
کله چې د اولسمې پیړۍ په دوهمه لسیزه کې په اروپا کې د مذهبې جګړې لمبې بلې شو کابو دیرش کاله ېې دوام وکړ په دغه اوږده جګړه کې چې د پروتستانو او کاتولیکانو ترمنځ پیل شوې وه اروپایی خورا سخته زیانمنه کړه ،په تاریخ کې زیاتره شوې جګړې چې تاریخ لیکونکو راخیستي مذهبي رنګونه لري خو دغه جګړې بیا په خپل منځ کې ژور توپیرلري کورنۍ مذهبي جګړې بیا تر ټولو خطرناکې پایلې لري .
تجربو ښودلې ده چې مذهبې جګړې تر نورو ډیرې خطرناکې او ناوړه پایلې لري او دغه جګړې بیا تر ډیره دوام کوي ، هغه مهال چې په ۱۵۶۲ میلادي کال کې په فرانسه کې مذهبي جګړې پیل شوې تر ۱۵۹۸ کال پورې یی دوام وکړ چې څلوریی دنهم شارلي او څلور نورې ېې د څلورم هانري د سلطنت په دوران کې رامنځ ته شوې . په اروپا کې اوږدې خونړۍ جګړې ته دیرشکلنه جګړه هم وایی چې د اروپا ډیر هیوادونه ېې زیانمن کړل . المان دهمدې جګړو له امله وویشل شو ،دروم ځواکمن سلطنت همدې جګړو کمزوری کړ او دخلکو ترمنځ اوږده واټنونه همدې جګړو رامنځ ته کړل .
په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې منځنۍ خیتځ او ورته نیږدې هیوادونه دهمدې جګړو تر سیوري لاندې راغلي په دې ورستیو څو کلونو کې په عراق ، لبیا ، یمن او سوریه کې روانې جګړې ترډیره مذهبي رنګ لري او وینو چې هره ورځ په لسګونو یا سلګونو کسان دهمدې جګړو قرباني کیږی . ددغو خونړیو جګړو له امله په یادو هیوادونو کې استخباراتي کړیو خپل فعالیتونه پراخ او د جګړو دوام لپاره یی بیلابیلې ډلې ټپلې رامنځ ته کړې دوي وتوانیدل چې دخلکو له هغو خودجوشه حرکتونو څخه هم ګټه پورته کړي چې د استبدادي نظامونو په وړاندې راپاریدلي و .
خو اوس ددغو جګړو لمبې تر افغانستانه هم رارسیدلي دي ، افغانستان چې په تیرو څلورو لسیزو کې خپلې ټولې منابع له لاسه ورکړي او په یو کنډواله بدل شوی دا مهال د استخباراتي لوبو او ازمیښتونو لپاره ښه مساعد دي څوکاله وړاندې دعاشورا په ورځ د ابوالفضل په زیارت کې په شعیه عبادت کوونکو ځانمرګي برید شااو خوا سل نفره ووژل چې همدا د مذهبي جګړي اورته لومړی پوکی و ، تردې وروسته نورې پیښې هم وشوې خو دامهال چې په سیمه او نړۍ کې کوم حرکتونه احساسیږي خطرناک او داندیښنې وړ دي دا ځکه چې له سورې ، عراق ، لبیا او یمن څخه یو شمیر وسله وال چې بدله روحیه او فکر سره افغانستان ته رامخه کوي او مخه ېې کړې اوس په سیمه کې د داعش په نوم یوه مفکوره رامنځ ته شوې چې د تقویه کیدو هڅه ېې کیږي .دجنبش روشنایي پرلاریونکونکو او له هغه وروسته د کارت سخي پرزیارت او تازه د باقر په دارالعلوم برید چې دریش کسان ورکې ووژل شول وروستي مرګوني بریدونه و .
دغو بریدونو خورا ډیرې اندیښنې راپارولي افغانستان دخپلمنځیو جګړو داسې لولپه کړ چې هیڅ هم ورته پاتې نه شول . دروسانو یرغل او له هغه وروسته کورنیو جګړو ټول بنیادونه ونړول او دحکومت ولي اونظم چوکاټ ېې داسې ټوټه ټوټه کړ چې جوړیدل ېې کلونه کلونه وخت غواړي
افغانان لا له دغو جګړو خلاص نه دي چې دیوې بلې تازه جګړې اورته ورته پکی وهل کیږي ، سیمه ایز او نړیوال استخبارات هڅه کوي چې دخپلو موخو او اهدافو درسیدو لپاره یوه نوې لوبه پیل کړي او زموږ د اوجود په ایرو کې خپل لعلونه ولټوي او وېې مومي .
له نیکمرغه افغانان دغو جګړو نه لرې پاتې شوې او د دښمنانو هڅې ناکامې شوي دی خو نوې هڅې او کوښښونه داندیښنې وړدي .
پوښتنه داده چې څه باید وشي ؟ په دې اړه زموږ مسؤلیتونه څه دی ؟
ددې لپاره چې دغه راروانه بلا مو پرمخ وهلې وي پکار داده چې له ټولو شته امکاناتو نه په ګټې اخیستنې سره هڅه وکړو دعامه پوهاوي په برخه کې خپلې هلې ځلې وکړو ، له خپلو هیوادوالو سره په هرغم کې ځان شریک کړو او شریک یو ، د نوي او راتلونکي نسل د بیدارۍ او دغه ډول جګړو څخه دنجات لپاره باید بنسټزکارونه وشي د اهل سنت او اهل تشیع رهبران او مشران باید خپلو خلکو ته دیوالي او همدردۍ روحیه ورکړي .ترڅو زموږ په لور د راروانو توفانونو مخه ونیول شي .
لیکوالان ، شاعران ، ملا امامان ، سپینږي ، قومي مشران او ځوانان باید دعامه ذهنیت دجوړونې لپاره کار وکړي . ترڅو د حالاتو او بدلیدونکي وضعت په اړه ذهنیتونه جوړ وي . د سوکاله هیواد په هیله .