آرګپوهنه: د ملاقات لپاره زښته اړین توکې او آداب:

آرګپوهنه:
د ملاقات لپاره زښته اړین توکې او آداب:
۱ـ سې وې دې باید مخکې لیږلي وي
۲ـ طرحه باید ولري
۳ـ د ملاقات غوښتنه به پرلپسې دوه دری میاشتې کوي
۴ـ ملاقات دې باید سکیجول وي
له دې وروسته:
۵ـ ملاقات ته به داسې نرم نرم ور روان شي، چې له الفه تر یا پورې به د هر سړي مننه کوي
۶ـ د ملاقات په دوران کې به تر سلام او ستړي مشي وروسته، د ټاکلي وخت نیمایې برخه په چاپلوسې تیروي، چې ګواکې تاسې هیڅ وخت نه درلود او ماته مو وخت راکړی، که دې د مرګ او ژوند مسله هم ور اخیستې وه، ته به داسې وایې، چې ستاسې وخت ډیر مهم وو، زما مسله هومره مهمه نه ده، خو بیا هم ستاسې شفقت دی، چې وخت مو راکړ (له دې خبرو سره به داسې کړوپ ناست یې، د منني او پیرزوینې احساس به مخاطب ته ورکوي)
۷ـ یو لنډ خو خوږ(brief but sweet) پراګراف مننه به له سکرتره وکړي، چې تاته یې لاره هواره کړي او ته یې سکیجول کړی یې، په عین حال کې به دا مننه هم صاحب ته منسوبه کړي، چې ډیر وړ او په خبره پوه سکرتر یې د ځان لپاره ټاکلی دی ( په دې مخاطبه کې به ته صاحب ته ګوري خو، یو یو ځل به سکرتر ته هم سترګې ور اړوي، البته ناسته به دې هماغسې کړوپه وي)
له دې هم ورسته:
۸ـ که لیږ هوښیار وي، نو د صاحب یوه کارنامه به په داسې ټکو ووایې، چې ګواکې دا کار له ده پرته د بل انسان په قدرت او مدیریت کې نه وو، یواځې صاحب دی، چې داسې چار یې د وخت له کمې او یوه لمن ستونزو سره سره په احسن ډول سر ته رسولی دی ( له دې خبرو سره به لیږ را نیغ سې، خو د پوره نیغوالي کوشش به نه کوي، مخامخ به صاحب ته ګوري او په خبرو کې به د جدیت څرګندونه کوي) 
اوس نو:
۹ـ خپل مطلب به خورا لنډ او په ډیر عاجزانه انداز اشارةً وړاندي کړي، مانا یواځې سرټکې به وایې حاشیې ته به نه ځې، ځکه صاحب یواځې عالم الغیب نه دی، نور نو په هر څه پوهیږي، یواځې اشارات بسنه کوي، ځکه وخت خورا مهم دی. د نمونې په ډول که ستاسې مطلب دا واي چې:
« زموږ په ولسوالۍ کې دا څو میاشتې پرلپسې جګړه روانه ده، هره ورځ پنځه او لس کسان وژل کیږي، ولسوال بې کفایته، بلکې نالوستی دی، اقتصادي ستونزې تر سر پورته دي، خلک د یوې ګولې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره جګړې ته ځې، په پارلمان کې وکیل نه لرو چې ستونزې مو تر اصلي ځایه ورسوي......»
نو د دې اوږده مطلب لپاره په آرګ کې څوک وخت نه لري، خپله مطلب به داسې وړاندې کړي:
« اندړو ولسوالي، پرلپسې جګړه، وژني، ولسوال، اقتصادي ستونزي، وکیلان»
(د اصلي مطلب د وړاندې کولو پر مهال به د تیر په څیر نیمه نیغ ناست یې، تر پیل مخکې به دوه یا دری ځله لاړي تیرې کړي، ډیر په متزلزل انداز کې به خبرې کوي، یوځل به صاحب او بل ځل به سکرتر ته ګوري)
۱۰ـ پای
دا وخت نو د صاحب وخت پوره دی، نور ملاقاتونه سکیجول دي، ستا د مطلب له اوریدلو سره متصل هغه ولاړیږي، نو ته به وروستي مننه په ولاړه کوي، ځکه دا د آرګې ادابو خلاف چار دی، چې صاحب او سکرتر ولاړ وي او ته ناست یې، مننه به داسې پیل کړي، چې کور مو ودان، ستاسې په څیر ملي او مدبر شخصیتونه دې خدای پاک زموږ د ولس له سره نه کموي، زموږ ستونزي هر وخت اوری، ډیره مننه کوم، ډیره مننه، ډیره مننه صیب، چې ما ته مو خپل قیمتي وخت راکړ، بیا هم ډیره مننه......... مننې ته به تر هغو پورې ادامه ورکړي ترڅو دې صاحب له سترګو غایب شي او سکرتر دې را وګرځوي، چې بس، ته نور مه راځه.
(د مننې د وړاندې کولو په دوران کې به دې غږ تر معمول لیږ لوړ وي، ځکه چې دا وخت صاحب بل ملاقات ته په بیړه روان دی ورپسې سکرتر روان دی او ته دریم نفر یې، نو غږ دي باید تر صاحبه پورې ورسیږي، تر هغو به له شا ورپسې ځغلې او دمننې بیلابیل الفاظ به کاروي، ترڅو یو ناڅاپې د (بس، مه راځه) غږ در باندې وشي)