سیاسي انسان پوهنه

 
د ګڼ شمېر سیاسي انسان پېژندونکو له انده د ژوند ټولې حوزې لږ او زیات سیاسي خصلت لري، او ټول اجتماعي ژوند د روابطو، حاکمیت او جګړې ټولګه ده، له همدې پلوه د یوې کورنۍ، سازمان، قبیلو او نورو مذهبي بنستونو په جوړښټ کې د قدرت مطالعه له اساسي اهمیت څخه برخمنه ده. د سیاسي انسان پوهنې اړوند لومړنی کتاب د فریدریش انګلس وو چې د« کورنۍ سرچینه، خصوصي مالکیت او دولت» تر عنوان لاندې ولیکل شو.
نن ورځ هم د قدرت د روابطو اړوند مطالعه د کورنیو، قبیلوي، قومونو، جنسي او نورو... جوړښتونو په ځانګړې توګه په صنعتي کیدونکو هیوادونو کې د سیاسي انسان پوهنې د علاقې وړ ده. په دې ډول هیوادونو کې جګړه او سیاسي تحولات هم له پورتنیو یادو جوړښتونو سره نږدې اړیکې لري، په ځانګړې توګه د قومیت سیاسي تبعات او قومي جګړې د سیاسي انسان پوهنې د پام مرکزي برخه ده. له قومي ډلو  او سیمه ایز فرهنګ سره د وفادارۍ احساس او په داسې شرایطو کې سیاس پیامد او اهمیت پیداکوي چې د سیاسي بندیانو کتارونه او قومي اختلافات یو بل تائید او ځواکمن کړي.
قومي ډلې د سیاسي، اجتماعي او فرهنګي جوړښت شبکو لرونکي دي او ځانونه يې په همدا ډول مقولاتو ویشلي او هویت پیداکوي، د قومي هویتونو په تائید سره د قومونو ترمنځ د سیاسي جګړې د زیاتوالي سبب ګرځي. له مختلفو اقتصادي، سیاسي او فرهنګي سرچینو څخه په ګټه اخیستنه کې نابرابري هم د قومي جګړو د زیاتوالي سبب ګرځي، په دې مانا سیاسي انسان پوهنه یوازې په لومړیو یا ابتدايی ټولنو پورې نه محدودیږي بلکې د عصري هیوادونو په سیاست کې د سیمه ایزې او قومي سرمایې له مطالعې سره مینه او علاقه لري.
په همدې حال د سیاسي انسان پوهنې د بحث وړ کلاسیکه موضوع د وړاندیني دولت سیاسي اشکال دي. د تاریخ په اوږدو کې دولتونه د بې شمیره سیاسي واحدونو ځای ناستی ګرځیدلی او هر یو یې ګن شمیر په ځان کې منحل کړي، د سازمان یافته دولت له شکلونو وړاندې د لومړنیو حکومتونه بیلابیل شکلونه موجود و. انساني ډلو پخپلو لومړنیو وختونو کې د خواړو په راټولونې  او ښکار سره  ژوند کاوو خو وروسته بیا بزګرۍ او د حیواناتو د اهلي کول د دوی د تنخوا اصلي لار وګرځېدله، همدا ډوله د لومړني ژوند شکلونه اوس هم د اسکیمو، د اسټرالیا بومیان او د افریقا په قبایلو کې دوام لري.
د سیاسي ژوند سازمان یافته لومړني اشکال د قبایلو په چوکاټ کې راښکاره شو، ډېر قبایل به سیار وي او له همدې پلوه یې اجتماعي ثبات نه درلود، په همدې حال په هغوی کې د قدرت جوړښت د خپلوۍ اړیکو پر بنسټ و. د ټولنو په جوړولو او بزګرۍ په پراختیا سره سیاسي قدرت او شتمنۍ زیاته شوه او د پدرسالارۍ او پدرشاهي( موروثي حاکمیت) لومړنیو شکلونو ټینګښت پیداکړ، په دې ټولنو کې د قدرت انتقال په میراثي ډول ترسره کیږي او سیاسي قدرت تل د جادو او پیچلو رازونو په رڼا کې و، په همدې حال سیاسي قدرت په خپلوۍ، جنګي توان او له لوړو طبیعي قدرتونو څخه په برخمنتیا ټینګ و، په دې ټولنو کې معمولآ د رئیس د شخصیت په زور به لویې کورنۍ او قبیلې متمرکز و. مختلفو عواملو د حکومت له لومړنیو شکل   څخه په سازمان یافته دولت باندې په بدلون کې مرسته کړې،  چې له ډلې څخه يې یو شمیر په لاندې ډول دي...
د قبایلو د قدرت پراخوالی او فتوحات، په پراخه اندازه د بزګرۍ توکو تولید، د ټولنو زیاتوالی، د اجتماعي نابرابریو پراخوالی، د سوداګرۍ وده او د سړک جوړولو زیاتوالی.