ستا د ناکامۍ درې اساسي لاملونه

 
موږ او تاسې په یو داسې چاپیریال کې هستوګن یوو چې خالق تعالی د عقل او شعور تر څنګ ډیر لوی، لوی نعمتونه را باندې لورولي دي چې انسان ورڅخه په خپل ټولنیز ژوند کې ورڅخه ګټه اخیستلی شي او انسان یې هم دیته اړ کړی دی چې په طبیعیت کې له شته منابعو څخه کار واخلي او خپله انرژي د یو ښه ژوند، د یوې ښې ټولنې د جوړیدو او بهبود لپاره مصرف کړي مګر هر څومره چې موږ په خپل کاري چاپیریال کې ښیګڼې وینو همدومره دا چاپیریال له بدګڼو څخه خالي نه دی او ډول، ډول خطرونه، ستونزې او مصیبتونه را منځته کیږي چې ځینې په طبیعي توګه وي او ځیني د انسان د عقل په اساس سهوې او تیروتنې وي چې رامنځته شي خو دا هر ډول بدلون چې په ټولنیز چاپیریال کې رامنځته کیږي انسان یې باید وزغمي او پر وړاندې یې مبارزه وکړي.
څنګه چې انسان الله تعالی یو ټولنیز مخلوق پیدا کړی دی او د هغه لپاره یې ځمکه او اسمان، سیندونه، حیوانات او ډول، ډول نعمتونه وقف کړيدي دا ددې لپاره چې انسان وکولی شي مخ پر وړاندې ولاړ شي او ډیر هغه څه په خپله وکړي چې دی ورته اړتیا لري او په واسطه یې ستونزې حل کړلی شي خو په نړۍ کې انسانان بیلا، بیل ذوقونه او د ژوند ټاکنې لري لکه څنګه چې د انسانانو ظاهري او باطني شکلونه، رنګ، اواز او نورې کړنې سره توپیر لري همداسې په ټولنیز ژوند کې یو له بل سره جلا فکر، عقل، د ژوند تګلاره او موخې هم سره تفاوت لري چې په ټولنه کې د خپل ژوند د بریا او هدف ته د رسیدو لپاره سره بوخت دي خو په عموم کې د دوی دا بوختیا د ټولنیز ژوند د پرمختګ او ابادۍ په مانا ده چې ګټه یې ټولو ته رسیږي چې دا د یوې ټولنې د ښیرازۍ او عصري کیدو اساس تشکیلوي خو اصل خبره دا ده چې په ټولنه کې بوخت خلک داسې دي چې ځیني له یو او بل څخه څوک مخکې او څوک وروسته پاتې دي دا وروسته پاتې خلک ولې وروسته پاتې دي؟ ولې خپلو موخو ته نه شي رسیدلی، ولې هر هغه څه چې نور یې لري (دی) یې نه شي تر لاسه کولی...؟ دلته د هغو خلکو لپاره چې له نورو وروسته پاتې دي او خپل بریالیتوب نه شي په ډاګه کولی او نوموړی شخص په ټولنه کې د نورو اشخاصو په څیر زیات بوخت دی، بس شپه او ورځ ځان ستړی کوي او هیڅ مثبته نتیجه نه شي تر لاسه کولی د داسې خلکو تر شا د ناکامۍ کوم لاملونه شتون لري چې نوموړي هیڅ فکر نه دی پرې کړی او نه یې له کومو اشخاصو له تجربو څخه اخذ کړی دي. په همدې لیکنه کې مې د ناکامۍ هغه لاملونو باندې فکر کړی دی چې د نړۍ د نورو ټولنو په نسبت زموږ په ټولنه کې زیات تر سترګو کیږي او زموږ د ټولنې اکثره وګړي پکې پاتې راغلي دي چې په لاندې ډول دي:
۱ – ته ژر تصمیم نیوونکی نه یې!
په ټولنه کې به بیدار او ویښ اشخاص هغه وي چې هغوی په خپلو چارو کې ګړندي وي دوی تر ډیره بریده په ذهني توګه چالاک او ځیرک وي، په اصل کې دوی په کم وخت کې د یو عمل د تر سره کولو لپاره ډیر تیز فکر کولی شي او په څو شیبو کې د هغه هدف لپاره چې ده ټاکلی دی او دهغې ګټې او تاوانونه یې سره پرتله کړیدي؛ تصمیم نیسي چې دا د یو بریالي انسان عادت دی او که په خپل تصمیم کې ناکام هم نه شي خو د ژر تصمیم نیونې له عادت څخه نه اوړي مګر ددې برعکس هغه کسان چې ژر تصمیم نه نیسي هغوی ډیر ځله ناکام وي او کله، کله په یوه کار کې بریالي کیږي، دغه کسان که هر څومره د یو ښه کار لپاره طرحه ولري او د هغې ګټې او تاوانونه یې سنجولي وي خو په تصمیم نیونه کې له هغو کسانو ډیر وروسته پاتې وي چې هغوی د یو کار لپاره ژر اقدام کوي. دغه ډله خلک همیشه د یو کار د کولو لپاره مختلف فکرونه کوي، زړه نا زړه وي، یو ځل خو تصمیم ونیسي بیا په ذهن کې داسې څه را وګرځي چې د عمل کولو څخه شاته شي، یو نیم ځل بیا پریکړه وکړي چې خپل کار سبا ته وځنډوي او د سبا چې را پاڅي نو نور کارونه ورته په انتظار وي بیا یو څه وخت پکې واخلي خو هغه څه چې دی باید په وخت تر سره کړي نو وروسته یې کوي او بالاخره ددغه کسانو زړه نا زړه، د ګټې او تاوان په اړه فکرونه، ځنډول، سستي او داسې نور هغه هغه عوامل دي چې د دوی د ژر تصمیم نیولو څخه منع کړي دي نو بناءً ژر تصمیم؛ نه نیونه د انسان په ناکامۍ کې لوی لاس لري.
۲ – ته هڅاند نه یې!
نن او سبا پیر د عصري ټیکنالوجۍ پیر دی چې د نړۍ پرمختللي هیوادونه په دې بوخت دي چې خپلې چارې ژر او په چټک ډول ترسره کړي چې ددغه کار لپاره عصري او مجهزه ټیکنالوجي رامنځته شوې ځکه انسان په خپلو چارو کې ډیر بوخت دی او غواړي چې خپلو موخو ته ژر ځان ورسوي نو څنګه چې د انسان توقعات او هیلې ډیرې دي هغومره باید زیار کښ واوسي چې په دې ډګر کې ډیری کسان بریالي دي او د ژوند هغه پس منظر ته یې بدلون ورکړی وي خو ځیني داسې کسان په ټولنه کې شته چې د خپلو روزانه چارو په تر سره کولو کې زیار نه باسي، کوښښ نه کوي، خولې نه توی کوي او...چې وکولی شي هغه هیلو ته چې دی یې لري په زحمت ګاللو سره ورته ورسیږي. دلته هغه کسان په ځانګړي توګه ځوانان اړ دي چې شپه او ورځ کار وکړي پرته له تکلیف او خولو تویولو ستونزې نه کمیږي بلکې لا پسې ډیریږي او د ستونزو په ډیریدلو سره ژوند لا پسې د کړاوونو ډک کیږي نو ویلی شو چې د هغه چا ژوند چې ستومانه او سرګردانه دی علت یې د هغه لټي، تمبلي او په تمامه مانا د انرژۍ نه مصرف کول دي او په عوض ددې چې خپله انرژي په ځای مصرف کړي په بې ځایه چارو کې یې مصرف کړي چې دده په اوسني او راتلونکي ژوند باندې مثبت تاثیر نه لري، باید فکر وکړو چې موږ څه ته اړتیا لرو او د اړتیاوو د رفع کولو لپاه څه باید وکړو؟ باید هغه څه وکړو او په هغه شیانو کې هڅه او کوښښ وکړو چې زموږ د کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او په مجموع کې د ټولنې راتلونکی پرې غښتلی کیدلی شي او یو ښه اساس ولري چې پایلې یې نورو ته هم یو تجربه او زده کړي تر څو نور هم د هڅې او کوښښ څخه په تقلید همدا لاره وټاکي.
۳ – ته ناهیلی یې!
هر انسان چې په دې ځمکه کې خلق کړل شوی دی ددې لپاره چې د خپل محبوب خالق عبادت وکړي او ښه ژوند هم وکړي لکه ددې لیکنې په متن کې مو چې اشاره ورته کړیده نو په اصل کې ستا ناهیلي کیدل یو داسې ناروغي ده چې ستا ماضي، حال او راتلونکی له یوې لویې تیارې سره مخامخ کوي په دې مانا په ټولنه کې هغه کسان چې ناهیلي کیږي او یا ناهیلي شویدي دوی د خپل فکر او عقل له مخې د ژوند سره خدای په اماني کړیده ځکه ناهیلي انسان ته د ژوند کولو په ځای د نه ژوند پیغام ورکوي او کله چې یو کس د ژوند نه کولو اراده ولري په حقیقت کې دا د یوه مړ انسان په څیر دی همدا راز ناهیلي د انسان روح د ضعف په لوري سوق کوي، ذهني فشار ورسره زیاتیږي چې په نتیجه کې د انسان د عصباني او رواني ناروغیو سره مخامخ کیږي او ټولنیز ژوند سره په بشپړ ډول اړیکه قطع کوي او د یو داسې چاپیریال سره د اموخته کوي چې پرته له مایوسۍ، ژړا او خفګان نور څه نه شي درکولی نو ناهیلي یو له هغو روحي ناروغیو څخه ده چې د انسان ټوله فزیکي انرژي لکه د لرګي سوځیدنه چې په ایره بدل شي او د انسان ټولنیز ژوند په یو سخت غوربت کې اچوي.