شاعرانو،مینانو دا چانس له لاسه مه ورکوئ

 
زه انتظارکوم دستا دسترګو   +   ولې به نه شې ته زما دسترګو  (قمرګله) اوامریکایی سندربوله ویکتوریافوکس وایی:
زه انتظارکوم دلویې اوځلاندې سپوږمۍ   +  چی راښکاره ا وبه ځلیږی په تروږمۍ
لویه او ځلانده سپوږمۍ یعنی څه ؟
دا هغه شپه ده چې ښکلې سپوږمۍ چې شاعران او مینان یې مریدان وی له کلونو، کلونو وروسته  بشپړه ، ګرده او ځلانده بریښی اوپه آسمان کې دنورو(بدرشپو) په پرتله ښکلې ځلیږی .
دامریکافضایی آژانس (NASA) ویلی چې دابشپړه سپوږمۍ سبا شپه دنومبر۱۴مه چې دڅپرې میاشتې له ۱۴مې اودلړم دمیاشتې له ۲۴مې سره سمون لری ، وروسته له اویا کلونو ، دمځکې بشر ورسره مخامخ کیږی .
نوداچانس ځکه له لاسه مه ورکوی چې بیا اویا کاله یاالله اویا نصیب .
په دې شپه دځمکې ګردچاپیردسپوږمۍ دچورلیدومدار، مځکې ته ډیررانږدي اوپه یوه دایره کې ، ډیر کوشنی حد ته رسی ، مانا دا چې په هرې پیړۍ کې یویا دوه ځلې سپوږمۍ دومره مځکې ته رانږدی اویارانې ته چمتوشی – خونوروختونه لرې وی ،  دې سپوږمۍ دې دریځ ته د[سپینوزرولویه چمبه ] هم وایی )
دا حالت غیر معمولی دی ځکه دسپوږمۍ لوی والی په سلو کې ۱۴سلنه او دځلابریښ یې په سلوکې ۳۰ سلنه د نورمال حالت په پرتله لوړ بریښی ، او که تاسی یې سباوون ته نږدې دا حالت وګوری ، تاسوته به ډیر زړه راښکونکی اوبختور وی که چیری ورپسې دسهار لمونځ هم اداکړی – نورالله نور
دوړاندوینې له مخې داحالت کیدای شی د ۲۰۳۴م زیږدیزکال دنومبر په ۲۵مه شپه هم رابرسیره شی .
تاسو ته تر شنه آسمان لاندې یوه رومانتیکه شپه غواړم (بیا شب های مهتاب است تو ای ماه یګانه +  مکن دیګر بهانه ) خدای اوخندامومل!
عبدالرووف لیوال