
څه باندې درې لسيزې کيږي چې په هيواد کې مظلوم افغانان په يو او بل نوم وژل کيږي څوک يې په يو او څوک په بل نوم وژني څوک پرې د جهاد فتوې ورکوي او څوک يې وژل جهاد بولي د غويي د کودتاه راهيسې په هيواد کې د افغانانو وينه ارزانه شوه چا جومات ته په تلو ووژل، چا په نه تلو ووژل او يو شمیر بې رحمو بيا په دواړو هم تلو او هم په نه تلو ووژل ځينو يې په سرونو کې ميخونه ټکوهل، ځينو ژوندي تر خاورو لاندې کړل، ځينو په کانتينرونه کې وسوځول او ځينو بيا ترې ناموس واخيست دا مظلوم ولس په هر حالت او هره کرغيړنه حکومتي دوره کې د ظلم او وحشت قرباني شوی دلته چې هر واکمن واک ته رسيدلی تر خپلې وسې يې د دې مظلوم ولس وينې زبيخلي. دلته چې کله هم ولس د چا پر سره میړانه کړې نو په بدل يې کې بيا ظلم او وحشت ليدلی، که وګورو د ډاکټر نجيب الله تر واکمنۍ وروسته د مجاهدينو ترمنځ د کورنيو جګړو پيل هغه څه وو چې افغان ولس پکې د سرونو ستره قرباني ورکړه، کورونه او ناموس يې د ظالمو او جابرو او پرديپالو او ځان خوښو افغانانو له خوا لوټ شول. د مجاهدينو تر واکمنۍ وروسته د ظلم يو بل سمبول واک ته ورسید چې هغه طالبان وو طالبانو هم خپل زور په دې مظلوم ولس وازمايه او تر خپلې کچې يې خپل وحشت نړيوالو ته ثابت کړ د دوی په راتګ سره په هيواد کې د شته ستونزو لمن پراخه شوه تر دې چې اسلاميت او انسانيت خپل ارزښت نور هم دلاسه ورکړ. په تیرو ۱۵ کلونو کي په افغانستان کي د جنګ اصلی لامل طالبان ګڼل کیږي. له تیری یوی نیمه لسیزه لا په دیخوا طالبان او د حکومت مخالفين اصلي مراکز د افغانستان په جنوبي ولاياتو کي وه او د افغانستان دغه ولايات ناامن هم شو چي تر اوسه پوري هم د نا امني لمن هلته هواري دي. طالبان د پاکستان هغه لاسپوڅې ډله ده چې تل يې افغان ولس داړلی او ځورولی طالب د هيواد په تاريخ کې هغه وحشي او کرغیړنه طبقه ده چې د خپلې واکمنۍ تر پای ته رسیدو وروسته هم ارام کې نه ناستل او د انسانيت وژنې لپاره يې خپلو هڅو ته د پخوا په شان دوام ورکړ د پخواني ولسشمر حامد کرزي د واکمنۍ څخه راپه ديخوا دوی داسې وحشت وکړ چې نړيوالو ته يې د افغان ولس او يو ځانګړی قوم د ترهګر، دهشتګر، وحشي او انسان وژونکي تصوير وړاندې کړ که وګورو اوسمهال دوی په هيواد کې د پرديو په لمسون ولس په ډېره بې رحمانه توګه وژني تر دې پخوا دوی افغان امنيتي ځواکونه په دې پلمه وژل چې ګواکې په هيواد کې د بهرنيو ځواکونو سره په جګړه کې مرسته کوي او اوسمهال چې بهرني ځواکونه هم له دوی سره په جګړه کې نه وي موجود بيا هم د خپلو بادرانو په لمسون له دوی سره جګړه کوي پخوا يې پلمه جوړه وه خو اوس بې ګناه وګړي وزني او بيا ورباندې بيلابيل نومونه ږدي. طالب هغه کرغیړنه او د پرديو په لاس جوړه شوې پروژه ده چې تل يې انسانيت او اسلاميت په اوبو پسې لاهو کړی دوی يوازې د اسلام او افغان وژنې لپاره روزل شوي دوی انسانيت نه پیژني دوی ته په وحشت کې ژوند خوند ورکوي خپلو وحشي کړنو ته يې د جهاد نوم ورکوي، دوی د جهاد په نوم جهاد وژلی دوی د اسلام په نوم اسلام تر پښو لاندې کړی دوي نړيوالو ته د اسلام سپيڅلی تصوير يو بدرنګ او له وحشت ډک تصوير وړاندې کړی. له ۲۰۱۴ م کال نه ورسته د طالبانو په جنګي استراتیژی کي ځیني بدلونو په سترګو کیږي طالبان غواړي د جنګ جغرافیا د جنوب نه د هیواد شمال ته ولیږدوي. آن دا چي په عین حال کي دوي نه غواړي خپل نفوذ او حاکمیت په جنوب کي هم د لاسه ورکړي. ولی داسی تحولات د دوي په جنګي استراتیژی کي رامنځته شو؟ اساسي عوامل او دلایل یی د دغه تغیراتو څه ګڼل کیږي؟ وړاندي له دی چي د جنګي استراتیژی د بدلون عواملو او دلایلو ته کتنه ولورو لمړی به په افغانستان د جنګ لوبغاړو ته یو کتنه واچوو. د تیرو ۱۵ کلونو راپه دی خوا طالبان یوازینۍ ډله دی چي د افغانستان امنیتی ارګانونو او بین المللی ځواکونو په مقابل کي جنګیږي او خپل موقعیت یی لا تر اوسه هم له لاسه نه دی ورکړي داسی نه په سترګو کیږي چي طالبان په خپل جنګی موقعیت له لاسه ورکړي. بل طرف نه داعش یو بل د جنګ په دګرکی هغه لوبغاړي دی کوم چي کوښښ کوی د القاعده شبکۍ ځای خپل کړي. د القاعده شبکه هغه ترورستۍ شبکه دی چي وړاندي له داعش د پیدایښ نه د نړي د ترورستی ګروپو لر کي یی لمړي مقام دلود. القاعده شبکي نه یوازي په افغانستان کي د نړي په ګود ګود کي ترورستي حملی ترسره کړي. په افغانستان کي د افغان ملي ځواکونو او نړیوالو ځواکونو یوازني هدف دا وه چي د القاعده شبکي رهبران وځپی او ترډیره بریده نړیوال او افغانستان ملي ځواکونو په دغه برخه کي کامیاب وه. په تیرو دو کلونو کي یاده شبکه نده توانیدلي چي د هیواد په ننه کي کوم ترورستي عمل ترسره کړي. ولی د القاعده شبکي په تللوسره په افغانستان کي نوي ترورستۍ ډلې ریښی غځولي کوم چي د داعش په نوم یادیږي. د۲۰۱۵ کال د جنورۍ په ۲۹ نیټه داعش افغانستان، پاکستان او ایران ته د خراسان د اسلامی دولت نوم ورکړ ، چې د افغانستان لپاره یې مولوي عبدالرحیم مسلم دوست او د پاکستان لپاره حافظ سعید د مشرانو په نوم و نومول او د ځینوځانګړو مراسمو په ترڅ کې دهغه پیروانو، ددی دواړو مشرانو څخه د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي سیمو او د ننګرهار ولایت د سپین غر، اچین ، هسکه مینه او کوټ ولسوالیو کې بیعت اعلان کړ. دغې ډلې د ننګرهار د یو زیات شمیر ولسوالیو بر سیره، د کونړ ولایت د وټه پور، پیچ، ماڼوګي، غازی اباد او دانګام ولسوالیو کې هم خپل ملاتړي پیدا کړل . ویل کیږي چې، دغه ډله د خپل نفوذ ساحه په بیړه د نورستان ولایت مرکزي سیمې کانتیوا، وایګل او له هغه ځایه لویدیځ نورستان ،یعني منډول او دواب ولسوالیو ته هم غځوي، خو تر دې دمه یې کوم څرګند فعالیت نه دی تر سترګو شوی، لاکین په دغو سیمو کې یې شتون او حرکتونه محسوس شوي دي . ددې بر سیره اوس اوس، د لغمان ولایت په یو شمیر سیمو کې هم ددې ډلې خوځښت محسوسیږي. د جنګ اصلې لوبغاړی څوک دی ؟ طالبان د جنګ په ډګر کي اصلې لوبغاړی دي سربیره ددی چي څپل موقعیت یی د هیواد په نورو سیمو کې ساتلې دی اوس دوې په دی کوښښ کې دي چې شمال خپل نوې د جنګ ډګر وټاکې. له ۲۰۱۴ کال را په دیخوا دغه ډله توانیدلې چې خپل نفوذ د هیواد په شمال کې زیاد کړي. تیر کال په بلخ کې د هند په قونسلګری حمله د یاد ولایت ځینې ولسوالي د سقوط سره مخامخ کیدل. کندز او بغلان هغه دو ولایتونه دی چي له تیرو دو کلونو نه طالبانو وکولاي شو خپل نفوذ په کې زیاد ګړي. تیرکال په دی وتوانیدل چي کندز ته سقوط ورکړي او یاد ولایت د څو ورځو لپاره خپله ولکه کي وساتې. په شمالی ولایتو کي بغلان بل هغه ولایت دی چي لاتراوسه یی سقوط نده کړي مګر د طالبانو موجودیت او نفوذ درلودل یی ډیر په سترګو کیږي. سربیره دی کنذر او بغلان ولایاتونونه بادغیس او فاریاب هغه دو نور ازبک میشت ولایتونه دی کوم چي طالبانو د ازبکستان اسلامی تحریک سره په ارتباط لرو په دی توانیدلي چی هلته هم خپل موجودیت سرګند کړي. د طالبانو د جنګی استراتژی د بدلون زیني لامولونه :- ۱) د ملي وحدت حکومت په شروع کې دغه ډلي د موازې حکومت د جوړولو اعلان وکړ. اساسې دلیل یی دا وی چي د دی ډلې حضور په شمال کې کم رنګې وه دوی داسۍ ایده وړانده کړه چې د جنګ جغرافیا د جنوب نه شمال ته ولیږده وی. ترڅو وکولاۍ شې په شمال کې څپل نفوذ زیاد کړي او د موازې حکومت د جوړلوته لاره هواره کړي او داسې ښکاریږي چي تر یو بریده خپل هدف کي بریالي دي. ۲) د جنګ استراتژی او جغرافیا د بدلون بل ستر لامل د پاکستان هیواد دی. پاکستان هغه هیواد دی کوم چي د طالب په پیدایښ کي یی ستر لاس درلود او تراوسه ددغه ډله نه د خپل ارزښتونه او منافعو لپاره ملاتړ کوي. له تیرو ۱۵ کلونونه پاکستانی ملیشې اوږه په اوږه د طالبانو لیکو کي د حکومت او هغه ډلو پر وړاندې جنګیږي کوم چي د پاکستان منافعو لپاره یو ستر کواښ ګنلکیږي. د یادو ډلونه یوه شمالې ټلواله دی کوم چې د پیسو سپی ورته ویلې شو. دا چي ولې پاکستان غوارې د شمالي ټلواله وځپی یوازیني دلیل دا دی چي اوس د پاکستان یا آي اس آي د اوامرو نه سرغړونه کوي .ټلواله ( شورای نظار) یوه متعصبه او فرصت طلبه ډله دی او هغه د روسیې او ایران لاسپوڅي ګڼلکیږي. دې ډلې اوږده موده له روسیې او ایران او بیا له امریکا څخه په پراخه کچه مادي ګټې ترلاسه کړي او تل یې په نظام کې د زیاتې برخې غوښتنه کړئ. ۳) شمالي ولایتونه افغانستان مرکزی آسیا سره وصل وي هغه هیوادونه کوم چې د انرژی پلورل د جنوبي آسیا په هیوادونوکې غواړي. د افغانستان او منځنې آسیا د تجارت او ترازیتې اړیکو غښتلې کیدل د پاکستان منزوي کیدلو ته په منطقه کي لاره هواره وی. د شمال ناامن کیدل طالبانوته او په خاص توګه پاکستان ته دا فرصت ورکوي چې د افغانستان او منځنې آسیا د روابطو په منځ کې یو خنډ وکرځۍ او په ورته وخت کې په شمال کې د هند او مرکزې آسیا د نفوذ مخنیوي وکړي. د جنګ استراتژی ډیر ماهرانه او د یو استراتژیک په چوکات کي بدلون او مخ ته ورلکیږي. او د دغه بدلونونه طالبان او پاکستان په غټه کچه ګټه پورته کوي. او کیدای شې دغه بدلونونه حکومت ته ځینۍ ستونزې رامنځ ته کړې. په جنوب او شمال کې د طالبانو شتون، د کندز او هلمند ولایتونو سقوط او په مشرقي ولایتونه کي د داعش پراخ شتون کولاې شي مرکزی حکومت د سقوط سره مخامخ کړي