کله مو چې تر یوې مودې لکه څو اوونۍ او یا میاشتې له مطالعې سره اړیکه پرې شي، بیا ځل لپاره لوستنې ته راګرځیدل سخت وي، زړه تنګی وي او په ذهن کې مو درس نه کیښني، هر چاته شکایت کوو چې درس مو په ذهن کې نه کیښني.
دا واقعیت دی، زما تجربه ده، کله مې چې د ډیر مصروفیت او یا لټۍ تمبلۍ له امله مطالعې ته شا کړې، بیا له همداسې یوه حالت سره مخ شوی یم، خو د بیا ځل لپاره مې زړه ورته تنګ کړی دی، د خپل اوسني او راتلونکې حالت په اړه مې په ټولنه کې فکر کړی، تیر حالت ته مې نظر کړی، په مطالعې کې مشهورو خلکو په اړه کیدای شي کوم استاد، ملګری او یا به پخوانی شخص وي، چې له مطالعې سره یې علاقه لرلي وي او د ډیرې مطالعې پر اساس یې علم ډیر پراخه شوی وي، ځان سره تصور کړی او بلاخره له ځانه سره په کتاب ګرځولو، پيل کې کمې کمې مطالعې، د خپلې خوښې مضمون لوستنې او له روانو حالاتو سره د رابطې لرلو له امله مې بیرته ځان نارمل حالت ته چې مطالعه په کې ښه کولی شم، زړه مې ورته نه تنیګیږي، د هر ټکي لوستل مزه راکوي او ښه مې په مزه مزه یادیږي راګرځیدلی یم.
نو کیدای شي په دې لاره هم بیرته مطالعې ته راوګرځئ او دا خبرې چې (ذهن کې مې درس نه کیښني) له ذهنه وباسئ.
غازي عابد
#زماتجربه-مشوره