خوا د توليد په پروسه او نورو اقتصادي راکړو ورکړو کې د انرژۍ لګښت تر کنترول لاندې ونيول شي او د بريښنا، تيلو، ګازو او نوره انرژۍ باندې ماليه لوړه شي.دايکالوژيک ـ ټولنيز بازار په نظام موخه دا هم ده چې د راتلونکو نسلونو له پاره د ژوند طبيعي چاپيريال سالم وساتل شي.
د سوسياليزم اقتصادي نظام
Socialism Economic system
د سوشياليزم کلمه د نړۍ په هر ګوټ کې کارول کېږي او تل په سياسي،اقتصادي او پوهنيزوبحثونو کې پرې خبرې کېږي.سوشياليزم د مفهوم او مانا له مخې تقريبا دوه زره څلورسوه اته ديرش کاله وړاندې موجود و. خو دلفظ او کلمې له مخې د نولسمې پيړۍ محصول دى او دنولسمې پيړۍ په سر کې رامنځته شوی چې په اقتصادي کتابونو کې ددغې کلمې د حقيقي پيدا کوونکي تر منځ اختلاف شتون لري په ځينو کتابونو کې د سوشياليزم د کلیمې پيدا کوونکی رابرټ اوون ښودل شوى مګر د فرانسې نوميالي عالم پير لرو په خپل کتاب کې (ګرودو سامار) داسې ذکر کړی چې د سوشياليزم کلمه لومړى ما کارولې ده.
د سوشياليزم تعريف: ډېرې سياسي او اقتصادي ټولنې خپلې طريقې سوشيالسټي بولي مګر په نظرياتو او کړنو کې يو له بل سره توپير شتون لري.
د ساري په ډول: انارشستان ځانونه سوشيالستان بولي خو د خپلو نظرياتو له مخې په فرديت را څرخي د وګړي په اصلاح کې د ټولنې اصلاح ويني حکومت او ديکتاتوري نه خوښوي همدارنګه کمونسټان او مارکسسټان هم د سوشياليزم نارې وهي مګر هغوی وايي چې د ټولنې اصلاح د وګړي اصلاح ده چې د حکومت او ديکتاورۍ پلویان دي د پورتنيو توپيرونو له کبله د سوشياليزم تعريفول هم ستونزمن کار دی خو بيا هم کولای شو په لاندې ډول يې تعريف کړو: سوشياليزم د هغه ښوونځي او طريقې څخه عبارت دی چې عقيده لري د پانګوال اقتصادي نظام د مالکيت او کار ډول ظالمانه دی بايد د ټولنې له لورې ورته تغير ورکړل شی.همدارنګه سوشيالسټان وايي د ټولنيزو مسايلو د حل لپاره بايد په ټولنيز ډول ګام واخیستل شي او د شتمنۍ سرچينې بايد د ملت په لاس کې ورکړل شيد توليد وسايل د دولت او يا ټولنيزو ټولنو او کوپراتيفونو په ملکيت کې ورکول کېږي. په داسې نظام کې شخصي ملکيتونو ته اجازه ورکول کېږي، خو د خصوصي ملکيتونو شته والی د دولتي قانون له مخې منعه وي.
له شخصي مالکيت څخه موخه پرهغه شتمنيو د شخص تصاحب دی چې د هغه د شخصي او کورنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره ترې کار اخيستل کېږي، خو د نورو د کار د ګټې د خپلولو او استثمار لپاره نه شي کارول کيدای د ساري په توګه: د اوسيدلو کور، جامې، بايسکل، موټر، هغه اندازه ځمکه چې يو شخص او د هغه د کورنۍ غړی پخپله پکې کار وکړي او همدا ډول نور ټول هغه څه چې يو څوک يې د خپل شخصي او کورني ژوند لپاره کاروي.
ددې په وړاندې خصوصي مالکيت د توليد پر وسايلو د وګړو له هغه ډول تصاحب څخه عبارت دی چې د وګړو د شخصي او کورنيو اړتياوو څخه زيات وي او د هغو په مرسته د نورو هغو کارګرانو او مسلکي کسانو د کار څخه ګټه اخيستل کېږي چې د همداسې وسايلو د نشتوالي له کبله په خپله په خپلواک ډول په توليدي او خدماتيکړنو کې برخه نه شي اخيستلای د توليدي وسايلو څخه بې برخې کارګران او ماهرین د خپل ژوند د اړتياوو د لاسته راوړلو او په خپله تحصيلي څانګه کې د کار د موندلو لپاره دې ته اړ وي چې د کوم بل پانګوال سره چې د مناسبو توليدي وسايلو درلودونکی دی، کار وکړي په پايله کې د خپل کار او لاس د محصولاتو ګټه په لږه او يا ډېره اندازه د هغو د کار ورکوونکي پانګوال لاس ته ورځي.
ددې لپاره چې د شخصي او خصوصي مالکيت تر منځ موضوع ښه څرګنده شی دلته به د يوې ټوټې ځمکې مثال راوړو:
که يو څوک شخصي ځمکه ولري، په هغې کې پخپله دی او د هغه د کورنۍ غړي کار او توليد وکړي او پيداوار يې هم د خپل کور د اړتياوو لپاره ولګوي، نو د ځمکې ټوټه د هغه شخصي ملکيت دی او په سوشياليزم کې يې د ساتلو او کرلوحق لري خو که چيرې يو څوک په ځمکه کې پخپله کار نه کوي، خپله ټوټه ځمکه چاته په اجاره، کرايه او يا ده کروندګر ته په کروندګرۍ ورکړې وي، نو دا ځمکه د هغه په خصوصي مالکيت اوړي او په سوشياليزم کې يې د ملکيت او د هغو په وسيله د بل چا د کار او زيار د ګټې د خپلولو حق نه لري.
سوشياليزم ته د رسيدو مراحل په لاندي ډول دي:
- نيوکه:د سوشياليزم ښوونځي اصولاً د ټولنې پر موجوده نظامونو نيوکې کوي دوى په ټولنه کې د طبقاتو د له منځه وړلو لپاره کار کوي چې دلته دوه ډوله اقدام غواړي يو ډله وايي چې ډېر ژر بايد بدلون راشي بله ډله وايي چې لومړى بايد سياسي،اقتصادي،ټولنيز او کلتوري څېړنه وشي بيا بدلون راشي.
- هيله: سوشيالسټان هيله لري چې د راتلونکي زمانې خلک به کوښښ وکړي چې د توليد اوسنى نظام چې سم نه دى بيرته کړي او دهغه پر ځاى يو داسې نظام ټينګ کړي چې د مساوات پر پايو ولاړ وي.
- عمل: په ټولنه کې سوشيالسټي نظام ته د رسيدو لپاره دسوشيالسټانو تر منځ اختلاف موجود دى يو ډله ېې د ټوله یيز اوښتون پلويان دي چې په هغو کې المانى کارل مراکس او ملګري یې د دې نظريې ملاتړي دی کارل مارکس یوازې دا نه وايي چې اوښتون د رامنځته شي بلکې هغه عقيده لري چې دا ډول اوښتونکېدونکى او راتلونکى دى.هغه د پانګوال نظام سره مخالف و او په ټوله نړۍ کې کارګرو ته همدا يوه خبره کوله چې د نړۍ کارګرو يو له بل سره متحد شئ کارل مارکس او دهغه ملګرو سوشياليزم ته د رسيدو لپاره د کارګرو اوښتون او د يو څه وخت لپاره د هغوی ديکتاتوري غواړي،پانګوال اقتصادي نظام ټولنه په دوه طبقو وېشيد مارکس په عقيده تاريخ د طبقاتو ترمنځ د کشمکشو او اړودوړ څخه عبارت دى نه دملتونو د جنګ څخه تاريخي پيښې د اقتصادي ځواک او زور لاندې پيدا شوي.
د سوشياليزم بنسټيز اصول:
۱-ټولنيز ملکيت: په سوشياليزم کې خصوصي ملکيت شتون نه لري د توليد ټول وسايل(ځمکه،کار،پانګه،مديريت) د حکومت په لاس کې وي.
۲- خصوصي کاروبار وجود نه لري:په سوشياليزم کې خصوصي کاروبار وجود نه لري ټول خلک له حکومت سره کار کوي او د دولت نوکران وي.
۳- د شتمنۍ مساوي وېش: په سوشياليزم کې ټول کاروبار د حکومت په لاس کې وي له کاروبار څخه چې کومه ګټه تر لاسه کېږي د حکومت زیرمې ته ځي او په ټولنيزو کارونو يې لګوي.
۴- کاروبار:په سوشیالیزم کې ټولو خلکو ته کار د حکومت له خوا ورکول کېږي.
۵- د پلانونو جوړول:په سوشياليزم کې يوه اداره وجود لري چې د حکومت لپاره ټول اقتصادي پلانونه جوړوي چې تر ډېره بريده په دې پلانونو کې د دولت سياسيموخې په پام کې نيول کېږي.
۶- فکري یوالی: په سوشياليزم کې ټول خلک يو نظر لري د سوشياليزم لپاره کار کوي او د کپټليزم خلاف وي.
د سوسياليزم او کمونېزم تر منځ توپير:
کمونيزم اوسوسیاليزم عموماً دواړه يودبل پرځای کارول کېږي ځکه دواړه ښونځي د(کپيټلزم) خلاف دي، ددغو دوهښونځیوترمنځ ډېرورته والی او هم ډېرتوپير موجود دي، خوپه توپيرپوهېدل يې ځکه ستونزمن دي چېبېلابېلو ټولنو (هېوادونو) د دواړو اقتصادي ښونځیو ګڼ شمېر ډولونه پلي کړي اودا دواړه ښونځي یې دتعصب،يواړخيزه قضاوت په رڼا کې اودخپلې خوښې سره سم تعريف، ورته اوسره بېل کړي دي. ليبرالان غواړي چي پرېکړې دټولووګړو سره شريکې شي، البته دوګړو په لومړیتوب کې، مګر محافظه کاران غواړي او وايي چي پرېکړې بايد دڅومحدودو وګړو تر منځ سره شريکي شي، البته ديوه وګړي په لومړیتوب.
سوشیاليزم عموماً اقتصادي نظام ياښونځي ته راجع کېږي، خو کمونېزم بيا هم پر اقتصادي او هم پرسياسي ښوونځي دلالت کوي. دکمونيزم له مخې دخدماتواوتوکو وېش دوګړو د اړتياووله مخې رامنځ ته کېږي، خو سوشاليزم بيا استدلال کوي چي د خدماتواوتوکو وېش دوګړو دهلوځلوپر بنسټ رامنځته کېږي.
په کمونيستي اقتصاد کي دکپيټليزم لپاره ځای نه شته، خو سوشاليزم بيا وايي، څرنګه چي شتمنۍ دخلکوترمنځ وېشل کېږي، نو کېدای شي د کپټليزم ځينېاړخونه په سوشياليسټي اقتصاد کي ځای ولري، سوشياليزم هغه ښوونځى دى چي وايي کارګره طبقه بايد سرچینې په ټوله یيزه اوډيموکراتيکه توګه ترلاسه کړي چي وکولای شي دټولني داکثريت دښه والي لپاره توکي توليد کړي. کمونيزم هغه ښوونځي ته وايي چي په ټولنه کي بايد نه دطبقې استحصالوونکي، استحصالېدونکي اونه تېری کوونکي اوتېری کېدونکي بايد وجود ولري.
اسلامي اقتصادي نظام
Islamic economic system
اسلام يوازې د مذهبي رسوماتو دين نه، بلکې د انسان د ژوند يو بشپړ قانون دی، د مسلمانانو د ژوند هره برخه مطالعه کوي، اسلام مسلمانانو ته په اقتصادي برخه کې هم لارښوونه او رهبري کوي، اسلام چې په اقتصادي برخه کې مسلمان ته کوم اصول وړاندې کړي، په عملي کولو به یې انسان تل خوشاله او له سکون څخه ډک ژوند تېروي، دا نور اقتصادي نظامونه انسان ته يوازې ددې نړۍ اړتياوو په پوره کېدو باندې تاکيد کوي، خو اسلامي اقتصادي نظام ددې نړۍ تر څنګ د اخرت د برياليتوب لپاره هم کار کوي. اسلامي اقتصادي نظام په هغه ځای کې پلی کېږي چې خلک یې مسلمانان وي. اسلامي اقتصادي نظام په هغو ادارو او وګړو مشتمل دی چې د خدايي احکامو لاندې جوړ وي تر څو د اسلامي هېوادونو خلک محدود وسايل څنګه وکاروي؟ تر څو هغه اړتیاوې او غوښتنې چې اسلام ورته اجازه ورکړې د امکان تر حده پوره کړي، د اسلامي اقتصادي نظام اصولو سرچينې قران الکريم، نبوي سنت او اجتهاددي. اسلامي اقتصاد تر دويم نړيوال جنګ پورې همداسي د نورو علومو سره ګډ پاتې شو، په دغه دوران كې زيات اسلامي هېوادونه د دويم نړيوال جنګ څخه وروسته ازاد شول، په دغه وخت كې اسلامي هېوادونه د خپلو ويجاړو سستمونو ترڅنګ د اقتصادي سيستم جوړولو او بيا پر پښو درولو په هڅه كې شول، ځكه دغه سستمونه د نړيوال جنګ او د كفارو د حملو له امله له منځه وړل شوي وو، څرنګه چې په هغه وخت كې نور اقتصادي سيستمونه په سود ولاړوو او سود د اسلام له نظره ناروا دی (د اسلامي اقتصاد او نورو اقتصادي سيتمونو ترمينځ ډېر توپيرونه شته او يوازې سود نه دی)، نو ځكه دوی دا اړتيا وليده چه خپل اقتصادي سيستم د اسلامي اصولو او قوانينو په چوكاټ كې جوړكړي.
په هر صورت لكه څرنګه مو چې وړاندې هم ذكر وكړ چه انفرادي هلې ځلې په دې بريالۍ نه شوې چې اسلامي اقتصاد ديوه خپلواک علم په توګهنړيوالو ته ور وپېژني، نو د ټوله ییزو هلو ځلو اړتيا پيداشوه، تر څو پورې چې د(1976)میلادي کال د فبروري په مياشت كې په اسلامي اقتصاد باندې لومړنی نړيوال كانفرانس په مكه مكرمه كې جوړ شو او په دې وسيله اسلامي اقتصاد ديوه خپلواک علم په ډول دنړۍ ته وپېژندل شواو داسلامي اقتصاد په پيژندلو او په دې لاره كې دكار كولو لپاره لاره برابره كړه، دكنفرانس په جوړولو كې ډاكتر محمد نجات الله صديقي، ډاكتر محمد عمر او پروفيسر خورشيد احمد فعال رول ولوبوو په دغه كنفرانس يا سمينار كې د ډاكتر محمد نجاتالله صديقي لخوا دپخوانيو اسلامي پوهانو د اقتصادي نظرياتو په باب يوه لیکنه يا رساله وړاندې شوه، دغېلیکنې په اسلامي اقتصاد باندې د بحث كولو بنسټ كېښود.
په قران شريف کې د اقتصاد کلمه د اعتدال په مانا ذکر شوې، د لقمان په مبارک ايت کې راغلي ایت ترجمه(په خپل تګ کې ميانه رو اوسه). حضرت محمد (ص) په خپل مبارک حديث کې د اقتصاد د کلمې په اړه ويلي دي: ((که څوک په ژوند کې ميانه رو او معتدل وي، څښتن تعالی به د هغه روزي زياته کړي او که څوک اسراف وکړي، نو څښتن تعالی به هغه محروم کړي.حدیث ترجمه))
د اقتصاد کلمه په عربې ژبه کې هم د اعتدال او ميانه روۍ مانا لري او په اسلام کې د افراط او تفريظ په مقابل کې کارول شوې ده.
د څښتن تعالی د قوانينو په حدودو کې د فکر، طبيعت، شتمنۍ او کار د کارونې له امله د وګړي او ټولنې د اړتياوو د لرې کولو، هوساينې او ګټورتوب په موخه د کړنو تر سره کولو ته اقتصاد وايي. د څښتن تعالی د لارښوونې له مخې د هغو قوانينو او اصولو څخه عبارت دی چې د هغو په کار اچولو او د مراعاتولو په صورت کې توليد او شتمنۍ ډېريږي، د کار او همکارۍ له مخې د ټولنې وګړو ته په عادلانه ډول رسېږي، لکه: څرنګه چې په ځمکه او اسمان کې د ټولو موجوداتو مالک څښتن تعالی دی او پيدا کوونکی هم همدا دی او حقيقي مالک يې هم څښتن تعالی دی. اسلامي اقتصادي نظام د نړۍ د نورو اقتصادي سيستمونو د کړنو او نظرياتو سره د مبدا او ماهيت له نظره توپير لري. د اسلامي اقتصاد د ظوابطو او قوانينو سرچينه الهي احکام دي. د اسلام په ټولو اقتصادي کړنو او تشبثاتو کې عدل، انصاف، حق، پېرزوينه او اخلاق داخل دي.
د اسلامي اقتصادي نظام ځانګړتياوې
د اسلامي اقتصادي نظام بنسټيزې ځانګړتياوې په لاندې ډول دي:
۱-د ژوند د لومړنيو اړتياوو پوره کول: اسلامي اقتصادي نظام د انسان پرمختګ ته بنسټيز اهميت ورکوي. په ټولنه کې ټولو وګړو ته د ژوند د لومړنيو اړتياوو په پوره کولو ټينګار کوی. د انسان بنسټيزې اړتياوې خوراک، پوښاک، اوسېدل، ښوونه، روزنه او روغتيايي اسانتياوې دي.
۲- خصوصي ملکيت: په حقيقت کې د هر څه مالک څښتن تعالی دی، کوم توکي چې د انسان په ملکيت کې وي، د امانت بڼه لري. انسان هغه د څښتن تعالی او د رسول (ص) په طريقې د کارولو پابند دی، تر څو د څښتن تعالی د خوښې وړ وګرځي او انسان د نړۍ او اخرت د برياليتوب لامل ګرځي، اسلام خصوصي ملکيت ته اجازه ورکوي مګر دا ملکيت ازاد او خود مختاره نه دی.
۳- د جايداد کارول: د جايداد په کارونې اسلام چې کوم بندېزونه لګولي په لاندې ډول دي:
- اسلام د جايداد د بې ځايه کارونې څخه منع کړې ده.
- په اسلامي اقتصادي نظام کې هېڅوک جايداد د ټولنې په خلاف نه شي کارولی.
- په ټولنه کې د بې وزله او اړمنو خلکو د ده پر جايداد حق لري.
- که څوک پور ته په رښتيا اړتيا ولري، بايد انکار ونه کړي.
- له زکات پرته هم بايد له بې وزلو سره مرسته وکړي.
۵- د حکومت دندې: په يوې اسلامي ټولنې کې د حکومت دندې په لاندې ډول دي...
- د خلکو لپاره د اسلامي اصولو په رڼا کې د ژوند برابرول او د اړتيا په وخت کې له سختۍ کار اخيستل.
- ټولو خلکو ته د ژوند د اسانتياوو برابرول.
- په بازار کې د ښه چاپېريال جوړول او د دوکه کونکو او غلو مخه نيول.
- د اقتصادي پرمختګ او پانګونې لپاره ګام پورته کول.
- د شتمنۍ د نا انډول وېش مخه نيول.
۷- د کار اهميت: اسلام کارګر د پانګوال رحم ته نه پرېږدي، بلکې د هغوی د حقوقو بشپړ ساتنه کوي، اسلام کار ته ډېر اهميت ورکوي او هغه روزي ډېره يې بهتره ګڼي چې د کار په وسيله تر لاسه شوې وي او داسې حکم کوي چې کارګر ته د هغه اجوره د هغه د خولو له وچېدو وړاندې بايد ورکړل شي.
۸- د زکات ورکړه: په اسلامي ټولنې کې په هر عاقل، بالغ مسلمان چې د زکات شرايط پوره کړي، زکات ورکول فرض دي او د اسلامي اقتصادي نظام مهمه ځانګړتيا ده.
۹- د شتمنۍ د راټولونې ممانعت: اسلام د جايزو لارو څخه راغلې شتمنۍ د ټولونې اجازه نه ده ورکړې، ځکه خوځښت يې درېږي او دا شتمنۍ د څو نفرو لاسو ته ورځي، ټولنه غيراخلاقي کېږي، نو ځکه اسلام د شتمنۍ ټولول نه خوښوي.
۱۰- د وراثت قانون: په اسلام کې د شتمنۍ وېش د وراثت د قانون له مخې تر سره کېږي، له کوم وګړي سره چې شتمنۍ له خپلو اړتياوو څخه ډېرې وي، پاتې برخه د وارثينو تر منځ ووېشل شي، نو وراثت د قانون له مخې شتمنۍ په خپله دوران پيدا کوي.
۱۱- د کسب خپلواکي: په اسلام کې د حلال رزق د ګټلو لپاره چې هر ډول کسب په ټاکلو کې خپلواکي لري.
۱۲- د شتمنۍ وېش: په اسلامي اقتصادي نظام کې شتمنۍ په مساويانه ډول نه وېشل کېږي او په اسلامي اقتصادي نظام کې هېڅ وخت دا نه دي ذکر چې د ټولو انسانانو د ژوند آسانتیاوې بايد مساوي وي. په اسلامي اقتصادي نظام کې هر وګړی په ټولنه کې برابره درجه لري .زکات، عشر او د وراثت په وسيله په ټولنه کې شتمنۍ په منصفانه ډول وېشل کېږي.