د کابل ماموریت

 
سهار نهو بجو شا او خوا کې راته فون وکړ، چې زر تر زره ځان دفتر ته را ورسوه بیړنۍ ناسته لرو، ما هم په بیړه سره ځان تیار کړ او په ټکسي کې کښیناستم، ور روان شوم، کله چې دفتر ته دننه شوم، ګورم چې ناشنا کسان راغلي دي، د دوی څیرې په پوره ډول سره د چپړاسیانو په شان وې، ما له ځان سره فکر وکړ، چې د دفتر چپړاسیان یې لکه، چې بدل کړي دي اوس یې ځکه د جلسې کوټې ته راوستلي دی، چې خپلې دندې ورته په ګوته کړي، ما هم مشر ته سلام وکړ او کښیناستم، په خبرو مې پیل وکړ؛ مشره خیرت خو به و، چې دومره په بیړه دې راوغوښتم او دلته نور څوک شته هم نه دي، دا نو سنګه مجلس دی؟ مشر خپله غاړه تازه کړه او د سترګو په ښورولو یې راته وویل، چې د دوی په شتون کې داسې خبرې مه کوه، لږ ورو ځه، بیا یې پیل وکړ، دلاور خان دوی زموږ د جهاد ملاتړي او مجاهدین وروڼه دي، زموږ د جهاد ټول مهمات دوی راکوي، دا ډير سپڅلي خلک دي او اوس مې ته هم دې دوی لپاره راوغوښتې او یو بله خبره هم ده، هغه دا چې ته د کابل د مجاهدینو قوماندان شوې دا زما او زموږ د مجاهدینو ورڼو غوښتنه ده، ته تر اوسه ډیره ښه پرمخ تللی یې او په خپلو چارو کې ښه بریالی او یو زړور مجاهدی یې. زه هم خوشحاله شوم  او دا ماموریت مې ومنلو، په دې وخت کې راغلیو دووکسانو په بله بهرنۍ ژبه باندې خبرې پیل کړې، دریم کس یې خبرې موږ دواړو ته ژباړلې، راته وایې دا ښاغلی داسې واېې؛ تا ته د دې بریاوو مبارکي وایو او خوشحاله یو چې تا جوړ او روغ وینو، ستا په اړه مو ډیر ځه اوریدلی وو، خو الله پاک ستا له دیدار څخه هم برخمن کړو، موږ په داسې زړورو او باتورو مجاهد ورڼو باندې ویاړو، هغه نور کسان په بهرنۍ ژبه باندې خبرې کوی او دا ژباړونکې یې موږ دواړو ته په خپله ژبه چټکې ژباړي، خبرې یې ډیرې مخ ته لاړی د ماموریت سپارلو خبره راورسیده، دا ښاغلی وایې چې ته خو به دی باوری یې کابل کفارو جوړ کړی دی او د کفارو په لاس جوږ شوی خونو او محلونو کې خو سپڅلی مجاهدین نه اوسیږي، زموږ او ستاسې دین خو ډير سپڅلی او پاک دین دی د کارونو ته خو هیڅ اجازه نه ور کوی او د کابل خلک خو هم ټول کافر دی تاسې ته خو تر ما ښه حالات معلوم دی، چې به کابل کې کوم ډول خلک اوسیدل، زموږ او ستاسی ثقافت کله دې ته اجازه ورکوي، چې په ټولنه کې شر او فساد خپور شي، نو ددغو کارو نو د مخ نوي او کفار په خپلو دسیسو کې د ناکامولو لپاره باید موږ مسلمانان په ګډه یو کار وکړو، هغه دا چې په کابل کې کوم د کفار په لاس جوړ شوي ځایونه ونړو، ما هم له ځان سره همدا فکر کاوه، چې په ریښتیا هم کابل همداسې دی، ټول ریښتیا وایې، خبرې ډیرې شوی او بلاخره ما ته د ماموریت سپارلو وخت راورسید، راغلي تورمخي کسان وایي؛ ته به داسې وکړې، چې په کابل کې درې څلور سینماوې دې، هغه به په بمونو والوزوې او د کابل ښار په سړکونو چې کوم د بریښنا مزي د ځمکې لاندې تیر شوي دي، هغه به په چیندارو باندې راوباسې، د هر متر بریښنا مزي په بدل کې درته ۱۵۰۰ پاکستانۍ کلادارې به درکړل شي، زه هم له ډیرې خوشحالۍ په جامو کې نه ځایدم او لاړم دا ټول ماموریتونه مې په دوو اونیو کې تر سره کړل او خپلې پيسې مې له مجاهدو وروڼو واخیستې.
پای.
بشپړ ماموریت د ناول په بڼه ډير ژر