
زموږ د سیمې سپین ږیري کیسه کوي چې د خلقیانو په وخت کې د خلق دیموکراتیک ګوند په ټول افغانستان کې د بې سوادۍ پر وړاندې مبارزه پیل کړه او په هر کلي کې به یې د سواد زده کړې ټولګي جوړول. د هغه وخت حزبیانو به په شنه زور سپین ږیري او ځوانان دغو ټولګیو ته راوستل، تر څو چې دلته لیک لوست زده کړي. دغه ټولګي ته زما د پلار د تره نوم هم د کلي حزبیانو لیکلی ؤ. پلار مې وایي چې زما تره ډیر خپه ؤ او ویل به یې چې په ما باندې په وچ زور درس وایي. په هغه ټولګي کې داسې یو کس هم نه ؤ چې په خپله رضا دې درس ته راغلی وي. ټول د خلق ګوند په زور ورته راوستلي وو. او په زور یې ورباندې لیک لوست زده کاوه. زما د پلار کاکا دومره له دغه زده کړې نه ستړی شوی ؤ چې د کلي نه یې فرار ته زړه ښه کړ. خو د وخت په تیریدو سره ټول هغه خلک په خپله هغه فیصله پیښمانه وو.
ما ته ښه یادیږي چې زما د پلار هغه تره افسوس کاوه او ویل به یې چې کاشکې هغه وخت موږ نه وای تښتیدلي او درس مې ویلی وای نو اوس به زه هم په تورو ټکیو پوهیدای.
داخبره پرون هغه وخت راپه یاده شوه چې له یوه سپین ږیري سره په موټر کې یو ځای ناست وم او په خپل موبایل کې یې فیسبوک ته کتل، نو ماورته وویل چې ماما څه کیسې دي په فیسبوک کې؟
ده راته وویل: یوازې تصویرونه پکې ګورم، په خدای که نور په تور ټکي هم خبر وم.
- ولې، درس دې نه دی ویلی؟
- نه کنه، یو وخت کې یې په زور مکتب ته غوښتلو خو موږ هغه وخت ښوونځی د کفر ځاله بلله، او سوړ اسویلی یې له خولې راوویست، کاشکې هغه وخت مې ښوونځی ویلی وای، اوس به په دومره څه پوهیدلای او نن به مې یوازې په فیسبوک کې د خلکو انځورونو ته نه کتلای.
د سپین ږیري ماما خبرې زه دې ځای ته ورسولم چې د وخت په تیریدو سره هر څوک په ځینو ناوړه فیصلو پیښمانه کیږي. زما د پلار تره هم پیښمانه ؤ او دا سپین ږیری ماما هم.
اوس هم ځینې خلک په لرې پرتو سیمو کې د کور جینکۍ او هلکان ښوونځي ته نه پریږدي، خو د وخت په تیریدو سره به دوی هم زما د پلار د کاکا او د هغه سپین ږیري په شان پیښمان وي او افسوس به کوي.
په لوی اختر کې خوست ته تللی وم، په یوه ځای کې له یوه ملا سره مخ شوم، ده ما ته وویل: ما څه وخت مخکې مکتب د کفر سنګر ګاڼه او د ښوونځي سره مې یو ډول حساسیت درلوده، خو اوس په خپله په ښوونځي کې ښوونکی یم.
ما ورته وویل چې ولې دې حساسیت درلود؟
ده وویل: مه به فکر کاوه څومره دیني علما چې په تیرو وختونو کې په قتل رسیدلي دي ما به فکر کاوه چې هغه چا په شهادت رسولي دي چا چې ښوونځی ویلی دی. خو د وخت په تیریدو سره په دې فکر سخت پیښمانه شوم او اوس پوه شوم چې مکتب داسې نه دی لکه څنګه چې پرون ما په خپل ذهن کې انځوراوه.
زه په ډاډ سره ویلی شم چې دا خلک چې نن خپلې لوڼه ښوونځی ته نه پریږدي یو وخت به د پورتنیو خلکو په شان سر ورتوی شي او په خپل کار به سخت پښیمانه شي، خو افسوس وخت به تیر وي.
نو زه وایم چې موږ باید په هر کار کې له افسوس څخه مخکې فکر وکړو، هغه زموږ په سیمه کې یو متل دی وایي چې یو ځل اوبه له ورخه تېرې شي بیا نه راګرځي، همداشان وروسته افسوس هیڅ ځای نه نیسي او په ارمان پخوانی وخت بیرته راګرځیدلی شي.