حضرت محمد (ص) د عبدالله زوی، د عبدالمطلب لمسی، د هاشم کړوسی او د بني هاشم له کورنۍ څخه و. مور یې بي بي آمنه نومېدله او کله یې، چې د مور په نس کې و، خپل پلار یې له لاسه ورکړ. حضرت محمد (ص) د بني هاشم په شعب (مینه) کې، د دوشنبې په سهار، د ربیع الاول نهمه ، چې د ۵۷۱ م کال د اپرېل له شلمې یا دوه ویشتمې نېټې سره برابره ده، دې نړۍ ته سترګې وغړولې.
ابن سعد روایت کوي، چې د رسول الله (ص) مور بي بي آمنه وايي: کله، چې هغه (ص) وزېږېده، زما له وجود نه یو نور ووت، چې د شام ټولې ودانۍ یې روښانه کړلې. لومړنۍ ښځه، چې د محمد (ص) له مور آمنې څخه یې وروسته هغه ته شیدې ورکړي دي، د ابو لهب وینځه (ثوېبه) ده.
محمد (ص) تر څلور یا پنځه کلنۍ پورې په بني سعد کې له خپلې دایې (حلیمې) سره پاتې شو او په همدې سن کې د شق الصدر (د سینې څیرلو) له پېښې سره مخ شو. له دغې پېښې نه وروسته حلیمه ورباندې ووېرېدله او خپلې مور ته یې ورتسلیم کړ، چې تر شپږ کلنۍ پورې بیا له خپلې درنې مور سره و. وروسته یې مور بي بي هم وفات شوله او سرپرستي یې د نیکه عبدالمطلب پر غاړه شوه. عبدالمطلب هم په ښه توګه د خپل لمسي سرپرستي وکړله او آن له خپلو ځامنو نه به یې هم وړاندې ګاڼه. کله، چې د محمد (ص) د ژوند اته کاله، دوې میاشتې او لس ورځې بشپړې شولې، مهربان بابا یې هم په مکه کې وفات شو. عبدالمطلب له مرګ نه مخکې د خپل خواږه لمسي سرپرستي خپل زوی ابو طالب ته، چې د محمد (ص) د پلار (عبدالله) سکنی ورور کېده، سپارلې وه. ابو طالب هم د خپل وراره (محمد صلی الله علیه وسلم) سرپرستي په ښه توګه باندې وکړله او تر څلوېښتو کلونو پورې یې ورسره هر اړخیزه مرسته کوله.
پیغمبر (ص) د ځوانۍ په لومړیو کې کوم ځانګړی کار نه درلود، خو پر له پسې روایتونه وايي، چې شپون و او د بني سعد مېږې به یې څرولې. کله، چې پنځه ویشت کلن شو، د خدیجې (رضی الله عنها) مال یې د سوداګرۍ لپاره شام ته یووړ. له شام نه له بېرته راتګ څخه وروست، چې کله خدیجې د هغه (ص) رښتینولي او امانتداري ولیدله. دا مهال یې غلام، چې له پیغمبر (ص) سره د شام په سفر کې ملګری و، خدیجې ته د حضرت محمد (ص) د انسانیت، رښتینولۍ، لوړو اخلاقو او نورو ځانګړتیاوو کیسې کړې وي؛ نو خدیجې ورته د واده کولو وړاندیز وکړ، چې محمد (ص) هم د هغې وړاندیز ومانه او واده یې ورسره وکړ.
خدیجه (رضی الله عنها) د پیغمبر (ص) لومړنۍ مېرمنه وه او تر هغو پورې، چې ژوندۍ وه بل واده یې ونه کړ. له ابراهیم پرته یې نور ټول بچیان له خدیجې (رضی الله عنها) نه وو. مشر زوی یې قاسم نومېږي او ورپسې زینب، بیا رقیه، بیا ام ګلثوم، بیا فاطمه او بیا عبدالله زېږېدلي دي. ټول ځامن یې په وړوکوالي کې وفات شوي دي، خو لورانې یې مسلمانې شوي، هجرت یې کړی او له فاطمې (رضی الله عنها) څخه پرته، نورې ټولې د خپل مبارک پلار په ژوند کې وفات شوي دي، خو فاطمه بیا د آنحضرت (ص) له وفات کېدلو نه شپږ میاشتې وروسته وفات شوې ده.
حضرت محمد (ص) د غوره اخلاقو، پاک سیرت، اوچت کردار او سپېڅلي عمل خاوند و. له ټولو نه ډېر غیرتي، د ښو او خوږو اخلاقو او نېکې معاملې درلودونکی و. غوره او خوږ ګاونډی، پر زغم، رښتینولۍ، نرمۍ او ژمنه باندې ټینګ ولاړ انسان و. هر چا یې عظمت او عزت مانه. هغه د ټولو ښېګڼو ټولګه او نمونه وه او خپل قوم ورته د امین لقب ورکړی و.
کله، چې رسول الله (ص) څلوېښت کلنۍ ته نږدې شو، نو تفکر، خیال او لیدلوري یې د ده او نور قوم ترمنځ فکري او ذهني واټن ډېر سره لرې کړی و. همدا و، چې نور یې یوازېتوب ډېر خوښېده؛ نو د حرا غار ته به ولاړه او خپل ټول وخت به یې هلته په عبادت کولو تېراوه.
وروسته له دې څخه د حرا په غار کې د رسول الله (ص) د عزلت او ګوښه والي په درېیم کال د روژې په میاشت کې د ځمکې پر خلکو باندې د الهي رحمت باران وشو. الله تعالی محمد (ص) په نبوت مشرف کړ او د جبرائیل (علیه السلام) په وسیله یې د قرآنکریم څو آیتونه ورباندې نازل کړل. دغه د روژې د میاشتې یوویشتمه او د دوشنبې شپه وه، چې د ۶۱۰ م کال، د اګېسټ له لسمې نېټې سره برابره ده.
حضرت محمد (ص) د حرا په غار کې و، چې پرښته ورته راغله او ورته یې وویل: چې ولوله!، رسول الله (ص) وفرمایل: زه لوستونکی نه یم. وايي: چې دغه وخت نوموړې پرښتې په غېږ کې دومره ټینګ ونیولم، چې بې سېکه شوم. بیا یې پرېښودم او راته ویې ویل: ولوله!، ما بیا ورته وویل: زه لوستونکی نه یم. بیا یې راټینګ کړم. بیا یې بېرته خوشې کړم او راته یې وویل: ووایه!، ما ورته وویل: زه لوستونکی نه یم. بیا یې د درېیم ځل لپاره دومره ټینګ ونیولم، چې بېخي بې سېکه شوم، بیا یې خوشې کړم او دغه آیتونه یې راته ولوستل: (اقراء باسم ربک الذی خلق (۱) خلق الانسان من علق (۲) اقرا وربک الاکرم (۳) الذی علم بالقلم (۴) علم الانسان ما لم یعلم (۵))). ژباړه: ولوله اې محمده (قرآن) د خپل رب د نامه په برکت. هغه رب، چې ټول مخلوقات یې پیدا کړي دي، انسان یې له تړلیو شویو وینو له ټوټو څخه پیدا کړی دی، ولوله (اې محمده! قرآن) حال دا، چې ستا رب لوی کریم دی (پر ټولو کریمانو).
پر رسول الله (ص) باندې د وحې نزول د څه مودې لپاره بند شو، خو وروسته بیا دغه لړۍ بېرته پیل شوله. پر همدې ډول باندې خدای (ج) د جبرائیل امین په وسیله پر حضرت محمد (ص) باندې ټول قرآن را نازل کړ او پیغمبر (ص) یې د بشریت د لارښود په توګه پر ځمکه باندې وګماره.
حضرت محمد (ص) نور انسانان د اسلام مبارک دين ته رابلل، چې په لومړیو کې دغه بلنه شاوخوا درې کاله پټه وه، خو وروسته بیا د خدای (ج) په امر باندې په ښکاره ډول د اسلام سپېڅلي دین ته د خلکو رابلل پیل شول. پیغمبر (ص) د اسلام مبارک دین ته لومړی خپله کورنۍ او نږدې کسان راوبلل او بیا د صفا غونډۍ ته وخوت او هر ټبر ته یې بېل بېل غږ وکړ. خلک راټول شول، د نورو ترڅنګ ابو لهب هم راغی. پیغمبر (ص) ورته وویل: اې خلکو زه خدای (ج) تاسو ته د لارښوونې لپاره رالېږلی یم؛ نو د اسلام حق دین ومنئ او له ناروا لارې نه ښې لارې ته راواوړئ! ابو لهب، چې د پیغمبر (ص) دغه او دې ته ورته نورې خبرې واورېدلې، په غوسه شو او ویې ویل: اې محمده! هلاک شې! آیا مونږ دې د همدې لپاره راټول کړي یو؟ حضرت محمد (ص) د ابو لهب پر خبره باندې سر ونه خوږاوه او خپل حقه تبلیغ ته یې دوام ورکړ.
پیغمبر (ص) د اسلام سپېڅلي دین ته د مشرکانو په رابللو کې له ډېرو کړاوونو سره مخ شو، خو هغه (ص) دغه سپېڅلې او د حق لاره پرې نه ښودله او لا یې هم د اسلام د مبارک دین تبلیغ کاوه او خلک یې ورته رابلل. د دغو ستونزو او کړاوونو له امله او د اسلام د سپېڅلي دین د خپرولو لپاره، ده او نورو صحابه کرامو بېلابېلو ځایونو ته ډېر هجرتونه وکړل او د اسلام مبارک دین ته د رابللو په دغې لاره کې یې له مشرکینو سره ډېرې جګړې هم وکړلې. لنډه دا، چې د ډېرو کړاوونو په زغملو سره یې د اسلام سپېڅلی دین په عربي او نوره نړۍ کې په تدریجي ډول سره خپور کړ، چې اوسمهال الحمد لله په ټوله نړۍ کې په میلیاردونو میلیاردونو انسانانو په دغه مبارک دین باندې اېمان راوړی او لا یې هم راوړي. دغه ټول د حضرت محمد (ص) او صحابه کرامو د هغه ټینګ هوډ، بشپړ اخلاص، رښتینولۍ، باور او د تلپاتې سپېڅلې او نه ستړې کېدونکې مبارزې پایله ده، چې ټول کړاوونه یې په ځان ومنل، خو د اسلام مبارک دین یې تر مونږ پورې راورساوه.
رسول الله (ص) د ۱۱ هجري کال د صفر میاشتې په ۲۹ مه، د دوشنبې په ورځ په بقیع کې په یوه جنازه کې ګډون کړی و. کور ته د ستنېدلو په لار کې یې پر مبارک سر باندې درد شو، سختې تبې ونیوه، دومره سور و، چې د لمدې شوې پټۍ پر سر به یې هم تودوخه محسوسېدله. د خدای پيغمبر (ص) یوولس ورځې سره له دې، چې ناروغ و، خو بیا به یې هم خلکو ته لمونځ ورکاوه. د ناروغۍ ټوله موده یې ۱۳ یا ۱۴ ورځې وه. ناروغي یې ډېره شوله، ډېر په تکلیف شو، له خپلو مېرمنو نه به یې پوښتنه کوله: سبا مې له چا سره وار دی؟ زه سبا له چا سره یم؟ درنې مېرمنې یې په موخه وپوهېدلې او داسې اجازه یې ورکړله، چې هر چېرته یې، چې زړه وي، هماغلته دې پاتې شي. پیغمبر (ص) په داسې حال کې، چې د فضل بن عباس او علي (رضی الله عنهم) پر اوږو یې تکیه کړې وه، د عائشې (رضی الله عنها) کور ته ورغی، مبارک سر یې تړلی و، مبارکې پښې یې پر ځمکه څښېدلې او د عائشې (رضی الله عنها) کور ته ننوت او هملته یې د مبارک ژوند وروستۍ اونۍ تېره کړله.
د رسول الله (ص) ځنکدن را لنډ شو، د ځنکدن پر مهال یې مسواک وواهه، مبارک لاس یا ګوته یې پورته کړله، سترګې یې چت ته ونیولې، مبارکې شونډې یې وخوځېدلې، عائشې (رضی الله عنها) غوږ ورته ونیوه او وایې ورېدل، چې فرمايي: (له هغو کسانو سره، چې نعمت دې ورکړی، له انبیاوو (علیهم السلام)، صدیقانو، شهیدانو، او صالحینو نه، هغوی ډېر غوره ملګري دي. اې خدایه! بښنه را ته وکړې او ما له غوره ملګري سره یو ځای کړې. اې خدایه غوره ملګری درنه غواړم.)) دغه وروستۍ جمله یې درې ځله تکرار کړله، مبارک لاس یې په اړخ ولوېد او له غوره ملګري سره یو ځای شو. ((انا لله و انا الیه راجعون))
دغه وخت د د دوشنبې ورځ، غرمه مهال، د سختې ګرمۍ وخت و. د هجرت یوولسم کال، د ربیع الاول ۱۲ مه نېټه وه. د رسول الله (ص) مبارک عمر ۶۳ کاله او څلور ورځې و.
وروستي