
کله، چې پخواني شوروي اتحاد پخوانی افغان ولسمشر ارواښاد حفیظ الله امین په شهادت ورساوه، نو سمدلاسه یې دافغانستان کرغیړنه څېره ببرک کارمل پر شا وټپوه، چې هله ورځه، هغه کارمل، چې دبې ننګۍ کیسې یې تر ډېره رسیدلي دي، روسانو ته یې وویل : دا خبره دومره اسانه مه اخلئ زه خپل شرطونه لرم. بیا ستاسې لپاره دا ماموریت ترسره کوم.
روسانو ورته وویل:
مهرباني وکړئ، څه شرطونه دي، کارمل ورته خلاصه کړه، چې له افغانستانه بهر به ستاسې خبره منل کیږي او په داخل کې به ستاسې په شمول ټول افغان چارواکي زما خبره مني.
خو له امریکایانو سره بیا داشرف غني خبره بیا جلا ده، دکرکتر له اړخه ببرک کارمل پرې ډېر شرف درلوده، کله، چې اشرف غني پوه شو، چې کېدای شي په ټاکنو کې دپراخه درغلۍ له کبله ارګ ته ونه رسیږي. نو هماغه وه، چې له امریکایانو سره یې هر ډول معاملې ته غاړه کېښوده او دسیاست ډګر ته نوي راننوتي تصنعي مفکر دافغانستان تاریخي حیثیت قمار ته وړاندې کړ، ارګ ته د رسیدو لپاره یې له امریکایانو او شمال ټلوالې سره هر څه په پټو سترګو ومنل.
مفکر فکر کاوه، چې یو ځل ارګ ته ننوځه بیا خبره خلاصه وبوله خو بیچاره خبر نه وو، چې دا لار ډېره ستغه ده او دده له وسه نه ده ، چې دا لار ووهي.
دا سریزه ددې لپاره وه، چې داشرف غني دکرکتر په اړه له خپلو لوستونکو سره مرسته وکړم، بېچاره دومره دامریکا او ناټو تر اغیز لاندې دی، چې په افغانستان کې د امریکايي لنډغرو په لاس دپښتنو ټولوژنه روانه ده، ددې مفکر له خولې اه هم نه وځي. غندنه خو لا پر ځای پریږده،دده داسیر ذهن له کبله دامریکا سفیر او دامریکايي ځواکونو قومندان اصلا دپښتنو پر وړاندې دمسوولیت احساس هم نه کوي.
پرون که هر چا دارګ له شرمه ډکه اعلامیه لیدلي وي، نو ضرور به یې پرې له ډېره شرمه خولې راماتې شوې وي. اعلامیه دلته لیدلې شې.
http://president.gov.af/ps/news/188180
دا خو ټولو ته مالومه ده، چې اشرف غني، ډبل عبدالله ، حنیف اتمر دائتلافي حکومت نور چارواکي په افغانستان کې دملکي وګړو پر وژنه تل چوپه خوله غوره کړې ده.
ان یو ځل خو اشرف غني او حنیف اتمر دناټو پخواني عمومي قومندان جنرال جان کمپل ته دا هم ویلي وو، چې دطالبانو دوژلو ګراف ولې راټیټ شوی دی، له دې خو سترګې نه شي پټیدای، چې دامریکا بمبارۍ، چې اشرف غني اجازه ورکړې ده پر کلیو او بانډو وي او طالبان، چې دحماقت ښکرونه یې را شنه شوي دي، دشپې لخوا ځانونه داسې سیمو ته رسوي، چې هلته یې دوژلو او په نښه کولو امکان نه وي.
دکندوز دټولوژنې په تړاو، چې قربانیان یې پښتانه دي یوه باوري سرچینه وايي: دارګ اعلامیه دامریکا په سفارت کې لیکل شوې ده او بیا یې حکومت ژباړه خپره کړې ده.
پښتانه متل کا، چې باران په تیرا وشو او خره یې درامپورې یوړل.
امریکا په کندوز کې پښتانه قصابي کړ او مفکر غور ته روان دی، هلته هم زموږ بېګناه هېوادوال دیوه جهادي لنډغره لخوا په شهادت رسیدلي دي، که دکندوز قربانیان تاجکان، هزاره ګان وای مفکر او ډله به یې دغمرازۍ لپاره ورغلې وه، خو دمفکر په حکومت کې پښتانه نه په اسمان ستوری لري او نه پر ځمکه سیوری.
دا هم دیادونې ده، چې امریکا دلومړي ځل لپاره په افغانستان کې په ۲۰۰۱ ز کې B52 الوتکې بمباري کړې وه، دا خو مفکر او جلالتماب اتمر صیب دی، چې امریکایانو ته یې اجازه ورکړې ده، چې اوس دپښتنو پر سیمو دB52 الوتکو بمبارۍ ته اجازه ورکړي، زه نه پوهیږم، چې پښتنو له دی مفکر سره څه بد کړي دي، چې زړه یې پرې نه سړیږي.
په حکومت کې داسې څوک نشته، چې دپښتنو له ګټو ملاتړ وکړي، دا، چې مفکر او یو شمېر نور بې نومه او بې نښانه اوس په دې دوه سره حکومت کې دپښتنو ونډه تر لاسه کړې ده، دوی په هیڅ توګه زموږ استازیتوب نه شي کولای. پښتانه باید له دوی ځانونه خلاص کړي، چې نور یې امریکا او ناټو په نښه نه کړي.