په سیمه کي د نویو بلاکونو د جوړیدا خطره او افغانستان یې د نیابتي جګړې قرباني!

 
لیکنه: عبدالرحمن لاروی   
افغانستان د خپل ستراتیژیک، سوق الجیشي او جیوایکانومیکي ارزښت او موقیعت له امله د تاریخ په اوږدو کي یاخو د نړۍ د سترو ځواکونو تر برید لاندي راغلی، ترڅو د نړۍ بام (افغانستان) تر خپلي ولکې لاندي راولي، یاهم دنیابتي جګړو ښکار شوی، د افغانستان ارزښت پخوا هم دومره ؤ چي په اتلسمه پیړۍ کي د انګلستان او روسيي کشمکشونه هغه وخت د افغانستان په نیولو کي یو څه راکم شول چي افغانستان یې حایل (Buffer state) وګاڼه چي یو به هم نه ور نږدې کیږي، نه انګلستان او نه روسیه، افغانستان دخپل ځانګړي جغرافیوي او تاریخي اهمیت له مخي په بیلابیلو نومونو یادیږي لکه: ستراتيژيک پل، د وريښمو د لاري متقاطع، د نړی بام، د هند دروازه، د اسلامي نړی ختیځه دروازه، د خنډ سيمه، د تمدونونو څلور لاری، د نړيوالي سوداګرۍ لویه لاره، د اسیا زړه او داسي نور.
نوموتی امریکایي کارپیژاند برژنسکي وایي: "هرځواک که غواړي د اروپا او اسیا پر قلمرو تسلط ولري باید دافغانستان سره خپلو اړیکوته وده ورکړي، او دا یو حقیقت دی."
د سړې جګړې پر وخت که څه هم له یوې خوا افغان مجاهد ملت ته له وسله وال جهاد پرته بله لاره پاته نه وه، نظام یو ګوندي ؤ، د کمونیزم منل جبري او الزامي ؤ، د هیواد سیاسي، اقتصادي، ټولنیزه او تقنیني خط مشې د لننیزم پر اساساتو د جوړیدو په لور روانه شول.
نورمحمد تره کي د واک په لومړۍ ورځ اعلان وکړ چي هیواد به یې د (مسکو) ۱۹۱۷م کال د اکتوبر کمونیستي انقلاب تعقیبوي او یو کال وروسته یې د ثور انقلاب د لمانځغونډي په پرانیستې وینا کي وویل چي دا انقلاب به د افغانستان تر پولو محدود نه وي، بلکه دا د نړۍ د کارګرانو انقلاب دی، د هغه دا خبرو د سیمي هیوادونه په ویره کي واچول، د سیمي ځیني هیوادونه خو په خوا د شوروي په مشرۍ په ختیځ بلاک کي وه، ځیني له دې وروسته یا څه مخکي د امریکا په مشرۍ په لویدیځ بلاک کي ور ګډ شول.
لنډه دا چي په افغانستان کي د سړې او تودې جګړې په جریان کي امریکا او روسيي په نیابتي جګړو کي چا مسقتیم او چا غیرمستقیم جګړه اوږده او پیچلې کړل، اوس، اوس د سیمي سیاسي شرایطو ته په کتو د رسنیزو معلوماتو، د تحلیل ګرانو له تحلیله او د سیاسي او نظامي چارواکو له خبره جوتیږي چي له بده مرغه په هغه سیمه کي چي افغانستان یې د زړه په توګه دی، د نویو بلاکونو جوړیدا خطره ورځ تر بلي ډيریږي، دا ځل د تیر په څیر امریکا او روسیه د بلاکونو مشران دي، خو سیمیزو پلویانو یې تغیر کړی، په بهرني سیاست کي یوه مهمه منل شوې خبره داده چي بهرنۍ سیاست د ډیرو کلونو لپاره د نورو سیاسي او ټولنیزو پدیدو په څیر ثابت نشي پاته کیدای بلکه تل د تغیر او بدلون په حال کي وي!
که مو پام وي، د بروکسل په وروستي نړیوال کنفرانس کي د ناټو سرمنشي وویل چي موږ باید په افغانستان کي د نا آټکل شویو جګړه ایزو حالاتو لپاره چمتوالی ولرو!
خبره یې ظاهراً د افغان حکومت سره د مرستو د دوام مانا لري، خو د پردې ترشاه دا راز هم رابرسیره کوي چي ناټو په لوی لاس د یو منظم پلان له مخي غواړي د منځني ختیځ څخه د داعش وسلوالو کډي افغانستان ته را انتقال کړي، د ناټو د سرمنشي له خبرو میاشت وروسته د ولسي جرګې لومړی مرستیال چي د دولت د درې ګونو قواوو په تشکیلاتو کي اوچت ځای لري، ښاغلی حاجي ظاهر قدیر د هغو ښځو له خولې چي داعشیانو له کوټ ولسوالي څخه برمته کړې وې وویل چي: داعش وسله وال په څرخي الوتکو کي راکوزیږي، منظم خواړه د پنیر، ملايي او شیدو په شمول ورته رسیږي.
بل اړخ ته په دې وروستیو کي طالبان غواړي د پاکستان پرځای د ایران سره خپلي پوځي او ډيپلوماټیکي اړیکو ته وده ورکړي، که څه هم ایران د اسلامي امارت پروخت د طالبانو سره مخالفي او د شمال ټالوالي سره تودې اړیکي لرلې، د طالبانو پر حکومت د امریکا د برید پرمهال یې د امریکا په مشرۍ له نړیوال پوځي ایتلاف سره مرسته هم وکړل خو اوس ځیني داسي مشترکات شته چي ایران او طالبان یې سره نږدې کړل دا لکه د داعش په وړاندي چي په منځني ختیځ او افغانستان کي د ایران ګټي ګواښي ګډه مقابله کول او همدارنګه د ایران او پاکستان ترمینځ د طالب خپلولو ترمینځ سیالي او پر افغان حکومت نامشروع نفوذ او فشار.......، ویل کیږي د طالبانو مخکنۍ مشر ملا اخترمحمد منصور هم هغه وخت ووژل شو چي غوښتل یې په تدریجي ډول د کویټې شورا ایران ته انتقال کړي چي همدا اوس هم په مشهد او زاهدان کي طالبان روزنیز کمپونه لري او زما د معلوماتو له مخي د هلمند په جګړه کي ایران، اویا میله لیري ویشتونکی (سنیپر) توپکونه ملامنصور ته په یوه ډالۍ کي ورکړي وه، چي په هلمند کي یې د طالبانو په ګټه ښه پایله هم ودرلودل.
بل لورته په دې وروستیو کي د ترکیې له کودتا وروسته د ترکیي او امریکا ترمینځ اړیکي سړې شوې او ترکي حکومت له کودتا وروسته په لومړي ګام کي د روسیي سره د جنګي الوتکي د راپرځولو پر سر تاوتریخوالی له مینځه یو وړ او له روسانو سره یې اړیکي په بې ساري ډول تودې کړلې.
پاکستان چي په سړه جګړه کي د امریکا ستراتیژیک دوست ؤ، اوس لیدل کیږي چي د ترکيي پر قدمونو پښي ږدي او د هند، امریکا او... پر ضد له روسيي سره نږدې شوی، په لومړي ځل د پاکستاني پوځیانو او روسانو ترمینځ ګډ پوځي تمرینات ترسره شول، د یادوني وړ ده چي د پاکستان د مسلسلو غوښتنو په خلاف دا ځل امریکا له هندوستان سره د آټومي مسائيلو د تبادلې هوکړه لیک لاسلیک کړی.
بل پلو ته د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وروستۍ دريځ بابیزه مه ګڼئ، دوستم د روسيي او ترکيې په فرمایش او غوښتنه وویل چي د ملي امنیت د شورا سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنیت رئيس ستانکزي مي د وژني هڅه کړې وه، د یادوني وړ ده چي اتمر او ستانکزی د امریکا په مشرۍ د نوي بلاک له سرسختو پلویانو څخه ګنل کیږي، بل لور جنرال دوستم چي د روسیې او ترکيې د لاس اله ګڼل کیږي حکومت ته په خپلو نویو لسو شرایطو کي ویلي چي په هغه صورت کي به بیرته له ازبکستان څخه کابل ته راګرځي چي اتمر او ستانکزی محاکمه شي او ترکیه او روسیه یې د امنیت تضمین وکړي!!!
پورته مسائيلو ته په کتو ویلای شو چي په سیمه کي به دوه نوي بلاکونه په دې ډول وي: د امریکا په مشرۍ بلاک چي په هغه کي به سعودي عربستان، افغانستان، هندوستان، اسرائيل، د خلیج ځیني عرب مسلمان هیوادونه شامل وي او بل لورته به د روسیې په مشرۍ په نوي بلاک کي ترکیه، چین، پاکستان، ایران او د منځنۍ آسیا یو شمیر هیوادونه شامل وي.
د امریکا په مشرۍ بلاک به د داعش ملاتړ کوي او د روسيې په مشرۍ بلاک به طالب حمایه کوي، دا خبره ځکه هم سر سره خوري چي د طالبانو مخکني مشر منصور په قزاقستان او یا قرغزستان کي کي د روسي ولسمشر پوتین سره لیدلي ول او د طالبانو اوسني مشر مولوي هیبت الله اخند، د رسنیو د معلوماتو له مخي په مسکو کي د پوتین او لوړو پوځي چارواکو سره لیدنه کړې وه.
بل لورته بیا امریکا هم په منځني ختیځ او هم په افغانستان کي د داعش په ملاتړ تورن دي، شمال ته د داعش انتقال او د کندوز د سقوط توطیه یې اثار پیژندل کیږي، د ویکی لیکس د افشاء کوونکی ویبپاڼي بنستګر جولیان اسانژ د (راشاټودې) سره په مرکه کي ویلي چي د امریکا ډیموکراټان او داعش له یوې مالي سرچینې څخه تغذیه کیږي.
په عراق او سوريي کي د داعش په وړاندي اوسنیو سختو جګړو، ددې شونتیا قوې کړې چي داعش له منځني ختیځ وروسته په افغانستان کي د پناه ځای په لټه کي دي او د داعش مشر البغدادی په خپل تازه خبرو کي پر ترکيي او سعودي عربستان د بریدونو ګواښ هم کړی.
اوس د افغانانو لپاره د بدبختۍ خبره داده چي له یوې خوا به د دواړو بلاکونو د نیابتي جګړې ډګر افغانستان وي، بل ورته به طالب او داعش سره په سخته جګړه اخته کیږي او د دې ترڅنګ به د افغان دولت چارواکي هم درې ډلي کیږي: طالب پلوه، داعش پلوه او هیواد پاله
چي له بده مرغه ددغو جګړه ایزو حالاتو په ترڅ کي به یې ډیر پور، افغانان پرې کوي، نو د یو افغان په توګه زما دا مسؤلیت ؤ چي خپل ملت له راتلونکو حالاتو څخه خبر کړم، ترڅو د هیوادپالني حس له مخي د یو بلاک د ګټو قرباني هم نه شي.