
د تېري جمعې په ورځ، د عقرب پر اته ویشتمه مي د افغانستان جلالتمآب اولسمشر ډاکټر صاحب محمد اشرف غني ته؛ د دوی د عالي مقام د ځوانانو او ټولنیزو چارو د مشاوریت څخه استعفاء وړاندي کړه او هیله لرم چي منظوره یې کړي.
زما د استعفاء د موضوع په خپرېدلو، د ګرانو هیوادوالو، په ځانګړې توګه ځوانانو نظرونه، زما سره بې کچي مینه او پرېمانه نیکي پېرزویني، هغه معنوي پانګه ده چي مثبته روحیه راکوي، ټولني ته مورال بخښي او راتلونکي ته هیله مندي زیاتوي. زه د خپلو ټولو همفکرو او خواخوږو هیوادوالو څخه د زړه له تله مننه کوم.
د خپلي استعفاء د لاملونو په هکله باید ووایم چي زموږ ځوانان په هراړخیز ډول د خورا زیاتو ستونزو سره مخ دي او ګڼي اړتیاوي لري، خو په حکومتي سیسټم کي د هیواد ددغه اکثریت چي افغانستان له نسلي اړخه د نړۍ تر ټولو ځوان نفوس لرونکی هیواد جوړوي، هیڅ ستراتیژي، پلان، طرحه او پالیسي نسته.
ماته ددغه درانه مسئولیت په راسپارل کېدو؛ د ځوانانو هیلي پيدا سوې او موږ چي ددغو هیلو او پراخو توقُعاتو د پلي کولو په موخه هر حرکت او هڅه وکړه، نه یواځي دا چي همکاري راسره ونه سوه او امکانات رانکړل سول، بلکهِ خنډونه هم راته ایجاد سول او بیابیا مو مخه ونیول سوه. اولسمشر ته لاره په بشپړ ډول تړلې او لاسرسی ناممکن وو.
په مجموع کي د هلوځلو د شنډولو او زموږ په وړاندي د خنډونو ایجادولو کړۍ، د اولسمشر پرشاوخوا راګرځېدلې د سلام رحیمي هغه کورنۍ ده چي نه یواځي زموږ ځوانانو بلکهِ د ټول هیواد برخلیک یې برمته کړی دی. دیادي کورنۍ غړي د اولسمشر د غوږونو، سترګو او خولې په څېر، پر مهمو موقعیتونو نصب سوي او په مافیایي بڼه یې هرڅه انحصار کړي دي.
د ځوانانو ستونزو، غوښتنو، هیلو او توقُعاتو ته نه رسیده ګي، زموږ کارونه د ناهیلۍ سره مخامخ کړي ول. پر داسي وضعیت پټه خوله پاتېدل او یواځي موقف ساتل زما لپاره مناسب کار نه وو، ځکه مي استفاء لازمه وګڼله.
موږ ځونانو چي د تېرو دورو د اولسمشرۍ په ټاکنو کي، د پام وړ تجربې حاصلي کړې او د اوسني اولسمشر سره د لویو ارمانونو د تحقق په موخه درېدلي وو، د راتلونکي لپاره به پر خپلو پلانونو کار کوو او زه د هیواد د ډېرو رښتینو ځوانانو د پېژندګلوۍ، ملتیا او ګډ کار د ویاړ په لرلو، پر خپلو ټولو ځوانانو د مدني مبارزو د غښتلو کولو ږغ کوم او په دې برخه کي د نظرونو، وړاندیزونو او طرحو هیله ځني کوم.
موږ به بیاهم په پوره لېوالتیا، د هیواد د ملي ارزښتونو د ساتني او ملاتړ په موخه ګډي هلي ځلي کوو.
د پياوړي افغانستان په هیله
ستاسي ورور نسیم پښتون شریفي
د ټولو هغو ځوانانو په نماينده گى چى ارگ اداره امور او يا نورو ادارو كي ورسره ظلم شوى.