
قومي ونډې
په وروستيو کلونو کې که د هېواد سياست ته پام وشي، په تدريجي ډول قومي مسايل پکې مطرح شوي او حتی په وروستيو دوه ولسمشريزو ټاکنو کې په ډاګه د سترو قومونو تر منځ د سياليو او د واک لپاره هڅو جبههيي رنګ خپل کړ. په يوه سرسري مطالعه کې ښکارېده چې لږهکيو په ډېر واضح ډول د خپلو قومي ګټو د ساتنې لپاره سياست په ملي دريځ ولوباوه.
ازبکو د جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ خپله لاره له ټولو ملي جوړښتونو جلا او تر ډېره د خپل ګوند په چوکاټ کې په ملي امتيازونو کې شريک شو اوښه غوښنه برخه يې یوړله.
له هغې وروسته هزاره لږهکی و چې هغوی هم د دوه سترو احزابو په چوکاټ خپله قومي لاره بېله کړه او تر پايه يواځې د خپل قوم په ګټو وڅرخېدل. د دوی یو کس حتی یو شخصيت هم پیدا نشو چې له دغه چوکاټه ووځي.
بل لږهکی تاجيکان دي چې په څو جبهو کې یې د قومي سياست جبهې پرانستې دي. يوه ډله يې د مجاهدينو او دوديزو چوکاټونو له لارې د ملي سياست دريځ ته ننوتل او هلته يې خپله شخصي او قومي ګټه وپالله. بلې ډلې يې د خراسان او يا هم فډرال غوښتنې په نامه د بېلتونپالنې جبهه ګرمه ساتلې. نورې ډلې يې په برجسته ډول د واک او ملي شتمنيو په انحصار بوختې دي.
له دغو ډلو پاتېشوني چې اکثريت یې پښتانه دي ملي سیاست ته ورپاتې شول. دوی همېشه په مليتابه کې افراط کړی او د پښتنو ګټې يې له ملي اجنډاوو قرباني کړې.
وروستۍ قومي ناندرۍ
په دې وروستيو کې له څو مشخصو ادرسونو څخه د قومي نفاق د ډنډورو غږ اورېدل کېږي چې ستره هغه يې په ولسمشر تور دی چې د پښتنو ګټې پالې. دا له اسلامي حزب سره د سولې له خبرو اترو سرچينه رااخلي.
حقيقت دا دی چې د نوي حکومت په راتګ سره په مطلق اکثريت واک د بهرنيو لاسوهنو او معاملو له مخې یوې مشخصې ډلې ته چې له قومي لحاظه تاجيکان دي وسپارل شو.
له امنيتي ارګانونو رانيولې تر قضا او ډيپلوماټيکو او سياسي چارو پورې. که احصايې راټولې شي نو په افغانستان کې په واک کې ښکېل د دوی په وينا افغانستانيانو څخه به ۸۰ سلنه تاجيک او هزاره دا واک په لاس کې لري. خو بالمقابل به ۸۰ سلنه پښتانه د کړکېچونو او کشالو مالي او ځاني قرباني شوي وي.
په کابل کې موټر وتښتول شي، څښتن يې ووژل شي، سبا ته د احمدشاهمسعود عکس پرې ولګول شي بېرته په کابل کې د څښتن د کورنۍ پر وړاندې ګرځول کېږي. چاته چې عریضه کوې هم کليوال يې دی، د قاضي زوی په خپله تفنګچه دا ښکار کړی وي. څارنوال ورسره خپلوي لري او بالاخره تر دې چې رسنۍ هم قومي بازارموندنه ورته کوي.
طلوع د دوستم خبرې خپروي چې وايي عبدالله عبدالله تاجیکانو ته کار کوي او اشرف غني پښتنو ته. همدا یوه جمله دوه ټوټې کوي او يواځې د اشرفغني تور خپروي.
د اشرف غني د لستوڼي ماران
اشرفغني لومړی د افراطي مليتابه د هڅو قرباني شو. هغه هم لکه د نورو پښتنو مشرانو په څېر د ټول افغانستان ګټې راواخيستې او د څو حريصو قومي ټيکهدارانو په پښو کې يې لمبه کړې. خو هغوی بيا هم لکه په کرزي يې چې مرګ نارې وکړې په غني يې هم د پښتونپالنې تور پورې کړ.
خو حقيقت دا دی چې کوم د لستوڼي ماران چې په ولسمشر اشرفغني راټول دي تر هر چا زيات افغانستان او د افغانانو ګټو ته مضر دي.
لومړی خو خپله د ولسمشر اشرفغني په دوهمخي، کمزوري او بېايمانه دريځ او شخصيت بحثونه شته دي، خو په هر حال که تر هغو راتېر شو، نور ټيم يې چې د پښتانه په نامه نن د پښتانه ادرس ته د ستونزو جوړولو لامل شوي د پام وړ دي. د ولسمشر د دفتر له رييس سلام رحيمي نيولې چې د نوي نظام له لومړيو تر نن ورځې يې بداخلاقه (بېلګې يې شته). فاسده ( د انجوګانو لپاره په ميلیونونو ډالرو حیف او ميل او دوبۍ کې د اوبه کولو اسناد يې شته) او ناولې (ټيټتوب او پستي يې د هغو اجنډاوو په مطالعه کې معلومېږي چې هغه له سيماثمر او د نادر نادري په څېر اشخاصو سره کلونه پر مخ وړې) خو هغه د ولسمشر د دفتر د رییس په توګه کار کوي.
د ولسمشر په شاوخوا داسې کسان راټول شوي چې په ارګ کې د قومي انډول په نامه يې د پښتانه د ځپلو پروژه پر مخ کړې او قومي اجنډاوې پالي. د چارو ادارې د بشري منابعو لستونه وګورئ بيا به درته پته ولګي چې څوک د ولسمشر په دفتر کې ډېر دي. هلته پوښتنه وکړئ چې دلته د چا خبر چلېږي؟
په حقيقت کې دا څو پښتانه چې نن د پښتانه په نامه د افغانستان په واک کې د صلاحيت لرونکي دي، ډېری یې هغه کمزوري او بېايمانه شخصيتونه دي چې يواځې يو څو شپې د نورو د ګټو په ساتلو خپل شپې په ارګ او په واک کې تېروي. دوی په هېڅ صورت د يوه پايدار افغانستان لپاره لرليد نلري.
که په نږدې راتلونکي کې د پښتنو په ادرس له سپکاوي ډک بحثونه ونه درېږي. د ولسمشر په شاوخوا د لستوڼي ماران خپل دريځ روښانه نکړي. د پښتانه په نامه د پښتانه له ادرس څخه روان خيانت پای ونه مومي وبهګورئ چې په پښتنو کې د قومي کينې اور بل شي او که دا اور بل شو لومړی به د لستوڼي ماران تر کومي تېر کړي او بيا به بېلتونپالو ته وښيي چې بېلتونپالنه څرنګه غوښتل کېږي او څرنګه بيا پالل کېږي او څرنګه ملتداري کېږي.
زه ډېر خپه دې ته يم چې د دغه هېواد د ساتنې د متضمن لوري لاسونه ورځ تر بلې تړل کېږي او دا د فنر په شان کش کېږي او که کله پرانستل کېږي شاته به ډېر ورانی کوي.