ولسمشره د افغان ټیلی کام او سلام مخابراتی شبکه وژغوره!

د مخابراتو وزيرعبدالرازق واحدی

 
افغان ټیلی کام مخابراتی شرکت هغه دولتی شرکت دی چې په کال ۲۰۰۶ کې یې له ډيرو کمې دولتی پانګې څخه په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو په ورکړه باندې پيل وکړ.
افغان ټیلی کام مخابراتی شرکت د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژي وزارت تر مشرې لاندې یې په کار پيل وکړ، یاد شرکت په لومړیو ورځو کې یواځې انټرنیټي خدمتونه وړاندې کول خو د وخت په تیریدو  سره یې ډير ژر د لینداره تیلیفون د خدمتونو ورکړه هم په غاړه واخیست، افغان ټيلی کام مخابراتی شرکت د Wimax, DSL,  ، P2P/Microwave ، د نورې فایبر انټرنیټي خدمتونو په وړاندې کولو سره یې وکولای شول چې په کال ۲۰۱۴ کې د سلام مخابراتی شبکی تر نوم لاندې د GSM او 3G شبکه پرانیزې، په لومړی سر کې یې پر سلام مخابراتی شبکه ۶۵ میلیونه ډالر پانګه اچونه وکړه او په یو زیات شمیر ولایتونو کې یې د خبرې کولو خدمتونو ترڅنګ د 3G نیټ خدمتونه هم پیل کړل، دمګړی د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې د سلام مخابراتی شبکه خپل خدمتونه په ډير ټيټ کیفیت سره وړاندې کوي پداسی حال کې چې لومړیو شپو کې د هیوادوالو د خوښې لومړي لوړ کیفیت لرونکی شبکه وه. کره اسناد دا په ګوته کوی چې دمګړي په سلام مخابراتی شبکه باندې څه باندې ۱۴۰ میلیونه ډالر پانګه اچونه شوي.
خو کله چې د ملی وحدت حکومت راغې او د مخابراتو وزارت ته یو غیر مسلکی، غیر اداری، بی کیفایته، مفسد، معاملګر وزیر عبدالرازق واحدی د پوهنتون استاد او د ښاغلی محقق له خوا ولسمشر ته وپيژندل شو او  ولسی جرګې هم د معاملی په بدل کې ورته رایه ورکړه د سلام مخابراتی شبکی او افغان ټیلی کام مخابراتی شرکت د عوایدو ګراف ورځ تر بلی ټیټیږي.
ښاغلی واحدی په افغان ټیلی کام او سلام مخابراتی شرکت باندې وخت ناوخت حملی کړي:
لومړي حمله: د تدارکاتو آمر یې پرته له کوم ښکاره دلیل څخه منفق او پر ځای یې د همغه اداری یو عادی کارمند چې بیچاره اوس له زیاتو ستونزو سره مخ دی وټاکلو، ګنګوسی په ګوته کوی چې ښاغلی سید نعیم هاشمی چې اوس د افغان ټیلی کام شرکت د تدارکاتو آمر دی د   ۳۵ زره امریکایی ډالرو په بدل کې مقرر شو، پداسی حال کې نوموړی دندې ته دوام ورکوی چې د افغان ټيلی کام عمومی بورډ له خوا یې د منفکۍ پریکړه شوي ده.
دوهمه حمله: د بشری منابع یا HR آمر یې له دندې ګوښه او پر ځای یې یو هزاره ورور چې غیر مسلکی او بی کیفایته مدیر دی و ټاکلو چې دمګړی له زیاتو ستونزو سره مخ دي. او یواځې د شرکت رازونه تر وزیره رسوي.
دریمه حمله: د سلام مخابراتی شرکت رئیس د خلیق احمد په نوم يو تکړه ځوان وو پر له دی چې هغه یا له دندې ګوښه شې او یه هغه خپله استعفاء ورکړي پر ځای د همدی شرکت د IT رئیس سرپرست وټاکل شو. چې ښاغلی جابر سرفراز یعنی د سلام سرپرست په لویو اداری فساد دوسیو کې تورن دي، د بیلګی په توګه: د رومینګ د پاره له یوی کمپنی سره قرارداد شوی چې سلام مخابراتی شبکه باید د میاشتی یادی کمپنی ته ۲۷ زره امریکایی ډالر ورکړي خو سلام له رومینګ څخه ۱۵۰۰ امریکایی ډالر عواید نشی پوره کولای، خو جابر سرفراز هیچا ته اجازه نه ورکوي چې پدی اړه کوم نظر ښکاره کړي.
څلورمه حمله: د افغان ټيلی کام او سلام د تیلو قراردادی یې خپل دفتر ته وغوښتلو تر مجلس وروسته نومړي ته پرته له کوم آزاد رقابت د تیلو قرارداد ورکړل شو. اجمل عیان چې مخکی د افغان ټیلی کام مخابراتی شرکت مرستیال وو هغه وویل: زه وزیر خپل دکار دفتر ته وغوښتلم او په ګوت څنډنه یې راته وویل: این شرکت را کامیاب کن.
ما ورته وویل وزیر صیب څنګه یی کامیاب کړم نشم کولای هغه بل شرکت کامیاب دي، وزیر په تنده وویل: تو در این حکومت هم این ګپ ها میزنی او نور یی تندی تریو کړ او زیاته یی کړه : برای این شخص قرار داد تیل بده او همین اکنون امضاء کن. او کله چې ما امضاء وکړه نو په تنده یی راته وویل چې له دفتر ووځم.
پنځمه حمله: تر ۱۲۰ زیات کسان په مرکز او ولایتونو کې وزیر په افغان ټيلی کام او سلام مخابراتی شرکت کې بل المقطع مقرر کړي چې زیاتو ته یې لوړ معاشونه هم په خپل صلاحیت ټاکلی دي، چې وروسته یی اکثر په دایمی ډول مقرر شول یعنی پرته له کوم آزاد راقابت او امتحان څخه.
شپږمه حمله: مالیی رئیس یی د پیسو په بدل کې مقرر کړ، هغه اوس له ټولو هغه شرکتونو څخه پیسی اخلی کوم چې د افغان ټیلی کام او سلام سره کار کوي. د یو شرکت مسئول د مالیی ریاست د رئیس یوه خاطر داسی شریکه کړه؛: زه مالی رئيس خپل د کار دفتر ته وغوښتلم او راته یی وویل: وروره که زکات لری، که خیرات، که صدقه، که همداسی ځوانی ۲۰۰۰ ډالر راکړه چی وزیر نور می کار را خراب کړي هغه ویل چی ما ۱۰۰۰ ډالر ورکړل خو دامی ورته وویل چی دا می همداسی ستاسره ځوانی وکړه.
اوومه حمله: له یوي پټي منبع څخه موږ ته داسی معلومات را ورسیدل: این بار وزیر با معاون اش معامله کردن با شرکت ZTE که سه پروژه که قرار ذیل است باید به شرکت ZTE واګزار کنند:
اول: ۱.۶ میلیون دالر امریکایی برای ګسترش دادن پروژه CvBS
دوم: ۱.۵ میلیون دالر امریکایی برای خدمات نګهداری کردن پی از فروش
سوم: ۶۰۰۰۰۰ دالر امریکایی برای وسایل نتوریک کور
اتمه حمله: د سیمداره معاون، د فایبر رئیس او شپږ نورو مهم غړي د مخابراتو وزیر په خپله خوښه له دندو لیری کړل، د دوی له دندو د لیری کیدو هیڅ ښکاره دلیل نه وو، او چوکۍ یې لا تر اوسه خالی دي.
ښاغلی وزیر او د سلام مخابراتی شبکی رئیس له وزیر سره په ټولو هغه خیانتو او چلو کې یو لاس لری کوم چې د یاد شرکت راتلوونکې سخت تیاره ښکاره کوي. د یو پټ ایمل په اساس چې د ZTE د یو کارکوونکو له خوا د وزارت رهبری او د شرکت مهمو غړو ته تیره اونۍ استول شوي وو داسی یې لیکلی وو:
(( زه د یادی چینایی کمپنی پخوانۍ کارکوونکي یم په اصل کې بوت پرسته یم مسلمان هم نه، خو د مخابراتو د وزیر هغه خیانتونو زما نوره حوصله ختمه کړه کومې پریکړې چې په یاده کمپنی کې د افغان ټيلی کام او سلام په اړه نیول کیږي، څه موده مخکی د وزیر په همغږۍ د افغان ټيلی کام یو رئيس ZTE له هیواد څخه بهر میلمه کړ یو پنځه ستورې لرونکې هوټل کې یې ورته کوټه ونیوله خو رئیس ددی څخه نه وو خبر چې په کوټه کې پټه کمره نصب ده رئیس ته یې دوه ډيرې ښایسته ښځې راوستی او تر سهار ور سره وي خو کمرې فلم اخیستی دي کله چې یې رئيس ته ښکاره کړي اوس رئیس ځمکه او آسمان سره یو کوی خو قرارداد ZTE ته ورکوي خو پیسی او باج یې ټول وزیر اخلی)).
دا او دی ته ورته نور دلائل دی چې د سلام د سیمکارتونو چاپ د تداروکاتو له کمیټي سره څه باندې دری میاشتی پاتی دي ځکه د تداروکاتو ملی کمیټه له وزارت او شرکت څخه د ZTE چینایی کمپنی په اړه توضحات غواړی او دوی یی نه لري اوس په ټول بازار کې د سلام یو سیمکارت نشته ځکه دا اوسنې سیستم د نورو سیمکارتونو د زیاتوالې وړتیاء نه لري.
د مخابراو وزیر د خپلو څلورو سلاکارانو هر یو (حیدری، انصاری، ږږږږږ، پریتوي) معاشونه او امتیازات له افغان ټیلی کام څخه ټاکلی دی، پریټوی د مخابراتو د وزیر هندی سلاکار دی هغه یو ځای ویلی وو: ما وروسته له شپږو میاشتو یو ځل د پنځو دقیقو د پاره وکولای شول چې له وزیر سره ووینم خو هغه پدی اندیښنه وښوده چې وزیر په انګلیسی ژبه خبري نشې کولاي، حیدری د مخابراتو د وزیر ډير نیژدی سلاکار دی حیدری او انصاری تر اوسه شپږ ځلی بهر ته په سفر تللی او هر ځلی یې ټول مصارف له افغان ټیلی کام څخه اخیستئ دي.
افغان ټیلی کام مخابراتی شرکت او د سلام مخابراتی شبکه پنځه کسیزه بورډ لری چې دری پکی د مخابراتو له وزارت هر یو عبدالرازق واحدی وزیر، احمد شاه سادات تخنیکی مرستیال، سید عبدالوهاب سادات اداری او مالیی مرسیتال، دوه نوری د بورډ غړي یې د مالیی وزارت څخه دي هر یو احمد شفیق قاری زاده د عوایدو او ګمرکاتو مرستیال او ډاکټر نجیب الله وردګ د سی بی آر د برنامی رئیس، زیات شمیر پریکړی چې کیږی مخابراتو وزیر یې په خپل سر کوی هغه په زیات شمیر پریکړو کې د بورډ د ټولو غړو نظر نه اخلې.
له بلی خوا وزیر هر ځلی د پارلمان له وکیلانو سره چې معامله کوی پر افغان ټیلی کام یې حمله وي څه موده مخکی د سلام د پاره سوداګریز رئیس بست اعلان شوي وو شپږ کسانو یې په امتحان او مرکه کې ګډون وکړ خو د ولسی جرګې د مخابراتو او مواصلاتو رئیس ښاغلی ابراهیم غښتلی وزیر ته راغی او سور خط یی ورته کش کړ چې پدی ځای کې باید زما نفر مقرر شې همداسی وشول، ځکه غښتلی وزیر ته پوره ډاډ ورکړ چې په استحضاء کې به یې حتمی کامیابوي.
له بلی خوا افغان ټیلی کام د Wimax انټرنیټ قراردادونه هم ورکوي کوم مدیر چې اوس ټاکل شوي له وزیر او مالیی رئیس د افغان ټيلی کام سره مستقیم لاس لری ځینی قراردادونه حتی یو کال وروسته رسمیاتو ته لیږدول کیږی تر یو کال پورې یې د قرارداد ټولې پيسئ همدوی ته راځې.
د روشن مخابراتی شبکی یو کارکوونکی داسی راته وویل: دا وزیر بیخی ډیرې او په سپین سترګې پيسی غواړي ما ورته وویل چې وزیر صیب دا شرکت دی بانک نه دی چې پرته له پيسو بله خبر نه کوي.
ما ونه غوښتل چې د ځینو پټو او هیښ کوونکو دوسیو څخه یادونه وکړم، ځکه هغه ټولی د زیاتی اندیښنی وړ دي.
اوس که د هیواد ولسمشر د یاد شرکت راتلوونکی ته جدی پاملرنه ونه کړی یاد شرکت به له لوی سقوط سره مخ شی او د راتلوونکی ټول مسئولیت به د ولسمشر په غاړي وي ځکه چې د ولسمشر له خوا دا وزیر په کابینه کې ټاکل شوي دي. که ولسمشر دقیق معلومات غواړي ښه دا ده چې د یاد شرکت له بورډ او ځينو کارکوونکو سره لیدنه وکړي.
سپارښتنه: دا چې ولسی جرګې پریکړه کړي تر څو ټول هغه وزیران چې کلنی بودیجه یې تر ۷۰ سلنه کمه مصرف کړي استحضاء کړي، که دوی دمخابراتو له وزیر سره بیا هغه د تیر په شان چلند وکړی ممکن ددی لوی ملی خیانت په کولو کې به دوی هم شریک وي، هر هغه چا ته چې زما دا لیکنه غیر حقیقی یا دورغ ښکاریږی کولای شې دا مقاله د ورسره واخلی او د حرف حرف پوښتنه دی د یاد شرکت له رئیس څخه بیا تر یو عادی کارکوونکې پورې وپوښتی که مبالغه غوندې څه پکی وو ټوله لیکنه دی دروغ وګڼې او زه به بیا د مخابراتو وزیر ته د بښنې لپاره ورځم او په راتلونکی کې به قلم په لاس کې هم نه اخلم او که ریښتیاء وه نو بیا د ملی احساس او لوی مسئولیت په خاطر دا لیکنه تر ولسمشره ورسیږي.
لیکوال: عبدالمجید کوټوال