پوهنه د پرمختګ وسیله ده!

  تر هر څه چې موږ او تاسی ورته ډیره اړیتا لرو هغه پوهنه ده د تیرو دری لسیزو جګړو زموږ په هیوادوالو باندې یې ډیره بده اغیزه یی درلوده یو خو په جنګ د مالی او ځاني تاواونونه وی او بل دا چې ددی جګړي له امله زموږ زیات شمیر هیوادول د تعلیم له نعمته څخه بې برخه شول ځکه دوښمن هیڅکله نه غواړي تر څو زموږ ولس تعلیم یافته اوسی ځکه کچیري زموږ ولس تعلیم کولو ته مخه وکړي بیا خو ددوی ټولو پلانونه له منځه ځی.
په دی برخه زموږ خلک هم ملامت دی او ځینی خو يې لا تر اوسه هم د خپلو ماشومانو د تعلیم کولو سره موافق نه دی په تیره بیا د انیجونو د ښوونځیو تللو سره .
دا دوی ته یوه پیغور ښکاری چې د دوی لور ، خور تعلیم وکړی په حقیقت کې دا د دوی ناپوهی ده ځکه کچيری په یوه کورنۍ کې ښځه باسواده وی نو هغه ټولو کورنۍ به باسواده اوسی .
له بدمرغه زموږ په زیات شمیر ولایتونه او ولسوالی کې توده جګړه روانه ده چې له امله يې ډیري ښوونځې تړلی شوی دي زموږ په کلو او بانډو کې حتی په ځینیو ولسوالی کې لا هم ښوونځي نسته هلته چې ښوونځی نه وی د هرچا سره کله دومره امکانات وی چې خپل په اولادونه باندی په ښارونه کې تعلیم وکړی لومړی په دی برخه کې دولت هم پاتې راغلی دی تر هغه حده چې د ولس تمه تري کیده د پوهني په لاره کې يې کار نه دی کړی او بل دا چې زموږ په زیات شمیر ولسوالی او ولایتو کې زیاتره خيالی ښوونځی دی یعنی دوی د دولت څّخه معاش او بودیجه د ښوونځی په نامه اخلی خو په حقیقت هلته ښوونځی نه وی او یا هم تړل سوی وی.
یو عالم وایی ( چې هرکله مو د ښوونځی دورازه خلاصه کړه په حققیت کې تاسی د زندان دوارزه وتړله ).
په دی برخه کي موږ تاسی هر یوه باید ځان مسول وګڼو او ترخپل وس او توان پوري د پوهنه لپاره کاروکړو پخپلو اولادونو باندي مو تعلیم وکړي او خپل کلی او ګانډ کي د هغو خلکو سره مرسته وکړی چي د تعلیم کول زمینه ورته برابره نه وی ريښتینی خدمت دا دی چې موږ خپلو هیوادواو ته د تعلیم کولو زمینه برابره کړو او هر هغه بنسټ چې په دي برخه کې کار کوی په خورا صداقت ورسره مرسته وکړي ځکه مثبت بدلون یوازي په پوهنی سره لاسته راځی هغه وخت به مو خپل قام د فقر خلاص کړي وی کله چې مو په علم سمبال کړه او تعلیم پرې وکړ .
په دی برخه کې د افغانستان په سطحه یو ملی او سرتاسری کمپاین چې د ځوان غبرګون لخوا تر سره شوه د ستایلو وړ دی ددی بنسټ ځوانانو شپه او ورځ پر ځان یوه کړه او د بې وزلو ماشومانو ته يې د تعلیمی توکو په راټولو کې د هر چا دروازه وټکوله او مرسته یې تری وغوښتله ترڅو وکولی شی چې د بې وزلو ماشومانو سره مرسته وکړي زه ترې ډیره مننه کوم د خپلو ټولو مبارزو ملګرو څخه!
حضرت اوبکر صدیق رض وايي :
۱: کوم زړه کښی چې علم نه وی هغه دمړه په څير دی.
۲: علم د پیغمبرانو میراث دي.
علامه سید جمال الدین افغان داسی وایې ( ناپوه مه وژني ناپوهۍ ووژني ).
ادامه لري.......