
وایي کله چې د لومړي ځل لپاره روسيې فضأ ته خپله هوايي بیړي په بریالیتوب سره ولیږله،امریکا چې د روسيې تر ټولو غټ رقیب هیواد وو په لړزه راغۍ او زیاته وارخطا شوه. د څان لپاره يې شرم وګاڼه او ويې ویل چې که شل جنګونه په موږ تېر وای موږ به دومره زیان نه وای لیدلای لکه اوس مو چې ولیده. ویل يې موږ اوده پراته يو،خو زموږ تر ټولو غټ رقیب او دوښمن په دې بریالی کیږي چې له موږ مخکې شي او فضأ ته بیړۍ په کامیابۍ سره ولیږي.
امریکایانو څیړنې پيل کړې تر څو هغه لاملونه پیدا کړي،چې د دوی د وروسته پاتي والي باعث شویدي. وروسته دې پایلې ته ورسیدل چې د دوی ستونزه له ښوونځیو سرچینه اخلي، پدې مانا چې نه ښوونکي او نه زده کوونکی خپل مسؤلیتونه په سمه توګه سر ته رسوي،خو ډیره پړه يې په ښوونکو اچوله. ویل يې که ښوونکي زده کوونکي سم رهبري کړي، ښوونکي له خپل مسلک سره مینه او عشق ولري او همدارنګه په زده کوونکو کې ذهني مهارتونه وروزي نو لرې نه ده چې موږ به له هر چا مخکې واوسو.
دوی په ښوونیز نظام تم شول،هغې کې يې ژور بدلونونه راوستل،هغه برجسته ښوونکي چې د دې مسلک سره يې بې سارې مینه لرله جذب کړل،پایله يې دا شوه چې نن يې موږ او تاسو ګورو!
موخه مې دا ده،چې زموږ د پرمختګ او له روان ناورین نه د خلاصون لار همدا تجربه شوي يوه ده،چې په خپل ښوونیز نظام کې ژور بدلونونه راولو،ښه ښوونکې وروزو او بیا يې په دندو وګمارو،په داسې اندازه معاش ورکړو چې دې کار ته د هغوی لیوالتیا ډیره شي او د زړه له کومې د تدریس چارې د نويو بدلونونو په نظر کې نیولو سره پر مخ بوزي.
په داسې لارو چارو فکر وکړو چې معلم د معلمۍ عاشق شي.
په درنښت
سید شاه ګل ویاړ