داعش یوه فتنه ده 

 
داعش د اسلام په نوم د اسلام پرضد د یهودو یوه ستره توطیه ده او په دې سره غواړي چې د اسلام د مبین دین څیره بدنامه کړي.
داعش په دې وروستیو کې په سوریه کې د ماتې سره مخ دی؛ روسانو یې پرخلاف غوڅ او قاطع بریدونه وکړل امریکا اوس غواړي چې دغه فتنه افغانستان ته انتقال کړي.
په افغانستان کې د ځای پرځای کیدو دوه ستر لاملونه دي :
اول : په افغانستان کې پر موجوده اقتصادي زیرمو کنترول
دویم: د چین او روسي په شمول د سیمې نورو هیوادونو ته ستونزې جوړول.
که چرته افغان حکومت او سیمه ییز همکاران یې پروخت د دغه فتنې د مخنوې پر لارو چارو غور ونه کړې نو په نزدې وخت کې به دغه فتنه پیاوړې او بیا به یې مخنیوي ګران وي .
امریکا په دې سره غواړي چې په دې سیمه کې خپلو شومو مخو ته ځان ورسوي .
د داعش اعمال له اسلام سره هیڅ اړخ نلري خو په ظاهره ځان ته مسلمانان وایې او په افغانستان کې هره فتنه چې د اسلام په نوم پیل شي ژر پرمختګ کوي ځکه چې زموږ ګڼشمیر هیوادوال تعلیم نلري او د دغه ډول حرکتونو پر مخو او عواقبو هم خبر نه دي .
نو د دې لپاره چې دغه فتنه په افغانستان کې ځان ته ځاي پیدا کړي پکارده چې په نطفه کې خنثا شي .
امریکایان د افغانانو دوستان کیدای نشي بلکي هغوي خپلې موخې او اهداف تعقیبوي دلته چې راغلي د خپلو مخو د ترلاسه کولو لپاره راغلي د افغانستان په نا امنه کیدو کې د امریکا موخې ښې ترلاسه کیدلای شي .
د افغان حکومت په شمول د سیمې هیوادنو ته پکار ده چې ددغه فتنې مخنیوي وکړي کنه بیا به یې کنترول او قابو ګران کار وي .