
سيد محمد طيب اغا
لیکوال: وحيد مژده
ژباړن: سیدجمال
قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر پخواني مشر سيد محمد طيب اغا په دې وروستيو کې نيويارک ټايمز ورځپاڼې سره مرکه کې ۲۰۰۹ راهيسې د سولې په اړه مهمو ټکو ته اشاره کړې ده. دا مرکه له دې امله هم مهمه ده، چې ۲۰۱۰ کې طيب اغا لومړی طالب چارواکی و، چې امريکا سره يې د سولې په اړه خبرې کړي دي.
د طالبانو د سياسي دفتر پخوانی مشر سيد محمد طيب اغا په ۱۹۷۶ کال د کندهار ارغنداب ولسوالۍ، جلاهور سيمه کې زېږېدلی، پلار يې مولوي سدوزی د کندهار له نوموتو علماوو څخه دی. طيب اغا خپلې لومړنۍ زدهکړې د بلوچستان مرکز کوټه کې په عصري ښوونځي کې سرته رسولي او بيا يې د مدرسې درسونه ويلي دي. طيب اغا په دري، پښتو، انګريزي، عربي اردو او بلوڅي ژبو خبرې کولای شي.
سيدان په افغانستان په ځانګړې توګه کندهار د خلکو پر وړاندې د عزت او درناوي ځانګړی مقام لري د هغه مشر ورور ملا ملنګ د پخواني شوروي يرغل پر ضد د کندهار له وتلو جهادي قوماندانانو څخه و او د شوروي يرغل پر مهال روسانو سره په مخامخ جګړه کې شهيد شوی دی. د طيب اغا پلار مولوي سدوزی هم د شوروي يرغل پر ضد فعاله جهادي څېره وه. تېر کال پر طيب اغا د پاکستان له لوري د پرله پسې فشارونو له امله مولوي سدوزی اړ شو، چې له خپلې کورنۍ سره پاکستان پرېږدي او قطر ته ولاړ شي.
د طالبانو د اسلامي تحريک په لومړيو کې طيب اغا هرات کې د بهرنيو چارو رياست کې کار پيل کړی، کابل ته د طالبانو له رسېدو سره يې د بهرنيو چارو د وزير حيثيت درلود، له هغې وروسته اسلام اباد کې يې د طالبانو سفارت کې دنده درلوده او ورپسې د طالبانو د واکمنۍ د واکمنۍ تر نسکورېدو کندهار کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر سکرټر او د دفتر رييس و. ۲۰۱۰ کې يې د طالبانو د مشر مرکچي په توګه د جرمنيانو په منځګړيتوب امريکايانو سره مذاکرات پيل کړل او په دې خبرو کې دواړه لوري په يو لړ مسئلو سره سلا شول.
د طالبانو د مشر مرکچي په توګه
طيب اغا نيويارک ټايمز ته ويلي: «د لومړي ځل لپاره د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر ۲۰۰۹ کې پرېکړه وکړه، چې کابل يا واشنګټن سره د خبرو لړۍ پيل شي. هغه وايي، چې د لومړي ځل لپاره طالبانو ۲۰۰۹ کې جرمنيانو سره خبرې پيل کړې، د جرمن چارواکو غوښتنه دا وه، چې طالبان دې له افغان حکومت سره خبرې پيل کړي، له څو پرلهپسې ناستو وروسته دې پرېکړې ته ورسېدو، چې د کابل پر ځای بايد امريکايانو سره خبرې وشي.»
که لږ مخکې ولاړ شو، د ۲۰۰۹ په وروستيو کې طالبان په دې باور شول، چې امريکايان افغانستان کې خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلي، له همدې امله د ملا محمد عمر مرستيال ملا عبدالغني برادر د طالبانو مشر ته وړانديز وکړ، که امريکا غوښتنه وکړي، د اشغال د پای ته رسولو لپاره بايد ورسره خبرې وشي.
تر هغه وخته نړيواله ټولنه په دې باور وه، چې طالبان له جګړې پرته بله لار نه لري، خو هغه مهال، چې طالبانو د افغانستان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د سولې د خبرو وړانديز وکړ، مشر يې اجازه ورکړه، د سولې بهير لپاره دې داسې کسان وګومارل شي، چې په دې برخه کې پراخه تجربه ولري.
د دې لپاره اړينه وه، چې يو شمېر مهم غړي په نظر کې ونيول شي، ملا محمد عمر امر کړی و چې د اسلامي امارت سياسي کميسيون «تر هغه وخته ډېر فعال نه و» په سياسي دفتر بدل شي او هغه مهال د کميسيون د مشر معتصم اغاجان پر ځای سيد محمد طيب اغا د دفتر مشر وټاکل شي. دغه مهال کابل کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي کای آيډه سره هم اړيکې ونيول شوې او پاکستان هم د دې خبرو برخه وه.
د ۲۰۰۹ ډسمبر کې طيب اغا له لندنه خپرېدونکې الحيات ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل، که امريکا وغواړي، طالبان د سولې خبرو ته تيار دی.
حتا له دې مرکې وړاندې هم پاکستان سره دا فکر پيدا شوی و، چې طالبان د پاکستان له مشورې او اجازې پرته امريکايانو سره خبرې کول غواړي او د دې فکر بنسټګر ملا غبدالغني برادر دی. ای ايس ای د يو مولوي له لارې، چې ای ايس ای سره يې اړيکې ښې وې، له ملا برادره وغوښتل، چې کراچۍ ته ورشي، د ۲۰۱۰ فبرورۍ کې چې ملا برادر کراچۍ ته ولاړ، پاکستاني او امريکايي استخبارات په ګډه دغې مدرسې ته ولاړل، ملا برادر يې ونيو، له دې کاره د پاکستان موخه دا وه، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه بې باوري پيدا کړي، تر څو د دواړو لوريو ترمنځ مخامخ خبرې له ستونزو سره مخ شي.
جرمنيانو سره د طالبانو اړيکې څرنګه جوړې شوې
هغه مهال، چې سيد محمد طيب اغا اسلام اباد کې د افغانستان سفارت کې دنده درلود، له هماغه وخته يې له ځينو جرمني ډيپلوماټانو سره اړيکې وې، په دغو جرمنيانو کې «Rüdiger König» ډيپلوماټ هم و، چې ۲۰۰۹ کې هم د همدې ډيپلوماټ له لارې د جرمني حکومت سره اړيکه ونيول شوه. دغه جرمنی ۱۹۹۷-۱۹۹۸ کې اسلام اباد کې د جرمني ډيپلوماټ و او وروسته کابل کې سفير شو. دغه جرمني (Rüdiger König) ډيپلوماټ هڅې پيل کړې، چې د خپل هېواد او طالبانو ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي او له دې لارې څو ځل ليده کاته هم وشول. د جرمني استازو (Bernd Mützelburg و Michael Steiner) هم په دې اړه هڅې کړي دي. دغه مهال جرمني له طالبانو وغوښوتل، چې امريکا سره د مذاکراتو لپاره به د درېيمګړي رول ادا کړي، خو طالبانو د جرمني غوښتنه رد کړه او ورته يې وويل، چې دوی داسې يو درېيمګړي هېواد ته اړتيا لري، چې د افغانستان جګړه کې ښکېل نه وي، تاسې خو د امريکا په ملاتړ دې جګړه کې شريک يئ او په افغانستان کې مو سرتيري په جګړو کې اخته دي.
د منځګړي هېواد لپاره ملا محمد عمر څلور شرطونه کېښودل.
-
اسلامي هېواد به وي
-
ګاونډی به نه وي
-
افغانستان ته يې خپل پوځونه نه وي رالېږلي
-
طالبانو سره به يې له ۲۰۰۱ وروسته ناوړه چلند نه وي کړی.
امريکا سره د سولې خبرې او د قطر دفتر د پرانيستو هڅې
طالبانو د لومړي ځل لپاره امريکايانو سره په جرمني کې مذاکرات پيل کړل او موخه يې دا وه، چې د دواړو لوريو ترمنځ باور رامنځته شي او د خبرو بهير دوام پيدا کړي. طالبانو په دې اړه درې غوښتنه وړاندې کړې.
٭ د ګوانتانامو زندانيان دې ازاد شي
٭ له تور ليسته دې د طالب مشرانو نومونه لرې شي
٭ د سولې بهير لپاره دې د ادرس په توګه قطر کې د طالبانو دفتر پرانيستل شي.
د طيب اغا په وينا ټاکل شوې وه، چې د خبرو په دويم پړاو کې افغان حکومت هم د خبرو برخه شي، خو د حامد کرزي حکومت د دې خبرو مخالفت وکړ. دی وايي، چې ۲۰۱۰ د سولې خبرو لپاره ډېر مناسب وخت و، موږ د خبرو لپاره امريکا سره دې پايلې ته رسېدلي وه، چې ۲۰۱۱م کې به قطر کې سياسي دفتر پرانيستل کېږي او زموږ زندانيان به هم له ګوانتانامو د قطر پلازمېنې دوحه ته ولېږدول شوي، خو هغه مهال د حامد کرزي په مشرۍ افغان حکومت د دې خبرو مخالفت وکړ او له دوحې يې خپل سفير راوويست.
طيب اغا وايي: «داسې پرېکړه شوې وه، چې ۲۰۱۳ کې به قطر کې د طالبانو سياسي دفتر پرانيستل کېږي، موږ د قطر حکومت سره دا منلې وه، چې دغه دفتر به د افغان چارواکو په ګډون د ټولو افغانانو پر مخ پرانيستی وي او د سولې خبرې به ورسره کېږي.»
۲۰۱۳ کې د قطر دفتر د لږ وخت لپاره پرانيستل شو، د الجزيرې ټلويزيون له لارې د پرانيست غونډې مراسم هم خپرېدل، خو افغان حکومت د اسلامي امارت له نوم او طالبانو له بيرغ سره مخالفت وښود او د دفتر د پرانيستو مخالفت يې وکړ. طيب اغا وايي، چې په دې اړه د قطر حکومت او امريکا ترمنځ شفاهي تړون هم شوی و.
طيب اغا وايي: «موږ هېڅکله دا شرط نه و ايښی، چې لومړی دې بهرني ځواکونه ووځي او له هغې وروسته به افغان حکومت سره خبرې وکړو. که امريکايانو سره د سولې بهير پرمختګ کړی وای، نو بيا مو غوښتنه کوله، چې د بهرنيانو د وتلو نېټه دې وټاکل شي، دا زموږ حق او معقوله غوښتنه وه.»
څو کاله وروسته مې له حامد کرزي پوښتنه وکړه، چې ولې يې د قطر دفتر او سولې بهير سره مخالفت وکړ، هغه وويل: «هغه مهال موږ ګومان کړی و، چې امريکايان په لوی لاس غواړي د اسلامي امارت په نوم او سپين بیرغ په منلو سره د افغانستان حکومت پر وړاندې موازي حکومت جوړ کړي، نو ځکه مو هغه مهال مخالفت کړی و.»
طيب اغا د قطر د سياسي دفتر له مشرۍ وروسته
د ۲۰۱۵ جولای کې د ملا محمد عمر د مرګ له افشا کېدو وروسته سيد طيب اغا قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرۍ استعفا ورکړه. له استعفا وروسته مې ورسره د يوې ناستې پر مهال د استعفا د لامل په اړه ترې وپوښتل، هغه ځواب راکړ، چې د اوږدې مودې لپاره د ملا محمد عمر مرګ پټ ساتل ځينې سوالونه راپورته کړي او دا کار يوې څېړنې ته اړتيا لري. هغه وايي، تر هغو چې ملا محمد عمر ژوندی و، زه پر دې باور وم، چې رهبر به يې هېڅکله دا اجازه ورنه کړي، چې طالبان د پاکستان تر اغېز لاندې راشي، خو د ملا عمر د مرګ له افشا کېدو وروسته پاکستان کې د منصور صیب بيعت غونډې زما لپاره يو شمېر سوالونه راپورته کړل.
زه نه غواړم، چې منصور صیب سره د مخالفت بيرغ پورته کړم، په دې اړه زما او د ملا محمد عمر د کورنۍ دريځ يو دی، زه يو کال انتظار باسم، چې منصور صیب د طالبانو خوځښت څرنګه رهبري کوي، نژدې دوه کاله د طالبانو د مشر د مرګ خبر پټ ساتل او ما چې په دغو دوو کلونو کې بهرنيانو سره مذاکرات کول، د منلو وړ نه دي.
د طالبانو نوي مشر ته د طيب اغا ليک
سره له ې، چې د ملا محمد عمر کورنۍ وروسته له ملا اختر محمد منصور سره بيعت وکړ، خو طيب اغا دوی سره په دې بيعت کې ملګری نه شو او بېرته يې د قطر دفتر غړيتوب وا نه خيست. د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته طيب اغا د طالبانو نوي مشر مولوي هبت الله ته يو ليک لېږلی دی. طيب اغا په دې ليک کې د طالبانو له مشر څخه غوښتنه کړې، چې د طالبانو خوځښت دې د اسلامي امارت پر ځای د طالبانو په اسلامي تحريک بدل شي، دی همدارنګه د طالبانو مشر لپاره د اميرالمؤمنين پر نوم هم نيوکه کوي او وړانديز يې کړی، چې د دې پر ځای دې د امير نوم غوره شي.
د طيب اغا وړانديزونه او په نړيوالو غونډو کې د طالبانو د سياسي دفتر استازو څرګندونې سره ورته دي. قطر کې د پګواش په وروستۍ غونډه کې طالب استازو وويل، چې دوی د واک انحصار نه غواړي، دوی په څرګندو ټکو وويل، چې افغانستان کې د واک انحصار تجربه ناکامه ده، له همدې امله طالبان هېواد کې داسې يو شامل اسلامي نظام غواړي، چې ټولو جهتونو ته د منلو وړ وي. د طالبانو له څرګندونو ښکاري چې د واکمنۍ پر مهال يې د اسلامي امارت نوم د واک د انحصار نښه وه او که غواړي، چې خپله خبره کې رښتينې شي، بايد اسلامي امارت نوم لرې کړي. طالبان لا هم خپل نظام اسلامي امارت بولي او له همدې امله افغانستان کې ټولې جهتونه طالبان واک کې د انحصار غوښتونکي بولي او فکر يې د سولې او پخلاينې پر وړاندې خنډ بولي.
د طالبانو اوسني مشر ته د امير المؤمنين پر ځای د امير لقب غوره کول شايد له دې امله وي، چې ملا محمد عمر په داسې يوه سيمه کې اميرالمؤمنين ټاکل شوی و، چې د طالبانو تر واک لاندې وه او د اسلامي نړۍ په ګډون د هېواد زرګونو علماوو په کندهار کې ملا محمد عمر اميرالمؤمنين وټاکه. د هغې په پرتله اوسنی حالت ډېر بدل دی او د اميرالمؤنين د نوم شرايط نه دي پوره اوس غوره دا ده، چې د طالبانو مشر اميرالمؤمنين ونه بلل شي.
سره له دې، چې د طيب اغا اوسنۍ څرګندونې به د ځينو لپاره د تفرقې اچولو نښې ښکاره شي، خو که طالبان د خپلو کړنو او ذات نقد وکړي او خپل فکر کې بدلون او اصلاحات راولي د طالبانو لپاره به يې ګټه ډېره وي. دا منل شوې خبره ده، که طالبان په خپلو ليکو کې د زړه له تله اصلاحات رانه ولي، د ځان د نقد او اصلاحاتو جرئت ونه کړي او هغه څه چې، حق او حقيقت بولي، په څرګنده يې بیان نه کړي، دغه ډله به منجمده پاتې شي او د وخت په تېرېدو به د اصلاحاتو شته چانسونه هم له لاسه ورکړي.
په تېرو وختونو کې طالبانو پر دوی نيوکې او نقد نه شو زغملی او دا يې نوی بدعت باله، خو اوس د دوی يو مشر ملګری داسې نيوکې او نقد د تخريب په نيت نه، بلکې د اصلاحاتو لپاره کوي، د طالبانو په ليکو کې دا نوی بدلون بلل کېږي او همدغه بدلون د پخلاينې او سولې لپاره ښه ګام بلل کېږي.
اوس پوښتنه دا ده، چې طالبان د طيب اغا وړانديزونو ته پاملرنه وکړي؟ د اميرالمؤمنين نوم بدلولو غوښتنه او وړانديز په داسې حال کې شوی، چې ابو بکر بغدادي هم په سوريه او عراق کې يې خلافت اعلان کړی، ځان خليفة المسلمين بولي او د دوی په ونيا په خراسان کې د اسلامي خلافت پلويان فعال دي.
که طالبان د اميرالمؤمنين نوم له خپل مشر څخه لرې کړې او خپل خوځښت د تحريک اسلامي په نوم کړي، نو دا کار به داعش ته د مشروعيت چانس په لاس کړي، هغه مهال، چې د ملا محمد عمر د مرګ خبر افشا شو، ګڼو بهرنيو وسلهوالو د ملا عمر له مرګ وروسته طالبانو سره خپل بيعت پرې کړ، د ابو بکر بغدادي د ملاتړ بېرغ يې پورته کړ او هغه سره يې بيعت وکړ. دغه ډول مجبوريتونه شته، چې طالبان د طيب اغا وړانديزونه په اوسنيو شرايطو کې ونه مني او ځانونه پرې غلي کړي.