
د افغانستان زیاتره وګړي د سواد له نعمته محروم او هرکار ته د دود او ننګ په سترګه ګوري .
افغانان هغه اسلامي اصول مني چې د دوی له دود سره موافق وي کله چې د اسلام د مبین دین کومه خبره د افغانانو له دود او دستور سره مخالف وي بیا نو ورته غاړه نه ږدي. د بیلګي په توګه په کوژده کې د طرفینو رضایت شرط دی ولي زیاتره افغانان د ازدواج پرمهال له خپلو اولادنو رضایت نه پوښتي او په خپل سر ورته کوژده کوي چې دا کار د اسلام د مبین دین له ارشاداتو سره په ټکر کې دی.
که خبره د مسلماني وې نو پکارده چې پوره اسلام ومنل شي او که چرته رواج ته ترجیح ورکول کیږي نو بیا د مسلماني دعوه پوچه او بیځایه ده.
څه موده مخکې د کابل په دویمه ناحیه کې د بشیر احمد همراز په نوم یوځوان په بي رحمې سره په ډزو ووژل شو .
د بشیر احمد همراز ګناه دا وه چې خپله خور یې چې لا يې زده کړې یې پوره کړې نه وي د عبدالحمید لخوا یې د کوژه کیدو غوښتنه کیده. د بشیرخور نه غوښتل چې له یوه بوډا سره واده وکړي، ځکه چې هغې غوښتل خپلې زده کړې پوره او بیا د واده پریکړه وکړي.
ولي عبدالحمید په سیمه کې یو زوراکي او له ناقانونه وسله والو بانډونو سره یې لاس درلود او غوښتل یې چې د بشیر خورمریم همراز په زور نکاح کړي .
په دغه کشمکش کې د بشیر خور ته بهر ته د تلو چانس برابر شو او په اروپايی هیواد کې پاتې شوه او په همدې ترتیب یې له دغه بوډا ځان وژغورلو خو د کورني پاتي غړي یي اوس له ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي او هره لحظه ورته هغه ځورواکي وایي چې لور مو بیرته راوغواړي کنه تاسو وژنم .
مریم همراز اوس د یوه نامعلوم برخلیک سره مخ ده او هیڅ نه پوهیږي چې تل لپاره څه ډول خپل ځان او کورنۍ په امن کې وساتي . .؟؟
که بیرته افغانستان ته راځي نو مجبوره ده چې له دغه تاریخ تیر انسان سره واده وکړي او که هلته پاتي کیږي نو د مهاجرت ستونزې یې هم مخ ته شته.
اوس د مریم پال ته په کتو سره چې بخت به ورسره یاري وکړي چې هلته پاتې شي او کنه د مار په خوله کې به ولویږي.