
په ترکیه کي د افغانستان په سفارت کې مې څه کار پیدا شو ، ولاړم سفارت ته چې هلته خپل مشکل حل کړم ، لومړي چې سفارت ته ورسیدم ، د سفارت ټولي دروازی تړلې وي.او دروازی مخې ته ۲۰ یا ۳۰ کسه افغانان د سرک پر غاړه داسې ناست ول لکه د پردی هیواد سفارت مخې ته د خیرات غوښتو لپاره ناست وي. زه ولاړم د سفارت دروازه مي وټکوله ، چا خلاصه نه کړه ، او له شانه راته یو افغان ورور په فارسي ژبه غږ کړ برادر بیا منتظر شو ، ویل يي دوه بجې راته ور خلاصوي . نو پدي وخت کې ډیر افسوس مې وکړ چې زه مي خپل سفارت مخې ته د سوالګر په شان ، سرک پر غاړه ولاړ یم. په همدي نا امیدی په فکر کي ډوب وم او د سفارت بندو دراوزو ته مي کتل ، چې پدی وخت کې یو ازبک ورور هم راغی د دروازی له مخې یی زنګ ووهه ، یو بل ازبک ورته بیرون ته ووته او له ځان سره يي داخل ته بوته . خو مونږ ورته د سړک تر غاړی ناست وه. کله چې دوه بجې شوی ، یو ترکي عسکر راته دروازه خلاصه کړه او ویل يي راشي ، دننه وراغلو ، کله چې کوټې ته دننه شو ، نو بیا دغه ترکي عسکر ډیر په تنده لهجه (لکه دا سفارت چې افغانستان نه ترکي وي) له افغانانو پوښتني شروع کړی ، ته څه لپاره راغلي يي ، ته څه لپاره راغلي يي ، او ډیر هغه ورونه لکه ما چې په ترکي ژبه نه پوهیدل په ډير بې عزتی سره له سفارته بخر کړو ، مونږ ته يي وویل بله ورځ راشی او هغه ورونه چې په ازبکي او ترکي ژبه پوهیدل هغه يي هلته په اطاق کي پریښودل. زه هم نا امیده له هغه ځایه روان شوم د هوټل په لور، هوټل ته ولاړم . یو ملګري ته مي زنګ ووهه ، ورته مې خپله کیسه وکړه ، هغه راته ویل ورور ته نن ورسره مخ شوی يي ،مونږ دغه پنځه کاله پدي سفارت کي همداسې څو ، څو واری بی عزته شوی یو. ما ورته ویل ورور ه خو سفیر ته شکایت وکړی راته يي ویل سفیر خو هم ازبک دی ، ما ویل کوم بل څوک خو به پښتون وي ،ويل وروره پدي سفارت کې پښتانه نشته ټول ازبک دي. یوه لحظه په فکر کې شوم چې دا څنګه کیدای شي چې په یوه سفارت کې ټول کار کونکې له یوه قوم نه وي.؟
ما بیرته خپل ملګری ته وویل چې داسې امکان نه لری ، ختمن په سفارت کي د نورو قومونو کارکونکې وي ، او پښتانه به هم وي ، نو بیا راته وویل چې وروره !
۱: سفیر امان الله جیحون ازبک ، ۲: د سفارت مستشار سهیلا امان ازبک. ۳: اول سکرتر نجیبه ادیشمند ازبک.۴: د قونسلګری سرپرست ازبک. ۵: نظامي اتشه ازبک. ۶: صحي اتشه کار ګر نور اوغلو ازبک. ۷: فرهنګي اتشه چې د لومړي معاون دوستم زوم شجاع الدین ازبک. ۸: د سوداګرۍ اتشه ذکي ازبک. ۹ : له ۹۰ فیصده څخه زیات محلي کارمندان ازبکا ن دي. یو ناروغه ، نیم چه او چاپلوس پښتون تحصیلي اتشه ډاکټر دهزاد لرو.
ما ورته ویل وروره ، ډاکټر دهزاد د کوم ځاي دی او څنګه ناروغه ، نیم چه پښتون او چاپلوس ؟
ځواب کې راته وویل چې داکټر دهزاد د هلمند ولایت دی. خو د دی په ویلو هم شرمیږم چې دی دي هلمند دي. دهزاد چې له څه وخت راهیسي دلته د تحصیلی اتشه په صفت راغلي دي .مونږ محصلینو هیڅ وخت په وظیفه کې ونه لیده ، څه وخت چې مونږ له مشکل سره مخ شوی یو ، او سفارت ته دده لیدو لپاره ورغلي یو تر څو خپل مشکل په هکله ورسره خبره وکړو ، خو دی په وظیفه کې نه وي ، او په عمومي دروازه کې د عسکر له خوا مونږ ته ویل کیږي چې دهزاد ناروغه دي ، زما نه یادیږي چې پدی پنځه کالو کې یوه ورځ هم ډاکټر دهزاد روغ شوی وي. تل ناروغه وي. او له همدي وجه زمونږ اکثره محصلین چې د پوهنتونو سره مشکل لری ، همداسې پاتی دي ، او د تعلیم دوره يي هم اوږديږي. چې مثالونه يي د ډوکتورا او ماسټري محصلین دي ،چې تاسې تری پوښتنه کولای شی. یعني د ماسټری اکثره محصلین داسي دي چې مشکل يي رهنما استاذانو سره دی چې د رهنما استاذان ورسره نه ګوري، او رهمنا استاذانو د نه کتو له وجه د دوي کارونه ځنډني شوی دي ، دغه اکثره ملګری زه پیژنم چې دهزاد ته د اسنادو د ثبوت سره ورغلی تر څو له پوهنتون سره دغه ستونزی په هکله خبری وکړی . خو دهزاد نه یوازی د پوهنتون سره خبری نه دي کړي ، بر عکس ددی محصلینو معاشونه يي قطعه کړي. او بل دی د خپلي وظیفي نه بې پروا دي چې پدي هم نه دي خبر چې محصلین په کوم حالت کې دي او چیرته دي ، یعني داسې محصلین هم شته چې هغوي تعلیم ترک کړی دي اروپا ته تللي ، خو دهزاد ورته اوس هم معاش حواله کوي . بل اکثره محصلین چې زه يي پيژنم چې شپږ میاشتي مخکي فارغ شوی، خو اوس هم دهزاد ورته معاش حواله کوي البته نا پښتونه محصلینو ته.
نیم چه پښتون خو ورته ځکه وایم چې یو خودي خپل معاون ازبک مقرر کړي دي چې دده ټول صلاحیتونه د هغه په لاس کې دي، او بل چې څه وخت مو له دهزاد سره لیدنه کړی په دری ژبه خبری کوي ، که لس کسه محصلین پښتانه وي او یو کس دری ژبه دا به هغه یو کس لپاره په دری ژبه خبری کوي. او بله خبره د چاپلوسی ده . تاسې ورشی د جنبیش فیسبوک ویپانه وګوری چې د نشراتو مسوول يی کارګر نور اوغلو دي ، په دغه ویپاڼه کې دهزاد څومره چاپلوسي کوي . هغه به په ښکاره ډول وګوری چې یو مثال يي پدي نیږدي ورځو یو څه د دوستم په هکله نشر شوی و و چې دوستم د افغانستان د دفاع په خاطر ، د هیواد دشمنانو سره جکړه کوي او یو انځور يي د زامنو سره خپور کړي و . پدي خو مونږ ټول ښه پوهیږو چې دوستم څه لپاره سلاح پورته کړي او پدي جکړه کې څوک دير وژل کیږي ، په ځاي ددی چې مونږ د دوستم په خلاف ، د مظلومه ملت سره سم خپل اواز پورته کړو خو متاسفانه چې دهزاد هغوي ته د چاپلوسۍ په خاطر ، وايي ( همه اش راست ، راست ، راست است ، پسران رهبران دیګر درلندن امریکا وغیره عیش میکنه ، پسر جنرال درکنارش روی زمین با مردم خود است ، صد افرین تاریخ یاداشت خواهد کرد). داسې نور ډیر د چابلوسۍ کومنتس به تاسې د دهزاد وویني ، یعنی دی چې په سوشل ميډیا کې داسې چاپلوسی کوي همداسې خو به بیخښي څه بل څه کوي . نو په لحاظه داسې یو پښتون نه به مونږ د څه شی تمه وکړو. لدینه چې یو بل ازبک هم مقر ر شوی وای ښه به و. هسې د پښتون په نامه يي څوکې بنده کړی ده.
دغه خبری چې مې واریدلی ډیر خپه شوم ؟ بیا مي تری و پوښتل چې هغه ناروغین چې د ترکې هیواد په مرسته ، په ترکیه کي تداوی کیږي ، دوی لپاره ژپاړونکې خو به ، پشتانه ، تاجک ، هزاره ، ازبک به وي او که څنګه ؟ هغه په خندا شو او بیا يي راته وویل چې نه وروره. هغې هم ټول ازبک دي، په انقره کې څلور یا پنځه ژباړونکې دي چې هغه ټول ازبک قوم نه دي . او بل دغه ژباړونکې یوازی د ازبک قوم لپاره کار کوي ، د پښتون ، تاجک او یا د نورو قومونو په قسه کې هم نه دي. د نورو قومونو ناروغان بغیر له ژباړونکې تداوی کیږی چې اکثره د درستي تداوی نه بغیر هیواد ته ستانه کیږی . هغه ځکه چې اصلي مرض په هکله ډاکټرانو ته سم معلومات نه ورکول کیږي. ګرانو هیوادوالو کله چې مي دغه خبری واوریدی ، زړه مي طاقت ونه کړ او تاسې مې هم تری خبر کړی ، نور قضاوت ستاسې په لاس کې دي.