
د جناب حکمتیار د حزب اسلامی یوفعال د ملګرو ملتونو د نوو هغو هڅو له پېله خبر ورکوي کوم چې د ملل متحد سازمان پاکستان سره په افغانستان کې د سولې د راتلو په هکله پېل کړي دي.
زه اضافه کول غواړم چې:
اوس هغه وخت تیر شو چې پاکستان نه د افغانستان لپاره سوله غوښتل (ګدایی) کیدله.
د پاکستان د سیاست د ماهیت په درک مونږ هماغه وخت او همدا اوس هم باور لرو او منطق د خبرې هم شته چې پاکستان د افغان ولس د تراژيدی د ادامې عامل دی او تر څو توان لري دا کار به وکړي.
دا دې هم پټه پاتې نه وي چې افغان ولس که د یوې خوا په کلکه توګه د حزب اسلامي سره د سولې ملاتړ دې له بلې دا هم تشویش لري، چې حزب اسلامي د پاکستان سره د تېرو کلکو اړیکو له وجهی په افغانستان کې د پاکستاني اهدافو د تحقق عامل او ممد نه شي. د پاکستان د اهدافو سره سم د هند د انكشافي او پراختيايي برنامو د تطبيق مانع نشي. او همدارنگه د تير په شان افغان ولس د هغو نيابتي جگړو لپاره و نه کارول شي كوم چې د امریکې او روسانو تر مېنځ یو ځل بیا اوج نیسي. زه خبر يم چې دغه د افغان ملت تشویشونه جناب ګ. حکمتیار صیب د ژوندون له تلویزیون سره په خپلو توضیحاتو او تاکیداتو رد کړل او بې اساسه وګڼل خو ملت بیا هم زمان او عمل ته منتظر دی چې د حزب اسلامي او یا د طالب ځواکونه به څنکه د ای اس ای له لومو ځان خلاص کړي. د پاکستان د استابلشمنت له خیره توبه، له ضرر اخیستلو دې لاس واخلي. خو منطق د خبرې او اصول وایی چې حق اخیستل کیږي او حق نه ورکول کیږي. سوله زمونږ حق دی.
د جناب حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د ملي مصالحې په چوکات کې ستر قدمونه چې د دوی د استقلال او خیر اندیشی سند دی، واخیستل شول، خو لا ډېر سخت او له خطره ډک عملي کار لا مخ ته پاتې دی.
امید دا تشویشونه خپل مشرتابه سره شریک کړئ.
جزاکم الله خیرا
د. ص. سعیدی