
په دې وروستیو کې د سپینې ماڼۍ چارواکو په ناڅاپي توګه اعلان وکړ چې د دوی راپورونه په ډاګه کوي چې کېدای شي داعش ډله له سوريې او عراق (شام) څخه افغانستان ته وتښتي.
که په رښتينې توګه دغه د امریکایي چارواکو خبره چې له عراق او سوريې څخه افغانستان ته د داعش ترهګرې ډلې د تېښتې موضوع راوسپړو، په ډېره ښه توګه به له ارزښتاناکو رازونو پرده پورته شي او د تېښتې او په مهارت سره له عربي هېوادونو عراق او سوريې څخه افغانستان ته د داسې یوې ترهګرې ډلې تېښته ممکنه وي او که نه؟ دلته باید ووایو چې تېښته هېڅ امکان نه لري، ولې باید په ډاګه يې کړو چې له عراقه افغانستان ته د داعش په ماهرانه را انتقال سره امریکایان غواړي په افغانستان او سیمه کې د خپل حضور دوام ته مشروعیت ورکړي.
که چېرې دې قضيې ته لږ دقیق وګورو، د داعش، القاعده او طالبانو ډلې په افغانستان کې د بهرنیانو او په تېره بیا د امریکا له خوا د خپلو موخو او پلانونو د خوندي او پلي کولو لپاره د وخت د غوښتنو په نظر کې نیولو سره رامنځته کړې او د هغوی په لمسون او لارښوونه يې هر څه ترسره کړل او کوي يې.
دا چې امریکايي چارواکي له یوې خوا دغه وران کارې ډلې د اسلامي ډلو له نومونو څخه په استفادې سره خو په حقیقت کې د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو او سرکوبولو په خاطر ترسره کوي او یا يې ملاتړ کوي او پر ډېرو پرمختللو وسلو يې سمبالوي او د خپلو ګټو د ساتلو لپاره يې کله په عراق، کله سوریه، کله لیبیا او یا هم په افغانستان کې لومړى ځای پر ځای او بیا پیاوړي کوي، دوی غواړي د خلکو ذهنونه یوې او بلې خوا ته مغشوش کړي یا په بله اصطلاح اوبه خړوي او خپل ماهیان په کې نیسي.
ولې د امریکایانو ټولو طرحو او پلانونو ته که په ځیر وکتل شي نو څرګنده به شي چې امریکایان خپله ټولې لوبې خپله جوړوي او د خپلو ځانګړو موخو لپاره يې د نړۍ هغو هېوادونو ته چېرته چې د دوی موجوديت د دوی په ګټه وي، هلته خپلې اډې ځای پر ځای کوي او په هماغه هېوادونو کې اړ دوړ رامنځته کوي.
امریکایانو په افغانستان کې د داعش د پروژې له پیلېدو وړاندې په ۱۹۹۴ زېږدیږ کال کې وروسته له هغه چې په افغانستان کې د مجاهدینو په لاس پخوانی شوروي پلوی د ډاکټر نجیب الله تر مشرۍ لاندې حکومت نسکور شو، خو متاسفانه چې د اسلامي حکومت جوړولو ته پرې نه ښودل شول او د یو شمېر کورنیو او بهرنیو کړیو د مداخلو په واسطه په کورنۍ جګړو کې ښکېل شول، طالبان يې رامنځته او مطرح کړل.
امریکایانو د مجاهدینو د له منځه وړو په خاطر د طالبانو د اسلامي تحریک تر عنوان لاندې دغه ډله په ډېره تیزۍ سره رامنځته کړه چې له هماغه اوله سره يې د مجاهدينو د له منځه وړو په هدف راجوړه کړې وه تر څو دوی وکولای شي مجاهدین چې د سره پوځ او د پخواني شوروي له اشغال څخه يې په ډېره مېړانه افغانستان خلاص کړ او د افغان مجاهدینو د قربانیو او مبارزې په نتيجه کې پخوانی شوروي
اتحاد دړې وړې او څو ټوټې شو په حقیقت کې دوی غوښتل چې مجاهدین له قدرت څخه لرې او د قدرت په ګدۍ د امریکا په لاس د جوړ شوي تش په نوم د طالبانو د اسلامي تحریک واک ته ورسوي چې له شاوخوا اوو کلونو جنګونو وروسته ونه توانېدل چې ټول افغانستان د طالب جنګیالیو په لاس ونیسي باید ووایو چې د امریکایانو دا برنامه چې غوښتل يې پر طالبانو باندې مجاهدین له منځه یوسي، ناکامه شوه.
که څه هم د طالبانو د رامنځته کېدو پر مهال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د بهرنیو دغه پروژې ته چې د طالبانو د تحریک تر عنوان لاندې يې رامنځته کړه چا يې د قومي تمایلاتو پر اساس ملاتړ او ځینو نورو بیا د قومي تمایلاتو پر اساس مخالفت کاوه که څه هم دوی د پښتنو په سیمو کې د لومړي ځل لپاره سر راپورته کړ او په ډېره کمه موده کې ان د هندوکش تر غرونو سرونه ور واړول او د امو سیند تر دې غاړې پورې ورسېدل، خو د لږ وخت په تېرېدو سره طالبانو په افغانستان کې د پاکستان د ګټو لپاره څومره کار وکړ دا يې ټولې نړۍ ته وښوده چې کاملاً د پاکستان د استخباراتو مربوطه یوه ډله وه چې ټولې کړنې يې د هغوی په خوښه او د هغوی د پلان پر اساس پر مخ بیوې.
د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف او پخوانيو جنرالانو ویناوې دا په ډاګه کوي چې طالبان وروسته له ۲۰۰۱ کال نه یو ځل بیا د پاکستان د استخباراتو په واسطه پر پښو ودرول شول چې د حامد کرزي د حکومت پر مهال د پاکستان له اصلي رقیب هند سره د کابل نسبي ډیپلوماتيکې اړیکې ټینګې شوې، پاکستان سمدلاسه په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو او افغان امنیتي ځواکونو او د بیارغونې د پروژو د له منځه وړو پر ضد پاکستان د خپل ګاوندي رقیب هند ته د ضرر رسولو په خاطر داسې خونړي بریدونه د طالبانو په نوم ترسره کړل چې ډېری زیانونه يې عامو افغانانو او د بیارغونې ملي پروژو ته ورسېدل.
دا چې په دې وروستیو کې د پاکستان له دوه مخیتوب څخه پرده پورته او په جهاني کچه رسوا شو او په نړۍ کې د ترهګرو د ستر ملاتړ او حامي په توګه وپېژندل شو نو اوس مجبور دی چې د خپلو بهرنیو بادارانو او امریکا د بیا ملاتړ په خاطر بله معامله ترسره کړي خو ګومان نه کوم چې دا وړۍ دې شړۍ شي.
له امریکایانو سره په دې معامله کې طالبان چې تر اوسه يې له پاکستان څخه د خپل مرکز او دمې جوړولو یا پټنځای په توګه کار اخیست، وروسته له دې غواړي ایران ته کډې بار کړي، تهران ته د طالبانو د لوړپوړي پلاوي له سفر څخه داسې معلومېږي چې د طالبانو د ملاتړ پروژه به د پاکستان پر ځای ایران تمويلوي او پاکستان به له امریکا سره په ګډه داعش چې تر دې دمه په سوریه او عراق کې تر ډېره بریده تر سترګو کېدل، افغانستان ته د ناڅرګندو الوتکو په واسطه را انتقال کړي او د خپلو ګټو د ساتلو او د اوږد وخت لپاره د مېشته کېدو زمینه مساعده کړي.
پاکستان چې له ۲۰۰۱ کال راپه دېخوا تر دې مهاله یوه خوا له امریکې څخه په ميلیاردونو ډالر د طالبانو او القاعدې د ځپلو په پلمه ترلاسه کړل، خو تر پلو لاندې يې طالب جنګیالي او هم داعش دواړه حمایه کړل، د هغه عامیانه متل په شان پاکستان هم دا کوي او هم دا؛ هم يې امریکا خوشحاله کوله او هم يې طالب او داعش، خو دا چې اوس پاکستان غواړي د امریکا او د غربي نړۍ ملاتړ د یوې بلې دورې لپاره ترلاسه کړي، دوی په دې خاطر چې د طالبانو یو شمېر چارواکو د پاکستان له اجازې پرته له افغان حکومت سره د خبرو د پروسې له پیل څخه خبر شول، نو طالب مشرانو ته يې له پاکستان څخه د وتلو ګوت څنډنه وکړه او طالبانو چې له پخوا څخه يې له ایران او روسيې سره د خبرو راپورونه رسنیو خپاره کړي وو، ایران ته خپل لوړپوړی پلاوی لېږلی او هلته يې د خپلو ځالو د جوړولو هڅې پیل کړې.
که څه هم د داعش ډلې چې په ټوله دنیا کې یې د اسلامي خلافت جوړولو تر عنوان لاندې سر را وچت کړ، دا ډله په عراق او شام یعنې سوریه کې راپورته شوه، په ډېره تیزه منډه يې د عراق او سوريې ډېرې برخې ونیولې، خو د داعش پښه لا په ډنډ کې نښتې وه چې د افغانستان ختیځ کې پروت د ننګرهار ولایت او ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پرتو سیمو د داعش د خراسان څانګې په نوم ډلې غږ راپورته کړ چې په حقیقت کې دغه د داعش په نوم ډله هماغه پروني د پاکستان د استخباراتي ډلې ای اېس ای له خوا خو د امریکا د هدایت پر اساس په ډېر منظم ډول تنظیم شوې ډله ده. پاکستان غواړي د داعش ډلې د حمایه کولو په بدل کې د امریکایانو پر وړاندې خپل بایللی اعتبار دوباره جبیره کړي او په دې پلمه د څو نورو کلونو لپاره له غربي نړۍ په تېره بیا له امریکایانو څخه بیا د داعش په نوم پیسې ترلاسه کړي او په افغانستان کې نا امني او د بیارغونې د ملي پروژو مخه ډپ کړي.
نو دغه حالت ته په کتو سره اوس باید غربي واکمنان په تېره بیا د سپینې ماڼۍ چوکي داران له عراق او سوريې څخه افغانستان ته د پرمختللو وسلو سمبال ډلې یعنې داعش د راتېښتې پر ځای په ډاګه ووايي چې دوی غواړي په افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو کې د دوامداره حضور د پاتې کېدو په خاطر داعش افغانستان ته را انتقال کړي او دا خبره بېرته واخلي چې ګویا داعش له عراق او سوريې څخه افغانستان ته تښتي.
دا چې امریکا له داعش سره مرستې تر کومه حقیقت لري دا په دې وروستیو کې د امریکا د څارګرې ادارې د یوه پخواني کار کوونکي له دې خبرې څخه پرده پورته کړې چې وايي امریکا له مخدره توکو ترلاسه کړې پيسې د داعش پر تقویه لګوي.
د سي ای اې متقاعد کارکوونکی جان ابوستفرډ وايي، د امریکا استخباراتي اداره د افغانستان مخدره توکي په سیمه او نړۍ کې د داعش ډلې د پیاوړي کولو لپاره کاروي.
د سي ای اې ادارې دغه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، یاده اداره د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د جهاد له وخته بیا تر اوسه د کوکنارو کښت او مخدرو موادو تولید په منظم ډول کنټرولوي.
د امریکا د استخباراتي ادارې، سي ای اې ځیني متقاعد کارکوونکي چې اوسمهال د پټو اسنادو د خپرولو له امله تر سختو فشارونو لاندې دي، اعتراف کوي چې سي ای اې له شپېتو کلونو راهیسې د مخدرو موادو کاروبار کوي او د شوروي پر وړاندې د مجاهدینو له پیاوړي کولو وروسته، اوس یې یو ځل بیا د مخدرو موادو پر مټ د داعش د تقویې لپاره ملا تړلې ده.
اوس باید پر دې پوه شو چې داعش طالبانو او یا هم القاعده د چا له خوا د څه لپاره رامنځته شوي او څه کوي .
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه