
شونې ده ډيرو په رسنیو کې اوریدلي دي وي چې په پکتیا کې د حقاني د دوو قومندانانو تر منځ په نښته کې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي او لاهم د بلې خو خونړۍ نښتې وړاندوينه شته او د حقاني شبکې په جوړښت کې شونې ده دا لومړی وار وي چې د دوی کسان پر يو بل باندې وسله پورته کوي.
دلته څو خبرې شته، چې باید يادونه يي وکړو او د دې نښتې لاملونه روښانه شي څو ولس پوی شي چې ولې طالبان له يوې ډلې په ډلو سره و ويشل شول او نن سبا ډير وارې د يو بل پر ضد وسله پورته کوي:
۱ـ د حقاني شبکې او پاکستان نيږدې اړيکې: په دې شبکه کې ډيری افغان طالبان يو ډول نه يو ډول له پاکستان څخه ښې خاطرې نلري او هم يي روانو واقعیتونو ته په کتو سره دا درک کړې چې پاکستان د افغانستان د ورانۍ او تباهۍ په خاطر حقاني شبکه کاروي.
۲ـ روسيه: د طالبانو او روسيي اړيکې نه يوازې د کوټې شورا بلکه د حقاني شبکه هم سخته متزلزله کړې او نن سبا د دوی په منځ کې وارخطايي تر دې حد پورې رسيدلي چې په لویو جوماتونو کې په کوټه او وزیرستان کې د طالب مشرانو پر خطابو او ویناوو هم وروسته تر هغه بنديز ولګيد چې د حقاني شبکې يو غړي دا چوپتيا ماته کړه او درې اونۍ مخکې يي د وزيرستان د دته خيلو په غرنۍ سيمه کې په ډاګه وويل چې له روسانو سره جنګيدلي جلال الدين حقاني يا يي زوی سراج الدين حقاني ته که چیرته کې جي بي او د افغانانو پروني قاتلین د منلو هم وي او روايت هم ورته پیدا کړي دوی به يي ځکه ومني چې همدې روسانو درې لسیزې مخکې پوره يو نيم ميلیون افغانان شهيدان کړي، شپږ ميلیونه بې کوره شوي او په لکونو نور معلول او يآ معیوب شوي دي نو که حقاني شبکه غچ نه شي اخيستی د يو کافر د ماتولو په خاطر دې د بل کافر غلامي نه کوي.
۳ـ خپل منځي وژنې او ترورونه: په طالبانو کې ډيرو قومندانانو د ځينو وتلو څيرو تر مبهم ترور وروسته دا خبره درک کړه چې نور يي په طالبانو کې شتون ديني نه بلکه ايډيولوژيک مجبوریت دی که څه هم مخکې دوی ته د جهاد، جنت، حورو او اخروي مزاياوو ټيکټونه ورکول کيدل خو نوي نوي په دوی کې شته وتلي مشران پوی شوي دي چې نور دا افسانې او استخباراتي پروژو پر مخ وړل به دوی د راتلونکي تاریخ له ډير شرمونکي قضاوت سره مخ کړي.
۴ـ ایران او طالبان: دا چې ایران د روافضو او شيعه ایزم د راج په خاطر په عراق، سوریه، یمن، پاکستان او کم کم په افغانستان کې ځان ته د پښې ځای جوړوي او مذهبی اور يي بل کړی دی هيڅ دينی عالم ته چې د طالب په لیکو کې کار کوي روافض د منلو نه دي د دوی تر منځ د مذهبي ټکر خبره نوې نه ده خو دلته دا چې راډيکالو طالب مشرانو د افراطیت ستراتيژي ته ديني پاليسی جوړه کړې وه خو باالاخره يی دوړې له تهران او مسکو څخه پورته شوې نو طالب مشران نور نه غواړي چې ددې شرمونکو معاملو يوه برخه شي.
۵ـ په بندونو کې پراته طالب مشران: د کوټې شورا د مولوي احمدالله ناني، عبدالصمد ثاني، ملابرادر، مړ ملاعبيدالله، تر وهلو لاندې د ساه ختلي استاد ياسر او لسګونو نورو طالب مشرانو کیسو هم دحقاني وزیرستان ميشتې ډله تر خپل اغيز لاندې راوستې او د دته خيلو ملاصیب چوپتيا ځکه ماته کړه چې د همدې طالب مشرانو د خوشې کيدو په خاطر له قطر څخه د شهبا الدین دلاور په مشرۍ د راغلي پلاوي يوه برخه وو او له هغوی سره په ګډه يي د ای اس ای او پاکستاني پوځ ډيرې دروازې هم وټکولې خو باالاخره تاسو ولیدل چې پوره مياشت منډې وشوې ولې راغلی پلاوی یوازې له يو خبرداري سره بیرته دوحې ته ستون شو او بس.
په پکتيا کې پرونۍ نښته:
د حقاني شبکې د پرون ورځې نښته سل په سلو کې کره او دقیقه درته ويلی شم چې د همدې ستونزو پر سر وه ان تر دې چې ويل کیږي په دته خيلو کې وينا کونکی دينی عالم له وزیرستان څخه په پټه پکتیا ته را تښتيدلی دی او د جنګول شویو قومندانانو د يو تن په کور کې وو او بل بیا د وزیرستانۍ شبکې له قومندې سره سم ددې عالم نیول کیدل غوښتل ځکه رسنیو ته د نوموړي تر خبرو را وتو وروسته حقاني شبکې نه غوښتل چې داکس ژوندی خلاص شي بلکه مطلق د حذف کیدو یا وژل کيدو پریکړه يی شوې وه بل دا چې دده په څير طيب آغا، ملا منان نیازي، آغاجان معتصم او ډيرو نورو طالب مشرانو چې ژوندي خلاص شوي همدا اوس د طالب ايډيولوژي او د جنت او حورو استخباراتي افسانې عملا چلنج کړي دي، خو کوربه يي له ورسپارلو انکار کړی دی او لومړی لفظي شخړه شوې پر يو بل يي د جاسوس، د ایران، پاکستان،روسيي او... د غلامانو نومونه سره ايښي او په تدریجي ډول خبره تر نښتې او ماشې پورې رسيدلې او تقریبا اتو نهو تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
پکتیا چې د حقاني شبکې د ځدراڼ مشر جلال الدین حقاني ټاټوبی دی په وروستي يو کال کې يي په دې سيمه کې ډيرې هڅې پيل کړي دي څو ځان ته قومي پوښښ جوړ کړي او په دې ولايت، خوست يا هم پکتيکا اولوګر کې چيرته ځان ته يو ځای جوړ کړي خو له ورایه يي دا خبره درک کړې چې نور نه د حقاني پخوانی رسوخ پاتې دی او نه هم د ده خپل قوم دې ته تيار دی چې د يوې تبه کاې او ورانکارې ډلې مشر يي د قوم نوم ور بد کړي يا د حقاني په نوم په نورو ولایتونو کې بدۍ د دوی پر غاړه شي.
په لويه پکتيا کې ډير وارې که يو قوم په بل قوم ظلم کړی دی نو د غچ په خاطر ان د يوې سيمې نور وګړي او شته يي برمته شوي دي څو تیری کونکی تیار شوی دی چې يا بدل ته تیاری ونيسي او يا خبرو ته کيني نو د ځدراڼو قوم دا درک کړې هغه څه چې حقاني د طالب په نوم کړي دي ښه لار يي داده چې په طالب پورې پاتې شي نه دا چې د ځدراڼو قوم يي ښکار شي.
په پای کې برنیو واقعيتونو ته په کتو سره ان د کوټې شورا او وزیرستان حقاني شبکې دا هم درک کړې چې نور يي پاکستان پر سر معاملې او حذف ته هم تیار شوی دی ځکه داعش د هرې ورځې په تیریدو سره يو لوري ته پیاوړی کیدونکی دی او د دوی ديني رسوخ هم نور په افغاني ټولنه کې خپل باور له لاسه ورکړی دی نو ځکه خو يي سږ کال هيڅ سیمه ایز قومندان پاکستان ته تر دې دمه نه دی کډه شوی او نه هم غواړي کډه شي بلکه دلته په يو او بل نوم کوښښ کوي چې ځان وساتي.
اوس نو په کار داده چې د طالبانو سيمه ایز مشران يو وار بيا پر روانه لوبه له سره فکر وکړي که څه هم تر دې دمه شونې ده ځينې له استخباراتي لوبو بې خبره افغانان يي وحشتونه او ظلمونه مبارزه يا جهاد وبولي که همدلته يي دفتر را ونغاړي او له دې ډول کړنو تير شی نو ډاډه يم چې د تیرو پنځلسو کلونو کړي وحشتونه به يي يو ډول د مبارزې په نوم معاوضه شي خو که همداسې ايډيولوژيکو رضالتونو او ورانکاریو ته دوام ورکړي نو لکه د ګور چنجي ډير ژر پر يو بل لګيا کيدونکي دي.