
امريکا د افغانستان ډېره دوښمنه ده که طالبان ؟
تاسو ته په دې تجارتي حکومت کې څه تاوان رسېږي، بس يوازې خبرې درپريږده او بس، عمل مو قسم کړی دی چې ېې نه وکړو.
ټول پښتانه په ټوله نړۍ کې افغانان دي او طالب نوم اخيستل پښتونو ته خطاب دی، د دې نوم څخه هيڅوک هم انکار نه شو کولای،
دا یوازې زه نه وایم، بلکې هره ورځ درته په ولسي جرګې، مشرانو جرګې او په عام ډول په ټوله میډیا کې باربار تکرارېږي او شخصً زه خو په دې نوم افتخار کوم او نازیږم پرې.
د داسې پښتنو مشرانو لکه دا نن چې په دې دروغجن دولت کې ځای ناستي دي یوه ښه ښه پایله دا ده، چې په خپله پښتانه يې سره ټوټې ټوټې کړل يو او بل ته يې سره دښمانان وګرځول، څوک مو دڅه او څوک مو دچا دخوشحاله کولو لپاره له منځه يوړل، نو ستاسو ټولو نالوستو زورواکو رېشوت خورو په پرتله زه اوس هم ښاغلیو هر یو ضغيف، متوکل، مطمئن...، او داسې نورو ته ډیر احترم لرم او په په لوړه سترګه ورته ګورم. هغه چې زه يې وېنم، لولم او کوم يې، نو د طالب نوم په اوسني حالاتو
کې يو اذادۍ او خپلواکۍ غوښتونکي شخص ته متوجې کېږي.
موجوده حکومتدارانو ته
1-ګوندونه ستاسو مبارک؛
2- دا د دروغو نومونه لقبونه چې ورځ کې يې درته دوه ځلې بدلوې رابدلوې موږ نه دي پکار؛
3-د خارجيانو وتل، په ګران هېواد کې د خارجيانو لاس وهنې بندول، هغه که همسايه دي او که نه، د ملي هويت ساتنه دا ټول هغه څه دي، چې پر موږ فرض دي چې باید هر یو یې ترسره کړو.
نو خپله فکر وکړی، دا نن سبا چې ګوم بد حالت موجود دی او وي به ، دا ټول د امريکا د لاس لاندې کېږي او کنه؟
يو څه شته، هغه دا چې د اسلام او طالب له نوم څخه ناوړه ګټه اخيستل کیږي، پښتانه د طالب په نوم وهل کیږي، ټکول کیږي، چور کیږي، چې هغه هم د پردیو شاته ولاړو، خرڅشویو او بې غروره خلکو، چې د امريکا په پيسو او د همسايه هيوادونو په وسیله او لمسون ترسره کېږي او منځ ګټه یې دا دي، په دې ډول خپلو موخو ته په کې لاس رسی پيدا کړي.
نوټ
افغان يم
پښتون يم
طالب يم
ترهګر، داعش، دهشت ګر، وطن فروش، يا د شوراې نظار د درغو جهادي نه يم. هغه نومونه يا لقبونه چې هيوادوال پرې دوکه کوئ، کوم چې تاسو خپلو ځانونو ته انتخاب کړې او فخر هم پرې کوئ، زموږ د منلو وړ نه دي.