د کمونيزم له سقوط دوه لسيزې وروسته

بلغاریا مسلمانانو ته عربي نومونه ورکوي
اتلس کاله وشول چې په بلغاريه کې کمونيزم سقوط کړی . حکومت پرېکړه کړی چې ترک نژاده مسلمان کولای شي چې بیرته خپل اسلامي او عربي نومونه پرځان کیږدي . دتیری پیړۍ په اتیایمه لسیزه کمونیسټ چارواکو دوی اړ ویستلې وو چې خپل نومونه پر پلرنیو نومونو واړوي .
د بلغاري پارلمان د ثبت په مدني قانون کې دتعديلات منلې او د هېوادوالو ته یې اجازه ورکړی چې د خپلو هغه بچیانو نومونه راوګرځوي چې د1993/11/26 ز کې مړشوې . دوی کولای شي چې بیرته پرې هغه نومونه کیږدي چې پر زور پرې بدل شوې وو .
دغه قانون مسلمان استازی احمد حسین پارلمان ته وړاندې کړی و چې د 240 رایو څخه یې 139 رایې واخیستلې او پارلمان دغه وړاندیزومانه .