
له بده مرغه په افغانستان کې ژبني تضادونه له پخوا دود وو، خو د نوي حکومت د جوړیدو نه وروسته په دولتي ادارو مخصوصا په ارګ کي د سمتي تضادونو بازار ډیر ګرم دی، د داسي ادارو له جملې څخه یوه هم د ولسمشر د محافظت اداره یا (PPS) یادولی شو، له بده مرغه پدی اداره کی د مالي او اداري فساد تر څنګ سمتي فساد اوج ته رسیدلی دی، ددې اداري مشر چی د امنیت د شورا د رئیس لخوا ګمارل شوی دی، بې د خپلی سیمې او اقاربو څخه بل هیچا ته پدې اداره کې د کار حق نه ورکوي، همیشه پدي هڅه کی دی، چې د کرزي د وخت هغه کارکوونکي چی د ده د سیمي څخه ندي، په کومه بهانه وشړي او پر ځای یې د خپلې سیمې کس ځای پر ځای کړي.
ارګ ته د ولسمشر غني د راتګ سره سم په شورای امنیت کې ځینې کړۍ پدې فکر کې شوې چې د ارګ د محافظت ریاست باید په خپله ولکه کې واخلي، د دې کار له پاره یې لومړی پخواني رییس جنرال احمد جمیل بهرامي ته بهانې جوړولې، چې ګویا کیدی شی پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د ارګ مهم رازونه افشا کړي، یا دا چي د ولسمشر په ساتنه کې څنګه چي لازمه ده هماغسي زیار ونه ګالي، چې بلاخره پدې کار کې بریالي هم شول او جمیل بهرامي یې له صحنی څخه لری کړ. دی اداری ته د نوي رییس د راتګ سره سم پدې ریاست کې سمتي تصفیه پیل شوه، پخواني با تجربه کار کوونکي او محافظین یی په یوه او بله بهانه وویستل او پر ځای یې د خپلې سیمې په سلګونو ځوانان ځای پر ځای کړل. له بده مرغه پدې ګمارنو کې هیڅ ډول عدالت په پام کې ونه نیول شو، د مثال په توګه ولسمشر د کمپاین پر مهال د لویې پکتیا خلکو ته وعده ورکړی وه چې زما د امنیت لپاره به اکثره د لویې پکتیا ځوانان ګمارل کیږي، خو پدی څه باندي ۱۲۰۰ تنو ګمارل شویو ځوانانو کې د لویې پکتیا لس تنه هم ونه ګمارل شول، څو ځله ددی ولایاتو وکیلانو د امنیت شورا رییس ښاغلي اتمر او ولسمشر ته مراجعه وکړه، خو ځای یې ونه نیوه، په همدی ډول د لوی کندهار هغه ځوانان چي د کرزي صاحب په دوره کې یې پدی ریاست کې دندي درلودي، یوه برخه یې له کرزي صاحب سره ولاړل او ځینې نور یې د دندي پریښودو ته مجبور کړای شول.
غواړم چي پدې ریاست کی د سیمه ییز تعصب څو روښانه بیلګي درته وړاندي کړم، د ولسمشر د محافظینو تر منځه هر محافظ چې په ټولو برخو کې اول نومره فارغ شي هغه ته یوه تقدیر نامه ورکول کیږي او همدارنګه د نښه ویشتونکو په ټیم کې چې مهم ټیم دی، په دنده ګمال کیږي. د وردګو د ولایت یو ډير مستعد ځوان، چي د محافظت په ټولو برخو کی یي لوړې نومری درلودي او اول نومره فارغ شوی و، له فراغت نه وروسته د ددی ریاست د تعلیماتو مسول یي د ازموینو نتایج رییس ته وروړل او ورته ویي ویل چې دا سړی په ټولو برخو کې اول نومره فارغ شوی دی، نو لازمه ده چي په سنایپر ټیم کې وګمارل شي، د اداري رییس ډیري بهانې کولې او د تعلیماتو مسول چې یو مسلکي او اصولي شخص دي، د دې ځوان په ګمارنه ټینګار کاوه، اخر چي نور دلایل ختم شول د (PPS ) رییس ورته وویل چې ددي ځوان قواره مې نه خوښیږي نو ځکه باید هلته ونه ګمارل شي او بلاخره هغه ځوان یي په وړ ځای کي له دندي محروم کړ. که څوک د دی خپلسریو په اړه څه ووايي نو بې له ځنډه یې له دندي ګوښه کیږي. د دې بیعدالتیو په وړاندي د رییس ځواب هم لنډ او پریکنده دی هغه وايي چې (ولسمشر غني یوازي زما د سیمي په خلکو اعتماد لري نو ځکه د خپلی سیمي خلک پدي ریاست کي په دندو ګمارم.)
د ښاغلي کرزي د واکمنۍ پر مهال پدي ریاست کي مقرري د شپږو میاشتو په موده کي نهايي کیدله، خو اوس که ددې اداري د رییس خپلوان وي نو په یوه ورځ کي يې ټول کار بشپړیږي، په یوه ورځ کي کارت ورته جوړوي او مقرریږي، په ډیر تاسف سره باید ووایم چي پدي ګمارنو کې د رییس ډیرو داسي خپلوانو ته هم اجازه ورکړل شوه چي په ساري ناروغیو، لکه تور زیړی، توبرکلوز او داسي نورو خطرناکو ناروغیو اخته و، چي د PPS په څير اداري لپاره يي یوه بیساري فاجعه بللی شو. خو که کاندید د بلې سیمي وي نو هغوی ته وايي چي ( تر اوسه مو بګراونډ چک ندی بشپړ شوی، باید صبر وکړۍ) او پدي بهانه يي تر دوو کلونو راهیسي په تمه ساتلي دي.
پدې اداره کي د تعصب یوه بله بیلګه غواړم چې لوستونکو ته یی وړاندي کړم، د خوست د ولایت وکیل کمال ناصر اوصولی او ښاغلي بابکر خیل په ډیرو هلو ځلو او ټینګار پدي ریاست کې پنځه تنه محافظین مقرر کړل، له مقرری نه وروسته يی د پنځو واړو بستونه راټيټ کړل او هغي دروازي ته یي ولیږل چې څه موده وړاندي پکي ځانمرګي برید تر سره شوی و او پدي ټیم کي یو لغماني ټیم لیډر ته يي دنده ورکړه، چې دوی ته تبلیغ وکړي، چي هره ګړي ددي امکان شته چې دلته بیا ځانمرګی وشي، ددي کار اصلي هدف دا و، چي څو تنه خوستي ځوانان له دندو څخه وتښتي او ده ته بهانه په لاس ورشي، چي ولسمشر ته ووايي چې خوستیان د ټینګي ندي او تیښته کوي.
پدي ریاست کي مالي او اداري فساد:
د جمهور رییس د محافظت اداره یا (PPS ) چې د ملي امنیت د پخواني رییس رحمت الله نبیل لخوا یې بنسټ کیښودل شو، یوه بیساری مسلکي اداره وه، پراخه مالي بودیجه لري او له هر ډول امکاناتو څخه برخمنه ده، د کرزي پر مهال یو تر ټولو شفاف او پاک ریاست و، خو اوسمهال پدي ریاست کي مالي فساد اوج ته رسیدلی دی. چي بیلګي یی په لاندي ډول دي.
۱- د بیلګي په ډول د تدارګاتو د داوطلبي چې څه افرونه دي، په شرکتونو باندې د پنځو تر لسو زرو افغانیو په بدل کې پلورل کیږي او ټولو شرکتونو ته په جلا جلا ډول د قرار داد د ګټلو وعده ورکوي، کله چي کوم شرکت ګټونکی شي، د تدارکاتو امر ورته ووايي چي دا زمونږ همکاري وه، چې ته مو ګټونکی کړې او اوس زمونږ حق راکړه، له شرکت څخه یي چي هر څومره پیسي واخیستي لویه برخه یې د دي اداري د رییس او پاتي فیصدي يې د تدارکاتو د امر او د سمیر اکرمي په نوم د رییس د سکرتر، چې زوم يي هم دی تر منځ ویشل کیږي.
۲ـ څه موده وړاندې يي شل عرادي موټر د دی ریاست لپاره خریداري کړل، چي ۱۶ عرادي کرولا موټر وو او ۴ عرادي پکي جاپاني هایس موټر شامل ول او هر موټر یي په یو نیم میلیون افغانۍ ۱۵۰۰۰۰۰ خریداري کړل، په داسی حال کي چي دا ډول موټر په ازاد بازار کي له ۶ تر ۷ لکه افغاني پریمانه پیدا کیږي.
۳- تیر کال یی د څو میلیونه لیتره تیلو قرار داد درلود، چي پدي داوطلبي کي یو شرکت برنده شو، د رییس زوم سمیر اکرمي ورڅخه په هر لیتر تیلو باندي د دري افغانیو رشوت غوښتنه کوله، کله چي نوموړي شرکت انکار وکړ، قرار داد يي د امنیتي ملحوظاتو په بهانه فسخه کړ او په دوهمه داوطلبي کي یی قرار داد هغه شرکت ته ورکړ چي سمیر اکرمي پکي شریک و.
۴ـ کله چي پدي اداره کي یو لوړ پوست خالي شي، هغه څوک خوشبخته دی، چي د رییس د سکرتر سمیر اکرمي سره غوږ وجنګوي او په ټاکلي بیه ورسره توافق وکړي، نور نو دا تول نشته چي ایا دا سړی ددي مسوولیت د پورته کولو توان لري او که نه.
په پای کي له ولسمشر څخه په درنښت هیله کوو، چي که په نور افغانستان کي نه وي اقلا پخپل شاوخوا کي خو دي د دا ډول مفسدو او استفاده جو خلکو مخنیوي وکړي، ځکه چي بدنامي یی شخصا ده ته ور اوړي، کیدی شي زه به دروغ وایم تخریب کاره او خاین به یم، خو تاسو لطف وکړي پدې اداره کي د مقرریو لیستونه وګورۍ، که چیرته په سلو ۹۵ فیصده د دي اداري د رییس د سیمي خلک پکي نه وو را ټول شوي، بله دا چي مهرباني وکړي ددي موټرو قرارداد وګورۍ او هغه موټر وګوري، که زما په خبرو کي د ویښته قدري دروغ او خلل وو هر ډول سزا ته حاضر یم. بله دا چی د محافظت رییس په ډیر افتخار سره وايي، چي د PPS د یو اجیر معاش د وزارت داخلي یا وزارت دفاع له ډګروال څخه لوړ دی، نو چي داسي ده پدې اداره کي کار کول یو امتیاز دی او دا امتیاز باید په عادلانه ډول وویشل شي، یوه ملي اداره ولي په یوه وړه سیمه پوري وتړل شي، که خبره د اعتماد وي د افغانستان هر ځوان په ولسمشر غني باندې سر ورکړی دی، چي تیري ټاکنې یي ښه بیلګه ده او که خبره د ولس سره د فریب او پراډ وي نو بیا هیڅوک هم ګیله نه کوي.
په درنښت