لوی افغانستان د چا په زیان؟

 
افغانستان یو لرغونی هيواد دی،د پنځوس زره کلن انساني ژوند نښې او نښانې په کې خوندي دي اوله پنځو زرو کلونو راهیسې په کې متمدن او ښاري ژوند پیل شوی دی .
د افغانستان ستراتیژیک موقعیت د دې سبب شوی چې په تاریخ کې له ختیځ څخه لویدیځ، لویدیځ څخه ختیځ او له شمال څخه سویل ته تلونکي یرغلګر زموږ هېواد ته راشي او له دې لارې خپلې موخې ترلاسه کړي  چې اکثره دلته په مقابله اوښتي او خپلې اصلي موخې ترې هم پاتې شوي دي .
خو په (1893) میلادي کال کې د دې لوی هيواد یوه برخه د وخت د زبر ځواک انګلیس له لوري له افغانستان څخه بیله او برتانوي هند پورې وتړل شوه  او تر ننه د دې هيواد د وجود دا لویه برخه د انګلیس څخه د زيږول شوي هيواد پنجاب سره پاتې ده .دا کرښه د ډيورنډ په نامه یادیږي، له هماغه وخته تر ننه پورې چې څه باندې سل کاله کيږي افغان قوم دا کرښه  نه ده منلی .
دا چې نن ورځ تر هربل وخت څخه دا موضوع حساسه شوې، ځینې خلک یې پلوي دي چې د افغانستان لاسه ورکړل شوې خاوره باید  بیرته افغانستان ته وسپارل شي او ځینې بیا وايي چې دا شته افغانستان اباد شي دا هم ډېره ده ،ځينې بیا د شته افغانستان د وېش خوبونه هم ویني .
راځم دې ته؛ که چیرته افغانستان خپله طبیعي جغرافیه ترلاسه کوي د چا په ګټه ؟ او د چا په زیان  ده ؟
لکه څرنګه مې چې وړاندې ذکر کړل افغانستان ځانګړی ستراتيژیک موقیت له کبله د نړۍ هر زور ور په دې خاوره زور ازمایلی اوسمهال یې دا موقیت لاپسې مهم شوی، ځکه په سیمه کې چې روان بدلونونه دي په دې برخه کې لوی افغانستان ډېر مهم دی. د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا تر منځ د پله بڼه لري له بلې خوا د چین چې د نړۍ دویم لوی اقتصاد دی په سیمه کې د وریښمو لارې جوړه ول په همدې ډول د اسیا د لويې پروژې تطبیق د پښتونخوا له لارې چې (46) میلیارده ډالره لګښت لري (700000) وګړو ته به د کار زمینه په مخامخ ډول برابره شي، د دې تر څنګ په دې سیمه کې لسګونو کوچنیو سرکونو ،د بريښنا د تولید پروژې ترسره شي .په همدې ډول افغانستان د سیمې یو مهم بندر ګوادر تر لاسه کول چې لوی افغانستان به مخامخ ازادو اوبو ته لار پيدا کړي له نړۍ سره به د نړيوالې سوداګرۍ په برخه کې خلاص لاس ولري .د نړۍ د اووم لوی اقتصاد لرونکي هيواد سره(هندوستان) به خپلې اقتصادي اړیکې ولرو، موږ به وکولای شو چې د چاه بهار په وړاندې چې د نړۍ هيوادونو له ایران سره ستونزې لري موږ ښه مدیریت کړو ،هندوستان د ګوادر له لارې مرکزي اسیا ته لار پيدا کړي .د دې تر څنګه د اوبو مسله ده چې نړۍ یې ورځ تر بلې له کمښت سره مخ ده او داسې اټکل هم شوی دی چې په نړۍ کې به دریم نړيوال جنګ د اوبو پر سر وي .چې په عملي ډول موږ اوس هم وینو چې د بنګلادیش،هندوستان ،پاکستان او نیپال تر منځ اوس هم د اوبو پر سر مشکل شتون لري، په مرکزي اسیا کې هم ورته مسله د امو د سیند پر سر  شته، مانا دا چې په راتلونکو کې دا نوره هم ارزښتمنه کيږي .
د دې تر څنګ به موږ له هندوستان،چین، مرکزي اسیا ورسره نژدې روس او یو شمیر نورو هيوادونو سره ګاونډي اوسو چې د سیمې او نړۍ په کچه سیاسي او اقتصادی ځواکونه دي.
د پورتنیو مسایلو تر څنګ ډېره مهمه مسله په سیمه کې د جنګ مخنیوی کيږي او لوی قدرتونه به هغه ځایونه د لاس ورکړي چې د پنجاب په وسیله په کې ترهګر روزل کيږي..
که افغانستان خپله سیاسي جغرافیه ترلاسه کوي، نو پورتنۍ ګټې مخامخ د افغانانو ګټې دي او دا هيواد او خلک وروسره هوسا کيږي  افغانستان به سلګونه میلیارده ډالره ګټه ترلاسه کوي .
د ګټې تر څنګ یو شمیر خلک شته چې لوی افغانستان خپل زيان ګڼي  چې درې ډلې دي :
لومړۍ ډله: لومړی د نړۍ لوی قدرتونه چې هغوی د لوی افغانستان مخالفت یوازې د خپلو ګټو لپاره کوي د هغوی لپاره دا سیمه د جنګیالیو د نیونې او روزنې لپاره ډېره مناسبه ده چې ښې بیلګې د روسانو په مقابل کې د مجاهدینو جنګول و چې غربي نړۍ د پنجاب په وسیله دا پروژه تمویل کړه اوس چې غربي نړۍ عملا په افغانستان کې شتون لري او د داعیش مسله راپورته شوی، نو  روسيې له طالبانو سره اړیکه نیولې او دا اړیکه روسيې هم تائید کړې په همدې ډول به دا کیسه د وخت په تېریدو سره بدلیږی را بدلیږي .
دويمه ډله (پنجاب) : پنجاب یوازې دا نه چې تر خپلې ولکې لاندې سیمه له لاسه ورکوي ورسره لوی اقتصادي پروژې چې د چین د (46) میلیاردو ډالرو  پروژه ده چې پنجاب یې د لوی افغانستان له ویرې اوس غواړي د پنجاب له لارې تیره کړي ،په همدې ډول پنجاب د انرژي د سرچینو له کمښت سره مخ دی پنجاب یوازې د کابل په سیند (30- 40) بندونه جوړ کړي چې د بريښنا تر څنګ یې زرګونه هکتاره ځمکه خړوبه کړې ده په همدې ډول د هندوستان سره هم د اوبو پر سر لانجه ورځ تر بلې زور اخلي ،د جنګیالیو د روزنې سیمه هم د لاسه ورکوي چې د دې لپاره د عاید ښه وسیله ده ،ورسره یو شمیر په خټه پښتانه خو په نظر پنجابیان دي چې پنجاب ورته د خپل قوم په مقابل کې څوکۍ او پيسې ورکړي دي .پنجابیان په دې پوهيږي که د چین پروژه په پښتونخوا کې تطبیق شي 700000 انسانانو ته د کار زمینه برابر يږي چې ورسره همدومره کورنۍ هوسا کيږي چې د دوی د جنګ لپاره بیا څوک نه پیدا کيږي .
درېيمه ډله: درېیمه ډله هغه دي چې په افغانستان کې اوسيږي، خو د لوی افغانستان مخالفت کوي چې دا هم درې ډلې دي :
لومړی هغه ډله دي چې د فارس د امپراطوری د رامنځته کیدو خوبونه وي او هغه مثلث چې ایران د افغانستان ځینې برخې او تاجکستان په کې راځي  لپاره کار کوي  او وایي:
(فارسي دری است ،دري تاجکي است،تاجکي فارسي است) چې همدې مسلې ته کار کوي او له پنجاب سره يو ځای د لوی افغانستان مخالفت کوي او خپله بقا د اوسني  افغانستان په ویشلو کې  هم ویني .
دویمه هغه ډله ده چې یوازینی ډار یې له دې خبرې دی چې فکر کوي چې که لوی افغانستان رامنځته شي، نو دا قومونه به نور هم د سلنې له مخې را کم شي .
په دریمه برخه کې هغه بې شعوره پښتانه دي چې د پنجاب او فارسیانو تر اغیز لاندې دي او هغه پلمې چې پنجابیان او فارسیان یې کوي دوی یې زمزمه کوي او د کوچني افغانستان ستونزې همدا د ډيورنډ کرښه بولي او داسې فکر کوي چې که د ډيورنډ کرښه پنجاب ته وسپارل شي نو افغانستان به ارام شي .
خو دوی پر دې نه پوهيږي چې کله دلته لوی افغانستان شتون لرلو درې ځلې پرې انګلیس يرغل وکړو،جنګیز خان او مغلو پرې څومره ظلمونه وکړل .
دوی پر دې نه پوهيږي چې لوی افغانستان په سیاسي او اقتصادي موقیت څومره ارزښت لري.
دوی په دې نه پوهيږي چې دا هيواد د لويو قدرتونو تر منځ تر پښو لاندې شو .
دوی په دې نه پوهيږي چې د لوی افغانستان په رامنځته کیدو سره به دا قوم د نړیوالې ترهګرۍ څخه خلاص شي .
دوی په دې نه پوهيږي چې که لوی افغانستان جوړ شي، نو د نړيوالو قدرتونو د جنګ بشري قوه له منځه ځي .
دوی پر دې نه پوهيږي چې دا هيواد لویو قدرتونو د خپلو ګټو لپاره په دوو برخو وویشو، داسې سیمې يې په کې جوړې کړې چې هلته د نړۍ د ټولو قوانینو خلاف کړنې ترسره کيږي، د قاچاقو،وژنو او د بل هر رنګه کړې هلته جواز لري .
دوی په دې نه پوهيږی چې د ازاد قبایلو په نامه یې پښتانه څومره له زده کړو محروم کړل .
دوی په دې نه پوهيږی چې پښتون ته یې د قلم پر ځای د ټوپک چل وښودلو.
دوی په دې نه پوهيږي چې همداوس د پنجاب لخوا ورته ډول ډول فلمونه عرضه کيږي .
دوی پر دې نه پوهيږي چې پښتانه یې د نړيوالو قدرنونو د جنګ لپاره د سرتیر نیونې مرکز دی
دوی د قوم په توګه نه بلکې د انسان په توګه هم په دې قوم زړه نه خوږوي .
دوی په دې نه پوهيږي چې پنجاب ولې غواړي د چین (46) میليارده پروژه د پښتونخوا پر ځای پنجاب کې پلي کړي.
دوی په دې نه پوهيږي چې په لوی افغانستان کې زیان څه  دی ؟
دوی د خوشال دا ناره :
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم
نه بدره ګه کوي؟
دوی د ښاغلي اورنګ زیب کاسي دا ناره چې وايي : ((زموږ سیاسي کعبه کابل دی))  نه بدرګه کوي؟
دوی د اروا ښاد افضل خان لالا دا ګیله نه پر ځای کوي چې په کابل کې یې وویل : ((چې احمد شاه بابا یو افغانستان جوړ کړی ،لر او بر نشته))
دوی د اروا ښاد اجمل خټک دا ناره :
پيښور دی که کوټه زما کور دی
ننګرهار دی که کابل دی زما ورور دی
هر خایین چې په دی کې خنډ اچول غواړي
که د لر دی که د بر دی مخ یې تور دی
نه بدرګه کوي؟
دوی د خدایي خدمت ګارانو دا ناره : (( لر او بر یو افغان)) چې په اسلام اباد کې يې وکړه. نه بدرګه کوي؟
دوی د امان الله کاسي هغه ارمان ته چې ویل یې: ((زما لوی ارمان زما په قبر د لوی افغانستان بیرغ لګول دي
ارمان نه ښکاري؟))
دوی د مختار یوسفزي هغه ناره چې وویل : ((اوسمهال زموږ جنګ له تور پنجاب سره دی)) هیڅ نه وايي؟
په همدې ډول په طور خم کې د پنجاب سره غزا کې د هغې غاړې خلکو چې ټولو ځانته افغانان وویل هیڅ نه وايي .
دوی د فراق صیب دا خبره نه اوري چې وايي په لومړي ځل خپل بیرغ ته سلام، د دې تر څنګ په سلګونه شاعران لیکولان چې ټول عمر یې د کابل او پيښور د یو ځای والي  لپاره سندرې او شعرونه  ویلې نه اوري .
دوی باچا خان پاکستانی بولي، خو دوی دا فکر نه کوي چې که باچا خان پاکستانی وای، نو په بدخشان کې خلک ولې د علم د زده کړې لپاره رابلل،که باچا خان پاکستانی وي نو ولې په ننګرهار کې دفن دی.
دوی يوازې د هغو بې شعوره او خرڅ شویو انسانانو مثالونه ورکوي چې اوس یې ښه مثال ایمل په نوم کوم پنجابی دی ، دوی د مولانا فضل لرحمان او حمید ګل ناره بدرګه کوي.
په اخر کې د اروا ښاد عبدلصمد خان اڅکزي دا خبره خپلو ټولو ملګرو ته چې په دې لار کې کار کوي وریادوم: لوی افغانستان دا یو حقیقت دی جوړيږي به .
محمد داود نیازی