
کامیابی څه شی ده؟ د هغی د لاسته راوړلو طریقه څه ده؟ آیا تاسو ته هم د کامیابی حق حاصل دی؟
همدی بنسټیزو پوښتنو ته د ځواب پیدا کولو په موخه می وغوښتل د ځوان نسل لپاره یو داسی لیکنه ترتیب کړم؛ چی په مطالعه کولو سره یی د هغوی ژوند بدل شی. له ناکامی، بی باوری، ماًیوسی، له غم او مصیبت، له بیکاره عادتونو، ګناهونو ،ذهنی فشارونو څخه خلاص شی؛ او د نیکو کارونو په ترسره کولو د کامیابی په لور قدم پورته کړی او خپل ژوند تر هرچا ښه او مطمیْن کړی.
شاید داسی یوه هیله ولری چی اوس مو له یاده وتلی وی او یا هم د له منځه تللو په حال کی وی؛ خو که چیری ستاسو دا هیله عملی شوی وای نو ستاسو اوسنی حالت به څنګه وو؟
اوس څو لحظی په آرام او هوسا ډول سره فکر وکړی او له ځان څخه وپوښتی چی ستاسو هیله څه ده؟
ګرانه لوستونکیه اوس چی دی چی د دی لیکنی په لوستلو پیل کړی زه ډاډه یم چی تاسو غواړی ژوند کی مو مثبت بدلون راوړی خپلو هیلو ته ورسیږی؛ او د ځان څخه د نړی په کچه نه هیریدونکی اتل جوړ کړی.
کامیابی، موخو ته رسیدل او اتلولی هغه څه ده چی په انسانی ټولنه کی یی هر څوک غواړی لاسته راوړی؛ خو پوښتنه دلته ده چی ولی ځینی خلک تل کامیاب او خوشحاله وی برعکس ځینی خلک د کامیابی د غوښتلو برسیره بیا هم کامیابی نشی ترلاسه کولی؟
که تاسو هم د کامیابی نړی ته د تللو غوښتونکی یاست نو همدا نن نه بلکه همدا اوس تصمیم ونیسی چی تاسو څه جوړیدل غواړی؛ خپلی هیلی مو ځان ته تعریف کړی او همد اوس له خپل ځان سره ټینګه وعده وکړی چی غواړی کامیابی تر لاسه کړی او خپلو موخو ته مو ورسیږی.
د بریا لومړی شرط ښه او پر ځای تصمیم نیونه ده؛ هر کله مو چی تصمیم ونیولو نو بیا یی هیڅکله هم د بدلون هڅی مه کوی.
د بریا لپاره تر ټولو اړین کار د اهدافو ټاکل، منظم پلان او ستراتیژی جوړول، د لاسته راوړلو لپاره یی نه ستړی کیدونکی هڅی، نوموړی پلان ته د عمل بڼه ورکول، پر ځان باور، صبر، زغم، د مشکلاتو سره هر اړخیزه جګړه او د هڅو روان ساتل دی.
د بریا لپاره تر ټولوښه نسخه د لوی رب العزت څخه د تل لپاره مرسته غوښتل، په لمونځ قایمیدل، تقوا، پرهیزګاری، او د مشخصو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره یی د لارو چارو زده کول دی
د اهدافو د لاسته راوړلو لپاره اړین ټکی:
۱- د اهدافو ټاکل: اهداف مو په پوره توګه ځان ته تعیین او وستایی.
۲- پلان جوړول: اهدافو ته د رسیدلو لپاره منظم پلان جوړ کړی داسی ستراتیژی جوړه کړی چی تاسو سره مو د اهدافو په تر لاسه کولو کی مرسته وکړی.
۳- ارزښتناکه اهدافو ته لومړیتوب: په یو وخت کی د ټولو اهدافو د لاسته راوړلو هڅه مه کوی یو یا دوه لوی او تر ټولو ارزښتناکه اهداف چی ستاسو په ژوند کی تر بل هر څه زیاد مثبت بدلون راوستلی شی ځان ته وټاکی.
۴- عملا لاس په کار شی: وروسته له دی چی اهداف مو وټاکل ژر تر ژر لاس په کار شی او د لاسته راوړلو لپاره یی هڅی پیل کړی.
۵- اهداف مو وویشی: اهداف مو په اوږد مهاله، میان مهاله، او لنډ مهاله برخو باندی وویشی؛ تر څو په لاسته راوړلو کی د ستونزو سره مخ نشی.
۶- وروستی نیټه تعیین کړی: هڅه وکړی د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره مو نیټه وټاکی دا کار به ددی لامل شی تر څو د ترلاسه کولو لپاره مو هڅی نوری هم ګړندی کړی.
۷- خپل پرمختګ محاسبه کړی: تل هغه کارونه چی اهدافو ته د رسیدلو په موخه مو تعیین کړی نښانی کړی؛ او د ترلاسه کولو له کبله یی ځان ته مکافات ورکړی دا کار به ددی لامل شی تر ځو ستاسی هڅه او انرژی نوره هم ګړندی شی.
۸- د اهدافو لپاره مو مقیاس وټاکی: هڅه وکړی د اهدافو لپاره مو تل مقیاس او بریدونه وټاکی. د بیلګی په توګه: که موخه مو د علمی کچی لوړتیا وی نو له ځان څخه وپوښتی چی آیا تاسو ترکومی کچی غواړی زده کړی وکړی لیسانس، ماستری، دوکتورا اویا هم نور...
۹- اهداف مو مبهم مه ساتی: هڅه وکړی اهداف مو له خپلو نږدی او همفکره ملګرو سره شریک کړی دا کار به ددی لامل شی تر څو تاسو یی د تر لاسه کولو لپاره نور هم مجبور شی.
۱۰- اهداف مو ورځنی عادات وګرځوی: مونږ ټول هر سهار وخته له خوب څخه پاڅیږو ،غاښونه مو مینځو، پنځه وخته مونځ کوو، ډوډی خورو او داسی نوری چاری سرته رسوو هڅه وکړی اهداف مو هم د ورځنی مهال ویش یوه برخه وګرځوی.
۱۱- اهداف مو ترلاسه کیدونکی وی: تل هڅه وکړی داسی اهداف وټاکی چی هغه تر لاسه کیدونکی وی او ستاسو د توان او طاقت مطابق وی.
۱۲- اهداف مو تل یاد ساتی: هر سهار د خوب څخه د پاڅیدلو وروسته پنځه دقیقو لپاره خپل اهداف په خپل ذهن کی تیر کړی ترڅو مو په یاد پاتی شی.
۱۳- هیڅکله ماتی مه منی: یو له هغه دلایلو څخه چی مونږ تل د خپلو موخو څخه تیریږو او ماتی خورو هغه د ( ټول او یا هیڅ ) فکر درلودل دی. د بیلګی په توګه که چیری مونږ د ډوډی نه خوړلو رژیم نیولی وی؛ او يوه ورځ خپل رژیم په يو پاکټ چپس مات کړو نو بیا کوښښ کوو دا کار د هفتی تر پایه او یاهم تل تر سره کړو.
خو کوچنی غلطی ممکن ده ستاسو په موخه کی لوی توپیر رانه وړی. هماغه چی تاسو ۸۰ سلنه په خپل پروګرام عمل وکړی بسنه کوی د پاتی ۲۰ سلنه لپاره اندیښنه مه کوی.
۱۴- هیڅکله هم ماتی مه منی؛ خو د ماتی دمنلو لپاره تل تیار اوسی.
۱۵- هغه کسان چی تاسو سره ستاسو د موخو په ترلاسه کولو کی مرسته کوالای شی ملګری کړی؛ او په اړین وخت کی تری مرسته وغواړی.
۱۶- د صحت خیال مو وساتی: هر سهار په منظم ډول سره بدنی روزنه ترسره کړی د بدن لپاره ګټور اړین خواړه وخوری؛ او د صحت په برخه کی مو خاصه پاملرنه وکړی.
لیکونکی: حکمت الله نظری