د سر د مغزو د رګونو پاکول، هغه مهمه طریقه او روش دی چې، یو لړ ناروغیولکه - د غاړې د اسټیشنډروز(Osteochondrosis) نه نیولې تر اټروسکروز(Atherosclerosis) پورې - په وخت کې ستاسو د بدن مقاومت په کافي کچه لوړوي. د سر دمغزو د رنګونو په منظم ډول پاکول، تاسو د سر د دروندوالي نه خلاصوي، سر دړډ مو ورک کوي، هوش او فکر مو روښانه کوي او موډ یا طبعیت مو ښه کوي.
د لاندې پنځو لارو نه د سر د مغزو د پاکولو لپاره کار اخیستی شو:
1-غوزان یا مټک او شات
پنځه دانې مټک یا غوزان به د یوې چای څمڅې طبعي او خالصو شاتو سره یو ځای کړئ . بیا به پکې لږ غوندې میده شوي دالچینې او زنجبیل ور زیات او ښه ګډوډ کړئ. دغه مخلوط به د یوې شپې ورځې لپاره په یخچال کې وساتئ. هره ورځ به ،د ډوډۍ نه نیم ساعت مخکې ، درې واره یوه یوه د ډوډۍ خوړلو څمڅه له دغه مخلوط نه خورئ .
2- د پیازو جوس او شات
د ګیلاس د دریمې برخې په اندازه به د پیازو نه جوس وباسئ، هغه به د یو ګیلاس طبعي او خالصو شات سره ګډ کړئ . د ورځې به درې واره، د ډوډۍ نه نیم ساعت دمخه، ددغه مخلوط یوه د چایو څمڅه خورئ. ددې مخلوط استمعال او خوړل نه یوازې دا چې، رنګونه پاکوي، بلکې د وجود غوندیتوب او مسوءنیت هم غښتلی کوي .
3- هره ورځ، د ډوډۍ خوړولو نه نیم ساعت د مخه، د انارو نیم ګیلاس جوس وڅښئ( کولای شئ چې په نوبت سره، د انارو پرځای د مڼې او ګزرې جوس وکاروئ).
4-دسپيرکونډکې یا اوښ اغزي ایشولی مخلوط
په ایشیدلیو اوبو کې به یو موټی (د لسو ګرامو شا اوخوا) د سپیرکونډکي یا داوښ داغزي وچې ولې واچوئ، بیا به یې د اتو نه ترلسو ساعتونو پریږدئ او وروسته به یې په ساړه ځای کې کیږدئ. دغه مخلوط به د یوې میاشتې په اوږدو کې، هره ورځ د ډوډۍ خوړلو نه نیم ساعت مخکې،څلور د ډوډۍ خوړلو څمڅې خورئ .
5- ګټورې میوې
د بدن د روغتیا او رګونو د پاکیدا لپاره، باید هره ورځ د ناشتې نه نیم ساعت د مخه، یوه دانه کینو، یوموټی ممیز او غوزان یا مټک وخورئ . د پځلس یا شلو دقیقو وروسته، یوګیلاس اوبه چې، یوه د چای څمڅه شات او لیمو پکې ګډ کړی شوي وي، وڅښئ. وروسته له لسو یا پنځلسو دقیقو کولای شئ چې خپله ناشته وکړئ.