دکمپيوټر ( Computer ) تاریخچه اوپرمختګ:

 
   کمپيوټر د لاتيني کليمې ( Compute ) څخه اخستل شوى دى چې معنا يې محاسبه کول دى او(er) د(Compute) په کلمه پسی پسوند (وروستاړی) دی.اویا کمپیوتردCo(Computer),M(Machine),P(Particular),U(Used),
T(Teaching),E(Education),R(Research) کلموڅخه اخستل شوی چی معني یی په پښتوکی(کمپیوتریوماشین دی چی معمولاً  یا په ځانګړی ډول دتدریس،تعلیم اوتحقیقاتولپاره استعمال) کیږی.
کمپيوټر يوه برقي اله ده چې ذهني او دماغي کارونه په سرعت سره سرته رسوي او همدارنگه کمپيوټر يوه برقي اله ده چې معلومات ( date )  اخلي ، ذخيره کوي ، تهيه کوي، تحليلوى او مونږ ته معلومات زمونږ د هدايت سره سم برابروي چې دا معلومات کېداى شي حروف ، اعداد ، دواړه توري او عددونه او يا هم  يوازی وي .
په پخوانی زمانوکی شميرل اومحاسبه کول دانسانانولپاره يوه لوی ستونزه وه نوپه همدی خاطرانسانانوله پخوانی زمانی نه کوښښ کوترڅودحساب کولولپاره ښه طريقه اووسايل پيداکړی اوانسانانوبه په لومړی کښی شميرنه دلاس دکوتوپه واسطه کوله اوکميتونه يي دبدن بعضي غړی لکه لاس اوپښه وه واحدونه يي لويشت اوقدم وه.  
wooden-abcuse-tpm032-470.jpg۲۵۰۰ میلادی کال مخکی یوماشين په چېن کې جوړ او د Abacus  په نوم ونومول شو چې په حقيقت کې د کمپيوټر تاريخچه له همدې ځايه شروع شوى ده نوموړى ماشين په واقعيت کې د اوسني حساب ماشين  ( Calculator )  څخه عبارت دى چې د لمړي ځل لپاره په چېن کې جوړ شوى ؤ او د جمعې ، تفريق ، ضرب او تقسيم عمليو لپاره ور څخه کار اخستل کېده .اودانسانانولومړنی دلاس آله ياافزاروچي يي جوړکړ.
  په ۱۷ ميلادی پيړی کی اويا ۱۶۴۲ کال کی مشهورساينس دان بلزپاسکال (Blasé Pascal) داسی ماشين جوړکړچی دجمع اومنفی عملي يي  ترسره کولی pascal_blaise2.gifAMCOSterling-640-IMG_2837-5.jpgاودغه ماشين چی د جمع کولوماشين (Adding Machine ) په نوم ياديدل اوڅوڅرخونه يی ديواوبل ترڅنګ وه چی لومړی څرخ يی ديوويزی رقم اونوروڅرخونويی په ترتيب سره دلسيز،سليز اوداسی نوررقمونه ښودل.
images.jpgپاسکال دغه ماشين دمالياتود محاسبه لپاره خپل پلارته چی دنده يي دمالياتومحاسبه اوجمع کول دمالی ؤ اختراع کړ اووروسته له دنه يوآلمانی رياضی دان لايب نيزد (۱۶۴۶) نه تر (۱۷۱۶) دمحاسبی داسي ماشين  جوړکړچی سربيره دجمع اوتفريق دضرب اوتقسيم عملی هم اجراکولی او په حقيقت کی دغه ماشين دپاسکال دماشين يونوع تکميل شوی ماشين  ؤ.
  وروسته له دی څخه په ۱۹ پيړی کی د (۱۸۲۲)  څخه تر (۱۸۷۱) عيسوی کلونوپه منځ کی په بريتانياکی دکمبريج پوهنتون استاد چارلس بابيج(Charles Babbage) داسی يوماشين ډيزاين کړ چی لومړنی کمپيوترونومول شو .
XCAE0VL8QCA93SP3OCAZFIDN1CAHJPR22CAKCRI73CA9T5EDOCAGV5E6CCAL7D81WCAG81F7CCAYNGTV2CA5NBFVTCA3YWQGECAV5CVLLCAWT157NCA4XUUWXCAQQWH6JCARWE5Z8CAME5NPVCAQLE8PP.jpgJCA8AJIO7CABEZC78CAGN3LSNCA637QY1CACIT8P8CA4F6HWNCASTTAPMCAAAKYZKCA09KPT8CA35M0Z9CALR682ICA2EMIZ6CA67EHY9CAD3N85WCAQ1QLF2CAUBG31RCA1E6JUNCAFZVXMQCARE4AQQ.jpgاودغه ماشين چی دتفاضلی ماشين (Difference Engine) په نوم ياديدلو دحساب لومړنی (ابتدايي) عملی يي اجراکولی  نوموړي عالم ددغه ماشين له پاره  ٦٠٠٠ ډالره د خپل شخصي او١٧٠٠٠ ډالره د وخت د برتانيي په مالي مصرف جوړ کړ چې دغه اختراع دهغي پيړۍ تر ټولو ستره او مهمه اختراع بلل کيده.
وروسته بابيج دداسي يوماشين په فکرکی شوچي په اتومات شکل اودپروګرام په واسطه کاروکړی اوبابيج دغه ماشين د تحليلی ماشين (Analytical Engine) په نوم يادکړ اوبابيج په خپل وخت کی دتکنالوژی ،پيسی نه لرل،اوفنی محدوديتونوله امله يی ونه شوی کولی څنګه يي چی غوښتل داماشين عيارکړی.
که څه هم دتحليلی ماشين مفکوره بابيج مطرح کړی وه اودنن ورځي له کمپيوترونوسره ورته والی لری په دی لحاظ چی دنوموړی افکارمخکی له زمان ؤ په هماغه زمانه کی دفنی امکاناتونه شتون له امله  بابيج دغه ماشين په خپل وخت کی جوړنه کړ.ولی دنومړی دمفکوره اساس دنن ورځي دکمپيوترونولپاره شوه نوپه همدی اساس چارلزبابيج دکمپيوتر بنسټ ايښودونکی يا مخترع ونومول شو.
1CAYS25V6CAO8DEUICATVSH2FCAF8H928CARTZ0FACA2HB0QFCAA2LZXBCAAT5OT3CA1PM5AICAO4I1BICAWB2SA0CA5EFHO2CAK77F49CA0QBXBKCA1WKC3VCAFPIMYMCAQ9ETAQCASKAIYPCASOBJV1.jpgدبابيج تحليلی ماشين دپنځولاندنيوځانګړتیاوپه لرلوسره دنن ورځی دکمپيوترونوبنسټ کېښودله:

  • دذخيره کولووسايل یی درلودل
  • پراسيسریی درلود
  • دکنترول بخش درلود
  • دنتايج دليدووسايل لرل
5CAY72S0RCAYZZR5BCAA8YRERCAFRPYOUCAFAE16QCAC3QDRRCATUAASPCA0SQDX9CALXU13DCAIJWW5NCAQ01TZHCA09E3W0CADC7ERTCAT3J652CARQ3BN6CA322E8TCAB52G6BCADKV6MECA94KNT3.jpgاويوانګليسی ښځه د (Augusta Ada ) په نوم دبابيج سره دتحليلی ماشين لپاره په پروګرام جوړونه کی مرسته کوله اوکه بابيج دکمپيوتربنسټ ايښودونکی دی خوAda دکمپيوترلومړني پروګرامرنومول شوی ده اوپه حقيقت کی همدی ښځي دبابيج مفکوره تشويق کوله اودپروګرام ليکني ژبه Ada ِيی په ۱۹۷۹ کال کی معرفی کړه اودنوموړی ښځی په نوم  (Ada ) ونومول شوه.  
  VCARE8RQACAMN9MSECAB09XY3CA7LR105CA5012LCCAGVJPW2CA4HCYAICA6JETBCCA2NWX2ECA0G3MM9CAQC7G60CA5QUBHQCAT05O80CAFA66YSCALIIPP1CAC88TYOCASFUGY2CA3F32DYCA1TVNKO.jpgDCA3DQ72DCASFG2CHCA24V1FBCAGWVPB7CAIFN9C5CAZIXPFHCAJQZWTBCA99IMU3CAU31DH0CA2MBS1FCARNLU3HCA7QDHX4CADJ4RODCAR1LVJHCA7OKP6GCAISUTW2CAI09RX3CAE57BY7CA9EFWHI.jpg   وروسته لدې څخه دجدول بندی ماشين (Tabulating Machine) دجنوری ۸ نيټه په ١٨٨٩ عيسوي کال کې د ډاکټر هارمن هولرېټ (Herman Hollerith) لخوا د امريکا په متحده ايالاتو نيوېارک ښار کې جوړ شو اوداهميت وړ دی دنوموړی ماشين څخه په (۱۸۹۰) عيسوی کال کی په امريکاکی د وگړو د شميرنې لپاره تری کاراخستل کېدله، چی دهغه په واسطه يي دوګړيودشميرني دجدول بندی عمليه بنسټ کېښود.ډاکترهارمن هولريټ په (۱۸۹۶) عيسوی کال کی يي دجدول بندی ماشينونوشرکت تاسيس کړ او وروسته لدې څخه په ١٨٩۴عيسوي کال کې نوموړى ډاکټر تصميم ونيوؤ چې يوه کمپنى جوړه او خپله یی جوړه کړي اختراع د تجارت بازار ته وړاندې کړې  اوپه ۱۹۲۴ کال کی دنوموړی شرکت دڅونوروشرکتونوسره یوځای شو او یوکمپنۍ يې رامنځ ته کړه اود  IBM LCAZY9J9LCAXLFBHNCA3DB8WCCAIBKRAYCAQSPWI0CAEDJ0Q9CAZ50Z3LCAG3XV0WCAIVF1HACAJRRRTTCAAI79WLCAFJ6IFOCABEN1MWCAQYO1W4CAJ9GW48CA7PP3KACATZUERNCA11Z1T0CA8WDZN3.jpg(International Business Machine) په نوم ونوماوله.
ټول دحساب ماشينونه چی مخکی ذکرشوی دی داسي ماشينونه وه چي په ميکانيکی شکل سره يي عمل کوله اودمکانيکی وسايل څخه استفاده په حسابي عمليوکی دا عيبونه يي درلودل:
  • زياد حجم لرل
  • ځنډ دعمليوپه اجراکی
  • غيرمطمين والی
  • په يومعين وخت کی زيادتوقف کول
په ۱۹۳۶ کال کی انګليسی رياضيدان آلن تورينګ تئوری کمپيوتر طرح کړ اودتورينګ په ماشين سره مشهورشواودغه کمپيوتردمختلفومنطقي عمليودمحاسبي وړتيادرلوده اووروسته دماشين منطق اواودتورينګFinite State Machine  دکمپيوترپه علوموکي دماشين دژبي دنظرپه بحث تبديل شوله.
https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/0/01/Atanasoff-Berry_Computer_at_Durhum_Center.jpg/250px-Atanasoff-Berry_Computer_at_Durhum_Center.jpgلومړنۍ عصري او ډيجيټل کمپيوټر په ١٩٣٩-١٩٤٢ عيسوي کلونو په منځ کې داوا سټيټ پوهنتون يو پروفيسر له خوا جوړ او د ABC په نوم ونومول شوو. نوموړی عالم د فزيک او احصائي پروفيسر و چې جان ايټنساف
(John Vincent Atanasoff) نوميده او Iowa State University يو فارغ شوی زده کوونکی
 هم په دي ټيم کې برخه درلوده چې Clifford Berry نوميده.کله چې نوموړي کمپيوټر سرته ورسيد نو ٧٥٠ پوند وزن يي درلود او ٣٠٠٠ بت Bits چې د ٠.٤ کيلو بيټه KB سره مساوي دی د ډيټا د ساتلو وړتيا يي درلوده او همدارنګه د ننې کمپيوټر سره يي مشابه و چې د Binary arithmetic,
 parallel processing, regenerative memory, separate memory and computer   function. سيستمونه يي هم درلودل. که څه هم دغه کمپيوټردپروګرام يا برنامی کولوقابليت يی نه درلود خودخطي معادلودحل لپاره تری استفاده کېدله.ددغه کمپيوټرد ابتدايي والی له امله ډيرژرنور کمپيوترددی کمپيوټرپرځاي شول اوددغه کمپيوټرپه يووخت کي دباينري حساب اوالکترونيکي سويچونوڅخه استفادی کولوله امله ډيرزيادتاثيريي دنوی کمپيوټرونوپه جوړونه کي درلود.   
وروسته دIBM  شرکت ماشين Automatic Sequence Controlled Calculator (ASCC)  د Mark1 چِي دهارواردپوهنتون (Harvard University) کارکوونکی له خواچي دالکترونيکي کمپيوټرپه نوم مشهوروجوړشوه کوښښ کيدله چي له نوموړي کمپيوټرڅخه په آخرني برخه کی ددوهم نړيوال جنګ کي تری استفاده وشي  ددغه کمپيوترمفکوره په لومړي ځل دHoward Aiken لخوا ۱۹۳۷ عيسوی کال نومبرمياشت کی IBM کمپني ته ارايه شوی وروسته دIBM شرکت انجينرThomas Watson لخوادنوموړی طرح مطالعه شوله اودجوړيدوامکان يي ورکړبالاخره دغه کمپيوټر په کال ۱۹۴۵ کی د Harvard Mark1 په نوم ونومول شوه لومړنی ديجيټل کمپيوترواو ۱۵ متره يی اوږدوالی ۵.۲ متره يی لوړوالی او۵ ټن يی وزن درلود اولاندنی ځانګړتياوی يی هم درولودلي:
  • Ballistic calculation (پرتابی محاسبه)
  • Simple and fix arithmetic (ساده اوثابت ریاضی)
  • 3 seconds to multiply (۳ ثانیه کی ضرب)
      وروسته له دي څخه په ١٩٤٥ عيسوي کال کې نوموړي ماشين ته د John Mauchly او  Presper Ekert لخوا په شريک ډول په University of Pennsylvania s Moore School of Electrical Engineering کې نور هم پرمختګ ورکړل شو او د ENIAC (Electronic Numerical Integrator and Computer) په نوم ونومول شوچې په سلونو او زرونو ترانسيستورونه، کاپاسيټورونو،19000 Vacuum Tubes، 1500 Relays او د ٣٠ ټنه وزن، لرونکي وو چې ٢٠٠ کيلوواټه بريښنا ته يې اړتيا درلوده او دی کمپيوتردپروګرام کولوقابليت درلودپه دی ترتيب يي دمخکني کمپيوترونوسره کم فرق لرلو پروګرام کول يي په اتومات شګل نه بلکي په لاسي شکل سره وه ولی ديومحاسب لپاره پروګرام کولويی له نيم ساعت څخه تريونيم ورځی مکمل وخت نيوؤ چې وروسته بيا دغه ماشين د امريکا د متحده ايالاتو د استخباراتو او د دفاع وزارتونو له خوا په کار وړل کيده.
که چيري د نوموړي ماشين جوړښت ته پام وکړو دغه ماشين داسې پروګرام شوي و چي د لګولو اوبندولو له پاره يي د کيبلونو څخه کار اخستل شوي و او د اوسنې کمپيوټر سره يې ډير ورته والی لره.
يوه بله مهمه اله چې د کمپيوټر د تاريخچي سره تړاو لري Colossus وه ، دا د انګلستان د دولت او پروفيسر ماکس ناوان د يوې پټې څيړنۍ په نتيجه کې منځ ته راغی او د ١٩٤٣ عيسوي کال د ډسمبر په مياشت کې سرته ورسيد، د دويم نړيوال جګړې څخه وروسته يو ډير مهم پرمختګ بلل کيږي.  
BCADZMLESCA2YHSXKCAGBT8TCCAWRUF4GCALLRJPBCAGDG434CAXT371ECAJNR19BCATNVOW8CA2M3J4ICARHE6WHCA20TTMPCA5P0UICCA3BJWRDCACNNH8ICA8W6S5FCASYQ1OXCA3AABS5CAFRTJ1D.jpgد اړتيا پر بنسټ د انجينرانو یوې ډلې پر يوې پوځي پروژې باندې کار پيل کړ د دې پروژي مقصد د يوه EDVAC (Computer Electronic Discrete Variable Automatic ) جوړول وو، دا هغه وخت و چې په متحده ايالاتو کې يواځې يو بل عمل کونکی کمپيوټر (Functioning Computer) جوړ شوې و. د رياضياتو يو لوی پوه جان وان نيومين (John Von New Man) په خپل را پور کې دا ډواک (EDVAC) د پلانونو او عملونو وضاحت و کړ د نومړي په راپور کې په ځانګړي توګه د کمپيوټر د اجزاوو او د هغوی د دندو او وظيفو ښه پيژندنه او څرګندونه شوې وه.
نيومين په خپله ليکنه کې دغه ماشين ته (Automatic Computing System) يعنې اتومات حسابي سيستم ووايه. څرنګه چې دا ماشين ورسته ډير ګټور ثابت شو نو د کمپيوټر (Computer) يا کمپيوټر سيستم (Computer System) نوم ورکړل شو. نيومين په خپله ليکنه کې زياته کړه چې کمپيوټر د حسابي او الجبري معادلو اجراء ته ضرورت لري نو دې لپاره يوې داسې برخې (Unit) ته په کمپيوټر کې اړتيا شته چې دغه وظايف پر مخبوځي د هغه په نظر په کمپيوټر کې بايد مرکزي حسابي اله ( Central Arithmetic Device ) وي چې نن ( Arithmetic Logic Unit) يعنی حسابي منطق برخه بلل کيږي. د دې عملونو د اجراء، خوندي ساتلو او ژغورلو لپاره په کمپيوټر کې يو مرکزي کنټرولوونکی اله کمپيوټر کې يو مرکزي کنټرولوونکی اله (Central Controlling Device ) يا ګنټرولوونکی برخه ( Controlling Unit ) يوې بلې ته اړې دي چې بايد دواړه يو ځای کړای شي بالا خره همداسې وشول چې د دوی د يو ځای کولو څخه مرکزي پراسس ( عمليات ) کوونکی برخه CPU (Central Processing Unit ) منځتته رغله. دیادولووړ ده چي دغه کمپیوترهم په کال (۱۹۵۲) د John Mauchly او  Presper Ekertلخوا جوړ شو.  
همدا وو چې کمپيوټر ورو ورو بشپړ شو او غه بڼه يا شکل يی غوره کړ چې تاسې يې نن ګورئ.اوڅو لسيزې دمخه يو څو کمپيوټرونه موجود ؤ چې ډير لوى حجم او لوړ ارزښت يې درلود او يواځې يو لږ تعداد خلکو د کمپيوټر پوهه درلوده خو د لږ وخت په تيريدو سره دکمپيوټرمختلف انواع منځ ته راغلل چې نن ورځ په دفترونو ، فابريکو ، ښوونځيو ، روغتونونو ، بانکونو ، مغازو او د ژوند په هره ساحه کې ترې استفاده کېږي.

Prepared by: FazalAhmad Yousufzai    Contact us: 0776276384
Email Add: Fazalahmad yousufzai
Fb:Facebook.com/fazalahmad yousufzai
Date: 1394-12-21
Kabul,Afghanistan