د پاکستان اوسنۍ بهرنۍ پالیسي او د هغه شالید

 
په ۱۹۴۷ کال کي پاکستان له خپلې جوړېدا څخه وروسته له نړۍ څخه د مرستو او امنیتي همکاریو د تر لاسه کولو هڅې پیل کړې. د پاکستان جوړونکی انګلستان چي په دوهمه نړیواله جګړه کي ستړی شوی وو، د پاکستان هیلې یې په یوازي سر نشوای بشپړولی. هماغه وو چي پاکستان د لا نورو ملګرو په لټه کي شو او لومړی یې د روسیې په لوري مخه کړه. خو روسانو نه یوازي د پاکستان جوړېدا ته د برتانیوي سپوږمکۍ په سترګه کتل، بلکه د شوروي اتحاد کمونیستي ايډیولوجي د پاکستان له اسلامي ملي تصور او کورنیو ریډیکال اسلامي ډلو سره هم په ټکر کي وه. له بلې خوا په پاکستان کي یو شمېر لنډفکره محافظه کارو سیاستوالو یوه بله بدګوماني هم درلوده. هغوی ګومان کاوه چي روسان اوس هم د تزاریانو د مهال تودو اوبو ته د ځان رسونې پخوانی سیاست پالي. همدا لاملونه وو چي روسانو پاکستان ته ډېر زړه نه ښه کاوه او مسکو ته یې د لیاقت علي خان د سفر غوښتنه هم بابېزه پرېښوده.
له هغه وروسته پاکستان متحده ایالاتو ته مخه کړه او متحده ایالاتو ته د پاکستاني مقاماتو د پرله پسې سفرونو او هڅو په پایله کي د پاکستان او متحده ایالاتو تر منځ په ۱۹۵۶ کال کي امنیتي تړون لاسلیک شو چي د هغه په ترځ کي یې د پېښور په بډبېرې هوايي ډګر کي سي آی اې ته داسي استخباراتي قرارګاه ورکړه چي هیڅ پاکستاني هلته د ننوتلو اجازه نه درلوده او له هغه ځای څخه به یې شوروي حریم ته پټې څارګریزې الوتنې هم کولې چي وروسته بیا بربنډې شوې.
د سړې جګړې په پېر کي د غوړېدونکي نړیوال کمیونیزم د مخنیوي لپاره لوېدیځ بلاک په ناټو (NATO) سربېره په ۱۹۵۵ کال کي د سېټو (SEATO=South East Asia Treaty Organization) او سېنټو (CENTO=Central Treaty Organization) سازمانونه منځته راوستل. د سېنټو غړي هېوادونه عراق، ایران، پاکستان، ترکیه او برتانیه وو، چي پاکستان ښه مخکښ رول پکي لوباوه. همدارنګه د سېټو غړي استرالیا، فرانسه، نوی زیلاند، تایلنډ، فلیپین، برتانیه، متحده ایالات، لوېدیځ پاکستان او ختیځ پاکستان وو چي وروسته یې بیا ځای بنګال ونیو. د نوموړو سازمانونو له جوړولو څخه موخه په نړیواله جغرافیه کي د کمونیست بلاک ګرديګوښه ایسارول وو. په سېټو کي د پاکستان د شاملولو ارزښت دا وو چي له یوې خوا ختیځ پاکستان (اوسنی بنګال) له جغرافیوي پلوه په سویل ختیځه آسیا کي ځای درلود او له بلې خوا پاکستان په ټوله کي د سېنټو او سېټو هېوادونو تر منځ د پل کار ورکاوه. دا چي پاکستان ولي د هغه مهال د ناپېیلو هېوادونو (NAM=Non Aligned Movement) د ډلې په ځای نوموړو سازمانونو ته ورګډ شو، لامل یې خپل ملي پایښت او ځانته د اقتصادي ملاتړ ترلاسه کول وو. کله چي په ۱۹۷۱ کال کي د پاکستان او هند تر منځ د بنګال شخړه را منځ ته شوه نو د جګړې په وروستیو کي متحده ایالاتو له دې وېرې چي سوسیالست هند د ختیځ پاکستان (بنګال) په څېر پاته لوېدیځ پاکستان هم لاندي نکړي، د هند بحر ته یې ۴۰۰۰۰ کسیزې جګړه ایزې بېړۍ (United States Seventh Fleet) راولېږلې تر څو هند د لوېدیځ پاکستان له لاندي کولو څخه ودروي. د دې ګام اخیستلو تر شا د متحده ایالاتو موخه په سړې جګړې کي د خپل اغېزمن ملګري ژغورل وو. له بلې خوا د وخت نړیوالو سیاستونو هم دا اېجابوله چي متحده ایالاتو باید پاکستان په خپل سیوري کي ساتلی وای. له پاکستان څخه متحده ایالاتو ته رسېدونکي بله ګټه دا وه چي د پاکستان او چین تر منځ اړیکې ښې وې او د همدې ښو اړیکو له لارې پاکستان زمینه برابره کړه تر څو له چينایانو سره د متحده ایالاتو اړیکې نرمې شي. دغه نرمښت بلاخېره په ۱۹۷۲ کال کي چين ته د امریکايي ولسمشر نیکسن په سفر باندي تمام شو.
کله چي په وروستیو ۱۹۷۰مو کلونو کي د سېټو او سېنټو اغېز لږ شو، له هغه سره جوخت په نړیوال سیاست کي د پاکستان ارزښت هم امریکا ته را ټیټ شو. هماغه وو چي د پخوا په پرتله یې له پاکستان سره مالي مرستې هم ودرېدې. خو د پاکستان بخت ښه وو او په ۱۹۷۸ کال کي په افغانستان کي د سور پاڅون رامنځ ته شو او له هغه سره جوخت پاکستان د نظام مخالفو کړیو ته نه یوازي ځای ورکړ بلکه د هغوی جګړه ایزه روزنه یې هم پیل کړه چي له مخې یې په افغانستان کي د خلکي حکومت په وړاندي وسلوال فعالیت لا ګړندی شو او په پایله کي یې شوروي اتحاد د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په میاشت کي په افغانستان باندي یرغل وکړ او پرچمیان یې واک ته ورسول.
له دې پېښې سره سم سي آی اې د روسانو د وهلو په پیلامه افغانستان د هغوی لپاره د جګړې ډګر وګرځاوه او له آی ایس آی سره یې په ګډه همکاري پیل وکړ. په ترځ کي یې په ۱۹۸۱ کال کي له پاکستان سره ۳.۲ ملیارده ډالره مرسته وکړه او دې مرستو د روسانو تر وتلو پوري لا نور دوام هم وموند. دا چي په افغانستان کي جګړه څه ډول اداره شي واک یې له آی ایس آی سره وو او بل دا چي له جهادیانو سره باید اړیکې هم د آی ایس آی له ورسۍ څخه نیول شوي وای. متحده ایالات ناچاره وو، نو ځکه یې د پاکستان دې غوښتنو ته غاړه کښېښوده.
کله چي روسان له افغانستان څخه ووتل او په مسکو کي ګورباچوف ګلاسنوست (د لیبرالیزم پالیسي) اعلان کړ نو له سوسیالیزم سره د لویدیځ نړیواله ايډیالوجيکي سیالي پای ته ورسېده او په نړۍ کي د ترهګري په وړاندي د مبارزې څرکونه را څرګندېدل. او جنګ ځپلی افغانستان د نړیوالو ترهګرو پر مخ یو بې سرپوښه دېګ ګرځېدلی وو. د نړۍ له هر ګوټ څخه بنسټګر دې ټکي ته راغونډېدل او د طالبانو په حاکم نظام کي یې ځانونه ځایول. پرته له پاکستان څخه چي هغه مهال یې افغانستان ته د خپل پروټکټورېټ په سترګه کتل او دغه د اسلامي بنسټپالو ځاله یې د هند په وړاندي د خپلې باروتي زېرمې په توګه ساتله، د روسیې په شمول نورې ټولې نړۍ ته د افغانستان حالات د نړیوال امنیت لپاره د اندېښنې وړ ښکارېدل. له بلې خوا پاکستان په نړیوال ډګر کي د خپل اټومي پروګرام له امله په یوه تنګ حالت کي ایسار وو او یو لړ اقتصادي بندیزونه ورباندي لګېدلي وو.
د ۹/۱۱ له پېښې سره نړیوالو اړیکو یو نوی لوری خپل کړ او په ترځ کي یې پاکستان هم دې ته اړ شو چي د هند، ایران او روسیې په وړاندي په افغانستان کي د خپلې ستراتیژیکې ژورتیا پالیسي ودروي او ځان بیرته په امریکا پوري ونیسي. په دې توګه پاکستان د یو ځل لپاره بیا د ترهګري په وړاندي په جګړه کي د امریکا کلیدي ملګری وګرځېد. امریکا ته یې په خپله خاوره کي هر اړخیز ستراتیژیک امکانات په واک کي ورکړل، خو له امریکایانو سره یې یوه دوه مخي پالیسي غوره کړه. ځکه له یوې خوا یې طالبانو ته پټنځایونه ورکړل او له بلې خوا یې متحده ایالاتو ته د مالي امتیازاتو په بدل کي ۳۶۹ طالب بنديان ور وسپارل. افغانستان ته د امریکا د پاملرنې په ډېرېدو سره پاکستان ځان په ښه حالت کي نه لید، او په افغانستان کي یې د طالب اورپکو په وجود کي خپله نیابتي جګړه لا نوره چټکه او توده کړه. په افغانستان کي یو ظعیف مرکزي دولت، کم شعوره سیاسي ټولنه، د ظرفیت کمبود، سرګردانه بهرنۍ پالیسي او په ټوله کي د ګوندي ادرسونو نه شتون د دې لامل وو چي امریکا د پاکستان د دوه مخې پالیسي په وړاندي کوټلي ګامونه نشوای اخیستلی. ځکه له ظعیف افغانستان پرته په سیمه کي د امریکایانو یوازینی همکار پاکستان وو او متحده ایالات له هغوی سره د خپلو اړیکو نازکوالي ته په پام کي وو.
له بله اړخه په افغانستان کي د تېرې یوې نیمې لسیزې په بهیر کي د سیاسي ټولنې ودې، له نړۍ سره د بلدو ځوانو کدرونو را منځته کېدلو او په تېره بیا د غني د حکومت اوسنۍ ډیپلوماسي په ټولیزه توګه په افغانستان باندي د متحده ایالاتو باور ډېر کړی دی. اوس په افغانستان کي د هغې وړتیا څرک له ورایه لیدل کیږي چي افغانان د ځان او نورې نړۍ تر منځ د ګډو ګټو په انډول باندي پوهیږي. د دې تر څنګ له هند سره د امریکا د ښو اړیکو پراختیا هم د دې لامل شوي چي د امریکا او پاکستان اړیکې پیکه شي. له پاکستان سره د امریکا اړیکې تېر تاریخ ته په کتلو سره اوس مهال بیا بې خونده شوي دي او له دې فرصت څخه افغانانو ته لازمه ګټه اخیستل په کار دي.
دا چي پاکستان د واشنګټن او کابل تر منځ د اړیکو په پراختیا او ټینګښت کي د ځان زمولېدل ویني نو له افغانانو سره یې یوه رواني جګړه هم په لار اچولي او د افغانستان په داخل کي یې د مدني او سیاسي ټولنو د فعالینو تر منځ داسي یو ذهنیت را منځته کړی چي امریکا په پاکستان کي ډېرې لويې ګټې لري، امریکا به هیڅکله هم د افغانستان لپاره پاکستان پرې نږدي، امریکا پاکستان ته سخته اړ ده، پاکستان د امریکایانو ښه نوکري کوي، او داسي نور. هغوی دا ذهنیت ځکه حاکمول غواړي چي افغانان تل له امریکایانو څخه ماړه وي او هغوی ته د پاکستان د بدېل په برابرولو پسي هڅې ونکړي. زموږ ولس تل په دې خبره باندي تېروزي چي؛ «امریکا ته که پاکستان ډېر نه وای مهم نو په ۱۹۵۶ کال کي به یې امنیتي تړون نه ورسره لاسلیک کاوه.». په داسي حال کي چي د نوموړي امنیتي تړون طرحه او غوښتنه هیڅکله د امریکا نه وه بلکه دا ټولې هڅې د پاکستانیو سیاستوالو وې او د پاکستان په لوري یې د هغوی پاملرنه ډېروله. د دې خبرې سپیناوی د پاکستان د دوهم جمهور ریس او لومړي پوځي واکمن، جنرال ایوب خان په یوې تاریخي مکالمې سره کیږي. هغه چي یو کلک امریکا پلوی کس وو، مخکي له دې چي د دولت واګې په واک کي واخلي، په ۱۹۵۴کال کي یې امریکا ته د خپل یوه سفر په ترځ کي د هېنري بېروډ په نوم یوه امریکايي تورن جنرال ته په ډاګه وویل چي؛ «زه دلته د بارکونو کتلو ته نه یم راغلی. که تاسو وغواړئ، زموږ اردو ستاسو اردو کېدای شي. نو راځئ چي یوې پرېکړې ته سره ورسېږو».
پورته د پاکستان او امریکا تر منځ د ډیپلوماسي د لنډې مخینې له بیانولو څخه موخه د دې خبرې روښانول وو چي د امریکا او پاکستان تر منځ د اړیکو نږدېوالی تل د نړیوالو حالاتو له مخې وو، نه د کوم نه ماتېدونکي قسم او لوز له مخې. کله به چي نړیوال حالات بدل شول، د امریکا به پاکستان بیرته هېر شو. اوس هم هماغه شان حالات اوښتي او هغه کار چي په سیمه کي به یې له پاکستان څخه اخیست هغه اوس له افغانستان څخه هم اخیستی شي.
پاکستان په دې مسله باندي ښه پوهیږي او د پنجابي استعمار پایښت د افغانستان په بې ثباتي کي ویني. پاکستان د اوسنیو نړیوالو فشارونو په وړاندي ځان ډېر یوازي ویني او د پیاوړو ملګرو په لټه کي دی. له همدې امله اوس د خپلې ډيپلوماسي نوي پړاو ته ننوزي او له اوسنۍ روسیې سره اړیکې غځول غواړي. نوي پرمختګونو دا جوتوي چي پاکستان غواړي طالبان اوس په یوه نوي بڼه د روسانو په ګټه د امریکایانو په وړاندي وکاروي او تر شا یې د افغانستان مرکزي حکومت تر فشار لاندي وساتي. روسي سرچینو افشا کړي چي د طالبانو اوسنی مشر ملا هیبت الله لومړی تر تخار او بیا له هغه ځای څخه تر تاجکستان او بیا روسیې پوري رسول شوی وو. هلته یې له ایم جي بی (پخوانۍ کې جي بي) سره لیدنې شوي وې او بیرته تر پاکستان پوري را رسول شوی وو. له «MGB» سره د ملا هیبت الله د دغه سفر ټوله ډیپلوماتیکه او استخباراتي زمینه آی ایس آی برابره کړي وه. لکه د سړې جګړې په پېر کي چي «ISI» د امریکایانو په ملاتړ او تمویل سره د روسانو په وړاندي مجاهدین پړسول، دا ځل غواړي د روسانو په ګټه د طالبانو پروژه وغځوي. طالب مشرانو ته هم دا مهمه نه ده چي د زبرځوکونو او پاکستان د ګټو په سیالي کي افغان ته څومره لوی زیان ور اوړي، بلکه هغوی ته یوازي خپلې شخصي ګټې او د پنجاب ور سپارل شوی ماموریت مهم دی. هممهاله، پاکستان ته د روسۍ اردو د اویا تنو ورتګ په اصل کي د هغوی تر منځ د استخباراتي او نظامي اړیکو د پیل پړاو دی. پاکستان هڅه کوي تر څو له روسیې سره دا اړیکې لا نورې وغځوي او د پخوا په شان د افغان اورپکو کمېشنکاري وکړي.
د نړۍ روانو حالاتو ته په کتو سره افغانانو ته هم په کار ده چي له خپلو ګټو سره برابره بهرنۍ پاليسي وپالي. د پاکستان او امریکا تر منځ د سیاسي اړیکو تاریخ ته په کتو سره باید وپوهیږو چي متحده ایالات اوس د پاکستان بدیل په افغانستان کي ویني، په تېره بیا د امریکا او افغانستان تر منځ اوسنۍ ژورې امنیتي او ستراتیژیکې اړیکې، د اوږدو کلونو په مخ د نوموړي سیاست پایښت څرګندوي. کابل باید د اسلام آباد له اوسني ضعف څخه بشپړه ګټه پورته کړي او انزوا ته یې د پوري وهلو په لاره کي ځان له هیڅ ډول ډيپلوماتیکو هڅو څخه ونه سپموي.