اسلامى پوهنتون په ننګرهار کى


په ننګرهار کې د نړۍ د درېيم ستر اسلامي پوهنتون جوړيږى . 
ښه خبر دى، خو پوښته دا ده چى ولى سعودي عربستان ننګرهار ور ته انتخاب کړی دى او له ښاره 30 کيلومتره ليرى ډاګ کى، چى شديد امنيتى ګواښونه ورته پيښيدلی شي اود سيمى خلک هم  د امنيت په  برخه کى اندښمن دي. کابل چى د افغانستان مرکز دى  ولى انتخاب نشو؛ تر ننګرهاره د ژوند لمړنۍ  اسانتياوى هم ډيرى لري، د بېلګې په توګه برېښنا، امنىتى حالت د ټرانسپورت په برخه کې او همداسى لوى  پرنفوسه ښار چى د راز راز توکمونو خلک پکى ژوند کوى او د افغانستان ټولو ولاياتو ته نږدى موقعيت لري، ولى؟ د سعودى عربستان پدى موخه وهدف به څه دي؟
خبره ښکاره ده، عربستان  غواړى په سیمه او افغانستان کى خپل نفوذ ولرى او په سيمه کى خپلى توندلارىتوب ته داوم ورکړى د واهابيت او اسلامى بنسټ پالو لپاره د ننګرهار ستراتيژيک موقيعت په نظر کى نيولو سره تر ټولو ښه ځاى دى او دلته وهابيان او اسلامى تندلارى تربيه کړى او د شرقى ولاياتو زياتره اوسيدونکى د وهابيت تر اغيزلاندى دي.

 
C:UsersRohiDownloadsFB_IMG_1478788694398.jpg