
طبعي خبره ده چې ژوند کې سختې، تنګې، بدې، ناکرارې او ښې ورځې وي، خو ځیني وخت په بدو ورځو کې شیطاني حرکتونه مو هم نه پریږدي چې ارام شئ، ډول ډول وسوسې او خبرې زړه ته در غورځوي.
کله چې په داسې حالاتو کې شیطان هم زړه ته وسوسې در اچوي، نو ممکن څه ناشنا حرکتونه، چغې او عملونه در ځیني وشي.
ځکه؛ دې وخت کې شیطان خپلې وسوسې پرلپسي او دوامداره کړي، چې بلاخره ستا پر ذهن بوج شي او سم لوری په قصدي ډول در څخه غلط کړي.
خو د شیطاني حرکتونو دې ډول بریدونو ته خاتمه پیدا کولو لار په کار ده، څو یې له شره خلاص شئ.
ممکن ځیني وخت دې، دې ته فکر سم کړې او له ځان سره قصد وکړې چې دا شک او وسوسه چې اوس راواچول شوه، نور یې نه کوم او نه وایم، خو بیا هم شیطاني حرکات او وسوسات مو ځوروي او نه مو پریږدي.
زه خپله له داسې حالته ډیر ځوریدلی یم، چې اوس مې یې له خلاصونه لار مومندلې.
هغه لار دا ده چې دعاګانې او ډیره دیني مطالعه ده چې ماته اوس سکون راکوي، اراموي مې او له شیطاني وسوسو مې خلاصوي.
ان تر دې چې د شیطان وسوسو ډیر کله له ډیرو کارونو او په خاص ډول له مطالعې ډیر لرې کړی وم، ځکه کله به مې چې کتاب راخیسته او یا به مې د قرانکریم تلاوت کاوه، نو ما به فکر کاوه چې زه خدای مه کړه بې دینه شوی یم، یا مې ایمان کمزوری شوی دی، نو څه دعاګانې به مې چې زده وې، هغه مې له ځانه سره ویلي، خو کله به چې راځیني په کوم لفظ کې لږه غلطي او یا تیروتنه وشوه، نو ما به فکر کاوه چې دا به قبولې شوې نه وې او بیا یې ووایه چې بیا به مې لوستل، بیا مې لوستل... او په همدې به راځینې کتاب و نوره لوستنه پاتې ول او همدا لوستل مې کول.
خو وروسته مې له پوهو خلکو او علماوو پوښتنې وکړې، هغو ویل شیطان هغه چا ته دا ډول وسوسې اچوي چې ایمانداره وي.
همدا راز ما به په انټرنیټ په یوه ورځ کې شپږ یا اووه ځلې پلټنه کوله چې په دې اړه څه وموم چې څه علاج دی، خو بلاخره د علماوو له لارښوونو او په انټرنیټ کې له پلټنو وروسته راته ډیرې دعاګانې وښودل شوې چې هغوی د سکون پر لور روان کړم او شیطاني وسوسې مې له زړه په وتو شوې او نور مې قصد وکړ چې شیطاني وسوسو ته به تسلیم نه شم.
ځینې هغه لارې چې شیطان پرې له ځانه شړلی شئ دا دي:
- د زړه له اخلاصه لمونځ، عبادت او نیک کارونه ترسره کړئ.
ـ الله تعالی ته په اخلاص او امید سره رجوع او دعاء کول څو ددغه شیطاني مرض څخه خلاص شۍ.
ـ مسنون یا سنت اذکار او تلاوت کول، هر وخت او زیات وخت یې ترسره کول.
ـ اعوذ بالله من الشیطان الرجیم ویل او د شیطان د وسوسې تابعداري نه کول.
ـ دا یقین کول چي دا وسوسه د شیطان له طرفه ده، شیطان زړه ته اچولې ده، نو باید مسلمان د شیطان ددې وسوسې سره د مجاهد په ډول مبارزه وکړي، ځکه شیطان د الله پاک دښمن دی، چې هر ډول وي شیطان هڅه کوي، انسان بې لارې او د الله له تابعدارۍ بلې خوا کش کړي.
-لاحول ولاقوة الا بالله، آمَنْتُ بِاللَّهِ وَمَلائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ... قل هوالله احد... او نور لولئ.
- کله مو چې دعاګانې وييلې نو وروسته درې ځلې چپ لوري ته لاړې تو کړئ او په شیطان لعنت ووایئ.
که څوک پر شیطاني وسوسو اخته یاست، یا خدای مه کړه، کیږئ، دا چاره دوامداره کړئ، انشاالله له شیطاني وسوسو به خلاص یاست او شیطان به تورمخی ناکام پاتې وي.
ومن الله توفیق.
غازي عابدــ ان،ر،ټ،دف، جلال اباد ښار،
۱۳۹۵-لړم-۲۷ جمعې شپه