د ژبې فصاحت او روانتیا،که څه هم یوه میراثي وړتیا ده چې چا ته انتقالیږي؛خو ډیره په روزنه او مساعدو امکاناتو پورې هم اړه لري.یانې که چیرې د یو چا مور او پلار یا له هغې پورته د ژبې فصاحت،بلاغت او روانتیا ولري، تر ډیره حده يې راتلونکو نسلونو ته دا وړتیا انتقالیږي، خو که مساعد محیط او همدارنګه سالمه روزنه شتون ونه لري؛ دا وړتیا يې له خنډونو سره مخ کیږي او ضربه ویني. ارواپوهان يې په د سالمې روزنې په اړخ ډیر ټینګار کوي.
مساعد محیط او امکانات: د ماشوم څرګندونو ته اجازه ورکول که هغه په کور یا ښوونیځي کې وي. د ماشوم څرګندونو ته درناوی کول او د هغه تشویقول تر څو په ډیر جرئت خبرې پيل او باالاخره پای ته ورسوي.
که څه هم ماشوم هر وخت زموږ د توقع مطابق څرګندونې نشي کولای، خو په هر حالت کې باید هغه د ده د غلطو څرګندونو په اساس تهدید نه شي، وخت په وخت موقع ور ته برابرې شي تر څو د مختلفو موضوعاتو په اړه خپل نظر له موږ سره شریک کړي. که څه هم ځینې غلط فرهنګي او دودیز مسایل که هغه په ښوونځي،کور یا بل ټولنیز موقعیت کې وي؛ماشوم ته د خبرو کولو اجازه نه ورکوي او که کوم ماشوم خبرې وکړي تهدیديږي یا رټل کیږي،چې دا د ماشوم نه د هغې د ژبې فصاحت او د ژبې سلیس والی اخلي،او هغه نازک تار چې د خبرو کولو په وخت کې د دماغ او ژبې ترمنځ غزیږي تر څو هغه مالومات چې زموږ په ذهن کې دي په ژبه راوړل شي،سستیږي او یا هم له منځه ځي.
پداسې حالاتو کې د نوښت قوه، د خبرو پر مهال د فکري قوی تمرکز والی له منځه ځي او په راتلونکي کې دا کس زړه نا زړه خپلو خبرو ته دوام ورکوي،چې دا زړه نا زړه والی يې د بې جرئتۍ سبب کیږي او باالاخره یو با استعداده کس په يوه بې استعداده کس بدلیږي.
په درنښت
سید شاه ګل ویاړ