ځان باوري مو مړې هيلې را ژوندۍ کوي!

 
خود اعتمادي دژوند هر اړخیزو ستونزو لپاره خورا مهم فکتور دی او نشتوالی يي یو ډول ستونزي زيږوي، چې دشخص دبري لپاره خنډ جوړیږي او انسان نشي کولاي چې مخ پر وړاندې لاړ شي. خود اعتمادي یوه داسې ځانګړنه ده چې «نه شتون» « شتون» او  «ناشونی»  «شونی»  کوي.
په ځان باور لرونکي شخصیتونه تل خپل پلانونه او موخې لري، چې د بري راز يي ګڼل کیږي او له دې امله دژوند په هرډګر کې امتیازات او بری ترلاسه کوي.
لاندی سپارښتنې مو پر ځان باور زياتولی شي.

  • په مثبتو فکرونو مو ځان روږدی کړئ او د منفي فکرونو څخه پرهیز.
  • په فزیکي کړنو مو ورځې تر بلې بدلون راولئ چې ورزش تر ډیره حده مرستندویه تماميږي.
  • خپل پلانونه او موخې مو څرګندې کړئ او له پخوا څخه ورته تیار اوسئ.
  • په ناوړه او کړکیچن حالاتو کې مه ناامیده کیږئ، که بری مو تر لاسه نه کړه د دويم ځل دپاره بشپړه تياري وکړئ بريا به مو په برخه شي.
  • لباس او پاکوالی مو خود اعتمادي اغیزمنه کولای شي، که لباس مو په زړه پوری وي نو باور مو پر ځان زیاتیږي او دښو خبرو صلاحیت پیدا کولاي شئ.
  • په ټوله کې ويلی شو، چې يادې ځانګړنې خپلول مو ژوند ښه کولای شي او همدارنګه دژوند دبدلون لأمل مو هم کيدلی شي. راځئ چې په ګډه سره ځان باوري زده او په خپل ژوند کې يي پلي کړو تر څو دښه ژوند او هوساینې څښتنان شو.